Faculty of Economics - Kunar

Faculty of Economics - Kunar

Share

Economics

27/04/2026
Photos from Faculty of Economics - Kunar 's post 24/04/2026

الحمدلله
داسې زېري او وياړونه دې لا ډېر شي
اقتصاد پوهنځي اداره په خپلو کادرونو وياړي، چې تل يې پوهنتون او پوهنځي ته اعلی مقامونه راوړي دي.

Photos from Faculty of Economics - Kunar 's post 23/04/2026

د سيد جمال الدين افغاني - کونړ پوهنتون اقتصاد پوهنځي وياړلو استادانو جهان پوهنتون په علمي ـ څیړنېز کنفرانس کې خپلې مقالې ارائيه کړی!
مصنوعي ځیرکتیا د تکنالوژۍ په ډګر کې یوه نوې راڅرګنده شوې پدیده ده. چې د صنعت، تولیداتو، پانګونې، تکنالوژۍ او مدیریت په برخو کې اغېزمن او ګټور رول لوبولی شي او د دوامداره ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري.
مصنوعي ځېرکتیا د معاصرې نړۍ هغه پرمختللې ټکنالوژي ده چې د معلوماتو د تحلیل، دقیقو پرېکړو، چټکو خدمتونو او نوښتګرو حللارو زمینه برابروي. نن ورځ هېوادونه له همدې وسیلې څخه په اقتصاد، روغتیا، کرنه، ښوونه او روزنه او عامه خدمتونو کې پراخه ګټه اخلي.
د اقتصاد پوهنځي اداره په خپلو کادرونو وياړي او په اينده کې ورته د لا برياليتوبونو او وياړونو دعا کوي.
تاند او سر لوړي اوسئ
د اقتصاد پوهنځي اداره

21/04/2026

د خوښۍ زېرې
د اقتصاد پوهنځي د تشبثاتو اداره او مدیریت څانګې محترم استاد تسل نورزي، د خپلو علمي او مسلکي هڅو په پایله کې د پوهنيار علمي رتبې ته ترفیع ترلاسه کړې ده.
دغه علمي ترفیع د نوموړي د مسلکي وړتیاوو، علمي لاسته راوړنو، ژمنتیا، دوامدارو خدمتونو او هڅو څرګندونه کوي او د اقتصاد پوهنځي لپاره یو مهم علمي پرمختګ او د ویاړ وړ ګام دی. تمه ده چې د استاد تسل نورزي علمي تجربې، څېړنیز فعالیتونه او تدريسي وړتیاوې به د محصلینو د علمي روزنې د کیفیت په لوړولو او د پوهنځي د علمي بهیر په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
د اقتصاد پوهنځي مشرتابه، استادان، مديران او محصلین نوموړي ته د دې سترې علمي لاسته راوړنې مبارکي وایي او ورته د لا ډېرو علمي پرمختګونو، څېړنیزو لاسته راوړنو او اغېزناکو خدمتونو هېله څرګندوي.
په درنښت
د اقتصاد پوهنځي اداره

22/03/2026

خبرتیا!
د درنو محصلینو د پام وړ!
هېله ده، چې د کمکي اختر د رخصتيو شپې او ورځې به مو په خېر، خوشحالۍ او عافيت سره تر سره کړي وي.
ګرانو محصلانو لکه څرنګه، چې تاسو په جریان کې یاست، د کمکي اختر رخصتۍ پای ته رسېدلي دي، پر همدې اساس تاسو ګرانو محصلانو ته خبر درکول کېږي، چې خپلو درسونو ته مو پر وخت د مهال وېش مطابق حاضر شئ.
د اقتصاد پوهنځي اداره
په خورا درنښت

19/03/2026

تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْكُمْ صَالِحَ الْأَعْمَالِ
نېکمرغه کوچنې اختر مو مبارک شه. عبادات، طاعات، روژې، صدقات او نېک عملونه مو قبول شه.

02/02/2026

د پسرلني سمستر د درسونو د پېل خبرتیا!!
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون اقتصاد پوهنځی ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي پسرلني سمستر درسونه به إن شاء الله له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د دلوې مياشتې پر ۱۵مه نېټه، چې د ۱۴۴۷ سپږميز کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نېټې سره برابره ده، رسماً پېل شي؛ نو پر همدې بنسټ د دې پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته په منظم ډول حاضر شي.

30/01/2026

د سیدجمال الدین افغاني پوهنتون - کنړ د اقتصاد پوهنځي (مالي او بانکداري) څانګې د علمي کادر خبرتیا!
1404/11/9
د مالي او بانکدارۍ څانګې وړ او په شرايطو برابر فارغانو ته زرين چانس.
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-333
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy_97afc2c098...

Want your school to be the top-listed School/college in Asadabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kunar
Asadabad
2801