د فراه پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو په فراه ولایت کې د الغرافه مؤسسې د حیواني او کرنیزو فارمونو څخه ليدنه وکړه!
د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه، د سهشنبې په ورځ، د فراه پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي او کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګو ۳۵ تنه محصلان د یو شمېر استادانو په ملتیا د فراه ولایت د الغرافه مؤسسې د حیواني او کرنیزو فارمونو څخه علمي لیدنه ترسره کړه.
د دې لیدنې موخه د بېلابېلو مېوهلرونکو ونو لکه خرما، زیتون، عناب او انار، او همدارنګه د حیواني فارمونو سره د محصلانو عملي بلدتیا وه. ددي علمي پروګرام په ترڅ کې محصلانو د خرما، زیتون، عناب او د انارو د فارمونو څخه لیدنه وکړه او د دغو نباتاتو د روزنې طریقي، مدیریت، اقتصادي ارزښت او غذایي ګټو په اړه تخصصي معلومات ترلاسه کړل.
د پروګرام په پای کې محصلانو دغه علمي سفر د عملي پوهې د زیاتوالي او له ساحوي تجربو سره د بلدتیا لپاره ګټور وباله او د ورته علمي او روزنیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د فرهنګي، نشراتو او ورزشی کمېټه
د کرنې پوهنځی
Faculty of Agriculture/Farah university
Education and Research center
12/05/2026
فراه پوهنتون کې په «کرنیزو علومو کې د څېړنې میتود، تجربوي او سروې طرحو» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو
نېټه: سهشنبه ۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق = ۱۴۰۵/۲/۲۲ هـ ش
د فراه پوهنتون کرنې پوهنځي له لوري په «کرنیزو علومو کې د څېړنې میتود، تجربوي او سروې طرحو» تر سرلیک لاندې علمي سمینار د یاد پوهنځي د استادانو او محصلانو لپاره ترسره شو. په دې سمینار کې د استادانو د مسلکي پراختیا مرکز آمر پوهنمل عبدالمنان حسینی، د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالناصر صدیقي، د پوهنځي مرستیال، د څانګو آمرین، استادان او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د اګرانومي څانګې استاد پوهنمل کاظم نیکزاد د څېړنې د میتود اساسي مفاهیمو، د کرنیزو څېړنو ډولونو، مهمو تجربوي طرحو، د سروې څېړنو اصولو، په کرنیزو څېړنو کې د احصائیوي تحلیل اهمیت او د تجربوي او سروې څېړنو ترمنځ د توپیرونو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز او علمي معلومات وړاندې کړل.
یاد سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
*فراه پوهنتون*
*د نشراتو عمومي مدیریت*
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*سمینار علمی تحت عنوان (روش تحقیق و طرحهای تجربوی و سروی در علوم زراعتی) در پوهنتون فراه برگزار گردید*
*تاریخ:* سه شنبه ۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق = ۱۴۰۵/۲/۲۲ هـ ش
سمینار علمی تحت عنوان «روش تحقیق و طرحهای تجربوی و سروی در علوم زراعتی» از سوی پوهنځی زراعت پوهنتون فراه برای استادان و محصلان این پوهنځی با حضور آمر مرکز انکشاف مسلکی استادان پوهنمل عبدالمنان حسینی، رئیس پوهنځی زراعت پوهنمل عبدالناصر صدیقی، معاون پوهنځی ، آمرین دیپارتمنتها، استادان و تعداد زیادی از محصلان برگزار گردید.
سمینار با تلاوت چند آیات از قرآن کریم آغاز شد.
بعد، استاد دیپارتمنت اگرانومی پوهنمل کاظم نیکزاد در رابطه به مفاهیم اساسی روش تحقیق، انواع تحقیقات زراعتی، طرحهای مهم تجربوی، اصول تحقیقات سروی، اهمیت تحلیل احصائیوی در تحقیقات زراعتی و تفاوت میان تحقیقات تجربوی و سروی به اشتراک کننده گان معلومات همهجانبه و علمی ارائه نمود.
و سمینار با دعا خیر به پایان رسید.
*پوهنتون فراه*
*مدیریت عمومی نشرات*
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1. http://farau.edu.af د ویبسایټ لینک
2. https://www.facebook.com/share/1EA93VHg1y/ د فیسبوکپاڼې لینک
3. https://x.com/UniversityFarah?t=1OLveILFgZa44BXf1tr5YA&s=08 د ټویټر / ایکس لینک
4. https://t.me/FarahUniversityAf د تلګرام خبرې کانال لینک
5. https://whatsapp.com/channel/0029VaCkSXRCnA7tcUHiQG2N د واتساپ خبرې کانال لینک
6. https://chat.whatsapp.com/FQg3vwVVwkP68gtzSMD3YI?mode=ac_t د پوهنتون عمومی واتساپ ګروپ لینک
7. [email protected] د رسمي چارو ایمل
8. [email protected] د علمي مجلې ایمل
9. https://frsj.farau.edu.af/index.php/frsj/index
د علمي مجلې ويبسايټ
د کرنې پوهنځي استادانو خپلي علمي او څېړنیزي مقالي د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست کارمندانو ته وړاندې کړل
د ۱۴۰۵/۲/۱۳ نېټه د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د کرنې پوهنځي د استادانو له لوري د علمي مقالو د وړاندې کولو پروګرام ترسره شو. د پروګرام موخه د علمي بنسټونو او سکتوري ادارو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د کرنې سکتور ستونزو ته علمي حللارې وړاندې کول وو.
ياد پروګرام د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، د یاد ریاست په استازیتوب د مالدارۍ عمومي مدیر سردار محمد خان د استادانو له حضور او علمي همکاریو مننه وکړه او علمي تحقیقات یې د کرنې او مالدارۍ د ستونزو د حل لپاره مهم وبلل.
ورپسې پوهنیار عصمت الله حیدري د کرنې پوهنځي مرستیال د افغانستان په اقتصاد کې د کرنې پر اهمیت، د علمي تحقیقاتو پر ارزښت او د پوهنتونونو او دولتي ادارو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړې، ورسته له هغه پوهنیار حیدري خپله علمي او څیړنیزه مقاله (د فراه ولایت د کلیو په پراختیا کې د کرنیزو پانګونو رول) تر عنوان لاندي او
پوهنمل کاظم نیکزاد د اګرانومي څانګي استاد خپله علمي او څېړنیزه مقاله د
دللمي غنمو پر بېلابېلو ورایټیو باندي د کرنیزو چاپېریالونو د اقتصادي اغېزو څېړل) تر عنوان لاندې وګډونوالو ته وړاندي کړل. په پای کې پروګرام په دعاېي سره پای ورسید.
12/05/2026
کرنه د اقتصاد او پرمختګ بنسټ
06/04/2026
*فراه پوهنتون کې د (قرآن کریم او نبوي سنت په رڼا کې د افغانستان مسلمه ملت د یووالي عوامل، قوم پالنې او پر يووالي د هغې اغېزې) ترسرلیک لاندې علمي سمينار وړاندې شو*
*نېټه:* يکشنبه ۱۴۴۷٫۱۰٫۱۸ ھـ ق = ۱۴۰۵٫۱٫۱۶ ھـ ش
د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د (قرآن کريم او نبوي سنت په رڼا کې د افغانستان مسلمه ملت د یووالي عوامل، قوم پالنې او پر يووالي د هغې اغېزې) ترسرلیک لاندې علمي سمينار د یاد پوهنتون محصلانو ته په مسجد شریف کې ترسره شو.
سمینار د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د فراه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي عبدالعزیز خدام د افغانستان د ملت یووالي عوامل او علتونه، د قومپالنې ریښې او د هغې د شدت عوامل، پر ملي یووالي د قومپالنې اغېزې، د هغو هېوادونو بېلګې چې د قومي او ژبني تنوع سره سره یو واحد نظام لري، په قرآن کریم کې د قومي تعصبونو او عصبیت غندنه، په نبوي احادیثو کې عصبیت، د سنت له نظره ملي یووالی، د افغانستان ملت د یووالي علتونه او شرعي دلایل، د علماوو اقوال، د سیاسي فقهې له مخې د قومپالنې منفي اغېزې، د قومپالنې ناوړه پایلې او د قومپالنې پر وړاندې د مبارزې شرعي لارې چارو په اړه محصلانو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د قرآن او سنت پر بنسټ یې وروستۍ پایله هم تشریح کړه.
سمینار د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
*فراه پوهنتون*
*د نشراتو عمومي مدیریت*
«»«»«»«»«»«»«»»«»«»«»»»ـ»ـ»»ـ»ـ«
*سمینار علمی تحت عنوان (عوامل وحدت ملت مسلمان افغانستان، قومگرایی و تأثیرات آن بر وحدت در پرتو قرآن کریم و سنت نبوی) در پوهنتون فراه برگزار گردید*
*تاریخ:* یکشنبه ۱۴۴۷٫۱۰٫۱۸ هـ ق = ۱۴۰۵٫۱٫۱۶ هـ ش
سمینار علمی تحت عنوان (عوامل وحدت ملت مسلمان افغانستان، قومگرایی و تأثیرات آن بر وحدت در پرتو قرآن کریم و سنت نبوی) از سوی آمریت دعوت و ارشاد پوهنتون فراه برای محصلان این پوهنتون در مسجد شریف برگزار گردید.
سمینار با تلاوت چند آیه مبارکه از قرآن کریم آغاز شد.
سپس مفتی عبدالعزیز خدام، استاد پوهنځی شرعیات پوهنتون فراه درباره عوامل و علل وحدت ملت افغانستان، ریشههای قومگرایی و عوامل تشدید آن، تأثیرات قومگرایی بر وحدت ملی، نمونههایی از کشورهایی که با وجود تنوع قومی و زبانی دارای نظام واحد هستند، نکوهش تعصبات قومی و عصبیت در قرآن کریم، عصبیت در احادیث نبوی، وحدت ملی از دیدگاه سنت، علل وحدت ملت افغانستان و دلایل شرعی آن، اقوال علما، تأثیرات منفی قومگرایی از دیدگاه فقه سیاسی، پیامدهای ناگوار قومگرایی و راهکارهای شرعی برای مقابله با قومگرایی، برای محصلان معلومات همهجانبه ارائه نمود و در پایان نتیجهگیری نهایی را بر اساس قرآن و سنت برای آنان تشریح کرد.
سمینار با دعای خیر به پایان رسید.
*پوهنتون فراه*
*مدیریت عمومی نشرات*
«»«»«»«»«»«»«»»«»«»«»»»ـ»ـ»»ـ»ـ«
*A Scientific Seminar Titled “The Influential Factors on Unity of the Muslim Nation of Afghanistan, Ethnicism and Its Effects on Unity in the Light of the Holy Qur’an and the Prophet (PBUH) Sunnah” Was Held at Farah University*
*Date:* Sunday, 1447.10.18 AH = 1405.1.16 SH
A scientific seminar titled “The Influential Factors on Unity of the Muslim Nation of Afghanistan, Ethnicism and Its Effects on Unity in the Light of the Holy Qur’an and the Prophet( PBUH) was organized by the Directorate of Da’wah and Guidance of Farah University for the students of the university and was held in the university mosque.
The seminar began with the recitation of several verses from the Holy Qur’an.
Afterwards, M***i Abdul Aziz Khaddam, a lecturer at the Faculty of Sharia at Farah University, delivered a comprehensive presentation to the students. He discussed the causes and factors of unity among the people of Afghanistan, the roots of ethnicism and the factors that intensify it, the impact of ethnicism on national unity, examples of countries that maintain a unified system despite ethnic and linguistic diversity, the condemnation of ethnic prejudice and tribalism in the Holy Qur’an, tribalism in the Prophet (PBUH) Hadiths, national unity from the perspective of the Sunnah, the Factors of unity of the Afghan nation and its Islamic evidences, statements of Islamic scholars, the negative impacts of ethnicism according to political jurisprudence, the harmful consequences of ethnicism, and Islamic solutions for confronting ethnicism. Finally, he explained the concluding results based on the Holy Qur’an and Prophet(PBUH) Sunnah.
The seminar concluded with a Du'a.
*Farah University*
*General Directorate of Publications*
«»«»«»«»«»«»«»»«»«»«»»»ـ»ـ»»ـ»ـ«
1. http://farau.edu.af د ویبسایټ لینک
2. https://www.facebook.com/share/1EA93VHg1y/ د فیسبوکپاڼې لینک
3. https://x.com/UniversityFarah?t=1OLveILFgZa44BXf1tr5YA&s=08 د ټویټر / ایکس لینک
4. https://t.me/FarahUniversityAf د تلګرام خبرې کانال لینک
5. https://whatsapp.com/channel/0029VaCkSXRCnA7tcUHiQG2N د واتساپ خبرې کانال لینک
6. https://chat.whatsapp.com/FQg3vwVVwkP68gtzSMD3YI?mode=ac_t د پوهنتون عمومی واتساپ ګروپ لینک
7. [email protected] د رسمي چارو ایمل
8. [email protected] د علمي مجلې ایمل
9. https://frsj.farau.edu.af/index.php/frsj/index
د علمي مجلې ويبسايټ
06/04/2026
د فراه پوهنتون د استادانو د جذب خبرتيا!
د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-465
د نوملینکې فورمه له لاندې لینک څخه ښکته کړئ!
https://shorturl.at/SmcTk
06/04/2026
په فراه پوهنتون کې په ۲۰ جریبه ځمکه د حاصل ورکوونکو خرماوو د بڼ جوړولو او قطریي اوبو سیستم چارې پیل شوې
د فراه پوهنتون زرغونتیا، اقتصادي پیاوړتیا او د کرنې پوهنځي محصلانو لپاره د عملي او څېړنیزو زده کړو د مناسبې زمینې برابرولو په موخه، د یوې همکارې مؤسسې له لوري په ۲۰ جریبه ځمکه کې د حاصل ورکوونکو خرماوو د بڼ جوړولو او د اوبو لګولو قطریي سیستم عملي چارې پیل شوې.
په دغه پروژه کې به اصلاح شوي او لوړ حاصل لرونکي د خرما نیالګي کېنول شي او همدارنګه به ۱۵۰ متره ژوره څاه، سولري سیستم، د عصري کرنیزو میتودونو له مخې د اوبو لګولو قطریي سیستم، کرنیزه سره (کوډ) او د کرنې اړوند ټول اړین توکي خریداري او نصب شي، څو اوبه په مؤثر او منظم ډول مصرف شي.
د یاد پوهنتون مسؤلین وایي، چې دا بڼ به د کرنې پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو، ساحوي تمرینونو او علمي څېړنو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي او هم به د شنو ساحو په پراختیا او د پوهنتون د چاپېریال په ښکلا کې مثبت رول ولوبوي.
04/03/2026
اعلان بست های جذب استادان پوهنتون فراه!
برای معلومات بیشتر به لینک ذیل مراجعه نمایید:
https://mohe.gov.af/fa-AF/Vacancy-card/vacancy-408
برای دانلود فورم ثبت نام به لینک ذیل مراجعه نمایید:
https://www.mohe.gov.af/.../fwrm_bst_hay_kadr_elmy...
25/02/2026
*فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي د محصلانو څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ پیل شوه*
نېټه: سهشنبه ۱۴۴۷٫۹٫۷ هـ ق = ۱۴۰۴٫۱۲٫۵ هـ ش
په فراه پوهنتون کې د کرنې پوهنځي کرنیز اقتصاد او پراختیا او اګرانومي څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د څېړنیزو پروپوزلونو د وړاندې کولو لړۍ د یوې علمي غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د کرنې پوهنځي مرستیال، پوهنيار عصمتالله حیدري د څېړنې پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې په فراه ولایت کې د کرنیزو ستونزو د حل لپاره د کاربردي څېړنیزو پروژو ترسره کول ځانګړې اړتیا ده. نوموړي د ټولنې او پوهنتون ترمنځ د اغېزمنو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د محصلانو څېړنې باید د بزګرانو له واقعي اړتیاوو سره سمون ولري، څو عملي پایلې ولري.
ورپسې د څېړنو او علمي مجلې آمر، پوهنيار محمدحسین میاخېل، په لوړو زده کړو بنسټونو کې د څېړنو پر مقام او ارزښت خبرې وکړې او د پراختیايي پروژو رول یې د علمي بنسټونو د پرمختګ او ټولنیز بدلون په بهیر کې مهم وباله.
په پای کې، محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د ژورې پلاوي تر علمي ارزونې او څارنې لاندې ګډونوالو ته وړاندې کړل.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
*فراه پوهنتون*
*د نشراتو عمومي مدیریت*
»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«
*سلسله ارائه پروپوزلهای تحقیقاتی محصلان پوهنځی زراعت پوهنتون فراه آغاز شد*
تاریخ: سهشنبه ۱۴۴۷٫۹٫۷ هـ ق = ۱۴۰۴٫۱۲٫۵ هـ ش
سلسله ارائه پروپوزلهای تحقیقاتی محصلان صنف چهارم رشتههای اقتصاد و توسعه زراعتی و اگرانومی پوهنځی زراعت پوهنتون فراه، طی نشستی علمی رسماً آغاز گردید.
این نشست با تلاوت چند آیاتی از قرآن کریم افتتاح شد.
در ادامه، معاون پوهنځی زراعت پوهنیار عصمتالله حیدری درباره اهمیت و جایگاه تحقیق سخنرانی نموده و تأکید کرد که انجام پروژههای تحقیقاتی کاربردی، بهویژه در راستای حل چالشهای زراعتی ولایت فراه، از ضرورتهای اساسی به شمار میرود. وی بر تقویت پیوند میان پوهنتون و جامعه تأکید نموده و تصریح کرد که تحقیقات محصلان باید بر اساس نیازهای واقعی دهقانان و شرایط بومی منطقه طراحی گردد تا نتایج آن جنبه عملی و مؤثر داشته باشد.
متعاقباً، آمر تحقیقات و مجله علمی پوهنیار محمدحسین میاخیل درباره جایگاه تحقیق در نهادهای تحصیلات عالی و نقش پروژههای انکشافی در پیشرفت علمی و تحول اجتماعی سخن گفت و اهمیت تقویت فرهنگ تحقیق را در محیطهای اکادمیک برجسته ساخت.
در پایان، محصلان پروپوزلهای تحقیقاتی خویش را تحت نظارت و ارزیابی هیأت ژوری به اشتراککنندگان ارائه نمودند.
نشست با دعای خیر به پایان رسید.
*پوهنتون فراه*
*مدیریت عمومی نشرات*
»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«»«
1. http://farau.edu.af د ویبسایټ لینک
2. https://www.facebook.com/share/1EA93VHg1y/ د فیسبوکپاڼې لینک
3. https://x.com/UniversityFarah?t=1OLveILFgZa44BXf1tr5YA&s=08 د ټویټر / ایکس لینک
4. https://t.me/FarahUniversityAf د تلګرام خبرې کانال لینک
5. https://whatsapp.com/channel/0029VaCkSXRCnA7tcUHiQG2N د واتساپ خبرې کانال لینک
6. https://chat.whatsapp.com/FQg3vwVVwkP68gtzSMD3YI?mode=ac_t د پوهنتون عمومی واتساپ ګروپ لینک
7. [email protected] د رسمي چارو ایمل
8. [email protected] د علمي مجلې ایمل
9. https://frsj.farau.edu.af/index.php/frsj/index
د علمي مجلې ويبسايټ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Airport Boulevard Madafeent Watan Street Next To Military Comp
Farah
3101