25/03/2026
خبرتيا!
قدرمنو زده کوونکواومحترمووالدينو داچې دکوچني اختر رخصتی پای ته رسيدلي دي
نوسباپنج شنبه ۱۴۰۵ حمل ۵ نيټه درسونه بيرته پيل کيږي هيله ده چې ټول زده کوونکي پر ټاکلي وخت ښوونځي ته د درس لپاره راوليږئ والسلام
د سراج السلام خصوصي عالي لېسې اداره
17/12/2025
د سراج الاسلام خصوصي لېسې د کلنۍ ازموینې پایلې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې
په همدې مناسبت دوشنبه د ١٤٠٤ښوونیز کال دليندی میاشتې په ٢٤مه نیټه د لېسې په انګړ کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو، چې د علم او پوهې سلګونه مینه وال یې میلمانه وو.
مراسم د قرآن عظیم الشان په څومبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول
ورپسې د لېسې مدیر محمدسخي (طرفدار) راغلومیلمنو او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ازموینو د شفافیت او ددې پایلو د روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ.
د غونډې په دوام ګڼو ګډونوالو دیني، ادبي، ښوونیز اوټولنیزمطالب، ترانې اوشعرونه ولوستل
په ازموینو کې په لوړو درجو بریالي شوي زده کوونکي د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.
یاد مراسم د اسلام، هیواد او خلکو ته د خیر او بریالیتوب په دعاسره پای ته ورسیدل.
01/08/2025
درسونو دپيل خبرتيا!
ګرانو زده کوونکو اودرنو والدينو دا چې د ګرمی په مناسبت عمومي رخصتی پای ته رسيدلي دي
نو سبا شنبه 11/اسد/1404 نيټه درسونه بېرته پيل کيږي هيله ده چې ټول زده کوونکي پر ټاکلي وخت ښوونځي ته د درس په موخه حاضر شي
په درنښت
د سراج الا اسلام خصوصي عالي لېسې اداره
22/03/2025
خبرتيا!
داچې۱۴۰۴ښونيزکال پيل شوی له تاسو درنو والدينو څخه په ډير درنښت هيله کوو چې خپل ماشومان دسراج الاسلام خصوصي عالي لېسې ته راوليږئ
دپيل نېټه۱۴۰۴/۱/۲ه ل ښوونيزکال دشنبي ورځ
درک مرکزګرديزلرګيواډه خيرخواه دتيلوپمپ ته مخامخ
15/03/2025
زیری زیری زیری
سراج الاسلام خصوصي ښوونځی
سراج الاسلام خصوصي ښوونځی دنویو نوښتنونو اونویو فعالیتو سره!
که غواړئ چې خپل بچيان موپه اسلامي او وطني روحيه روزل شوي وي
سراج الاسلام خصوصي ښوونځی غوره کړی
نوم لیکنه روانه ده
داړیکو شمېره 0774117835 او 0771393779
درک : پکتیا ولایت غزنی لین لرګیو اډه حیرخوا تیلو پمپ تر څیرمه
14/12/2024
د کلنیو آزموینو پایلې اعلان شوې!
(سه شنبه: ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۰ مه )
د سراج الاسلام خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۳ ښوونيز کال کلنۍ آزموینو پایلې د یو لړ شاندارو او پرتمينو مراسمو په ترڅ کې اعلان کړې؛ یاد مراسم چې د لېسې په انګړ کې ترتیب شوي وو د زده کوونکو والدینو، علماووکرامو او د سیمې مشرانو ګډون کړئ وو چې پېل یې د قاري عابدالله په خوږ تلاوت سره وشو، له هغه وروسته د ښوونځي مدیر مولوي محمد سخي ” طرفدار“ د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه ،او بریالیو زده کوونکو ته یې د مبارکی تر څنګ د خپلو هڅو د دوامداره کولو لارښوونه وکړه، د زده کوونکو د والدینو په نماینده ګی قاري سلیمان د ښوونځي د رهبرۍ او استادانو کلنۍ هڅې وستایلې او د ښوونځي له خدماتو یې خپل رضایت وښود.
د غونډې په جریان کې زده کوونکو خپل شعرونه، مقالې او معلومات د غونډي ګډونوالو ته واورول.
د غونډي په جریان کې د کال غوره زدۀ کوونکي او هڅاند ښوونکي په ستاینلیکونو سره ونازول شول.
یاده غونډه د مولوي نورالله ذاهب په دعاء سره پای ته ورسېده.
19/03/2024
سالمه روزنه او سالمه تربیه ستاسو د ژوند لوری بدلولی شي
د سراج الاسلام خصوصي ښوونځي اداره د 1403 تعلیمی کال لپاره د وړکتون څخه تر نهم ټولګي پورې نوي ذکور او اناث زده کوونکې جذبوي.
دداخلي لپاره د سهار له 8:00 څخه د مازدیګر 4:00 بجو پورې د ښوونځي اداری ته مراجعه وکړئ.
درک: غزنی لین دلرګیو اډه د خیر خوا پمپ ترڅنګ.
Sirajull Islam Lisa
03/07/2023
خبرتیا!
دسراج الاسلام خصوصي ښوونځی ګرانو زده کوونکو والدینو ته خبرورکول کیږي چې دګرمی اودلوی اختر رخصتی پای ته رسیدلې دي
دچې څلورنیمې میاشتنۍ ازموینې دسرطان(چنګاښ)میاشتې په ۱۳نیټه دسه شنبې په ورخ پیل کیږي هیله ده چې خپل بچیان ښوونځي ته رولږی
په درنښت
13/05/2023
دکرکټ له ډګره په زړه پورې بریا!
نبه شنبه۱۴۰۲/۲/۲۳نېټه دسراج لاسلام خصوصي ښوونځي اوممړی عالي لېسې ترمنځ دکرکټ لس اوریزه لوبه ترسره شوه دلوبې پچه یاټاس سراج لاسلام لوبډلې وګاټه اوتوپ وهنه یي پيل کړه په ټاکلولس اورونو کې یې د۲ دوو لوبغاړو په سوځیدو مقابلې لوبډلې ته ۱۷۹ منډو هدف ورکړ
دممړی عالي لېسې لوبډلې د۹ لوبغاړو په سوځېدو يواځې ۵۷ منډې جوړې کړې اود ۱۲۲ منډوپه توپیریې ماتي ومنله، دسراج لاسلام لوبډلې لخواپه توپوهنه کې سمیع الله ۴۶ اومحمد امین ۴۱ فرمان الله ۸۸ ترنوروډیرې منډې جوړې کړې په توپ اچونه کې سمیع الله درې لوبغاړي وسوځول
یاده دې وي چې دلوبې غوره لوبغاړی دسراج لاسلام تکړه توپ وهونکي فرمان الله ونمول شو