23/06/2026
زم زم پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!
1405/04/01
ناسته د قرانعظيمالشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسي د زم زم پوهنتون ريس نوماند پوهنيار محمدرشيدعارف د ناستي ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د پوهنتون په عمومي مسايلو يې بحث وکړ، په ترتيب سره د اجنډا سره سم د علمي شورا غړو خپل اړونده موضوعات وړاندي کړل او د غړو لخوا پرې بحثونه او پريکړې وشوې. ناسته د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيدله.
پای
#د نشراتو او عامه اړيکو مديريت
#زم زم پوهنتون
#زم زم؛ سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف.
11/06/2026
زم زم پوهنتون د علمي کادر خبرتیا !
کار اهل کار ته د سپارلو په موخه زم زم پوهنتون لاندې کادري بستونه اعلان ته سپارلي دي.
داوطلبان کولای شي یادو بستونو ته د نوم لیکنې په موخه د وزارت له ويبپاڼې څخه د کادري بستونو فورمه ډکه د تذکرې له کاپي او خپلو تحصیلي اسنادو سره یوځای د زم زم پوهنتون د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
د اړیکې شمېرې
:0775181414/0777212212
ایمیل:
[email protected]
زم زم سپېڅلی نوم او سپېڅلی
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-615
04/06/2026
زم زم پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!
1405/03/13
ناسته د قرانعظيمالشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسي د زم زم پوهنتون ريس نوماند پوهنيار محمدرشيدعارف د ښه راغلاست وينا ترسره کړه، په ترتيب سره د اجنډا سره سم د علمي شورا غړو خپل اړونده موضوعات وړاندي کړل او د غړو لخوا پرې بحثونه او پريکړې وشوې. ناسته د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيدله.
پای
#د نشراتو او عامه اړيکو مديريت
#زم زم پوهنتون
#زم زم؛ سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف.
02/06/2026
د اداري لیکونو په تړاو درې ورځنی ورکشاپ داير شو!
د ورکشاپ پيل د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو، ورپسې د زم زم پوهنتون ريس نوماندپوهنيار محمدرشيد عارف د ورکشاپ پرانيستي وينا وکړه او د اجنډا مطابق په ترتيب سره، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس، استاد عبید الله مرهوني ياد ترتيب کړى ورکشاپ وړاندي کړ، په دې ورکشاپ کې د اداري لیکونو(مکتوب،استعلام او پیشنهاد) په تړاو هر اړخيزه معلومات وړاندي شول او په تعقیب یې په یادو برخو کې عملي کار تر سره او د ګډونوالو لخوا پرې اصلاحي کره کتنه تر سره شوه.
د ورکشاپ په وروستيو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
ياد ورکشاپ کې د زم زم پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود، چې د مهالويش مطابق به دري ورځي دوام ولري، د ورکشاپ لومړۍ ورځ د دعا په ويلو سره پاى ته ورسيده.
#نشراتو او عامه اړيکو مديريت
#زم زم سپيڅلى نوم، سپيڅلى هدف
#زم زم پوهنتون
31/05/2026
د پوهنتون ټولو قدرمنو استادانو، اداري کارمندانو او ګرانو محصلینو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کېږي!
هیله ده چې، لوی اختر مو د خوښۍ، روغتیا او نېکمرغۍ په فضا کې تېر کړی وي او د اختر مبارکې ورځې مو له خپلو کورنیو او ملګرو سره په خوشحالۍ لمانځلې وي.
په درنښت سره اطلاع درکول کېږي چې، د لوی اختر له رخصتیو وروسته، د ۱۴۰۵/۰۳/۱۰ نېټې څخه د پوهنتون اداري او درسي چارې بېرته په رسمي ډول پیل شوې دي او په عادي ډول به جریان ولري، نو له ټولو قدرمنو استادانو، اداري کارمندانو او ګرانو محصلینو څخه هیله کېږي چې خپلو دندو، مسؤلیتونو او درسي پروګرامونو ته پر وخت حاضر شي او خپل علمي او اداري فعالیتونه په منظم او مسؤلانه ډول مخته یوسي.
والسلام
زم زم سپېڅلی نوم، سپېڅلی هدف