27/12/2025
۱۴۰۴ کال دوهمه دوره فارغان
د پکتيا بريا خصوصي عالي لېسې ادارې د تېرې سه شنبې په
ورځ د ۱۴۰۴ کال کلنۍ ازموينې وروستۍ پايلې همدارنګه د دوهمې دورې شل تنه فارغان د يوې ښکلې غونډې په ترڅ کې اعلان کړل.
په دې ښايسته علمي ناسته کې د ګردېز د ښاري پوهنې آمر مولوي بسم الله ( احمدی ) تر څنګ زده کوونکو , زده کوونکو کورنۍ غړو , دولتي او خصوصي ښوونځيو مديرانو , ښوونيزو بنسټونو مسؤلينو سربېره ګڼ شمېر کې د پوهې او علم مينوالو ګډون کړی وو .
د ويناوالو د هر اړخيزو ويناوو وروسته ښوونځي د ادارې لخوا درانه ښوونکي په ستاينليک ورکولو سره وستايل شول.
همدارنګه د هر ټولکي دريو لوړو نمرو اخيستونکو زده کوونکو ته په نظر کې نيول شوي ډالۍ ورکړل شوې .
د دې ترڅنګ د ښوونځي د ابتدائيه دورې عمومي اول نمره ( احمد د تاج محمد زوی ) د پنځم ټولګي زده کوونکی همدا ډول ( محمد غني د محمد رسول ) زوی لېسې دورې عمومي اول نمره د يوولسم ټولګی زده کوونکی اعلان شول .
پای کې د دوهمې دورې فارغان د تصديق پاڼو په ورکړې اداري پرسونل او ښوونکو سره په خدای ج امانۍ رخصت او وروستۍ د پای په دعا سره دا ښکلي مراسم پای ته ورسيدل .
درنښت
22/12/2025
د کلنۍ ازموینې پایلو او دوهمې دورې فارغانو اعلان غونډې بلنه
20/11/2025
#ویـــاړ
زمـــــوږ شـــــعار!!
په کــیفیت کار کوو ، نه په کمــیت
چې پکې تر ډېره حده بریالي یو او هڅې مو جاري دي.
د ګردېز په سطحه ستره د ریاضي علمي سیالي کوم چې د نوي آسیا انسټېټیوټ ادارې لخوا جوړه شوې وه ، چې پکې یو تن د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې د لسم الف ټولګي د ښو اخلاقو لرونکی او لوړ استعداد در لودونکي زده کوونکي ( ناصر د عبد الواحد زوی ) هم ګډون کړی و. چې ویې کولای شول لومړی مقام خپل کړي.
په همدې مناسبت موږ هم دې ده لاسته راوړنه وستایله او تشویقي ډالۍ مو ورته ورکړه.
دغه ستړ ویاړ دې ده ، د ده درنې کورنۍ او زموږ ټولې علمي ډلې ته مبارک وي .
د پکتيا بريا خصوصي عالي لېسې اداره تل په دې هڅه کې ده چې خپلو نازولو زده کوونکو لپاره داسې یو علمي ماحول برابر کړي کوم چې یې ضرورت او دوی پکې په اسانۍ سره خپل اهداف تر لاسه کړي .
همدارنګه د ښوونځي اداره د نوي اسیا انسټیټيوټ ادارې څخه هم مننه کوي ، چې دا ډول علمي سیالۍ جوړوي او زده کوونکي تشويقوي.
پر موږ باور وکړئ مو ستاسو اولادونو ته تر خپل وس غوره علمي خدمات وړاندې کوو.
درنښت
پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې اداره
07/11/2025
#دوه میاشتنۍازمایښتي_ازموینې_پایلې
د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې د ادارې لخوا چې کوم د ـ۱۴۰۴- تعلیمي کال دوهمه ازمایښتي ازموینه اخیستل شوې وه پایلې یې تېره پنجشنبه د ۱۴۰۴/۸/۱۵ نېټې سره سم په سهارني سرلین کې اعلان شوې.
د وړکتون څخه تر دولسم ټولګي پورې د ادارې لخوا د تشویق په خاطر چې کومې ډالۍ په نظر کې نیول شوې وې د ټولګي په سطحه لوړو نومرو اخیستونکو زده کوونکو ته ورکړل شوې.
در نښت
پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې اداره
26/09/2025
#إِنَّا_لِلّهِ_وَإِنَّـا_إِلَيْهِ_رَاجِعونَ
په ډېرې خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې د اووم الف ټولګي زده کوونکی ( امید منګل د بلزي منګل ) زوی د دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې ټول اداري او تدریسي پرسونل یې په مړینه خواشیني دي کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وایي.
د جنازې لمونځ یې سبا ( شنبه) ۱۴۰۴/۷/۵ نېټه د باغکا منګل اباد کلي کې په یوه بجه ادا کېږي دوستان دې خبر وي.
19/08/2025
د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې ادارې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د څلورنیم میاشتنۍ ازموینو پایلې د دوشنې په ورځ د يوې ښایسته ناستې په ترڅ کې اعلان کړې .
چې په کې د ښوونځي د زده کوونکو سر بېره د دوی د کورنۍ غړو هم ګډون لره د دې مجلس پیل د قرآن کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره وشو ، د غونډې په جریان کې د ښوونځي د زده کونکو لخوا ترانې، مقالې ، او ډول ډول غوره ویناوې وویل شوې.
په پای کې دښوونځي د ادارې لخوا د وړکتون (نرسري) ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د لمړۍ تر درېیمې درجې ګټونکو زده کوونکو باندې ایوارډونه او ډالۍ وویشل شوې همدا ډول د ښوونځي د څارندوی ډله هم په ډالیو ونازول شوه. یاده دې وي د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې ثانوې دورې عمومي اول نمره ( زین الله د بیت الله ) زوی د دولسم ټولګي زده کوونکی چې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې وې اعلان شو.
دېته ورته د ښوونځي د اناثو زده کوونکو پایلې د ماسپېښین په وخت کې د ښځینه استادانو لخوا اعلان شوې .
درنښت
17/08/2025
#څلورنیم میاشتنۍ_ازموینو_پایلو_ اعلان_غونډه
پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې اداره غواړی ۱۴۰۴ تعلیمي کال څلورنیم میاشتنۍ ازموینو پایلې سبا ورځ ( دوشنبه ) اسد میاشتې ( ۲۷ ) اعلان کړي په همدې موخه د پکتیا بریاخصوصي عالي لېسې زده کوونکو او د دوی کورنۍ په ټوله کې د پوهې او زده کړو مینوالو ته خبر ورکوو چې راسره په دې علمي ښایسته ناسته کې برخه واخلي تر څو مو دا رنګین مجلس لاښکلی شي.
یادوونه: د ښځینه زده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ ازموینو پایلې ماسپیښین دوه بجې اعلانیږي.
درنښت
01/08/2025
خبرتــــــــــیا!!
د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې زده کوونکو، د زده کوونکو والدینو، اداري او تدریسي پرسونل د پام وړ!
په خورا درنښت بلنه در کوو چې د (۱۴۰۴ هـ ش ) کال د اسد میاشتې ګرمۍ رخصتۍ پای ته رسیدلې دي .
د پکتیا بریا خصوصي عالي لېسې د ادارې درسي او اداري چارې په عادي ډول جریان لري.
هیله ده د روان( ۱۴۰۴ هـ ش ) کال د اسد میاشتې په ( ۱۱ ) نېټه کوم چې سبا شنبې ورځي سره برابره ده خپلو درسونو ته حاضر شئ.
درنــــــښت