ودان Wdan

ودان Wdan

Share

د ویناوالۍ انلاين کورس، شعرونه، زمزمې او داسې نور مطال?

Photos from ‎ودان Wdan‎'s post 25/03/2025

کرکټ یوازې د څو خاصو ښارونو لپاره نه دی، کونړ هم د کرکټ حق لري!

موږ له افغانستان کرکټ بورډ څخه جدي غوښتنه لرو چې د کونړ د کرکټ وضعیت ته توجه وکړي. دا ولایت له کلونو راهیسې د کرکټ لپاره یو مهم مرکز پاتې شوی، خلک یې له دې لوبې سره بې‌سارې مینه لري، استعدادونه شته، خو بیا هم د اسانتیاوو له نشتوالي کړېږي.

✅ ولې د کونړ لوبغالی لا هم بې‌سرنوشته دی؟
✅ ولې د دې ولایت د استعدادونو د ودې لپاره هیڅ اقدامات نه کېږي؟
✅ ولې یوازې د ځانګړو ځایونو کرکټ ته پرمختګ ورکول کېږي، خو نور ولایتونه له پامه غورځول شوي؟

دا انصاف نه دی چې کونړ، چې د کرکټ د سوکالۍ لپاره دومره مینه او قرباني لري، له بنسټیزو اسانتیاوو محروم وساتل شي. موږ د کرکټ بورډ له مشرانو، میرویس اشرف او نصیب خان څخه غوښتنه کوو چې د کونړ د کرکټ وضعیت ته جدي پام وکړي او هلته د یو معیاري لوبغالي د جوړولو لپاره اقدام وکړي.

راځئ دا غږ پورته کړو، څو زموږ د وطن د دې کرکټ‌مینوالو حق تلف نه شي!



؟

30/03/2023
10/08/2021

پاکستان د ترهګرۍ ځاله او د ترهګرو پالوونکی دی!

12/03/2021

اسلام علیکم!
د ودان ادبي بهیر ټولو ملګرو د پام وړ!
نن ورځ جمعه ۱۰:۰۰ بجې په پام کې لرو چې د بهیر د پېل مشورتي ناسته وکړو نو ټولو ملګرو څخه هېله کوم چې ګډون وکړئ، هېره دې نه وي چې ټاکنې به هم کېږي.
ځای:
د حاجي محمد رسول مارکیټ دوهم منزل نواباد

05/03/2021

د پوهانو لخوا له کره او دقيقو څېړنو وروسته معلومه شوې هغه کسان چې په رياضي کې کمزوري دي او نشي کولای چې د رياضي سختې او پېچيده پوښتنې حل کړي، دې کسانو ته نری او کوچنی برېښنايي شاټ (برقي شارټ) ورکول، کېدلی شي تر شپږو مياشتو پورې د دوی د رياضي زده کړه ښه او تېزه کړي. پوهان یې لا هم په لامل نه پوهېږي، خو دا خبره جوته ده، چې برېښنايي شارټ د انسان لپاره له خطر څخه هم خالي نه دی.
څه پکې وايئ؟

14/02/2021

سلامونه ملګرو!
دا څه موده کېږي چې فرهنګي هڅې هغه که مشاعرې دي او که ادبي ناستې دي بیخي کم رنګه شوې دي، نو په همدې خاطر غواړو چې په یو ادبي بهیر باندې کار وکړو چې پدې بهیر کې به یواځې مشاعرې نه وي بلکې د یو ښه پرسونل به درلودلو سره په دغه برخو کې کار کوو، د ویناوالۍ زده کړه، د تدریس زده کړه، مونوګراف لیکل، او نور چاپي خدمات به تولنې ته وړاندې کوو، نو هغه لېواله ملګري غواړي له موږ سره به دغه ادبي کاروان کې ملګري شي نو خپلې شمېرې دې په کمینټ کې پرېږدي.
نوټ: دغې بهیر ته مو د #ودان نوم غوره کړی دی.
زما د واټساپ شمېره: ۰۷۷۹۷۷۰۴۸۱
ادرس: منارالعلم خصوصي ښوونځی ودانۍ نواباد!
ي. سمون

12/02/2021

د ودان ګروپ د مسلکي او با تجربه پرسونل په درلودلو سره ګرانو هیوادوالو ته لاندې خدمات وړاندې کوي.
ویناوالي
د تدریس زده کړه
د تراڼو او شعرونو لیکنه او کمپوز
او مونوګراف په څيړنیز ډول تاسې ته وړاندې کوي.
دوستانو صفحه درخوښه کړۍ

Want your school to be the top-listed School/college in Asadabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Asadabad