14/06/2026
نن ورځ د ۱۴۰۵/۰۳/۲۴ نېټه، د انجنیري پوهنځي د اتم سمستر محصلانو لپاره یو علمي او روزنیز سمینار ترسره شو.
🔹 د سمینار موضوع: «د مونوګرافونو د دفاع وړاندې کولو پر مهال د محصلانو عامې تېروتنې او د معیاري پریزنټېشن جوړول»
🔹 وړاندې کوونکی: نوماند پوهنیار محمد جمال اسرار
په دې سمینار کې د مونوګراف د دفاع پر مهال د محصلانو پر عامو تېروتنو، د اغېزمنې او معیاري پریزنټېشن پر اصولو، د سلایډونو د سمې طرحې، د وخت د مدیریت، د وینا د مهارتونو او د دفاع د بریالیتوب لپاره پر مهمو ټکو هر اړخیز بحث وشو.
د سمینار په پای کې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول او هغوی ته د مونوګراف د بریالۍ دفاع لپاره اړینې سپارښتنې وړاندې شوې.
18/05/2026
نن ورځ، دوشنبه ۱۴۰۵/۰۲/۲۸ نېټه، د زم زم پوهنتون د انجنیري پوهنځي د څلورم سمستر محصلانو لپاره د سروې (۲) مضمون اړوند عملي زدهکړې، د نوماند پوهنیار عبدالله بېریا له خوا ترسره شوې.
په دې عملي زده کړو کې محصلانو ته د ټوټل سټېشن ماشین په مرسته د منظمو او غیرمنظمو سطحو د مساحت پیدا کولو او اندازهګیرۍ عملي زدهکړې وړاندې شوې، ترڅو محصلان وکولای شي خپلې نظري زده کړې په عملي ډګر کې وازمويي او خپل مسلکي مهارتونه لا پیاوړي کړي.
زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
28/04/2026
نن ورځ 1405/02/08 نېټه، د پنځم سمستر محصلانو لپاره د خاورې FDT (Field Density Test) ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه. یاده ازموینه د نوماند پوهنیار عبدالله بې ریا لخوا په عملي او تشریحي بڼه وړاندې شوه، ترڅو محصلان د ساحوي ازموینو له عملي طریقو سره بلد شي.
د دې ازموینې اساسي موخه د خاورې د ساحوي کثافت معلومول، د کمپکشن فیصدي پیدا کول او د لابراتوار د نتایجو سره د ساحې د کیفیت پرتله کول وو. FDT ازموینه په سرکونو، تعمیراتو او نورو ساختماني پروژو کې ډېر اهمیت لري، ځکه د خاورې مناسب کمپکشن د پروژې د دوام، استحکام او خوندیتوب سبب ګرځي.
محصلانو په دې عملي پروسه کې د وسایلو استعمال، دقیق کالکولیشن، او د انجنیري معیارونو مطابق د نتایجو تحلیل په عملي ډول زده کړل.
زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
17/02/2026
که لوړې موخې لرئ او د عمل میدان ته چمتو یاست، نو انجنیري پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
راشئ، علم زده کړئ او راتلونکی رهبري کړئ!
عمومي کانکور ازموینه د 1404 ه ش کال د حوت میاشتې پر 22 مه نېټه.
زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
14/02/2026
که غواړئ راتلونکی مو د علم، مهارت او عملي تجربو له لارې جوړ کړئ، نو انجنیري ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
راشئ، خپل استعداد په ځواک بدل کړئ او د هېواد په رغونه کې برخه واخلئ!
زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
اړیکه: 0777212212-0798212212
12/02/2026
د ودانولو هنر زده کړئ!
ساختماني انجنیري، هوښیار انتخاب او روښانه راتلونکی
📚1405 ه ش کال پسرلني سمستر لپاره نوم لیکنه روانه ده!
د عمومي کانکور ازموینه د حوت میاشتې ۲۲ مه.
📞 اړېکه: 0093777212212
29/01/2026
د خپل هېواد لپاره، د ودانیو جوړول زده کړه!
دا هغه هنر دی چې زمونږ راتلونکی تضمینوي.
هره نقشه له یوه فکره پیلېږي – ستا له فکره!
نو راشه، زمونږ دغه علمي کاروان سره یو ځای شه!
نوم لیکنه روانه ده...
#انجنیري پوهنځی
#سېول دیپارټمنټ
#زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف
اړیکو شمېرې:
0093 777 212 212
0093 775 110 114
24/01/2026
ساختماني انجنیري؛ د تخیل له سفره تر حقیقته!
ټول لوی او کوچني ساختمانونه، د یو انجنیر له ذهنه پېل شوي دي، که ته هم لوی فکر لرې، نو دا مسلک ستا لپاره دی!
د 1405 ه ش کال پسرلني سمستر د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه روانه ده...
#فکر وکړه!
#جوړونه وکړه!
#ویاړ ترلاسه کړه!
اړیکه: 0777212212
21/01/2026
د ودانولو هنر زده کړئ!
ساختماني انجنیري، هوښیار انتخاب او روښانه راتلونکی
📚 1405 ه ش کال پسرلني سمستر لپاره نوم لیکنه روانه ده!
📞 اړېکه: 0093777212212