20/06/2026
د مبارکۍ پیغام
علم او پوهه د ټولنې د پرمختګ بنسټ او د ملتونو د سوکالۍ تر ټولو ستره پانګه ده. د همدې ارزښتونو د پیاوړتیا په لاره کې د علمي کادرونو بریاوې د ویاړ او ستاینې وړ دي.
په ډېر ویاړ سره د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې استاد او د یادې څانګې آمر، دوکتور امین الله نورزی، ته د پوهنمل علمي رتبې څخه د پوهندوی علمي رتبې ته ترفیع د ترلاسه کولو له امله له زړه مبارکي وړاندې کوو.
دا علمي ترفیع د نوموړي د کلونو پرلهپسې علمي هڅو، څېړنیزو فعالیتونو، اغېزمن تدریس او اکاډمیکو خدمتونو څرګندونه کوي. باور لرو چې یاد استاد به د خپلې پوهې، تجربې او ژمنتیا په مټ د لوړو زده کړو، علمي څېړنو او د هېواد د کرنې د ودې په برخه کې لا ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي.
د کرنې پوهنځي مشرتابه، استادان، اداري کارکوونکي او محصلین نوموړي ته د دې علمي لاسته راوړنې مبارکي وایي او د لوی څښتن تعالی له درباره ورته د لا زیاتو علمي بریاوو، روغتیا، بریالیتوب او دوامدارو خدمتونو هیله کوي.
19/05/2026
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د دندې موندنې او معياري سي وي جوړولو په هکله يو ورځنی معلوماتي سېمينار دایر شو.
ياد سېمينار چې د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، د څلورم ټولگي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.
پيل کې د زراعت پوهنځي د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخهوالو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په لوړونه کې پوره گټه واخلي.
ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات له لوري د معیاري سي وي لیکلو فارمټ، د سي وي لیکلو پر مهال د ځینو اړین ټکي په نظر کې نیول، دندې لپاره د غوښتنلیک سپارل، د کاري مصاحبې مؤثرې لارښوونې او نور بېلابېل موضوعات په پوره ډول تشرېح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.
27/04/2026
چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي
چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته
د کرنې پوهنځي د حیواني علومو دیپارتمنت پیاوړې او دروند استاد او پرلپسې د درې دوکتورا سکالرشیپونو ګټونکی پوهندوی ضیاءالدین ضیاء چې تقریبا دوه کاله ترمخه د روسیی هیواد دوکتورا دولتي سکالرشیپ ته ، ۵ میاشتې مخکې د پاکستان علامه اقبال سکالرشیپ کې د فیصل آباد زراعتي پوهنتون دوکتورا برنامې ته دا دې اوس د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د دوکتورا برنامې ته په عالي او لوړو نمرو بریالی شوی. دا ستره علمي لاسته راوړنه نه یواځې د ښاغلي استاد ضیاء شخصي بریا ده، بلکې د کرنې پوهنځي، اکاډمیکې ټولنې او د لوړو زده کړو د ودې لپاره هم یو مهم ګام ګڼل کېږي. باور لرو چې نوموړی به د خپلې لوړو زده کړو له برکته د علم، څېړنې او د هېواد د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره لا زیات ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي او دا ویاړ دې یو ځل بیا د کرنې پوهنځي، د پوهنتون ټولې اکاډمیکې کورنۍ او په ځانګړي ډول ښاغلي استاد ضیاء ته مبارک وي.
په درنښت
د کرنې پوهنځي اداره
15/04/2026
د خوښۍ او ویاړ زیری
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې د کرنې پوهنځي مرستیال محترم عنایت الله جنتي او د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې قدرمن استاد عزت الله شینواری د خپلو علمي او مسلکي هڅو په پایله کې د پوهنمل علمي رتبو ته ارتقا وکړه.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د دوی د دوامداره زیار، ژمنتیا او علمي خدمتونو ښکارندویي کوي، بلکې زموږ د کرنې پوهنځي لپاره هم یو ویاړ دی. موږ باور لرو چې د دوی علمي تجربې او پوهه به د محصلینو د روزنې او د علمي بهیر د لا پیاوړتیا لپاره لا ډېرې ګټورې تمامې شي.
د کرنې پوهنځی مشرتابه، استادان او محصلین دواړو قدرمنو استادانو ته مبارکي وایي او ورته د لا زیاتو بریاوو، لاسته راوړنو او خدمتونو هیله لري.
په درنښت
د کرنې پوهنځی مشرتابه
15/04/2026
د ځنګلونو نړیواله ورځ؛ د شنې راتلونکې په لور یو اغېزمن ګام
د ځنګلونو نړیوالې ورځې په ویاړ، د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او طبیعي منابعو څانګې له لوري یو علمي او ارزښتناک پروګرام په شانداره توګه ترسره شو.
غونډه د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کرنې پوهنځي مرستیال پوهنمل عنایت الله جنتي د پرانېستې وینا وړاندې کړه، چې پکې یې د ځنګلونو د ارزښت، ساتنې او دوامدار مدیریت پر اهمیت رڼا واچوله.
وروسته د موضوع اړوند هر اړخیز او علمي معلومات د ځنګلپوهنې او طبیعي منابعو څانګې امر پوهنمل شاهد الله امن له لوري وړاندې شول، چې د ځنګلونو چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیز ارزښتونه یې په ژوره او روښانه توګه بیان کړل.
په دې پروګرام کې د یادې څانګې استادانو، محصلینو او د پوهنتون د نشراتو مسؤل ګډون درلود، او غونډه په یوه علمي، الهامبخښونکې او همغږې فضا کې پای ته ورسېده.
دا ډول علمي او پوهاوی ورکونکې ناستې د ځنګلونو د ساتنې، پراختیا او عامه پوهاوي د پیاوړتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
14/03/2026
🌿🌟 مبارکي او درناوی 🌟🌿
د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې بااستعداده، لایق، زحمتکښ او تکړه استاد محترم دوکتور حشمت الله دراني صاحب د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفیع له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. 🎉🎓
دوکتور صاحب د علم، پوهې، لوړ اخلاقي شخصیت، ژمنتیا او نه ستړې کېدونکو هڅو له امله د خپلو همکارانو او محصلینو ترمنځ د ځانګړي درناوي وړ مقام لري. نوموړي تل د علمي څېړنو، اغېزمن تدریس او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې مهم او ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. 📚🌱
د پوهندوی علمي رتبې ته د محترم دوکتور حشمت الله دراني صاحب رسېدل د هغوی د کلونو هڅو، علمي لاسته راوړنو او د اکاډمیک خدمتونو څرګند ثبوت دی. موږ باور لرو چې د دوی علمي هڅې به د کرنې پوهنځي د علمي پرمختګ او د هېواد د کرنې سکتور د ودې لپاره لا ډېر ګټور تمام شي. 🌾✨
موږ د زړه له کومې ورته د لا زیاتو علمي بریاوو، روغتیا، بریالیتوب او دوامداره خدمتونو هیله کوو. 🤲🌟
د کرنې پوهنځي مشرتابه
د نشراتو کمېټه
12/03/2026
🌿 د مبارکۍ او ویاړ پیغام 🌿
د کرنې پوهنځي اداره او علمي کادر په ډېرې خوښۍ سره لاندې علمي لاسته راوړنه او اداري بدلون مبارکي وايي:
🔹 استاد پوهنمل دوکتور امین الله نورزی د اګرانومي څانګې د آمر په توګه ټاکل کېدل یوه مهمه علمي او اداري لاسته راوړنه ده. موږ هیله لرو چې نوموړی به د خپلې علمي تجربې، مسلکي وړتیا او ژمنتیا په مټ د اګرانومي څانګه لا پیاوړې کړي او د پوهنځي علمي پرمختګ ته به ارزښتناکه خدمتونه ترسره کړي.
🔹 همدارنګه استاد ضیالدین ضیا ته د پوهندوی علمي رتبې ته د ارتقا په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو. دا ارتقا د نوموړي د علمي هڅو، تدریسي خدمتونو او علمي فعالیتونو ښکاره ثمره ده.
موږ دواړو قدرمنو استادانو ته په خپلو نوو مسؤلیتونو او علمي بریاوو کې لا ډېرې بریاوې غواړو، او هیله لرو چې د علم، تحقیق او خدمت په ډګر کې به نور هم روښانه ګامونه واخلي.
🌱 د کرنې پوهنځي مشرتابه , نشراتو کمېټه
25/02/2026
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون, کرنې پوهنځي د اګرونومي څانګې د دوو تنو استادانو له لوري لوړو علمي رتبو ته د ترفېع په موخه علمي کنفرانسونه وړاندې شول.
د ياد پوهنځي استادانو هر يو، پوهنمل دوکتور امين الله نورزي د پوهندوی علمي رتبې ته د ترفېع په موخه د «د جوارو پر حاصل د اوبه خور د بېلابېلو سېستمونو، د اوبه خور د اوبو او نايتروجن د مختلفو اندازو د اغېزو مطالعه» تر سرليک لاندې او پوهنيار حميدالله حميد د پوهنمل علمي رتبې ته د ترفېع په پار د «د مېوې مچ د مخنيوي د بېلابېلو لارو چارو پرتليزه مطالعه» تر سرليک لاندې خپل علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.
ياد کنفرانسونه چې د پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت په تالار کې د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي، د علمي څېړنو او مجلو مرستيال پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي، د ژوري هيئت غړو او استادانو په حضور کې ترسره شول، له ازادو علمي بحثونو او د ژوري هيئتونو له مثبتې ارزونې وروسته د دعايې کلمو په ويلو سره پای ته ورسېدل.
02/02/2026
📣 1404 کال نوي سسمستر د درسي بهیر د پېلېدا خبرتیا !
د سید جمالالدین افغاني پوهنتون کرنې پوهنځي ټولو ګرانو محصلینو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د نوي سمستر تدریسي بهیر د 1404/دلوه /15 نېټې څخه په رسمي ډول پیلېږي.
له ټولو محصلینو څخه هیله کېږي چې د سمستر له پیل سره سم خپلو تدریسي فعالیتونو ته پر وخت حاضر شي او د پوهنتون له اکاډمیک اصولو سره سم منظم حضور ولري. د حاضرۍ ثبت د تدریسي بهیر مهمه برخه ده، او هغه محصلین چې پرته له معقول عذر څخه حاضر نه شي، غیر حاضر به حسابېږي.
محصلین دې هڅه وکړي چې د سمستر د بریالي پیل لپاره لازم علمي او ذهني چمتووالی ولري او له تدریسي فرصتونو څخه اعظمي استفاده وکړي.
🌱
د کرنې پوهنځي د نشراتو کمېټه
سید جمالالدین افغاني پوهنتون
14/11/2025
د خواشينۍ او تسليت پيغام!
د کرنې پوهنځي د اګرانومي ديپارتمنت د لومړي کال محصل سجاد الله خان په يو ترافيکي پېښه کې په حق رسيدلی دی. الله ج دې مغفرت ورته نصيب کړي، کورنۍ ته يې صبر جميل غواړو. د پوهنځي اداره په دې ژور غم کې د مرحوم کورنۍ سره ځان شريک ګڼي او د تسليت مراتب ورسره شريکوي.
د مرحوم جنازه به سبا شنبه چې د ۲۴/ ۸/ ۱۴۰۴ نېټې سره سمون
لري، په خپل پلرني ټاټوبي شينکوړک هلکانو مکتب کې ادآ کيږي
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ