25/08/2017
فردين"صديقي"
د پروان ولايت پوهنتون کې دميدان وردګو ولايت د محصلينو نماينده،
چې د پروان پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځى د دريم کال محصل دى.
له محصلينو سره دده له هر اړخيزه هڅو او همکاريو نه د ميدان وردګو ولايت ټول محصلين منندوى دي. ځکه دى له خپلو بې شمېره بوختياٶ سره سره د محصلينو هر مشکل د امکان تر حده حلوي.
الله د ورته ددې هڅو اجرونه ورکړي.
21/08/2017
د ميدان وردګو ولايت ځوان قشر او د ادب مينوالو ته يو ښه خبر: په پروان پوهنتون کې د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د تکړه او په وطن مين شاعر او ليکوال روح الله جان نظري صيب يو نوى اثر چې(تيښته) نوميږي چاپ شوه. تېښته داسې يو اثر دى کوم چې په قاچاقي توګه ايران ته د ليکوال؛ دده په خبره دردناک،خطرناک او له غمه ډک سفر يې څيړلى کوم چې د نورو هغو ځوانانو چې غواړي خپل وطن پريږدي يو بهترين پند واقع کيداى شي. نو تاسې د ادب مينوالو ته خبر در کول کيږي چې ياد اثر ترلاسه کړى.
پته: کوته سنګى،نويسا انتشارات،مينه يار مارکيت
20/08/2017
دلوى خداى په سپيڅلي نامه په پروان ولايت کې د ميدان وردګو ولايت د محصلينو مشرتابه د ټولو هغو محصلينو څخه چې نوي د پروان پوهنتون ته برىالي شوي غوښتنه کوي تر څو ثبت نام ته ځانونه را ورسوي