16/05/2026
د اسداباد ذکورو لېسې د علمي او روزنيز چاپېريال يو ځلاند او هڅاند شخصيت، د متوسطې دورې سرښوونکی ښاغلی نصرت الله حقمل، د خپلې صادقانه رهبرۍ، غوره نظم، اخلاص او نه ستړې کېدونکو خدمتونو له امله د لېسې د مدير له لوري وستايل شو او په ځانګړي تقدير ونازول شو.
حقمل صاحب تل هڅه کړې چې د ښوونځي فضا د علم، اخلاقو او مسئوليت احساس په رڼا کې وساتي. د هغه مهربان چلند، دندې ته ژمنتيا او د ښوونکو او زدهکوونکو سره نېک تعامل د دې لامل شوی چې نوموړی د هر چا په زړونو کې ځانګړی ځای ولري.
دا ډول تقدير نه يوازې د يوه شخص د هڅو ستاينه ده، بلکې د نورو لپاره هم د خدمت، اخلاص او مسئوليت يو ښکلی الهام ګڼل کېږي.
موږ ښاغلي نصرت الله حقمل ته د لا ډېرو برياوو، عزت او سرلوړۍ دعا کوو.
03/05/2026
خبرتیا!
د اسعداباد د هلکانو عالي لېسې ادارې ته د ۱۴۰۴ فارغ زده کوونکو دکانکور امتحان لپاره ID کارتونه رارسیدلي، نو له ټولو زده کوونکو هیله ده چې د خپلو ID کارتو لپاره ادارې ته مراجعه وکړي.
نوټ: کوشش وکړئ چې خپل ایډي کارتونه پسې ژر ادارې ته تشریف راوړئ که چیرې د کوم زده کوونکې ایډي کارت نه وي راغلی چې پخپل وخت یې ستونزه د مربوطه ادارې سره شریک کړو.
په درنښت
داسعداباد دهلکانو عالي لېسې اداره
17/02/2026
� ستاینلیکونه د هڅو او بریاوو په ویاړ 🌟
د اسعداباد هلکانو لېسې محترمې ادارې نن ورځ د ښو او اغېزمنو تدریسي فعالیتونو له امله محترم استاد انیس الله (سپین غر) ته ستاینلیک ورکړ. نوموړی استاد نه یوازې په تدریس کې پوره هڅاند پاتې شوی، بلکې د لېسې د نظم او ډیسپلین په برخه کې هم تل فعاله همکاري کړې ده، چې دا یې د ژمنتیا او مسئولیتپذیرۍ ښکاره ثبوت دی.
همدارنګه، د لېسې یو تکړه زده کوونکی یاسر د کونړ ولایت په کچه د سیرت النبی ﷺ سیالۍ کې څلورم مقام ترلاسه کړی، چې د همدې سترې لاسته راوړنې په ویاړ ورته نن ستاینلیک ورکړل شو.
د لېسې محترم مدیر شیر ګل (سلمان) د دواړو د هڅو او کوششونو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې ورته د لوی رب جل جلاله څخه د لا ډېرو بریاوو او کامیابیو دعا وکړه.
موږ دواړو ته د لا زیاتو بریاوو هیله لرو او ویاړو چې داسې هڅاند استادان او تکړه زده کوونکي لرو. 🌱✨
#ستاینلیک #بریاوې
12/01/2026
د درس شروع خبرتيا
د اسعدباد هلکانو لېسې
ګرانو زدهکوونکو او درنو والدینو!
دا چې د جدي په 22نيټه، زموږ ښوونځى د سرد سيرو څخه ګرم سيرو ته تبديل شوى دى چې1404 / 1405 تعليمىي کال درسونه سره د نن څخه شروع دي د پوهنې وزارت د رسمي طرزالعمل له مخې پیل شى چې د اسعداباد هلکانو لېسې اداره ورته پوره چمتو ده
اسعداباد هلکانو لېسې اداره
25/12/2025
خبرتیا!
ټول هغه زده کوونکې چې د اسعداباد د هلکانو عالي لېسې څخه فارغ شوې وي او غواړي د کانکور ازموینه ورکړي نو له ټولو ګلالیو زده کوونکو هیله کوو چې د کانکور د ثبت نام لپاره ادارې ته مراجعه وکړئ.
په درنښت
د اسعداباد د هلکانو عالي لېسې اداره
30/07/2025
د اسعداباد د هلکانو لېسې یو څو انځورنه راسره ننداره کړئ
14/07/2025
د اسعداباد د هلکانو ليسې د ۱۴۰۴ کال د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د امتحان صحنه.
07/07/2025
د اسعداباد د هلکانو ليسې د ۱۴۰۴ کال د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې د لومړي ورځې د امتحان صحنه.
06/07/2025
خبرتیا!!!
د څلورنيم مياشتنۍ ازموينې د پيل په اړه👇
ګلاليو زده کوونکو هيره دې نه وي چې سبا دوشنبه چې د روان کال د سرطان د مياشتې له ۱۶مې نېټې سره برابره ده څلورنيم مياشتنۍ ازموينې به د مهال وېش سره سم پيل کيږي، ټول زده کوونکي دې خبر وي.
25/06/2025
د اسعداباد دهلکانو لېسې ته تېره میاشت د لېسې د والدینو شورا رئیس او غړو تشریف راوړی وو او د لېسې د مدیر سره یې د لېسې په مشکلاتو خبرې وکړئ.
داچې ګرمې زیاته وه او زده کوونکو د ګرمۍ له وجې نشو کولاې چې په ښه شکل سره زده کړي وکړئ نو د والدینو د شورا سره یې د زده کوونکو یاده ستونزه شریکه کړه او د شورا لخوا یې د حل ژمنه وشوه.
د شورا رئیس جاوید(ملکزاده ) او غړو یې نن ورځ عملاً لس دانې پکې د لېسې اجرایه مدیر مشتاق (مجبور) ته تسلیم کړه او پاتې اوه نور پکې به په راتلونکو ورځو کې هم ادارې ته تسلیم کړي.
د لېسې مدیر شیرګل (سلمان) د لېسې د والدینو شورا له عزتمند رئیس او غړو مننه وکړه چې د خپلو اولادنو د مشکلاتو د حل لپاره یې جدي اقدام وکړه او یاده ستونزه یې حل کړه.
په پای کې د لېسې د والدینو شورا رئیس جاوید ( ملکزاده) او د شورا غړي په خپلو ټولو شتمنو هېوادوالو غږ کوي چې لا هم ځینې ستونزي موجودي دي تر څو د هغې د حل لپاره لازمه همکاري وکړي.
د اسعداباد د هلکانو لېسې فرهنګي کمیټه
27/05/2025
د اسعداباد د هلکانو عالي لېسې ته نن ورځ سې شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ د مکتب د شورا رئیس او غړو یې تشریف راوړی وو.
په پیل کې د لېسې مدیر شیرګل(سلمان) د شورا رئیس او غړو ته ښه راغلاست ووایو او ورپسې یې د مکتب د زده کوونکو ستونزي د شورا له رئیس او غړو سره شریکې کړې.
د شورا رئیس یادې ستونزي واوریدې او د شورا د غړو په مشوره یې د حل ژمنې وکړې.
د اسعداباد د هلکانو عالي لېسې
فرهنګي کمیټه