08/02/2024
جامعه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کنړ ناړۍ بریکوټ
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from جامعه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه کنړ ناړۍ بریکوټ, Education, Kunar, Nari, Barikot, Asadabad.
08/02/2024
عجیبه کیسه
هیله کوم چی یوه دقیقه وخت راکي ویل یې فرض دي 😭
د مسجد امام غل دي که موږ له قرآن نه ناخبره.؟
یو کس کېسه کوي چه دافریقا په یو ساحلې ملک کی خلکو دقران یو قاري او ددین عالم دجومات د امام په توګه وټاکلو او خلکو یې زیات هرکلی وکړ. دکلی هر سړي غوښتل چې امام یی مېلمه شې او په رمضان کی دخلکو دعوتونه زیات وه .یو مقتدي امام کورته دعوت کړ او امام دده مېلمستیا ومنله او دغه مقتدي دامام تود هرکلی وکړ او تر اخرې درجې پورې یې دامام عزت وکړ . امام دمقتدي او دده دکورنی په هکله دوعا وکړه او دروژه ماتی نه ورسته دجومات په لور د تراویحو لپاره لاړ . کله چه دمقتدي میرمنې دکور دسالون په پاکولو شروع وکړه نو پته ورته ولیګده چه کومی پیسې چې دکړکی سره ځای په ځای کړی وی نشته .ټوله کوټه یی وکتله ولې پیسې یې پیدا نه کړي کله یې چې خاوند دتراویحو نه راغی پوښتنه یی ترې وکړه چه آیا پیسې تا اخستې هغه ورته دنه ځواب ورکړ .پس له ډیر فکر نه دی نتیجې ته ورسیدل چه کورته غیر دامام نه بل څوک نه دی راغلی او شودې خوړونکی ماشوم خو پیسې نه پیژني نو یواځې امام باید دا پیسې اخستي وي .مقتدي سره ددي چې دامام زیات قدر او عزت یی کړی وه دځان سره وویل چه باید امام لارښود او بیلګه اوسی او نه غل، ولی ددنیا دشرم په خاطر یی داموضوع پټه کړه او خبره یی په دنګل ګډه نه کړه ولې دامام نه یی فاصله او لری والی اختیار کړو اوچه ډیره اړینه به نه وه نو دامام سره نه مخامخ کیده . ورسته له یوه کاله بیا رمضان راغی . ټولو خلکو بیا امام دروژه ماتي لپاره دعوت کاوه .کله چه دنوموړي نوبت راورسیده او دپیسو غلا ور په یاد شوه دخپلی میرمنی سره یی مشوره وکړه چه امام دعوت کړی او که نه ؟ ددی لپاره چه دکور ښځې خپل خاوند دې ته وهڅاوه چه امام روژه ماتې ته دعوت کړی . ښځې وویل چه امکان لري چه امام مجبوره وه چه پیسیې یې اخستي دي، زه ورته بخښنه کوم ممکن الله ﷻ مونږ وبخښي. مقتدې امام بیا روژه ماتي ته دعوت کړه او پس له روژه ماتي نه یی ورته وویل چه تاته به پته لګیدلې وه چې زما روابط ستا سره تیر کال خړ پر وه امام ورته وویل چه ما ډیري بوختیاوې لرلې او ستا اړیکو ته می پام نه دی شوی.
مقتدي وویل امام صیب یو پوښتنه کوم هیله ده چه واضح ځواب راکړی .کله چه ته تیرکال روژه ماتی ته راغلی زمونږ په کور څه پیسې ایښووی ،ولی ستا دتګ نه ورسته مو چې هرڅه ولټوولی پیدا مو نه کړي آیا تاسو داپیسې اخستي وي. امام ځواب ورکړ چه هو دکور خاوند هک پک او حیران شو او امام وویل کله چه دکورنه وتلم کړکی خلاصه او تند باد هم لګېده ما ونه شوه زغملی چه ستاسې پیسې باد ویسي او دکړکی نه بهر ولوویږی او بیا امام په ژړا شروع وکړه او وویل چه زه په دی نه ژاړم چه تاسې په ما باندی دغلا تهمت کوی سره ددی چه ځورونکي ده . زه په دی ژړام چه تاسو په 365 ورځوکی قران نه دی خلاص کړي که داکار مو کړی وای خپله پیسې به مو هلته موندلی .دکور خاوند په منډه لاړه او دکړکي نه یی قرآن راوواخسته او ګوری چه ټولې پیسې پوره هلته ايښي دي.
دا زمونږ حالت دی چه کال کی یو ځلی قرآن نه خلاصو او بیا ځان ته دنړی غوره مسلمانان وایو.
يوه غوښتنه که کیسه مو پوره لوستي وي نوشریکه یی کړئ
.عبرتناکه کيسه
وایي یوه ډېره بې وزله کورنۍ وه دومره بې وزلې چې د سهار او ماښام د ډوډۍ درک یې نه و ، یوه ورځ یې مېرمنې خپل خاوند ته وویل ایا موسٰی علیه السلام د الله ج نبي او استازی نه دی ؟
خاوند یې ورغبرګه کړه ولې نه بې شکه چې نبي دی .
ــ سباته چې موسٰی علیه السلام د الله ج ملاقات ته ځي نو ته ولې نه ورته وایې چې الله تعالٰی ته زموږ د ددې سختې بې وزلي یادونه وکړي او شتمن شو چې پاتې ژوند لږ سوکاله تېر کړو !!
ــ سمه ده سبا به زه موسٰی علیه السلام ته ووایم .
سباشو موسٰی علیه السلام ته یې د خپلې بې وزلي کیسه وکړه چې الله تعالٰی ته یې یادونه وکړي .
( الله تعالٰی په هر څه خبر دی ) خو کله چې موسٰی علیه السلام د الله ج ملاقات ته ورغی نو د ددې بې وزلې کورنۍ یادونه یې ورته وکړه ، الله تعالٰی ورته وویل چې ورته ووایه چې زه به یې ښه شتمن کړم خو دا شتمني به یې یو کال وي او بیا یې بیرته ځینې اخلم !
موسٰی علیه السلام د بې وزلې کورنۍ مشر ته دالله ج خبره وکړه ، ډېر زیات خوشحال شول او د الله تعالٰی د نعمتونو بارانونه له هر پلوه پرې را ورېدل او په ډېر لږ وخت کې ښه شتمن شول .
خو یوه ورځ یې مېرمنې ورته وویل : خاونده ! ته پوهېږې چې الله تعالٰی موږ ته د یوه کال د شتمني خبر راکړی نور به بیرته بې وزلي کیږو نو خوښه دې نه ده چې له دې شته شتمني څخه داسې ګټه واخلو چې بیا مو د بې وزلي په وخت کې هم په ثمر راشي له خلکو سره به ښېګړه وکړو او هغوۍ به هرو مرو دبې وزلي پر مهال له موږ سره مرسته کوي؟
خاوند یې ورته وویل : سمه ده ولې نه ! او د اوو لارو په مېنځ کې یې یوه خېمه ودروله ، له هر لوري به چې لارویان راتلل ډوډۍ سړې اوبه به یې ورکولې ، دې کار یې دوام وموند تر دې چې له کال څخه خبره واوښته ، ددوۍ هم د الله تعالٰی ټاکلې وعدې ته ورپام نه و خو موسٰی علیه السلام یې له کال څخه زیاتې شتمني حیران کړ ، کله چې بیا د الله تعالٰی ملاقات ته ولاړ نو له الله تعالٰی څخه یې د دغو بې وزلو د شتمني په هکله ــ چې له کال څخه ور اوښتې وه ــ وپوښتل چې څنګه له کال څخه زیاته وپایېده !!
الله تعالٰی ورته وویل : ما هغوۍ ته د روزي یوه دروازه پرانسته اوهغوۍاوه (۷) دروازې زمابندګانو ته پرانستې نونه غواړم چې زمابنده دې(۷) دروازې پرانستې وي او زه یوه پرې بنده کړم.
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!
د الماسو کڅوړه او ناڅاپي مرګ!
یو ماهي نيوونکی د شپې په تياره کې د سيند پر غاړه کېناست، له کيناستلو سره يې د ډبرو يوه ډکه کڅوړه وموندله.
سړي به کڅوړې ته لاس دننه کړ يوه ډبره به يې ترې را وواېسته او سيند ته به يې ګوزار کړه.
ډبره چې به سيند ته ور ولوېده، يو ډول ښکلی غږ به يې وکړ او سړي ته به يې ډېر خوند ورکړ.
سړی همداسې د سيند پر غاړه ناست ؤ، له کڅوړې څخه به يې يوه يوه ډبره را وېستله او سيند ته به يې ورغورځوله، د اوبو او ډبرې پر غږ به یې خوند اخیست تر څو چې پرې سهار شو او لمر راوخوت.
ګوري چې د کڅوړي ټولې ډبرې خلاصې شوې او يوه دانه پکې پاتې ده.
سړي چې کڅوړي ته لاس دننه کړ او وروستۍ ډبره يې هم را وايسته؛ نو ويې ليدل چې په لاس یې ډبره نه بلکي جواهر ورغله.
سړی پوه شوو چې مخکې يې سيند ته څومره ډبرې غورځولې وې، هغه هم ټول جواهر و.
وروسته يې د ندامت او پښېمانۍ ګوتې وچيچلې، او په آه سره يې وويل:
"څومره ستره شتمني مې له لاسه ورکړل."
او زیاته يې کړل...
"په الله قسم ما خو له دې جواهرو څخه هيڅ ګټه پورته نه کړه، پرته له دې چې يوازې مې يې پر اواز اورېدلو خوند واخيست او بس، که ماته د دې ارزښت معلوم شوی وای ما به هيڅ کله داسې نه وای کړي."
له پورته کيسې څخه لاندې پندونه اخيستلای شو:
د جواهراتو کڅوړه:
زموږ عمر دی چې موږ يې په پرلپسې توګه په بې ځایه او بې ګټو کارونو کې مصرفوو.
د اوبو غږ؛
دا د دُنيا خوندونه، شهوتونه او دوکه کوونکي شيان دي.
د شپې تياره:
دا زموږ غفلت او بې پروایي ده.
د لمر را پورته کېدل:
دا د هغه حقيقت څرګندېدل دي کوم چې له مرګ سره موږ ته څرګندېږي.
د نورو جالبه او اسلامی معلوماتو لپاره زما ایډی درسره فالو کړﺉ
لنډه کیسه او عبرت
د موسې علیه السلام په وخت کې یوه ښځه کونډه شوه چې یو کوچنې زوې یې درلوده ښځې بل خاوند ونه کړو
خپل ماشوم زوې سره یې ژوند کاوه کلونه وروسته زوې یې ځوان شو
زوې یې چې کله ځوان شو هره ورځ به د شپې کور ته ناوخته راتلو
هره ورځ به یې ورته مور نصیحت کاوه خو په زوې یې هیڅ تاسیر نه کاوه
د څو ورځو نصیحت وروسته بیا زوې یې ناوخته کور ته راغې
مور یې ورته بیا نصیحت وکړه زوې یې خپله مور ډیره کلکه کلکه ووهله
او په بوجې کې یې واچوله یو لرې ځنګل ته یې ویوړه هلته یې خطا کړې
الله جل جلاله موسې علیه السلام ته د جبراییل په واسطه وهیې وکړې چې لاړ شه هغه ځنګل ته هلته زما یو بنده ګې ده د هغې د حال وګوره
کله چې موسې علیه السلام ځنګل ته لاړو بوجې یې ولیده بوجې ته یې غوږ نږدې کړو چې د بوجې نه داسې اواز راځې
یا الله جل جلاله ته زما په سر زما زوې نه مه خفه کیږه هغه ته مه په قهر کیږه همداسې زارې یې الله جل جلاله ته کولې
موسې علیه السلام له کیسې نه خبر شو
الله جل جلاله موسې علیه السلام ته وویل وګوره چې دا مور په خپل زوې څومره مهربانه ده
او بیا یې ورته وویل چې زه د دغه مور نه اویا ځله ډېر مهربانه یم
د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړﺉ
د ملگرو سره يې شریک کړئ!!
د نبيﷺمکي ژوند په څو نقطو کې:
لیکنه او ترتیب:پوهندوی مولوي احسان الله ناصح
د نبي عليه السلام مبارکه زوکړه او مکي ژوند يې:
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصی بن کلاب بن مرة بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر(د فهر لقب قريش وو نو ځکه د قريشو خاندان ده ته منسوبيږي).
موريې امنه بنت وهب بن عبدالمناف بن زهرة بن کلاب بن مرة وه او په کلاب بن مرة کې يې له رسول الله سره نسب شريکيږي.
پلاريې دده له زيږيدو وړاندې وفات شوی وو، د دوشنبې په ورځ د فيل په کال(۵۷۱م) April 20 نېټه د ابوطالب کور کې پيدا شو، نيکه يې نوم ورباندې محمد کيښود، د مور وروسته ورته د ابولهب وينزې ثويبې شيدې ورکړې.بيا د رضاعت لپاره حليمي ته ورکړل شو.
په 4 کلنۍ کې يې سينه د فرشتو له خوا څېرې شوه، په شپږ کلنۍ کې يې مور د مکې او مدينې منځ کې وفات شوه، په اته کلنۍ کې يې نيکه وفات شو، په دولس کلنۍ کې يې تره له ځان سره شام بوتلو، هلته بحيرا راهب دده د پيغمبرۍ وړاندوينه وکړه، په شل کلنۍ کې يې د ترونو سره د فجار په جنګ کې ګډون وکړ، له دې وروسته د فضول تړون وشو، په (۲۵) کلنۍ کې د خديجې مال سره شام ته لاړو غلام يې ميسره هم ورسره وو. له دې سفر وروسته ورته خديجې د نفسيې په خوله د واده پيغام ورکړ. بيا حمزه د خواستګارۍ لپاره ورغی او ابوطالب نکاح وتړله مهر يې(۵۰۰) درهمه وو، له دې څخه يې اووه اولاده پيدا شو، ۳۵ کلنۍ کې يې کعبه بيا ورغيده، د وحی له راتلو مخکې به يې رښتينې خوبونه ليدل،کله چې څلويښت کلن شود حراء په غار کې ورته (۶۱۰ م کال اګسټ په (۱۰) وحی راغله، له دې وروسته وحی يو څه بنده شوه، ۴۰ ورځې وروسته بيا شروع شوه، اولني مسلمانان خديجه، ابوبکر، علي، زيد وو، درې کاله يې پټ دعوت وکړ، د نبوت په څلورم کال يې دعوت ښکاره شو، په شپږم کال حمزه او عمر مسلمانان شول، په اووم کال په شعب ابي طالب کې بنديان شول، په لسم کې دغه معاهده ختمه شوه خو ابوطالب او خديجه دواړه وفات شول نو دغه کال د غم د کال په نوم ونومول شو. په دغه کال يې د مکې څخه بهر دعوت پيل کړ، په يوولسم کال يې حضرت عائشې سره کوژدن وکړه، په دولسم يا په ديارلسم کال د معراج واقعه پيښه شوه.
په ديارلسم کال يې د ابوبکر سره يو ځای هجرت مدينې ته پيل کړ، د مکې څخه پنځه ميله ليرې په غار ثور کې درې ورځې تم شو، عبدالله بن ابي بکر به احوال اخيسته، عامر بن فهيره ورته شيدې راوړلې، او اسماء ورته د سفر سامان راوړلو، درې ورځې وروسته ورته لارښودونکی عبدالله بن اريقط راغی او د مدينې په لور روان شول، د ربيع الاول په اتمه دوشنبې په ورځ قبا ته ورسيدل.او دلته يې د مسجد ډبره کيښودله.
الله تعالی فرمایي:
زما مینه خو وګوره، کــومې فرشتې چې ماښام ستا ګناه تر ما پورې راوړي!
سهار د هغو په لاس زه ستا رزق درلیږم!
د خنزیر غوښه نه خوړل یوازنۍ کړنه ده چې مسلمانان یې په حرمت متفق دی، خو رشوت، سود، چغلګری، غیبت، د صله رحمي قطع والی، د یتیم مال خوړل، په سرکونو او کوڅو کې بد اخلاقي، د میراث په تقسیم کې بي عدالتي پدې کې بیا الله غفور رحیم دی. ژباړه
👇👇👇👇👇👇👇
🌐د محمد ﷺ لنډه پېژندنه
◀نوم: حضرت محمد ﷺ
◀د پلار نوم: عبدالله
◀د نيکه نوم: عبدالمطلب
◀د کورنۍ نوم: هاشمي
◀د مور نوم: آمنه بنت وهب
◀د رضاعی مور نوم: حليمه سعديه
◀د لومړۍ ميرمني نوم: خديجة الکبراى رض
◀د لومړۍ ميرمني د پلار نوم: خويلد
◀د قوم نوم: قريش
◀
◀د زيږيدني ځاى: مکه مکرمه
◀د هيواد نوم: سعودي عربستان
◀نژاد: عرب
◀تر بعثت مخکي لقب: رښتيا ويونکى او امين
◀د الهي وحيو د راکښته کيدو ځاى: د حرا غار
◀د حرا د غار موقيعت: د مکي شمال غرب خواته
◀دنده: پيغمبري
◀دين: اسلام
◀د دندي موده: 23 کاله
◀رنګ: ګلګون او ځلانده
◀د ويښتانو رنګ: تور
◀قد: منځنۍ لوړ ته مايل
◀پزه: جګه قلمي
◀د ميرمنو نومونه يې: خديجه ، عايشه ، حفصه ، سوده ، زينب ، ام السلمه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه (رض)
◀زامن: عبدالله ، قاسم ، ابراهيم (په کوچنيوالې وفات)
◀لوڼي: زينب ، رقيه ، ام کلثوم ، فاطمه رض
◀د اوسيدو ځاى: مکه مکرمه د بني هاشمو ځاى ، تر هجرت وروسته مدينه منوره
◀تحصيلات: د پيغمبرۍ تر درجې د الله ج ترنظر لاندي د جبرايل ع په واسطه ورسول شو
◀د پلار مړينه: د مور په نس کښي د دوو مياشتو وو
◀د مور مړينه: په 6 کلنۍ کښي
◀د نيکه مړينه: په 8 کلنۍ کښي
◀اصلي روزونکى: دده اکا ابو طالب
◀د واده پر مهال عمر: 25 کلن او خديجي رض عمر 40 کلنه
◀د نبوت پر مهال عمر: 40 کلن
◀د مديني څخه مکي ته د هجرت پر مهال نيټه: 611 ميلادي ، چه د هجري قمري د اول کال سره برابره ده
◀لومړنى سفر: د خپل کاکا سره د شام د بصري ښار ته په 12 کلنۍ کښي وو
◀د بعثت وروسته لقب: خاتم الانبياء والمرسلين ، ابو القاسم
◀ټول عمر يې: 63 کاله
◀د مړيني نيټه: د 11 هجري قمري کال د ربيع الاول پر 12 د دوشنبي په ورځ
◀قبر مبارک يې: د مديني منوري ښار د ام المومنين رضي الله عنها حجره
د نورو سره یې شریک کړئ.......................
*بلال چې صحابي شو*
حضرت بلال رضی اللہ عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه: چې تا نبي کریم ﷺ په لومړي ځل څنګه ولیده؟
بلال رضی اللہ عنه وایې: ما د مکې خلک ډېر کم پیژندل ولې چې زه غلام وم، او په عربو کې د غلامانو سره سم سلوک نه کېده د ھغوې د استطاعت څخه زیات کار به یې ترې اخیسته. نو ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ته ووځم، او د خلکو سره ملاقاتونه وکړم، لهذا ما ته حضور پاک یا اسلام یا داسې د کوم بل څیز قطعي علم نه وو. یو ځل څه وشول چې زما سخته تبه وه مریض وم.
د سختې يخنۍ موسم وو، او انتهايي يخنۍ او تبې زه ډیر کمزوری کړم، لهذا ما لحاف واغوستو او سملاستم. دلته زما مالک راغی، او لیدل یې چې زه اوربشې اوړه کوم او کنه، ھغه زه ولیدم چی لحاف (څادر) مې اغوستی او پروت یې ولیدم ډیر زیات غصه شو، ھغه را څخه څادر کش کړ او د سزا په طور یې زما کمیس وکاږه او زه یې بھر د کوټې مخې ته کښینولم او ویې ویل اوربشې اوړه کړه.
اوس سخته يخني او تبې ھم نیولی وم، او دومره سخت کار ما ژړل او اوربشې می اوړه کولې، لږ وخت وروسته دروازه وټکیده دستک وشو، ما ورته د راتلو اجازه وکړه یو انتهایي متین او نورانې مخ واله کس راننوت او ویې ویل: ځوانه ولې ژاړي؟
ما ورته په ځواب کې وویل: ځه خپل کار کوه تاته یې څه چې زه د ھرې وجهي ژاړم دلته د پوښتنې خلک ډېر دي خو د مدد واله څوک نشته!
قصه مختصره چې بلال حضور نبی کریم ﷺ ته کافي سختې خبرې وکړي. حضور ﷺ دا خبرې واوریدې او ولاړ کله چی روان شو نو بلال وویل: بس! ما ویل کنه چې پوښتنه ھر څوک کوی خو مدد ھیڅوک نکوي.
حضور ﷺ دا خبرې اوریدې او روان وو بلال وایې: په زړه کې مې لږ امید پیدا شوی وو چې دا کس به دې څه مدد وکړي ھغه ھم ختم شو. لیکن بلال ته څه پته وه چې چا سره دده اوسنی واسطه راغله دا رحمت العالمین دی.
بلال وایې: لږ وخت وروسته ھغه سړی بیا راغی دده په یو لاس کی ګرم شوده وو او په بل کې یې کجوري وي. دې ھغه کجوري او شوده ما ته راکړل او ویې ویل: دا اوڅښکه او ویده شه.
ما ورته وویل: دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟
که اوړه مې نکړي نو مالک به مې سھار ډیر زیات ووھې ھغه وویل: ته ویده شه دا سھر زما څخه اوړه شوي واخله.
بلال ویده شو، او نبي کریم ﷺ ټوله شپه د يو حبشي غلام لپاره میچن وچلوه.
سھار یې بلال ته اوړه شوې اوربشې ورکړي او ولاړ.
دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدي او دوا یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړ. داسې دری ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چی بلال نه وو روغ شوی.
دا ھعه تعارف وو د چا په زړه کې چې لافانی عشق پیدا شو چې نن ھم بلال ته صحابې رسول وروسته اول ورته عاشق رسول وايې.
ھغه بلال کوم چی یوه ورځ یې آذان ونکه نو الله لمر د راختلو ایسار کړی وو. دې د حضور ﷺ د رحلت څخه وروسته اذان کول بند کړل ولې کله به چې په اذان کې (أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ) ته رسېده نو د نبي کریم ﷺ په ياد کې به سلګو ونیوه او په زار وقطار به یې ژړل.
دوستانو! روانه، روانه کې يوه اخري خبره درته کووم که دا تحریر مو ولوست او خوښ مو شو خیر دی لوستلو وروسته لږ تکلیف نور ھم وکړئ او د ملګرو سره یې شريک کړئ ھیڅ پته نه لګې کیدای شي ستاسو یو شیر د زرګونه خلکو د راه راست سبب شی.
کاپی
دغل لاس او دوزیرژبه پرې کړی
یو باچا وليدل، چي د بزګر خرونه ټول په یوه کتار منظم روان دي. باچا پوښتنه وکړل، دادي څنګه منظم کړي دي؟
بزګر ورته وویل: کوم یو چي له کتاره ووزي و هغه ته سزا ورکوم.
باچا وویل: دا بزګر زما په هيواد کي امن او نظم را وستلای سي.
بزګر ئې له ځانه سره و شاهي دربار ته بوتلی، دې وخت کي د یوه غله قضیه شروع وه، پر غله د لاس پرېکولو حکم را ووتی. بزګر پر جلاد ږغ وکړ، لاس ئې پرې کړه. دې وخت کي وزیر اعظم د بزګر خواته راغلی، ویل: دا غل زموږ خپل سړی دئ، و به ئې بخښو.
بزګر په زوره ږغ وکړ: د غله لاس پرې کړی او د وزیر ژبه پرې کړی.
باچا هم د بزګر خبره و منل: د غله لاس او د وزیر ژبه ئې پرې کړل.
بس، په همدې یوه کار سره په ټول هيواد کي امن او نظم قایم سو.
سوال: که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه د هغه ګران اکا ابو طالب،
که د لوط علیه السلام په واسطه د هغه مېرمن،
که د نوح علیه السلام په واسطه د هغه زوی،
که د ابراهیم علیه السلام په واسطه د هغه پلار د الله جل جلاله د قهر څخه و نه ژغورل سول،
نو بیا حکومت څوک دی، چي د خلکو واسطې مني؟
چي د خپلو خلکو لحاظ کوي؟
حل: که مجرمان په سزا ورسول سي، نو بیا به و امن او نظم ته هیڅوک هم زیان و نه رسوي.
ونیسئ نا اهله له وظیفې لیري کړی، فاسد پر کور کښېنوی او خاین د محبس میلمه کړی. امن خپله راځي. ان شاء الله
کاپی
بسم الله الرحمن الرحیم
پوښتنه : په سفر کې دسهار لمونځ څو رکعته دی؟
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماسپښین لمونځ څو رکعته دی؟
ځواب : ۲ رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دمازدېګر لمونځ څو رکعته دی؟
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماښام لمونځ څو رکعته دی؟
ځواب :درې رکعته .
پوښتنه : په سفر کي دماخوستن لمونځ څو رکعته دی؟.
ځواب: دوه رکعته فرض سره له دری رکعتو وتر خــــو دا باید په یاد ولرئ چي سنت لمونځ ترخپل ټاکلي مقدار نه کمیـــــــږي که په سفرکي دسړي ډېر تلوار نه وي نوسنت بایدهرو مرو پوره اداء کړي .
پوښتنه : دبدن هغه اووه ګوني غړي ، چي دسجدې په وخت کي باید پر ځمکه کېښودل شي کوم دي؟
ځواب :
تندی او پوزه،دلاسونو ورغوي، دواړه زنګونونه، ددواړو پښو قدمونه .
پوښتنه : دجماعت پر وخت که مقتدي یو سړی وي نوباید کومي خوا ته ودريږي ؟
ځواب : دامام راسته لاس ته .
پوښتنه : د جنازې دلمانځه حکم څه دی؟
ځواب : فرض کفایه .
پوښتنه : که په هېره دروژې په حالت کي یوشی وخوري نودهغه روژه څنګه ده ؟
ځواب : روژه یې نه فاسدیږي .
پوښتنه : په جماعت کي ترټولو غوره صف کوم صف دی؟
ځواب : لومړی صف .
پوښتنه : کورته دننوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَاوَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَاوَعَلی رِبِّنَا تَوَکَّلْنَا .
پوښتنه : له کورڅخه دوتلودعاء کومه ده ؟
ځواب : بِسْمِ اللهِ تَوَکَّلْتُ عَلَی اللهِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ .
پوښتنه : د آذان په اورېدو سره باید څه وویل شي؟
ځواب : هغه څه چي مؤذن وايي،خوکله چي هغه (حی علی الصلاه ) او (حی علی الفلاح) وايي،نواورېدونکي باید ( لاحول ولاقوه الابالله ) ووايي .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولو لوی آیت کوم دی؟
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څو دروازې لري؟
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.
ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورو مسجدونو ۱۰۰۰ برابره
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kunar, Nari, Barikot
Asadabad