Fazilat Zam Zam Private School / فضيلت زم زم ځانګړې عالي لېسه

Fazilat Zam Zam Private School / فضيلت زم زم ځانګړې عالي لېسه

Share

فضيلت زم زم ځانګړې عالي لېسه
ګردېز، پکتيا، افغانستان

Photos from ‎Fazilat Zam Zam Private School / فضيلت زم زم ځانګړې عالي لېسه‎'s post 27/04/2026

#يو کتاب، يوه اونۍ

فضیلت زم زم خصوصي عالي لېسې د يو کتاب، يوه اونۍ په شعار سره د کتاب نړيواله ورځ ولمانځله. د غونډې په پيل کې د لېسې امر احسان الله ويسا د کتاب په ارزښت، مطالعې په لارو چارو او د ښوونځي د انضباطي اصولو په رعایت خبرې وکړې. ښوونکو او زده کوونکو په نوبت سره د کتاب په اهميت، دوامدارې مطالعې، د مطالعې لپاره د کتاب په انتخاب، له مطالعې سره د عادت جوړونې او کتابونو په معرفي غونډه لا رنګينه کړه.
د ښوونځي کتابتون د غني کولو او مطالعې دودولو لپاره ښوونکو او زده کوونکو په لسګونه ټوکه بیلابیل کتابونه د ښوونځي کتابتون ته ډالۍ کړل. فرهنګي کمیټې مطالعې ته د زده کوونکو هڅونې او مطالعې دودولو په موخه د (يو کتاب، يوه اونۍ) تر شعار لاندې ژمنه وکړه، که هر زده کوونکی په اونۍ کې يو کتاب ولولي او د پنجشنبې ورځې سرلاين کې يې زده کوونکو ته ور وپېژني، د ادارې له لوري د ډالۍ ګټونکی دی. دغه جوايز به تر څلورو اونيو زده کوونکو ته ور کول کېږي.

فضیلت زم زم
وياړ، نوښت او سالم پرمختګ

01/04/2026

نوی کال د نويو زده کوونکو لپاره!

فضیلت زم زم خصوصي عالي لېسه د معياري زده کړو لپاره، مسلکي ښوونکي، ارام چاپيريال او غوره درسي ميتودونه لري. خپل ماشومان مو د روښانه راتلونکي او غوره شخصيت جوړونې لپاره موږ ته امانت راولېږئ. موږ يې د روښانه اينده تضمين در کوو.

25/03/2026

د 1405 ښوونيز کال د درسونو پيل خبرتيا!

د پوهنې وزارت هدايت سره سم سبا پنجشنبه د حمل مياشتې په شپږمه نېټه د ۱۴۰۵ ښوونيز کال درسونه پيلېږي.
يو ځل بيا ۱۴۰۵ ښوونيز کال له نويو هيلو، هڅو او برياوو سره پيلوو. راځئ يو ځای، په مينه، نظم او زحمت سره د پوهې دا لار روښانه وساتو او د خپلو زده کوونکو لپاره يو روښانه سبا جوړ کړو.

نوی کال مو مبارک، برياوې مو په برخه! 🌱📚

25/03/2026

🎓✨ د فضیلت زم زم ځانګړې عالي لیسه ✨🎓
📢 د ۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره له نرسري تر دولسم ټولګي پورې د نويو زده کوونوکو د جذب لړۍ روانه ده.
ټول محترم والدین، چې غواړي خپل اولادونو ته، روښانه راتلونکی، معياري زده کړې او ارام چاپیریال برابر کړي…

او دا ټول دلته د لاسرسي وړ دي 👇
🌟 فضیلت زم زم ځانګړې عالي لیسه
ویاړ، نوښت او سالم پرمختګ

📚 ځانګړتیاوې:
👨‍🏫 باتجربه او مسلکي استادان
💻 عصري کمپیوټر لیب
🔬 مجهز لابراتوار
📖 پراخ کتابتون
🌿 آرام او منظم تعلیمي چاپیریال
🚌 منظم ټرانسپورټ

🎯 که غواړئ ستاسو ماشوم د کیفیت لرونکي تعلیم، منظم سیستم او ښو اخلاقو سره وده وکړي — نو فضیلت زم زم ځانګړې عالي لیسه ستاسو ماشومانو لپاره غوره انتخاب دی.

📍 ادرس: ګردیز بلندمنزل، د پکتیا پوهنتون منځنۍ دروازې ته یا د پوهنتون جمنازیم ته مخامخ
📞 اړیکه او واټساپ: 0776156156
#تعلیم #زده #علم #ښوونځی #مکتب #ثبت #تدریس
_________________
CG کلیک ګروپ

20/03/2026
20/03/2026

کوچنی اختر مو مبارک شه!
د فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسې رهبري، استادان او ګلالي زده کوونکي ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي. هيله ده نيکمرغه کوچنی اختر په هيواد کې د تلپاتې سولې، خوښي او سوکالي پيلامه و اوسي. ځوانان مو په زده کړو سمبال او د هيواد او امت رښتينې استازولي وکړي. په همدې هيله.

کوچنی اختر مو نېکمرغه!

17/03/2026

د فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره له نرسری څخه تر دولسم ټولګي پورې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې لړۍ پيل کړې ده.
محترمو والدینو!
که غواړئ خپل اولادونه په دیني او عصري زده کړو سمبال کړئ، د مجربو او مسلکي ښوونکو په مټ، منظم تعلیمي چاپیریال کې زده کړې وکړي، نو فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسه انتخاب کړئ،
زم زم ویاړ، نوښت او سالم پرمختګ.
پته: بلند منزل، پکتیا پوهنتون عمومي دروازي ته مخامخ فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسه.

02/03/2026

د کارموندنې خبرتیا!!
فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسه د ١٤٠٥ ښوونیز کال لپاره په لاندې برخو کې ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري:
بستونه:
دری برخه کې (۱ بست)
قرانکریم برخه کې (١ بست)
کمپیوټر برخه کې (١ بست)
ساینس او ټولنیز لوست برخه کې (١ بست)
انګلیسي، انکلیش ساینس برخه کې (١ بست)
اصولي صنفي برخه کې ( ٢ بسته)
#شرایط
۱ـ باید د لېسانس/څوارلسم پاس تر کچې پورې زده کړې ولري.
۲ـ د اړوند مضمون تدریس وړتیا ولري.
۳ـ په یادو برخو کې پوره تجربه ولري.
٤ـ د ښوونکي په توګه سپېڅلې دندې ته ژمن وي.

هغه قدرمن ښوونکي چې د ١٤٠٥ ښوونیز کال لپاره غواړي زموږ سره همکار شي، نو هیله ده چې خپلې سي وي (CV) او کاري تجربې لیکونه او د نورو اړوندو معلوماتو لپاره د لېسې ادارې ته مراجعه وکړئ.

د واټساپ او اړيکو نیولو شمیره: 0776156156
پته: ګردیز، بلندمنزل، پکتیا پوهنتون عمومي دروازې ته مخامخ
د فضیلت زم زم ځانګړې عالي لېسې اداره

17/01/2026

ژمني وړیا کورسونه
یوازې ژمنه او شعار نه، بلکې زم زم یې درته په عمل کې ثابتوي.
د شپږم کال لپاره وړیا ژمني کورسونه چې د فضیلت زم زم ځانګړې عالي لیسې لخوا شروع شوي، دادي له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې تقریبا ٥٢٠ تنه زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دي.
دا وړیا کورسونه چې هر کال د زم زم ځانګړې لیسې لخوا په لاره اچول کیږي او د مرکز ګردیز د نږدې سیمو د خصوصي او امارتي لیسو زده کوونکي ورڅخه برخمن وي.
زم زم ویاړ؛ نوښت او سالم پرمختګ!!!

27/12/2025

د لومړۍ دورې فراغت او کلنیو ازموینو نتایج ابلاغ غونډې ویډیو کلیپ

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


J6PJ+9C Gardez
Gardez

Opening Hours

Monday 08:00 - 20:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00