څلوزیو عالي لېسه

څلوزیو عالي لېسه

Share

چوشمع ازپی علم باید ګداخت
که بی علم نه توان خدا راشناخت

21/09/2025
23/07/2025

خبرتیا
دپوهنې وزارت دتازه پریکړې له مخې
دلېسې دورې (10/11/12)ټولګیو دزده کونکود الکترونیکي تذکرې درلودل حتمي او لازمي دي هغه زده کونکي چې الکترونیکي نه لري په کلنی ازموینه کې دشمولیت حق نه لري هیله ده چې سر له همدا اوس نه دخپل ځان لپاره الکترونیکی تذکرې واخلی

29/06/2025

خبرتیا
دپوهنې وزارت دتازه پریکړې له مخې د روان کال د چنګاښ دمیاشتې له (11) مې نیټې نه دهمدې میاشتې تر(15)مې نیټې پورې په هیواد کې د زیاتې ګرمی له امله ټول امارتي ښوونځي رخصت دي .
ورسته له دې پنځه ورځنۍ رخصتیو نه سمدستي یعنې دچنګاښ په (16) مه نیټه به مع الخیر څلورنیم میاشتنی ازموینې پیل شي دڅلوزیو دعالي لېسې ټول زده کونکی او قدرمن واالدین دې خبر وي
په درنښت

10/06/2025

نن سه شنبې چې روان کال دغبرګولي دمیاشتې له (۲۰)مې نیټې سره سمون لري دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت درخصتیو ورستۍ درخصت ورځ ده سرله سبا( چهارشنبې)نه به په ټولو امارتي ادارو کې رسمیات به دپخوا په شان شروع شي ان شاالله دڅلوزیو دعالي لېسې اداره له خپلو ټولو اداري ،تدریسي ،خدماتي او ګرانو زده کوونکو نه هیله لري چې خپلو دندو او زده کړو ته کما فی سابق حاضرشي .
په درنښت

27/04/2025

خبرتیا
دلوګر ولایت د سږ کال دکانکور ازموینې مهال ویش په لاندی جدول کې په دې ترتیب تنظیم شویدی .
1-بیومتریک په (7/6/5 )دجوزا باندې .
2-ازموینه په (9/8/7) دجوزا باندی .
ددې ازموینې نور اړین معلومات د ثبت نام په کارت کې لیکل شویدي
نوټ" کارتونه تر اوسه مکاتبو ته نه دی راغلي هر کله چې راغلل بیا به له همدی ادرس نه درته اعلان شي .

19/03/2025

د ۱۴۰۳ هـ ش کال د پای ته رسېدو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا:
دا چې هر څلور کاله وروسته د عادي کال له ورځو څخه یوه ورځ زیاتېږي او ۳۶۶ ورځو ته رسېږي، نو د ۱۴۰۳ هـ ش کال وروستۍ میاشت (کب) پوره دېرش ورځې ده، په همدې اساس د را روانې جمعې ورځ د ۱۴۰۴ هـ ش کال او د حمل میاشت له لومړۍ نېټې سره برابره ده.

18/03/2025

دتنګي نوردرې کثیرالرشتوي انستیتیوت دلاندې امکاناتو په درلودلو سره د راروان (۱۴۰۴) ښوونیزکال لپاره د (۱۲)موټولګیو نه فارغ شوي ځوانان (۱۳) ټولګي ته په لاندې ښوونیزو څانګو کې جذبوي .

18/03/2025

دکار اوټولنیزوچارو وزارت د حرفوي زده کړو څانګه د لاندې شرایطو په درلودلو سره د(۱۴۰۴ )ښوونیز کال لپاره د(۱۲) او(۹) ټولګیو نه فارغ شوي ځوانان جذبوي دحرفوي زده کړو مینه وال دې په لاندې ذکر شوې پته ورته مراجعه وکړي

04/03/2025

"حسبی الله لا اله الا هو عليه توکلت و هو رب العرش العظيم"
یا حلیم
یا علیم
یا علی
یا عظیم
(ترجمه: الله زما لپاره بس دی، بل معبود نشته مګر هغه، زه په هغه توکل کوم، او هغه د ستر عرش څښتن دی.)

دا دعا ډېره بختوره او د مشکلاتو د حل لپاره غوره ده. دا دعا په قرآن کریم کې د سورت التوبه په ۱۲۹ آیت کې راغلې ده. د دې دعا تکرار کول د آرامتیا، توکل، او د ستونزو د حل لپاره ډېره ګټوره ګڼل کېږي.

03/03/2025

اطلاعیه
دمشروط زده کونکو د دوهم چانس ازموینه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د روان کال دکب دمیاشتې له (15) نیټې سره سمون لري شروع کیږي دڅلوزیو دعالي لېسې هغه زده کونکي چې په تیره کلنی ازموینه کې په کومو مضامینو کې چې مشروط شویدي د مشروطینو د ازموینې د ترتیب شوي مهال ویش سره سم دې خپلو ازموینو ته په ټاکلي وخت حاضر شي .د ازموینې د ورکړې په ورځ د اړونده مضمون کتاب تسلیمي ضروري ده دکتاب د نه د راوړ په صورت کې په ازموینه کې دشمولیت حق نه ورکول کیږي.
په درنښت
"دڅلوزیو دعالي لېسې اداره "

29/01/2025

د پوهنې وزارت د ۸۱۶۵ بستونو خبرتیا!

د یاد وزارت د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ۵ او ۶ بستونو رقابتي آزموینه په دویم پړاو کې لاندې ولایتونو شامل دي:
۱- بامیان
۲- پروان
۳- کاپیسا
۴- پنجشېر
۵- غزني
۶- میدان وردګ
۷- لوګر
۸- زابل
۹- هرات
۱۰- پکتیکا
د عوایدو راټولو، د کارتونو وېش او بایومټریک نېټه:
دوشنبه، د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۱۵مه نېټه
د آزموینې نېټې:
د ۱۴۰۳ کال د سلواغې ۱۶مه او ۱۷مه نېټه

یادونې:
▪د ښوونکو بستونو لپاره د حق‌الشمول پیسې ۲۰۰ افغانۍ او د اداري کارکوونکو لپاره ۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې دي.

▪له ټولو ګډون والو څخه په کلکه غوښتنه کېږي، چې د آزموینې په ورځ اصلي پېژندپاڼه له ځان سره ولري او د هر ډول برېښنایي وسایلو له راوړلو څخه کلکه ډډه وکړئ.

02/01/2025

۱۴۰۴ کال عمومي او ديني زده کړو کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه!
د دولسمو ټولګیو او دیني مدارسو ټولو فارغانو ته، چې غواړي د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه وکړي، خبر ورکول کیږي، چې د نوم لیکنې فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه، له بشپړولو او چاپ وروسته یې له (۴۰۰) افغانۍ حق الشمول سره اړوند ښوونځي یا مدرسې ته وسپاري.
د نوم لیکنې په تړاو بشپړ لارښود په لینک کې نشر شوی، داوطلبان کولی شي د فورم طی مراحل په اړه ترې ټول معلومات ترلاسه کړي.
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: ۱۴۰۳ مرغومي۳۰مه
نوم لیکنې فورم او لارښود لینک: https://nexa.gov.af/fa/kankor1404

Want your school to be the top-listed School/college in Baraki Barak?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Baraki Barak