Sahar afghan

Sahar afghan

Share

غزنی

04/07/2025

روسیې د افغانستان اسـ. لامي امـ. ارت په رسمیت وپېژانده

کابل کې د روسیې سفارت یوې سرچینې حریت راډيو ته وویل، چې د روسیې هېواد له لوري د افغانستان اسلامـ. ي امـ. ارت په رسمیت وپېژندل شو.

30/06/2025
20/06/2025

داسی حال ده نو یارانو لایک کاروی

19/06/2025

بیړه وکړی د خدای لپاره عاجل یی خپور کړی🙏
ځینو قا.چاقی کمیشن کارانو د رسنیو له لاری اوازه خپره کړی چی د ایر.ان او ترکی لاری خلاصی شوی او په اسانی کولای شی ترکیه ته لاړ شی،
د معلوماتو له مخی همدا شیبه زرګونه ځوانان روان شوی،
خبردار،
د ایر.ان او ترکی سرحدات د جګ.ړی له امله تړل شوی که هر څوک دا وخت داسی اقدام وکړی په سرحد کی په نښه کیږی او ولی یی، یا که ګیر شی د جا.سوسی په تور یی وژ.نی،
هیله ده وطنوالو خبر ووسی او دغه پوسټ دومره شیر کړی ترڅو ټولو هیوادوالو ته ورسیږی،

18/06/2025

‏امریکا ته د روسیې ګواښ:
اسرایلو ته د فـوځي مرستو په اړه جدي پام وکړئ کنه د سختو غبرګونونو سره به مخ شئ.

شهبازشریف وايي تر څو چې افغان خاوره پر پاکستان د برید لپاره کارول کېږي له افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ممکنې نه دي 26/04/2025

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، افغان واکمنانو ته یې واضح پیغام لیږلی تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نشي لرلی څو چې افغان خاوره په پاکستان د برید لپاره کارول کېږي.
اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ چې شریف دا څرګندونې نن د اېبټ آباد په سیمه کې په یوه پوځي مراسمو کې وکړې.
وژل کېږي»
شهباز شریف وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې په دې وروستیو کې په کابل کې پاکستاني لوړ پوړو پلاويو له طالب چارواکو سره ولیدل.
د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ادعاوې رد کړي او بې اساسه یې بللي چې اورپکي په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او ویلي یې دي چې پاکستان باید د خپلو داخلي ستونزو پړه پر افغانستان ونه اچوي.

شهبازشریف وايي تر څو چې افغان خاوره پر پاکستان د برید لپاره کارول کېږي له افغانستان سره سوله ییزې اړیکې ممکنې نه دي د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، افغان واکمنانو ته یې واضح پیغام لیږلی تر هغو له کابل سره سوله ییزې اړیکې نشي لرلی څو چې افغان خاوره په پاکستان د برید لپاره کارول ک....

د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی 26/04/2025

عاجل!
د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی
دا خبره د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو ایراني رسنیو په حواله راپور کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې، د چاودنې غږ ډېر لوړ وو.
چاودنه د غرمې شاوخوا دولس بجې او شل دقیقې شوې.
د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې شدت دومره ډېر و چې د څو کیلومترو لرې د ودانیو کړکۍ یې ماتې کړې او ځمکه یې ولړزوله.

د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی دی. دا خبره د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو ایراني رسنیو په حواله راپور کړې ده. چاودنه د بندرعباس...

26/04/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د شنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۶مه، د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې لنډه لیدنه درلوده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ او زیلینسکي مرستیالانو د دوی د لیدنې اعلان وکړ.
دا په سپینه ماڼۍ کې د لفظي شخړې وروسته د دوی لومړۍ مخامخ لیدنه وه. ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې اوکراینیان له روسیې سره د سولې تړون ته اړ کړي.
د اوکراین د ولسمشر ویاند سرهي نیکیفوروف خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د پاپ فرانسیس د جنازې له پیل څخه مخکې لنډه لیدنه وکړه. خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ هم تایید کړه چې غونډه وشوه او دا یې "ډیرې رغنده خبرې" وبللې

هغه زیاته کړه چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د غونډې په اړه نور جزئیات به وروسته اعلان شي.

د هند او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا، د واګې بندر تړل شوی خو اقتصادي زیان يې افغانستان ته څومره دی؟ 26/04/2025

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او یو شمیر افغان سوداګر د پاکستان حکومت له خوا د واګه بندر تړل کېدل د افغان سوداګرۍ په ځانګړي ډول صادراتو لپاره لوی زیان ګڼي.
دوی وايی دا هند ته د صادراتو لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه لاره وه.
د پاکستان د ملي امنیت کميټې د هند د اقداماتو په غبرګون د پاکستان د فضا له لارې د هغه هیواد د ټولو پروازونو بندولو تر څنګ واګه بندر هم تړلی دی.
دا برېکړې ورسته له هغه دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندوس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.
نور جزیات په لاندې لینک کې لوستلی شئ.

د هند او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا، د واګې بندر تړل شوی خو اقتصادي زیان يې افغانستان ته څومره دی؟ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان له خوا د هند د تحریمونو په غبرګون د واګه بندر په تړل کېدو سره به د افغانستان صادارت زیانمن او کموالی په کې شي. د د....

تاجکستان په لسګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي 26/04/2025

په تاجکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، یو شمېر هغه افغان کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) سره ثبت وو، هغوی هم له دغه هېواده ایستل شوي دي.

تاجکستان په لسګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي په تاجکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، په دې وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه شوې ده. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، یو شمېر هغه افغا...

Want your school to be the top-listed School/college in Dar-ul-aman?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


اندړ
Dar-Ul-Aman
غزنی