پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department

پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department, Educational consultant, paktia, Gardez.

11/10/2025

*د خواخوږۍ او غم‌ شریکۍ پیغام*

په ژورې خواشینۍ او زړه‌بوږنوونکي احساس سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت اړوند د پکتیا تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتوت یو ځوان، بااستعداده، مؤدب، متواضع او د غوره انساني صفاتو څښتن، ښاغلی *ضیاءالرحمن همدرد*، د یوې ناورین‌ناکې ترافیکي پېښې له امله خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

مرحوم همدرد نه یوازې یو علم‌پال او مسؤل استاد و، بلکې د خپلو همکارانو، زده‌کوونکو او ټولنې له‌خوا د درناوي وړ شخصیت ګڼل کېده. د هغه لوړ اخلاق، ښې رویې، علمي لیاقت او د خدمت خلوص به تل د یاد وړ وي.

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت مشرتابه، استادان، کارکوونکي او محصلین د نوموړي ناڅاپي مړینه یوه ستره علمي او انساني ضایعه بولي، او د نوموړي کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او همکارانو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

*اللهم اغفر له وارحمه و اسکنه فسيح جناتك*
*إنا لله وإنا إليه راجعون*

01/09/2025

خبرتیا
دپکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د ځانګړو زده کړو لیسی داستادانو دوه څلورومه رتبه خالی بستونه د ازاد رقابت له لاری اعلان ته وسپارل
د ګمارنی شرطونه
1:تابعیت تذکری درلودل
2:د ښوونی او روزنی پوهنځی څخه فارغ وی
3:فیصدی له اویا څخه کمه نه وی
4:اشاروی ژبی سره بلدتیا ولری
5:بریل خط سره اشنایی درلودل
6:عمر یی له 18کلونو څخه کم او له 60کلونو زیات نه وی
7:اړونده برخه کی یو کلنه کاری تحربه درلودل
د فورم او دندو لایحی ترلاسه کولو لپاره د پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت د کارکوونکو چارو مدیریت ته مراجعه
وکړی

Photos from ‎پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department‎'s post 14/03/2025

د پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د استادانو خالی بستونو شارت لیست (شرایطو برابر کاندیدانو ) لیست اعلان شو. ټولو کاندیدانو ته چی اړونده بستونو کی په شرایطو برابر پیژندل شوی دی خبر ورکول کیږی چی ازموینه یی راتلونکی یکشنبی په ورځ چی د حوت میاشتی ٢٦نیټی سره سمون خوری د اداره او تجارت رشتى په نهه بجو او د برق رشتى په ١١بجو په یو مرحله یی ډول د پکتیا اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو اداری کی اخیستل کیږی. ټول کاندیدان باید له ځانه سره اصلی تذکره ولری ،او په ټاکلی نیټه او وخت حاضر شی .

17/12/2024

د پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د استادی لاندی خالی بستونه ددوهم ځل لپاره اعلان ته سپاری
۱-اقتصاد رشتی استاد جانی خیلو کثیرالرشتوی لیسه دوه بستونه
2-برق رشتی استاد ځاځی اریوب میخانیکی لیسه یو بست
3-کمپیوتر ساینس رشتی استاد مرکز ګردیز تخنیکی او مسلکی انستیتوت یو بست
4-مدرس ارشاد دعوت یو بست پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت
د کاندیدو شرایط
1-اړونده رشته کی لږ تر لږه لیسانس درلودل
2-د ترانسکریپ یی د لوړو زده کړو وزارت له خوا تاید او مهر شوی وی
3-د نومراتو فیصدی یی له اویا څخه کمه نه وی
4-تذکری کاپی او یو قطعه عکس درلودل لازمی دی
5-که چیری کاندید برحاله دنده ولری د اړونده اداری موافقه له ځانه سره ولری
دثبت نام دشروع او پای نیته :1446/6/15څخه تر 1446/7/01 پوری
د رک : پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت د کارکوونکو چارو مدیریت
اړیکو شماره :0783830170
یادونه :د کمپیوتر ساینس او مدرس ارشاد دعوت بستونو ازموینه په مرکزی اداره کی اخیستل کیږی اود نورو بستونو ازموینه په پکتیا کی د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د پکتیس په الکترونیکی ازموینو مرکز کی په یو مرحله یی ډول اخیستل کیږی

Photos from ‎پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department‎'s post 04/12/2024

د پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د استادانو خالی بستونو شارت لیست (شرایطو برابر کاندیدانو ) لیست اعلان شو. ټولو کاندیدانو ته چی اړونده بستونو کی په شرایطو برابر پیژندل شوی دی خبر ورکول کیږی چی ازموینه یی راتلونکی یکشنبی په ورځ چی د قوس میاشتی 18 نیټی سره سمون خوری په اته نیمو بجو په یو مرحله یی ډول د پکتیا اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو اداری کی اخیستل کیږی. ټول کاندیدان باید له ځانه سره اصلی تذکره ولری ،او په ټاکلی نیټه او وخت حاضر شی .

04/11/2024

خبرتیا:
پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د استادي څلور لاندی خالی بستونه:
1 :احمدابا کثیرالرشتوی لیسی اداره او تجارت رشتی استاد یو بست
2:ځاځی اریوب میخانیکی لیسی د برق رشتی استاد یو بست
3:د جانی خیلو کثیرالرشتوی لیسی د اداره او تجارت رشتی استاد دوه بست
د ازادی سیالی له لاری اعلان ته سپارلی دی ،په شرایطو برابر کسان کولای شی چی د درخواستی فورم او دندو لایحی ترلاسه کولو لپاره 1446/5/2 څخه تر 1446/5/12 نیټی پوری د پکتیا تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت اړوند د بشری سرچینو مدیریت او پکتیا د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو اداری ته تشریف راوړی
د کاندیدو شرایط:
۱:کاندید د تذکری کاپی ولری
2:د پوهنتون څخه د فراغت د نومرو فیصدی یی اړونده رشته کی د 70 څخه کمه نه وی
3:ترانسکریپ یی د لوړو زده کړو وزارت له خوا تایئد شوی وی
4:یو قطعه عکس درلودل
5:د دندی درلودلو په صورت کی د اړونده وزارت /ریاست موافقی درلودل
ایمیل ادرس :[email protected]
اړیکو شماره :0775199745

Photos from ‎پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department‎'s post 20/10/2024

*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*ا...ا...ا.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*دپکتيا ولایت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محــمد (حـــماس ) تر مشرۍ لاندې دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دمرکز په شمول دولايت دټولو ولسواليو انسيتيوتونو او لېسو له آمرينو او تدريسي مديرانو سره اداري ناسته ترسره شو.*
نن شنبه ورځ په ۱۴۴۶/۴/۱۶ه ق کال مطابق ۱۴۰۳/۷/۲۸ه ش کال نېټې باندې دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دمرکز په شمول دولايت دټولو ولسواليو انسيتيوتونو او لېسو له آمرينو او تدريسي مديرانو سره اداري ناسته ترسره شوه ياده ناسته دقرآن عظیم الشان په څو سپيڅلو مبارکو آيتونو سره پيل شوه ورپسې دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد (حــــمــــاس) دنوموړو انسيتيوتونو او لېسو آمرينو او تدريسي مديرانو ته دښه راغلاست ترڅنګ په خپلو مسؤوليتونو کې ډېر اخلاص، تقوا او پرهيزګاري کول ، سيرت او صورت دواړه برابرول ، دالله تعالی درضا لپاره خپل مسؤولیت آدا کول مفاد په نظر کې نه نيول ، دادارې ټول پرسونل هماهنګ کول ، ماتحت کسانو ته سمه رهبري کول ، امر ورته کول، تنظيمول يې او کنترول راوستل دمافوق مسؤولينو سره هره مياشت راپور شريکول دهرڅه په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل او مسؤولين يې نور هم خپلو وظایفو ته متوجه کړل. او دنظارت عمومي مدير مولوي غلام رسول (سعيدي) نوموړو آمرينو او تدريسي مديرانو ته وويل په هره تعليمي اداره کې مونږ يو ددعوت ارشاد مسؤل لرو هغه ته ددعوت ارشاد يو کتاب ور کړل شوی دی نوموړی وظيفه لري چې په هغه ټاکلې نېټه باندې يې استادانو ،زده کوونکو اومحصلينو ته تدريس کړي او په هروخت زمونږ سره ليکل شوی راپور شريک کړي. او په آخر کې هغو آمرينو او تدريسي مديرانو ته چې اداري او تدريسي چارې يې ډېرې منظمې وې رهبرۍ يې ډېرې ښې وې ټول کارونه يې هر وخت په وخت سره ترسره کړي دي ښې لاسته راوړنې لري دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمريت له خوا ستاينليکونه ور کړل شول.
همدغه غونډه ددُعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت له خوا.*

08/10/2024

*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*ا...ا...ا.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دټولو مديريتونو له مديرانو او مسؤلینو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه.*
*نن سه شنبې ورځ په ۱۴۴۶/۴/۵ه ق کال نېټې باندې دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دټولو مديريتونو له مديرانو او مسؤلینو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه ياده ناسته دقرآن عظیم الشان په څو سپيڅلو مبارکو آيتونو سره پيل شوه. ورپسې دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد,,حــــمــــاس,, خپلو ټولو مديرانو ته لا په اخلاص سره دخپلې دندې ترسره کول له وظيفوي غفلت څخه ځان ساتل دنن ورځې کار دسبا ورځې لپاره نه پرېښودل راتلونکي ته ډېر کسان مکافات او مجازات کول له هر مدير سره خپله لائحه او طرزالعمل دی دخپلې لائحې او اُصولو مطابق کړنې ترسره کول نيمګړتياوې حل کول دراتلونکي لپاره دپرمختګ او بريا پلانونه جوړول هر وخت لمونځ په جماعت سره آدا کول سيرت او صورت دواړه برابرول هغه څه ياد کړل چې دټولو اداراتو مشکل په هغې سره حل کيږي دپرمختګ او ترقۍ لپاره لاره برابريږي دانسانانو دژوند دنيکمرغۍ او خلاصون سبب کيږي. ټولو مديرانو ژمنه وکړه چې کوم هدايات او لازمې سپارښتنې چې مونږ ته وشوې ضرور به يې عملي کوو له دې څخه به هيڅکله سرغړونه ونه کړو. په آخرکې همدغه مجلس په دُعايې سره پای ته ورسېده.*
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت له خوا.*

02/10/2024

*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*ا...ا...ا.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمريت اړوند دڅمکنيوولسوالۍ کثيرالشتوي انسيتيوت او دسيدکرم ولسوالۍ دزراعت لېسې محصلينو او زده کوونکو ته عملي کار ترسره شو.*
*نن سه شنبې ورځ په ۱۴۴۶/۳/۲۸ه ق کال نېټې باندې دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمريت اړوند دڅمکنيو ولسوالۍ کثيرالشتوي انسيتيوت او دسيدکرم ولسوالۍ دزراعت لېسې محصلينو او زده کوونکو ته دمختلفو نباتاتو تخمونو دټوکېدنې فيصدۍ (Seed Rate) ترعنوان لاندې موضوع په عملي ډول تدريس شوه.دعملي کورس 60 فيصده پلي کول دزده کوونکواو فارغينو علمي مسلکي او عملي ظرفيت لوړول ترڅو له دو ديزې کرنې څخه عصري نوې او معاصرې کرنې ته مخه کړو چې همدغه دګران هیواد ځوانان مو په تخنيکي اومسلکي ډول ټولنې ته وړاندې شي.*
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې له خوا.*

27/09/2024

*ا...ا...ا.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دمرکز په شمول دولايت په ټولو ولسواليو لېسو، او انسيتيوتونو کې د دعوت ارشاد کارونه په چټکۍ روان دي*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت اړوند دمرکز په شمول دولايت په ټولو لېسو، او انسيتيوتونو کې دزده کوونکو اومحصلينو دعقېدوي او فکري روزلو داسلام دسپیڅلي دین دمعلوماتو د ور ښودلو چارې په چټکۍ روانې دي دنوموړو لېسو ، او انسيتيوتونو ددعوت ارشاد مسؤلين تل هڅه کوي چې له تعليم سره په څنګ کې خپل ځوانان عقېدوي فکري وروزي دينداره تقوا داره او پرهيزګاره شي دټولو ديني قرآني معلوماتو ځان خبر کړي تر څو ددنيا او آخرت د دواړو کاميابيو ګټونکي شي.*
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې له خوا.*

Photos from ‎پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department‎'s post 05/09/2024

*دافغانستان اسلامي امارت.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد «حــــمــــاس» په مشرۍ يو پلاوي دسيدکرم ولسوالۍ دزراعت لېسې ټولې اداري او تدريسي چارې له نزدې ولېدې*

*نن چهارشنبه ورځ په ۱۴۴۶/۳/۱ه ق کال نېټې باندې دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد «حــــمــــاس » دنظارت غړي حضرت نبي شيرزي ،دبشري سرچينو عمومي مدير عبدالرحمن صديقي ،دمالي او اداري چارو عمومي مدير احسان الله احمدزي ، دسيدکرم ولسوالۍ دزراعت لېسې ټولې اداري او تدريسي چارې له نزدې ولېدې اداري او تدريسي چارې يې ډېرې ښې وې ټول استادان موجود وو له زده کوونکو او محصلینو څخه په ويل شويو درسونو کې پوښتنې وشوې په خپلو درسونو کې ډېر کوشش کوونکي وو او دنوموړي مسؤل قاري حماس له خوا ټولو استادانو او محصلینو ته دعلم دارزښت. په دين منګولې لګول ،تقوا کول ، لمونځونه په جماعت سره آدا کول ،اسلامي عقيده درلودل ځکه دټولو اعمالو آساس او بنياد عقيده ده ،داستادانو احترام کول. له علم سره په څنګ کې دشاګرد تربيه زده کول استادان او مسؤلين خپلو وظایفو ته متوجه کېدلو په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کړل. زده کوونکي او محصلين ډېر تشویق او استادان او مسؤلين خپلو وظایفو ته نور هم ډېر متوجه دځینو نيمګړتياوو په هکله ورته لازمې سپارښتنې وشوې.*
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې له خوا.*

Photos from ‎پکتیا د تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت paktia TVET Department‎'s post 04/09/2024

*دافغانستان اسلامي امارت.*
*دتخنيکي اومسلکي زده کړو ملي اداره.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو آمريت.*
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
*بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد (حــــمــــاس) او ورسره مل پلاوي د سرحدي لِوا دمجاهدينو له صنفونو څخه لېدنه وکړه .*
*نن سه شنبې ورځ په ۱۴۴۶/۲/۳۰ه ق کال نېټې باندې دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو عمومي آمر قاري راز محـمد(حـمـاس)دبشري سرچينو عمومي مدير عبدالرحمن صديقي ، دنظارت غړي عظم الدین عزيزيار، دمختلط کثيرالرشتوي انسيتيوت آمر عبدالعزيز عزيزي د سرحدي لِوا دمجاهدينو له صنفونو څخه لېدنه وکړه ياده لېدنه په داسې حال کې وه چې دنوموړو صنفونو محصلين (مجاهدين) په درسونو بوخت وو استادان ټول موجود وو له محصلينو (مجاهدينو) سره په درسونو کې ډېر کوشش کوونکي وو له محصلينو (مجاهدينو )څخه په ويل شويو درسونو کې پوښتنې وشوې دتکړه والي نتيجه يې ډېره ښه وه په آخر کې دنوموړي قاري راز محـمد حــــمــــاس له خوا ټول محصلين (مجاهدين) ډېر تشويق نور هم خپلو زده کړو ته ډېر متوجه شول دحاضرۍ پابندي، خپل مشران اوس راته دتعلیم او زده کړو امر کوي اطاعت کول ځنې غېرې اصولي کړنې نه ترسره کول همدغه دادارې او مديريت دڅانګې دزده کړو ګټه ده چې دټولو مجاهدينو تعليمي او تحصيلي کچه لوړيږي راتلونکي ته په ورسپارل شوي مسؤليت کې دده لپاره هيڅ مشکل نه وي خپل مسؤلیت په آسانه توګه سرته رسولی شي په اړه په زړه پورې معلومات شریک کړل. دهمدې صنفونو دټولو مجاهدينو غوښتنې او مشکلات دنوموړي مسؤل له خوا واورېدل شول دحل کېدو ژمنه يې ورسره وکړه .*
*والسلام.*
*دپکتيا ولايت دتخنيکي اومسلکي زده کړو ادارې له خوا.*

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Paktia
Gardez
2201