Education Faculty - Paktia University

Education Faculty - Paktia University

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Education Faculty - Paktia University, Education, Paktia University, Gardez.

09/10/2025

د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر غړو په هغه سیمینار کې ګډون وکړ چې د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د (تعصب زیانونه او ورڅخه د ځان ژغورنې) تر عنوان لاندې سمینار دائر شو.
سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۱۴)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۱۵)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته د (تعصب زیانونه او ورڅخه د ځان ژغورنې) تر عنوان لاندې سمینار دائر شو.
په دائر شوي سمینار کې جې د بېلا بېلو پوهنځيو استادانو برخه درلوده، پیل یې د پوهنتون د دعوت او ارشاد د آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسې د پکتیا زون عبدالله بن مبارک دیني جامعې د استاد مفتي وکیل احمد نوراني له لوري د (تعصب زیانونه او ورڅخه د ځان ژغورنې) تر عنوان لاندې سمینار ارایه شو.

09/10/2025

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه یوه شپږ کسیز هیئت د کیفیت لوړاوي په برخه کې د چارو ارزونې په موخه پکتیا پوهنتون ته سفر کړی دی.
سه شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۱۴)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۱۵)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه یوه شپږ کسیز هیئت د کیفیت لوړاوي په برخه کې د چارو ارزونې په موخه پکتیا پوهنتون ته سفر کړی دی.
د کیفیت لوړاوي ریاست څخه راغلي شپږ کسیز هیئت خپله لومړنۍ ناسته د پوهنتون له رهبري سره ترسره کړه، په جوړه شوې ناسته کې چې د پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د راغلي هیئت غړو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي راغلي هیئت ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې د کیفیت لوړاوي په برخه کې یې ترسره کړي کارونه ښه نتېجه ورکړي او هغه څه چې دوی یې د ترلاسه کولو په لټه کې دي تر لاسه یې کړي.
ورپسې د پکتیا پوهنتون د کیفیت لوړاوي مرکز آمر پوهنمل محمدي خان محمدي د ناستې له برخوالو سره د پکتیا پوهنتون د ښې پېژندنې او اشنایي په موخه ځانګړی پریزینټېشن ارایه کړ.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي ریاست څخه د کیفیت لوړاوي د چارو ارزونې په موخه راغلي هیئت د خپل لس ورځني سفر په اړه مالومات د پوهنتون له رهبري سره شریک کړل.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

09/10/2025

پکتیا پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو د محصلانو ترمنځ د غورسۍ پیل شوې لوبې تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د غورسۍ د وروستۍ او پای لوبې په مراسمو کې چې یو شمېر مېلمنو او د لوبو مینه والو هم برخه درلوده، د اقتصاد او ښوونې او روزنې پوهنځيو د محصلانو ترمنځ وروستۍ لوبه ترسره شوه، چې پای لوبه د ښوونې او روزنې پوهنځي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

شماره ۱۹ سال نهم مجله قلم.pdf 10/02/2025

قلم علمي - څېړنيزه مجله چاپ شوه
د پکتياپوهنتون علمي څېړنو معاونيت اړوند علمي مجلې آمريت د قلم علمي - څېړنيزې مجلې نهم کال نولسمه(۱۹)ګڼه چاپ کړه، چې په دې مقاله کې د ښوونې او روزنې پوهنځي پ استادانو له لوري ليکل شوې مقالې هم شتون لري، د ټولنيزو علومو او طبيعي علومو (۱۹) علمي-څېړنيزې مقالې لري.

د لاندې لېنک په کېکاږلو سره د مجلې pdfبڼه کتلی او لوستلی شئ!
https://drive.google.com/file/d/1y6SC-i9tKBaz8AzocKTj69pkRSCpMggh/view?usp=drive_link
د علمي مجلې د نشريې مديريت

شماره ۱۹ سال نهم مجله قلم.pdf

04/02/2025

https://www.facebook.com/share/18MxZ8B7zk/?mibextid=WC7FNe

Huge Congratulations!
We are thrilled to announce that Mr. Shafiqullah Armal, a former BA student from the English Department of the Faculty of Education, has successfully secured a faculty position in the English Department of the Faculty of Languages and Literature through a highly competitive selection process!
During his time as a student, Mr. Armal was known for his hard work, honesty, respect, and exceptional talent. His dedication and passion for English studies have truly paid off, and we couldn’t be prouder to see him representing our department as a faculty member.
This achievement is a testament to the quality of education and the values we strive to instill in our students. We are honored to see our graduates contributing to society with their skills and knowledge.

17/10/2024

لدې تصویر څخه د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند لاندينیو اسنادو لینکونه ترلاسه کولای شی.
۱. کتلاګ
۲. د ۱۴۰۲ کال راپور
۳. د ۱۴۰۳ کال تطبیقي پلان
۴. له تطبیقي پلان څخه د مؤظف هیئت د نظارت راپورونه
۵. پنځه کلن ستراتیژیک پلان

Google Drive: Sign-in 14/10/2024

د ښوونې او روزنې پوهنځي د کلنیو تطبیقي پلانونو د تطبیق کچې د ارزونې راپورونه چې د مؤظف هيئت لخوا چمتو شوي، په لاندي لینک کې کتلای شی.

Google Drive: Sign-in Access Google Drive with a Google account (for personal use) or Google Workspace account (for business use).

Photos from Education Faculty - Paktia University's post 30/09/2024

د ښوونې او روزنې پوهنځي څېړنو کمېټې لخوا ددې پوهنځي د لسو څانګو د څلورمو ټولکیو محصلانو ته د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په اړه سیمینار دائر شو.
سیمینار د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل او ورپسې د ياد پوهنځي څېړنو کمېټې غړي پوهندوی سیدصدرالدین هاشمي لخوا د څېړنیز مونوګراف لیکنې د موضوع انتخاب، ټاکلو، ثبت، لیکنې او دفاع په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو. سیمینار د محصلانو لخوا د پوښتنو په کولو او اړوند ځوابونو ترلاسه کولو وروسته د یو تن ګډونوال پواسطه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

23/09/2024

پکتیا پوهنتون د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:

اقتصاد پوهنځي؛

ادارې او تشبثاتو څانګه (۱) بست

کمپیوتر ساینس پوهنځی؛

معلوماتي سیستمونو څانګه (۱) بست

شبکې انجینري څانګه (۱) بست

ښوونې او روزنې پوهنځی؛

اموزش کمپیوتر څانګه (۱) بست

اروا پوهنې څانګه (۱) بست

فزیک څانګه (۱) بست



داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴۰۳/۶/۲۵ هـ.ش څخه ۱۴۰۳/۷/۲۵ ه ش پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې(علمي کادر ته د شمولیت فورمې) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.

21/09/2024

د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر غړو سرشمېرنه

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Paktia University
Gardez
2201

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00