Challenger English Language Centre

Challenger English Language Centre

Share

“A different language is a different vision of life.”
Federico Fellini

30/05/2026

د رخصتۍ د پای ته رسېدو خبرتیا!

د چلینجر انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز ټولو ګرانو زده کوونکو، ښوونکو او کارکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د لوی اختر رخصتي پای ته رسېدلې ده او ټول تدریسي او اداري فعالیتونه به د یکشنبې په ورځ د جوزا په (10) ټاکل شوې نېټې له مخې بېرته پیل شي.

له ټولو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې په خپل ټاکلي وخت ټولګیو ته حاضر شي او خپل درسي بهیر په منظم ډول تعقیب کړي.

په درنښت
د چلینجر انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز اداره

26/05/2026

د لوی اختر د خوښیو، قربانۍ او ورورولۍ دا مبارکه ورځ دې تاسو او ستاسو کورنیو لپاره له سولې، خوشحالۍ او بریاوو ډکه وي.
هیله ده چې دا اختر ستاسو په ژوند کې نوې هیلې، مینه او برکتونه راوړي.

Challenger English Language Center
ستاسو د روښانه راتلونکي ملګری!
EidAlAdha #

25/05/2026

🎓 د چلېنجر ۱۴مې دورې د فراغت شانداره مراسم

چلېنجر د انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز خپله ۱۴مه دوره فارغان د ځانګړو او پرتمینو مراسمو په ترڅ کې ټولنې ته وړاندې کړل.
دا ښکلي مراسم د ویناوو، ادبي برنامو او د فراغت سندونو په وېش سره په خوږه او یادګاري فضا کې پای ته ورسېدل. ✨

📚 تاسو هم غواړئ خپل راتلونکی روښانه کړئ؟
همدا نن له چلېنجر سره یو ځای شئ او د بریا پر لور خپل سفر پیل کړئ! 🌟

#پکتیا #انګلیسي #فراغت #چلینجر
_________________________________________________
CG کلیک ګروپ

24/05/2026

د لوی اختر د رخصتۍ خبرتیا

د Challenger English Language Center ټولو قدرمنو کارکوونکو، درنو استادانو او ګرانو زده کوونکو ته په درنښت خبر ورکول کېږي، چې د لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د ادارې ټول تدریسي او اداري فعالیتونه د غبرګولي (جوزا) میاشتې له ۴مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې رخصت اعلان شوي دي.

اداري او تدریسي بهیر به د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، بېرته په عادي ډول پیل شي.

هیله ده ټول زده کوونکي او کارکوونکي پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو او دندو ته حاضر شي.

په درنښت
د چلینجر انګلیسي ژبې ښوونیز مرکز اداره

Photos from Challenger English Language Centre's post 16/05/2026

چلېنجر خپله ۱۴ مه دؤره فارغان ټولنې ته وړاندې کړل!

پنځنۍ: ۱۴۰۵ د ثؤر ۲۴ مه؛

چلېنجر د انگلیسي ژبې ښوونیز مرکز خپله ۱۴ مه دؤره فارغان د یؤ لړ پرتمینو مراسمو پۀ ترڅ کې ټولنې ته وړاندې کړل. یاد مراسم د پکتیا پوهنتون د غونډو پۀتالار کې چمتو شوي و، چې پکې گڼو ښوونکو، د اطلاعاتو کلتور ریاست آمرینو، د پوهنې ریاست معاؤن پۀ شمول بېلابېلو فرهنگیانو او ادیبانو برخه اخیستې وه. غونډه د قرآن عظیم الشان پۀمبارکو آیتونو سره پیل شوه، ور پسې مېلمنو، زده کوونکو چمتو کړې ویناوې او ادبي شعرونه ولوستل. وروسته پۀهمدې بهیر کې استادان تقدیر او فارغانو ته، د فراغت سندونه ووېشل شول. دا رنگین مراسمو د گڼو خلکو پۀ نفوذ سره لا زیات خوندؤر او پۀ آرامه فضا کې پای ته ورسېدل.

01/04/2026

د انگلیسي مینه‌والو لۀپاره بهترین فرصت!
لۀ استاد ایان سره پۀ لاندنیو ټولگیو کې گډون وکړئ!

24/03/2026

د چلېنجر د انګلیسي ژبې مرکز ګرانو زده‌کوونکو!

د کوچني اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، زموږ ټولګي به، د چلېنجر په دواړو څانګو کې، سبا چهارشنبه(د حمل۴مه) بېرته په عادي ډول پیل شي. له ټولو زده‌کوونکو څخه هیله کېږي چې سبا چهارشنبه، د خپل ټاکلي مهال‌وېش له مخې، ټولګیو ته حاضر شي.

په درنښت
د چلېنجر د نشراتو څانګه

19/03/2026

Eid Mubarak!!

04/03/2026

د چلېنجر معصوم او با جرآته زده کوونکي...
دا ویډیو مو ښایي مړاوې هیلې تاندې کړي...

14/02/2026

خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت لۀ سپارښتنې سر سم سبا ورځ د چلېنجر دواړو څانگو ټولو ښوونکي او زده کوونکي د یؤې ورځې لۀپاره رخصت دي، پۀ بله ورځ درسونه عادي بڼه خپلوي؛ نو بناً تاسو ټول دې خبر یاست.

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Gardez

Opening Hours

Monday 06:00 - 17:00
Tuesday 06:00 - 17:00
Wednesday 06:00 - 17:00
Thursday 06:00 - 17:00
Saturday 06:00 - 17:00
Sunday 06:00 - 17:00