06/05/2021
فکران ساينس اکاډمي Fekran Science Academy
فکران د ساينسي مضامينو ، کانکور امادګي او انګلسي ژبې په برخه کې خپل چوپړ وړاندې کوي
06/05/2021
22/02/2021
د ځينو ژونديو موجوداتو اوسط عمر
21/02/2021
د Pronouns يا ضمير لنډ جدول
18/02/2021
د نباتاتو ګټې!!!
1. چاپېريال ته ښکلا ورکول.
2. د هوا پاکول.
3. سيوري برابرول.
4. د خوړو برابرول.
5. د تودوخې په ټيټولو کې رول لرل.
6. اکسيجن ازادول.
7. د خاورې له تخريب او ښويدو مخنيوی کول.
8. د باد ماتوونکي په توګه کړنې تر سره کوي.
9. د سون مواد برابرول.
10. د ساختمان لپاره د لرګيو برابرول.
11. له غږيزې ککړتيا څخه مخنيوی کول.
12. د هوا له ککړتيا څخه مخنيوی کول.
13. د مرغانو او حشراتو له پاره ښه هستوګن ځاى برابرول.
14. د تبخير اندازه کمول.
15. د اوبو په ساتنه او زيرمه کولو کې وڼده لرل.
16. ونې د يوې سيمې د خلکو د بد سلوک، خشونت په کمولو او له يو بل سره د ښې اړيکو په رامنځ ته کولو کې هم ونډه لري، د سيمې د خلکو په ټولنيزتوب، مهذب معلومېدلو کې جوت رول لري. همدارنګه په ګڼو ونو، شين طبيعت کې ژوند کول مو له ډيپريشن ، خپګان او غمګيني څخه تر ډېره پورې ساتي. او همدارنګه د ساه بندي ناروغۍ د ناروغانو لپاره د ونو شتون ډېر مفيد دی.
سره له دې:
1. د څېړنو پر بنسټ هر يو هکټار (تقريباً پينځه جريبه) ونې کولای شي چې ۷،۵ ټنه وړې زرې ، ګرد او غبار جذب کړى.
2. هره ونه هر کال په متوسط ډول 260 پونډه اکسيجن توليدوي ، يانې په دې مانا چې دوه پوره ونې کولای شي د يوې څلور نفره کورنۍ د يوه کال اکسيجن برابر کړي.
3. يوه ونه په کال کې دومره کاربن جذبوي چې يو موټر یې په ۲۶ زره مايله فاصله کې له خپل سلنګسر څخه باسي.
نو ګرانو هيوادوالو راځٸ!!
يو، يو نيالګى د ځان او بل د زرغون او شين افغانستان په خاطر وکرو. تر څو چې د پورته ګټو برخمن شو.
نوټ: ساتنه او پاملرنه یی شرط ده.
طاهر سادات
🌺🌷🌹💐🌱🌲🌳🌼🌻🌸💐🌴🍁🍂🍀🌿
16/02/2021
د نړۍ لوى ماشوم پيدا شو چې 7,5 KG وزن لرى ـ
سبحان الله
په کشتۍ باندې د تندر راپريوتل
د رعد او برق د برق جريان 10000 امپيره دى
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Gardez