11/07/2025
🔹 د شفافیت، نوښت، عدالت او نظم په رڼا کې امتحاني بهیر روان دی
د ششګر نمونوي عالي لیسې د څلورنیم میاشتني ازموینې بهیر د سرطان میاشتې په ۱۶مه نېټه په پوره شفافیت، منظم پلان، نوښتګرانه کړنلارو او عادلانه فضا کې پیل شوی او لا هم په پوره بریالیتوب روان دی.
موږ هڅه کوو چې خپلو زړورو زده کوونکو ته داسې یوه فضا برابره کړو چې هلته عدالت حاکم، شفافیت روښانه، نوښت ژوندی او نظم عملي وي.
✅ د شفاف نظارت لاندې ازموینې
✅ د عدالت پر بنسټ د زده کوونکو ارزونه
✅ نوښتګرانه طرزالعملونه او اسانتیاوې
✅ د نظم او اصولو کلک رعایت
د ششګر لیسې اداره، ښوونکي او همکاران ژمن دي چې خپلو زده کوونکو ته روښانه راتلونکې جوړه کړي او د هغوی استعدادونه په پوره امانتدارۍ وځلول شي.
📚 علم، صداقت او خدمت زموږ شعار دی.
#شفافیت
#عدالت
#نوښت
#نظم
20/05/2025
ششګر نمونوي عالي لېسه کې اوونیز سرلین ترسره شو.
نن ورځ، د ششګر نمونوي عالي لیسې په علمي او فرهنګي فضا کې اوونیز سرلین ترسره شو.
په دې پروګرام کې زدهکوونکو په نوبت سره ترانې، مقالې او ویناوې وړاندې کړې، چې د دوی د استعدادونو، پوهې او احساساتو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د ښوونځي محترم آمر هم پر ځای، ارزښتناکه او اصلاحي وینا وکړه، چې پکې یې زدهکوونکو ته د تعلیم، نظم، اخلاقو او مسؤلیتونو په اړه مهم پیغامونه ورکړل.
دغه ډول پروګرامونه زموږ د نوې نسل د ذهني ودې، بیان ځواک او ملي احساس پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښت لري.
ششګر نمونوي عالي لېسه د علم، فرهنګ او مثبت بدلونونو کور!
17/04/2025
د تدریسي مضامینو هغه برخې چې عملي تجربې ته اړتیا لري، زده کوونکو ته عملي تجربه شي، دا چاره د زده کړو پر کیفیت مستقیماً مثبته اغېز لري. لۀ ښۀ مرغه زموږ پیاوړي ښوونکي ورځ تر بلې د خپلې تجربې پۀ درلودلو سره خپله ژمنتیا ښیي.
19/03/2025
خبرتیا!
د ششگر نمونوي عالي لېسې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکؤل کېږي، چې سبا د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لۀپیل سره سم زموږ د تدریس لړۍ هم پیلېږي. هیله ده، پۀ خپل ټاکلي وخت درسونو ته ځانونه حاضر کړئ.
28/01/2025
د پېژندنې لړۍ پۀ ترڅ کې؛ دا ځل استاد بادام گل فضلي درپېژنو:
ښاغلی بادام گل《فضلي》د فضل گل《منگل》زوی پۀ (۱۳۷۵ل.ل) کال د پکتیا ولاېت مرکز گردېز ښار پۀ یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې دغې فاني نړۍ ته خپلې سترگې پرانیستې.
نوموړی اصلاً د میرزکې ولسوالۍ انډوام کلي اوسيدونکی دی. پۀ (۶) شپږ کلنۍ کې ښوونځي ته شامل او پۀ (۱۳۹۳ل.ل) کال کې له لېسې څخه فارغ شو. پۀ (۱۳۹۵ل.ل) کال کې پکتیا کثيرالرشتوي انسټیټیوټ کې د ځنگلونو او طبیعي زېرمو څانگې کې خپلې نیمه لؤړې زده کړې بشپړې کړې.
لۀ ۱۳۹۷ څڅه تر دې دمه د استادۍ سپېڅلې دنده پر مخ وړي. (۱۳۹۷ل.ل) کال کې د پکتيا ولايت د زم زم پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د قضا او څارنوالۍ له څانگې فارغ شوی دی.
اوس مهال پۀ ششگر نمونوي عالي لېسه کې د استاد پۀ توگه خپله له اخلاص نه ډکه سپېڅلې دنده پر مخ وړي. ششگر رهبري یې هڅې ستایي او د لا زیات خدمت توفیق ورته غواړي.
24/12/2024
لۀ څلورم تر نهم ټولگي د کلنیو آزموینو پایلې اعلان شوې!
11/10/2024
دوامداره هڅې ستاسو راتلونکی تضمینوي. موږ مسیر تعقیب کړی او لا یې تعقیبوو... د یوولسم الف ټولگي سرلین څو انځوریزې څنډې. دوی پۀزړۀ پورې موضوعات چمتو کړي وو.
27/09/2024
د اوونیزو سرلینونو پۀترڅ کې اتم الف ټولگي خپل چمتو کړي موضوعات وړاندې کړل. دوی پر نویو فکرونو او نوښتونو کار کړی و. گټؤر او اړین مالومات یې چمتو کړي وو. د دوی تشویق او هڅؤنې پۀ پار سرښوونکي خوشال اقبالزي وینا درلوده. ښاغلي اقبالزي د خپلو خبرو پۀ بهیر کې زده کوونکي خپلو مسؤلیتونو ته د ژمنتیا پۀمورد وضاحتونه ورکړل.
19/09/2024
استاد میرزا دانش او استاد روح الدین نورزی زموږ د هغه استادانو لۀډلې دي، چې همېش د کیمیا او بیولوژي ټولې تدریسي برخې د نظري زده کړو تر څنگ عملي زده کړو هڅه او کوښښ هم کوي. ششگر د معیارونو او نؤښتونو کور....
18/09/2024
د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ، د دعوت او ارشاد مدیریت، د ولسي پولیسو د مدیریت او د (۱۱۹) شمېرې د آمریت، د ولسي وگړو سره د غونډو رامنځته کولو پۀ منظور د یادو ارگانونو مسؤلینو د ششگر نمونوي عالي لېسې پۀانگړ کې غونډه دایره کړه.
د ولسي پولیسو مدیر مولوي رحمن الله "ذالفقار" وویل:
د امنیت ټینگښت پۀ برخه کې د ټولنې هر وگړی مسؤلیت لري، چې د جنایي جرمونو پۀ مورد پولیسو ته خبر ورکړي، تر څو د جرمونو او مجرمینو مخنېوی شي. نوموړي د جنایي جرم/ مجرم د مخنېؤي لۀپاره زده کوونکو ته (۱۱۹) وړیا شمېره اعلان کړه. دۀوویل: که هر ډؤل مجرم/ جنایي جرم مو لیدۀ، لۀ یادې شمېرې سره اړېکه نیسئ او پولیسو ته د ځای مالومات ورکوئ.
ورپسې د دعوت او ارشاد مدیر مولوي عبدالرؤف سنگین وینا وکړه. ښاغلي سنگین د خپلو خبرو پۀ جریان کې د اسلام سپېڅلي دین لارویان پۀ محمدي او نبوي سنتو د عملي کېدو ټینگار وکړ او ویې ویل چې هره مؤمن مسلمان ته بویه چې ځان پۀ صورت او سېرت برابر کړي.
ورپسې د لېسې آمر میرزا محمد ځیرک د دوی لۀراتگ مننه وکړه او د هر ډؤل همکاریو ژمنتیا ته یې لېوالتیا وښوده.
16/09/2024
یوولسم الف ټولگي ته، استاد عبدالرشید جلالزی د کمپیوټر ځینې برخې عملي ښیي. موږ د امکان پۀ صورت کې، هره برخه فعاله ساتو.