01/03/2022
د وخت ارزښت په اړه
په زړه پورې کــــــیسه
یوې سینما په پراخه پیمانه یو اعلان خپور کړ چې دوی د نړۍ تر ټولو ښایسته او لنډ فلم خپروي چې هغه ټول 8 دقیقې دی، دا اعلان له مختلفو لارو خپور شو او په ټاکلي وخت د فلم لیدلو لپاره سینما ته ګڼ شمېر خلک ورغلل. فلم په داسې ټوټه پیل شو چې د کوټې تش چت ښکاریده، چې دیکور او بل هیڅ ډول ښکلا یې نه لرله، صرف سپین چت و او بس!
دا چت په پرلپسې توګه درې دقیقې ښکاریده او کیمره هیڅ نه ښوریدله! نه د فلم بله برخه ښکاریدله او نه د چت کومې بلې برخې ته کیمره ورکږیدله! درې دقیقې نورې هم واوښتلې، خو کیمره په هماغه ځای لا ولاړه وه! نه ښوریدله او نه بله برخه راوښتله. له شپږ دقیقو تېریدلو وروسته خلک په تنګ شول او ښه په تنګ شول.
خلکو زوږ جوړ کړ، ځینو غوښتل د فلم ځای پریږدي، ځینې پاڅیدل، ځینو پر فلم وړاندې کوونکو نیوکې پیل کړې، چې تش د چت په ښکاره کولو یې زموږ وخت راضایع کړ، په دې حالت کې ناڅاپه د کیمرې سترګه ورو ورو وښوریدله، د کوټې پر تش دیوال لاندې راښکته کیدله، تر څو لاندې ځمکې ته ورسیدله.
کیمرې پر ځمکه یو کټ ښکاره کړ، پر کټ کوچنی ماشوم پروت و، د ماشوم ټول بدن شل شوټ و، د بدن اعصابو یې کار نه کوه، نو له هر ډول حرکته لویدلی او پر ملا غځیدلی پروت و او دواړه سترګې یې بره په چت کې ګنډلې وې! له دې وروسته کیمره په ماشوم او د کوټې په نوره برخه راتاو شوه او بیرته یې د چت هغه ځای ته پورته کړه چې خلکو شپږ دقیقې لیدلی و او هلته دا جمله ولیکل شوه:
تاسو ته مو د دې ماشوم د ورځني ژونده ایله اته دقیقې وخت درښکاره کړ... صرف اته دقیقې مو هغه ځای درته ښکاره کړ چې دا شل شوټ ماشوم یې ټوله ورځ ګوري، بلکې د ژوند ټولې ګړۍ همدې ځایونو ته په لیدلو تېروي! چې تاسو صرف د اتو دقیقو لپاره په ورته کتلو تنګ او خپه شوئ او نږدې ټول وتلي وئ.
بناءً د خپل ژوند د هرې ثانیې ارزښت وپېژنئ، د خپل رب په درکړیو نعمتونو حمد او ثنا ووایئ او تل شکرونه پرې وباسئ، لکه حدیث کې راغلي دوو نعمتونو کې ډېر خلک تاواني دي چې هغه روغتیا او فراغت دي. (نعمتان مغبون فيهما كثير من الناس : الصحة والفراغ). او د وخت د ارزښت لپاره داستاد Hamid Afghan ارزښتناک کتاب (د وخت ارزښت او ساتنه) وګورئ. چې له حکمت خپرندويه ټولنه نه یې ترلاسه کولی شئ.
او کمنټ کې (ولوستل شوه) لیکل هم مه هېروئ.
09/05/2021
که داسلامي معلوماتوسره مینه لری هیله کوم فیج لایک کړی
اوپه ګروفونوکی یی شیرکړی
05/05/2021
.له پند او عبرت څخه ډکه کیسه 🌹
چی څوک یی شیر کوی الله دی ورته اجرونه ورکړی 👉
د یوه سړي ډیر سخت ځنکدن و، څو ورځې یی ځنکدن اوږد شو، دکور ټول غړي ورسره په تکلیف و.
اخر یې میرمنه د شکایت لپاره نبی علیه سلام ﷺ ته ورغله او ورته یې وویل: ای رسول الله! زما د خاوند ځنکدن ده، څو ورځې کیږي چې په سخت تکلیف اخته ده، نه رغیږي چې بې غمه شو، نه مړ کیږي چې هوسا شو او نه د شهادت کلمه ویلای شي.
نبی علیه سلام وویل: د خپل خاوند مور دې راوله.
کله یې چې مو راوستله، نبي علیه سلام یې مور ته وویل: د زوی په باره کې دې څه ویل غواړې؟
مور یې ورته وویل: لمونځ ګذاره او دخدای ذکر کوونکی بنده ده.
نبی علیه سلام ورته وویل: په دې باره کې پوښتنه نه کوم، بلکه دا ووایه چې ستا او دده ژوند څنګه و؟
مور یې ژړه غونکي شوه او ویې ویل: ویریږم چې رښتیا ونه وایم نو وحې به راشي او هر څه به درته روښانه کړي او درته شرمنده به شم، خو څه وکړم زړه مې ډیر ورباندې سوځي؟
نبی علیه سلام ﷺ ورته وویل: ولې؟
مور یې وویل:
له میرمنې سره به په غوړېدلي ټنډه او خوشاله څیره مخ کیده او له ما سره به تل په تروشه ټنډه او خپه انداز کې مخ کیده.
ښه خوراک او څښاک یې د ښځې لپاره او تر دوۍ زیات شوي خواړه زما لپاره وه.
ښه لباس او ښکلې جامې یې د خپلې ښځې لپاره او د هغې نا خوښه او بیکاره لباس زما لپاره وه.
نبي علیه سلام صحابه و ته وفرمایل:
ورشئ او په ځولۍ کې یې ماته راوړئ اور هم درسره راوړئ، غواړم چې په اور یې وسوځوم، صحابه ورغلل سړی یې راوړ، کله چې یې غوښتل په اور یې و سوځوي نو، مور یې وژړل او و یې ویل: نه نه زما زوی مه سوځوئ! دا خو زما د زړه ټوټه او د سترګو تور زوی ده، زه مې د زوی پر ځای هرې سزا ته تیاره یم.
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: بس ما هم همدا غوښتل چې ورنه راضي شې، ستا د رضا پرته ستا پر زوی دجنت بوی هم حرام ده.
مور یې وویل: زه الله تعالی او د هغه ملایکې پر دې شاهدان ګرځوم چې زه مې له زوی څخه راضي او خوشاله یم او له الله(ج) څخه ورته جنتونه غواړم.
کله چې یې مور ورته بخښنه وکړه او تر حق ورتیره شوه نو د الله(ج) په امر سره له څو ورځو سخت ځنکدن وروسته د رسول الله (ص) په تلقین سره کلمه شهادت زمزمه کړای شوه او روح یې د بدن له قفس څخه ازاد شو او وفات شو.
27/04/2021
.یوې مسلمانې خور ته یو ملــــحد وویل: چي دا تور حجاب مه ڪوه ډېر ګرم دی، د لـــمر وړانګې هم ډيری را جذبوی او سخته ګرمې هم ده!
مسلمانې خـــور ورته وویل:
آیا د جهنم له اوره هم ګرم دی؟
مهرباني وکړی فیج لایک کړی
26/04/2021
رسول الله ﷺ فرمایي:
د الله تعالی د ذکر په څېر بل هیڅ داسې شی نشته چې بنده د الله تعالی له عذاب څخه زیات خلاصوونکی وي.
صحیح الجامع:۵۶۴۴
26/04/2021
ای انسانه!
دا ته یې!
وګوره یوازي دوه اونۍ دي په قبر کي تيرول دغه حالت ته رسوي، وګوره څومره بې وسه یې!
اوس وګوره د کوچنیو حشراتو زور هم نه لرې چي له ځانه یې لیري کړې!
نو خپل خالق وپيژنه او له ګناهونو توبه وباسه
رب دي زمونږ ګناهونه راته مغاف کړي
پيچ مي در لايک او شير کړي قدرمنو دوستانو
25/04/2021
.الله تعالی د مسلمانانو سره په قرآن مجید کې څلور وعدې کړي دي
① فَاذْکُرُونِي أَذْکُرُکُمْ
سورة البقرة:۱۵۳
تاسې ما ياد کړئ، زه به تاسې ياد کړم،
② لَئِنْ شَکَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّکُمْ
سورة ابراهیم ۲
که تاسې شکر وباسئ نو نعمتونه به درته زيات کړم
③ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَکُمْ
سورة مؤمن۶۰
ما وبولئ زه به ستاسې دعاوې قبولې کړم
④وَمَا کَانَ اللَّه مُعَذِبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُون
سورة انفال۲۳
او الله پاک دوی ته په داسې حال کې عذاب ورکونکی نه دی چې دوی بښنه غواړي
✤✤✤✤✤✤موضــــوع✤✤✤✤✤✤