05/05/2026
📢 د شکایاتو کمېټې له لوري د شکایاتو صندوق څخه لیدنه ترسره شوه
د شفا نړیوال د روغتیایي علومو انستیتوت د شکایاتو کمېټې د خپلو دندو د ترسره کولو په لړ کې د شکایاتو صندوق څخه منظم لیدنه ترسره کړه.
یاده لیدنه د کمېټې د مشر، علمي معاون مولوي عبید الله عابد په مشرۍ او د کمېټې د نورو غړو په حضور کې ترسره شوه، چې موخه یې د محصلینو، مراجعینو او کارکوونکو شکایتونو راټولول، ارزونه او د حل لپاره لازم اقدامات کول وو.
د لیدنې پر مهال ټول ثبت شوي شکایتونه په دقت سره وڅېړل شول او اړوندو برخو ته د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وشوې.
✅ شفافیت
✅ حساب ورکونه
✅ د خدماتو ښه والی
شفا نړیوال ژمن دی چې د خپلو خدمتونو کیفیت لوړ کړي او د ټولو اړخونو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
نشراتو څانګه
# شفا_نړیوال #شکایات #شفافیت #روغتیا
26/04/2026
شفا نړیوال د روغتیایې علومو انسټیټیوټ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د بهاري سمستر د شل فیصده (۲۰٪) ازموینو بهیر په رسمي توګه پیل شو.
یادې ازموینې چې د هر سمستر په نیمایې کې اخیستل کیږي موخه یې د محصلانو د علمي پرمختګ ارزونه او د وروستۍ ازموینو لپاره چمتوالی ده.
نشراتو څانګه
23/04/2026
په میرمن ملالۍ روغتون کې د ستاژرانو د عملي کارونو څخه څارنه ترسره شو!
پرون چهار شنبه د ۱۴۰۵ هـ کال د ثور میاشتې ۲ نیټه د شفا نړیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوټ علمي معاون مولوي عبید الله عابد، د محصلانو چارو مدیر استاذ فیصل احساس په ملتیا په میرمن ملالۍ روغتون کې د محصلانو عملي کار (ستاژ) له بهير څخه له نژدې نظارت ترسره کړ. ښاغلي عابد د ليدنې پر مهال د میرمن ملالۍ روغتون مسئولینو ، د وارډونو د سرپرستارانو او ټول طبي ټیم هڅې د ستاژرانو په روزنه کې دپام وړ وبللی؛ او د محصلانو د غوره او معیاري روزنې په پار يي خوښې وښوده ، د اړوند مسؤلینو څخه يي په یاده برخه کې مننه وکړه او د مربوطه وارډونو د ټولو مسؤلینو فعالیتونه يي وستایل.
نومړوي محصلانو ته به خطاب کې وویل: " زموږ هڅه دا ده چې محصلانو ته داسې چاپېریال برابر کړو چې د تخصصي مهارتونو تر څنګ، د ناروغ درناوی، انساني تعامل او اخلاقي چلند هم پکې تقویه شي."
نوموړي زیاته کړه چې د اداري رهبرۍ ژمنتیا دا ده چې د نظري او عملي تجربې تر منځ واټن راکم شي، ترڅو فارغ محصلان مو په راتلونکي کې د کار بازار او روغتیايي سکتور لپاره پوره چمتو وي. په پاي کې محصلانو چارو مدیر فیصل احساس هم محصلینو ته لازمې سپارښتنې وکړئ ځوانان یی د هیواد اساسي سرمایه یاده کړه او د لا زیاتو زده کړو لپاره یی وهڅول.
درنښت!
دنشراتو څانګه
19/04/2026
د شفا نړیوال د روغتیایې علومو انسټیټیوټ تدریسي بهیر په عادي ډول جریان لري!
16/04/2026
درود دې وي د بشریت پر ستر لارښود:
םבםבﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ
اَلَهُمَ صَلِ عَلَیْ مُحَمَّدٍ وَعَلَیْ اَلٌِ مُحَمَدٍ کَمَا صَلَیْتَ عَلَیْ اِبْراَهِیٌمَ وَعَلَیْ اَلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّکَ حَمِیْدُ مَّجِیٌدُ۞
اَلَهُمَ بَارِکٌ عَلَیْ مُحَمَّدٍ وَعَلَیْ اَلٌ مُحَمَدٍ کَمَا بَارَکْتَ عَلَیْ اِبْراَهِیْمَ وَعَلَیْ اَلِ اِبْرَاهِیْمَ اِنَّکَ حَمِیْدٌ مَجِیْدٌ۞
نشراتو څانګه!
11/04/2026
د کریکولم د تطبیق کمېټې د پسرلني سمستر د کریکولم څارنه او ارزونه ترسره کړه!
نن شنبه د روان ۱۴۰۵ ه ش کال د حمل (وری) مياشتې په ۲۲ نېټه د شفا نړیوال روغتيايى علومو انسټيټيوټ پسرلني سمستر کریکولم د تطبیق ارزونه ترسره شوه!
ياده ارزونه چى د انستيتيوت د کریکولم د تطبیق او ارزیابۍ کمېټې له لوری ترسره شوه، پکې د روان پسرلني سمستر تدریسی بهير څخه د کامل اطمنان حاصلولو په موخه د مختلفو ډيپارتمنتونو له محصلینو څخه معلومات واخستل شو، دکریکولم تطبیق، د ادارې د تدریسي بهیر مهم اصل دی چی پر اساس یی د تدریسي بهیر په کیفیت کې غوره والی راځي.
ياده ارزونه د علمي معاونیت د مستقیم څار لاندې د کمېټې د اعضاو په شتون سره په هر سمستر کې ترسره کیږي چی پر اساس یی د تدریسي بهیر د غوره والي په موخه لازم تصامیم نیول کیږي، د کریکولم د تطبیق کمېټه تل هڅه کوي چی تدریسی بهیر لا پیاوړې کړي، د انستیتیوت علمى معاون مولوي عبید الله عابد د يادی کمېټی له غړو څخه د رضایت وښود او مننه یې ترې وکړه ، او د ارزونې پروخت یی محصلینو ته لازمې سپارښتنی هم وکړئ.
موږ هڅه کوو ترڅو ستاسو اولادونه په نيمه لوړو مختلفو روغتيايى برخو کې په لوړ معيار او کیفیت سره وروزو٠
کیفیت، ژمنتیا او خدمت، روغتیا پالنه او مسلکیتوب
درنښت
نشراتو څانګه
06/04/2026
د ادارې کارکوونکو او استاذانو سره د علمي معاونیت ناسته!
دغه ناسته چې د شفا نړیوال د روغتیایی علومو انستیتیوت علمي مرستیال مولوي عبید الله "عابد " په مشرۍ تر سره شوه، محصلانو چارو مدیر، تدریسي مدیر، مالي چارو مدیر او یو شمیر استاذان یې ګډونوال ؤ. چی موخه یی د راتلونکي شل فیصد آزموینو د شفافیت او د چارو په ترسراوي کې بهتروالی وه!
ښاغلي "عابد " د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو د تلاوت وروسته د تدریسي بهیر پر کیفیت او د موثرو زده کړو په وړاندې کولو لنډه وینا وکړه او بیایې اداري کارکوونکو او استادانو ترمنځ همغږي، ژمنتيا او ګډ کار کول مثبت ټکي ياد کړل، نوموړي استادان وهڅول چې خپل تدریسي فعالیتونه لا پر معیارونو برابرکړي او همدارنګه د راتلونکي شل فیصد آزموینو لپاره پشپړ چمتوالي ونیسي .
نوموړي په خپلو خبرو کې علمي کادر غړو او اداري همکارانو ته د اداری د پرمختګ د لارو چارو په اړه لا وضاحت ورکړ، او د محصلینو لپاره یی په لازمو اسانتیاو برابرولو او د تدریسي بهیرپه لامعیاري کیدلو هم ټینګار وکړ!
د ادارې او تدریسي پرسونل د آزموینې د شفافیت او د تدریسي بهیر د بهتروالي اړوند خپل نظریات تبادله کړه.
نیټه ۱۷/حمل/۱۴۰۵
کیفیت، ژمنتیا، او خدمت. روغتیا پالنه او مسلکیتوب
درنښت
نشراتو څانګه
30/01/2026
ټولو علمپالو او طبي زدهکړو ته لیواله ځوانانو ته خبر ورکول کېږي چې شفا نړیوال روغتیايي علومو انسټیټیوټ د ۱۴۰۵ هـ ش کال د پسرلني سمستر لپاره د کانکور ازموینې نوملیکنه پیل کړې ده.
🗓 د کانکور ازموینې نېټه
۱۲ دلوه ۱۴۰۴ هـ ش
🎓 د جذب څانګې (د دولسم ټولګي فارغانو لپاره):
🔹 عالي نرسنګ
🔹 فارمسي
🔹 طبي ټکنالوژي (لابراتوار)
🔹 انستیزی
🔹 تغذیه (Nutrition)
🔹 پروتیز (د غاښونو مصنوعي جوړښت)
🔹 رواني روغتیا
⭐ ولې شفا نړیوال؟
✅ عملي زدهکړه په ټولو دولتی روغتونونو کې
✅ تجربهلرونکي او متخصص استادان
✅ مجهز او معیاري لابراتوارونه
✅ منظم او عصري درسي سیستم
✅ سالم او مسلکي تعلیمي چاپېریال
✅ د کار بازار ته برابر مسلکي کادرونه
📍 پته
تورخم، جلالآباد عمومي سړک، ۴ ناحیه، روښان مینه ننگ روغتون ته مخامخ د د پروفېسر ډاکتر تورپېکي اپریدی کلینیک ترڅنګ
📞 اړیکې:
📱 0786 869 297
📱 0771 450 054
📧 [email protected]
🌟 شفا نړیوال روغتیايي علومو انسټیټیوټ
د روښانه مسلکي راتلونکي پر لور ستاسو باوري انتخاب
23/01/2026
📢 د دولسم ټولګي فارغانو ته زېری!
که غواړئ د روغتیايي علومو په برخه کې خپلې نیمه لوړې زده کړې په مسلکي، معیاري او بااعتباره چاپېریال کې ترسره کړئ، نو
شفاء نړیوال د روغتیايي علومو انستیتیوت (SIIHS) ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
🎓 د زده کړو څانګې:
🔹 عالي نرسنګ(Nursing)
🔹 تغذیه (Nutrition)
🔹 رواني روغتیا (Mental Health)
🔹 عالي لابراتوار (Medical Lab)
🔹 د غاښونو ټکنالوژي (Dental Technology)
🔹 فارمسۍ (Pharmacy)
🌟 ولې شفاء نړیوال؟ ✅ ملي او معتبر نصاب
✅ آرام، خوندي او تعلیمي چاپېریال
✅ پرمختللي عملي لابراتوارونه
✅ د مجربو او متخصصو استادانو لارښوونه
✅ عملي زده کړې د روغتون په کچه
🗓 د کانکور ازموینه: د ١٤٠٤ کال دلوه میاشتې ١٢ مه
✍️ نوملیکنه روانه ده – ژر تر ژره ځان ثبت کړئ!
📍 پته:
تورخم – جلالآباد عمومي سرک،
د ننګ روغتون مخامخ، څلورمه ناحیه،
روښان مېنه، لومړی پل،
د پروفېسر ډاکتر تورپېکي اپریدی کلینیک ترڅنګ
📞 اړیکې:
📱 0786 869 297
📱 0771 450 054
📧 [email protected]
✨ شفاء نړیوال د روغتیايي علومو انستیتیوت – ستاسو د روښانه راتلونکي هنداره!
#کانکور۱۴۰۴