Opportunity Centers / فرصت مرکزونه

Opportunity Centers / فرصت مرکزونه

Share

فرصت مرکزونه د افغانستان په کندهار، هلمند، کونړ او زاب?

07/06/2025

لوی اختر مو مبارک شه!!!

شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د لوی اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.

هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.

له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.

ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.

له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.

په درناوي

شوکت زماني

همکاره کاري ډلې

د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي

د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي

30/03/2025

اختر مو مبارک شه!!!

شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.

هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.

له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.

ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.

له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. او یوازې موږ د یو واحد ملت په توګه د یو بل ترڅنګ په همدې توانیدلی شو او تر ټولو اړینه دا چې یوازې موږ د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.

په درناوي

شوکت زماني
همکاره کاري ډلې
د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي
د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي

28/06/2023

عید قربان تان مبارک باد!!!

شوکت زمانی و تیم‌های همکارش، کارمندان مراکز فرصت و اعضای آموزش الکترونیکی افغانستان، مایل اند تبریکاتِ صمیمانهٔ خویش را به مناسبت عید قربان به کافهٔ ملت افغانستان، بزرگان محترم، مادران و پدران، خواهران و برادران، دوستان و خانواده‌های‌شان و نسل جدید کشور در سراسر افغانستان تقـدیم کنند.

مسلماً هر کشوری ممکن است با بحران مواجه شود اما فقط ملت‌های خوشبخت می‌توانند بحـران‌ها را به فرصت تبدیل کننـد.

از همین رهگذر، ما برای ایجاد یک افغانستانِ بهتر و خوشبخت‌تر، یک مساعی و مبارزهٔ طویل‌المدت را در پیشِ رو خواهیم داشت.

ان شاءالله روزی بتوانیم یک چشم‌انداز ملی و نیز مجموعه‌یی از آرمان‌های ملی را طرح و تدوین نماییم که همگی انعکاس‌دهندهٔ آرزوهای‌مان برای پیشرفت، توسعه، رفاه، عدالت اجتماعی، فرصت‌های شغلیِ بهتر و موقعیت‌های برابر باشد.

بدون شک افغانستان خانهٔ زیبای تمام اقوام، زبان‌ها و فرهنگ‌هایِ ماست. و تنها ما در کنار همدیگر به عنوان یک ملتِ واحد، قادر و از همه مهمتر مسئولِ ساختنِ کشورمان خواهیم بود.



با احترام

شوکت زمانی
تیم‌های همکار
کارمندان مراکز فرصت
اعضای مرکز آموزش الکترونیکی افغانستان

Photos from ‎Opportunity Centers / فرصت مرکزونه‎'s post 09/06/2023

زابل فرصت ښوونيز مرکز څلورمه فراغت غونډه د شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه؛

نن ورځ جمعه د زابل فرصت ښوونيز مرکز څلورمه فراغت غونډه په بادام ګل ماڼۍ کې په يو لړ شانداره مراسمو سره ونمانځل سوه چې په کښې د پوهنې رئيس الحاج مولوي ګل ولي متقي، د ولایت مقام د منابع بشري رئیس مولوي احمد مختار د ملي راډیو تلویزون آمر محمد داود همت، د بېلابيلو ادارو استازو، قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او عامو خلګو ګډون کړی و

د فرصت ښوونيز مرکز چې کلونه وړاندي د با احساسه بهر میشتي افغان سوداګر شوکت زماني په مالي ملاتړ او حاجي سردار ولي سرحدي په هڅو او تخنيکي همکارۍ يې پروسه پيل سوې د څلورم ځل لپاره يې د خطاطي، انګليسی، کمپيوټر، قرائت او تجوید القران په برخو کې ۵۶ تنه فارغان ټولنې ته وړاندي کړل

د غونډې په لومړۍ کې د فرصت ښونیز مرکز مشر سرادارولي سرحدي په پیلیزه وینا کې د فرصت ښونیز مرکز د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، نوموړي وویل دا ځل یې ټولنې ته ۵۶ تنه زده کونکې په دیني او عصري زده کړو سمبال ټولنې د خدمت په موخه وړاندې کړل را تلونکې کې هڅه کوي څو دا شمیر نور هم لوړ کړي

سرحدي ډاډ ورکړ چې فارغ سوي زده کونکې پوره وړتیا لري نوموړي وویل دا زده کونکې به په راتلونکې فرصت ښونیز مرکز کې د ښونکو په توګه ګمارل کیږي څو نور زده کونکې هم په زده کړو سمبال کړي

غونډه کې د زابل د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل ولی متقي د وینا پر مهال په پوهنیزه برخه کې د فرصت مرکز هڅې وستایلې او په دغه برخه کې د لا ډیرو همکاریو غوښتنه ترې وکړه

الحاج متقي زیاته کړه د خصوصي مراکزو د قوي کیدو برخه کې خپلې هڅي ډیروي او لنډه موده کې به ددغه مراکزو د څارنې او نظارت لړۍ پیل کړي

ښاغلي متقي زیاته کړه د مدرسې او ښوونځۍ ترمنځ واټن کمول د دې لامل کیږي چې یو کس هم دیني عالم او هم ښه ډاکټر وه اوسي زموږ هیله داده چې د فرصت غوندي داسې ډیر مرکزونه ولرو، پوهنې ریاست زابل کې تل له داسې حرکتونو ملاتړ کوي او د تعلیمي بهبود لپاره يې همکارۍ ته ژمن دي.

همدارنګه ځوان علمي کادر روزي محمد زابلي د خپلې وينا په ترڅ کې د زابل فرصت ښوونيز مرکز پر علمي بهير، د جهالت په وړاندې مبارزه او د هيواد د پايښت لپاره يوازې زده کړې مهمې او مؤثرې وبللې.

د غونډې په وروستیو کې فارغو زده کونکو ته تحصیلي سندونه او ډالۍ وویشل سوې.

08/06/2023

هغه عکس چې یو میلیون کلیمې انځوروي.

25/05/2023

د انګلیسي ژبې مینه والو لپاره زرین چانس!

د افغانستان الکترونیکي زدکړو اداره، دا ځل له یو نوي پلان سره غواړي، چې د وټساپ له لارې، د اسانه انګلیسي ژبې زدکړې وړیا انلاین ټولګي (CVCs) جوړ کړي.

ټولو نارینه او ښځینه مینه والو ته خبر ورکول کیږي، چې له دغه زرین او طلایي فرصت (چانس) څخه استفاده وکړي، چې د ښځینه زده کوونکو لپاره جلا او ځانګړي وټساپ ګروپونه په نظر کې نیول شوي دي.

که تاسې غواړئ چې ګډون وکړئ، نو لاندې غوښتل شوي مالومات مو په بشپړه توګه لاندې وټساپ شميرو ته ولیږئ:

نوم:
د پلار نوم:
ولایت:
د زدکړې څانګه:

د نارینه ګډون کوونکو لپاره د وټساپ شميره: 0764357574

د ښځینه ګډون کوونکو لپاره د وټساپ شميره: 0747722775

د افغانستان الکترونیکي زدکړو اداره، ستاسې په کور کې د وړیا زدکړې مرکز دی.
زدکړه وکړئ او یو علمي افغانستان رامنځته کړئ.

21/04/2023

اختر مو مبارک شه!!!

شوکت زماني او همکاران یې، د فرصت ښوونیزو مرکزونو او د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې کارکوونکي، ټول افغان غیور ولس، قدرمنو مشرانو، محترمو میندو او پلرونو، ګرانو خویندو او وروڼو، ملګرو او د هغوی کورنیو او د هیواد په ګوټ ګوټ کې د افغانستان نوي نسل ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له کبله د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.

هر هیواد له ناخوالو او بحرانونو سره مخ کیږي خو نیکمرغه ملتونه هغه دي چې بحرانونه په فرصتونو بدل کړي.

له همدې کبله ده چې موږ د یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کولو لپاره یوه اوږدمهاله مبارزه په مخکې لرو.

ان شاء الله یوه ورځ به وتوانیږو چې یو ملي لیدلوری او د ملي ارمانونو ټولګه رامنځته کړو چې د پرمختګ، هوساینې، سوکالۍ، ټولنیز عدالت، غوره کاري فرصتونو او مساوي موقفونو درلودلو لپاره به زموږ د هیلو ترجمان او منعکس کوونکي واوسي.

له شک پرته افغانستان زموږ د ټولو قومونو، ژبو او کلتورونو ښکلی کور دی. یوازې موږ، د یو واحد ملت په توګه، د یو بل ترڅنګ، د خپل وطن د جوړولو لپاره مسوول یو.

په درناوي

شوکت زماني

همکاره کاري ډلې

د فرصت ښوونیزو مرکزونو کارکوونکي

د افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې غړي

Photos from ‎Opportunity Centers / فرصت مرکزونه‎'s post 02/04/2023

30 مارچ، 2023

آکلینډ، نوی زیلاند

د ملت جوړونې د فلسفې پر لور!

شپږم پوسټ

د پوسټ نوم: د افغانستان معما، زموږ ګډ سفر او زما میتودلوژي

د افغانستان نوي نسل ته:

د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل، ۱۹۳۹ میلادي کال کې د بریتانیا مشر، وینستون چرچیل، د روسیې په اړه داسې وویل:

"Russia is a riddle, wrapped in a mystery, inside an enigma.”

ژباړه: "روسیه یوه معما ده، چې د یوې بلې معما په بطن کې پيچلې او پوښل شوې ده. "

د وینستون چرچیل له مفکورې څخه په اقتباس سره، غواړم ووایم:

زما لپاره نننی افغانستان یوه معما ده، هغه چې د بلې معما په بطن کې پوښل شوې او طلسم (جادو) شوې ده.

له ۱۹۷۹ کال څخه را په دې خوا، زما د سترګو په وړاندې، د نړۍ دوه زبرځواکونو خپلې ایډیالوژۍ او فوځونه زموږ هیواد ته راوړل، او ماتې یې وخوړه.

د سیاسي علومو پوه او لیکوال، ست جونز (Seth Jones)، خپل د ۲۰۰۹ کال کتاب، چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو لاسوهنې ته ځانګړی شوی، ”د امپراتوریو په هدیره کې “(In the Graveyard of Empires) نومولی.

ست جونز په دې کتاب کې د تاریخي بیلګو په توګه د هخامنشي، یوناني، اموي خلافت، تیموري واکمني، مغلو واکمني، سیکانو واکمني، د بریتانیا واکمني، د شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو یادونه کړې، چې له دې بهرنیو امپراتوریو څخه هیڅ یو یې هم ونه توانیدل چې په افغانستان کې نظامي بریا ترلاسه کړي.

غواړم دلته د Seth Jones د کتاب عنوان ته یو بل ټکی هم ور زیات کړم:

هغه دا چې افغانستان نه یوازې د امپراتوریو هدیره ده، بلکې د ایډیالوژیو هدیره هم ده.

هو، افغانستان زما لپاره د ایډیالوژیو هدیره هم ده!

همدارنګه افغانستان زما لپاره، یوه پیچلې، پوښل شوې او طلسم (جادو) شوې معما ده!

هو، یوه شیطاني معما ده!

هغه طلسم چې د حل لار یې یوازې او یوازې له موږ سره او زموږ په لاسونو کې ده!

که له ما سره دا منئ چې افغانستان یوه معما ده، نو بیا دا هم راسره ومنئ چې دا زموږ پر غاړه ده ترڅو د هر پوړ، هر قوم، هرې ډلې او هر سیاسي فکر په ګډون د افغانستان ټول خلک لاسونه سره ورکړو او دې معما ته د حل لار ومومو.

راځئ دا هم ومنو چې نه یوازې د افغانستان د معما حل زموږ پر غاړه دی، بلکې دا زموږ مسوولیت هم دی.

راځئ دا هم ومنو چې دا یوازې مسوولیت ندی، بلکې زموږ په ژوند کې یوه موخه او یو رسالت هم دی.

دا هم باید ومنو چې یوازې او یوازې موږ افغانان کولی شو دا معما د یو او بل په ملاتړ حل کړو.

راځئ په دې هم موافقه وکړو، که چیرته د افغانستان د دې معما په حل کولو بریالي نه شو، نو لږ تر لږه د تهدابونو او بنسټونو د جوړولو هڅه خو به یې وکړو.

دا بنسټونه او تهدابونه څه دي؟

زما باور دا دی چې دا بنسټونه د چلندونو، اصولو، مفاهیمو، ارزښتونو، نظریاتو، نوښتونو، اختراعاتو، او چوکاټونو ټولګه (مجموعه) ده.

زما په آند، دا بنسټونه چې له چلندونو، اصولو، مفاهیمو، ارزښتونو، نظریاتو، نوښتونو، اختراعاتو او چوکاټونو څخه تشکیل شوي، د افغانستان د معما حل پکې نغښتی دی.

زه دا چلندونه، اصول، مفاهیم، ارزښتونه، نظریات، نوښتونه، اختراعات او چوکاټونه د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه نوموم.

دا چلندونه، اصول، مفاهیم، ارزښتونه، نظریات، نوښتونه، اختراعات او چوکاټونه چی زما لپاره د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه تشکیلوي، به د وخت په تیریدو سره تاسې ته توضیح کړم.

ما په خپل دریم پوسټ کې (د "۱۰۰۰ معجزې" کتاب پيژندنه) کې اشاره وکړه، چې زه د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې په رامنځته کولو کې صبور یم، او هیله لرم چې زما ایډیالوژیکه حوزه، چې د افغانستان نوی او راتلونکي نسلونه دي، هم صبور واوسي.

نن غواړم له خپلې ایډیالوژیکي حوزې سره دوه ژمنې وکړم:

لومړی: زه به د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې د پراختیا لپاره شپه او ورځ کار وکړم.

دوهم: که د یو داسې لومړني ماډل (white paper) په رامنځته کولو ونه توانیدم ترڅو د افغانستان د معما بنسټونه په بشپړه توګه تر څیړنې لاندې ونیسي، هغه وخت به ۱۰۰۰ ګامه شاته ولاړ شم، او تاسې ټولو ته به غوږ ونیسم، ترڅو د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې بنسټونه په ګډه رامنځته کړو.

زما وروڼو، خویندو او ملګرو، زما په آند د افغانستان د معما د حل لپاره هیڅ اسانه او چټکه حل لاره شتون نه لري.

هر څومره پیسې او هیڅ ایډیالوژي نه شي کولی ترڅو د افغانستان معما حل کړي.

هیڅ بهرنی او سیمه يیز ځواک نه شي کولی ترڅو د افغانستان معما حل کړي.

یوازې او یوازې موږ د افغانستان خلک کولی شو، دا معما حل کړو.

موږ کولی شو خپله دا معما حل کړو، ځکه دا زموږ ټولو ډله يیزه او ګډه ناروغي ده. تر ټولو زیات موږ ځوروي. تر ټولو زیات موږ ته درد راکوي. که په دې معما موږ خپل وار لومړی نه کړو، نو دا به وار لومړی کړي او موږ به د یو ملت او یوې جغرافیې په توګه ووژني.

خو تر هرڅه لومړی باید له دې معما څخه ژور فهم او درک ولرو. موږ باید د دې معما، یا ډله يیزې ناروغۍ، جوړوونکي عناصر وپیژنو.

له هغه وروسته باید د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لار پیدا کړو. زه د افغانستان د ملت جوړونې په فلسفه کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لار "خلاقانه له منځه وړنه" یا deconstruction نوموم.

زه په دې کلک باور لرم چې د افغانستان د ټولو ستونزو او د معما د راسپړلو لپاره، لومړی باید د خپلو ستونزو جوړښت او اجزا په خلاقانه توګه له منځه یوسو. خو تر دې کار مخکې اړتیا لرو چې د دې معما په اړه په هر څه باندې وپوهیږو.

هر کله چې د دې معما په اړه په بشپړه توګه پوه شوو او د حل لار مو ورته پیدا کړه، له دې وروسته به د بیا رغونې یاreconstruction پروسه پیلوو.

هو، موږ به زده کړو چې څه ډول دا معما درک کړو، هغه په خلاقانه ډول له منځه یوسو او له هغه وروسته د ځان او راتلونکو نسلونو لپاره یو ښه او نیکمرغه افغانستان جوړ کړو.

زما ګرانو وروڼو، خویندو او ملګرو، که موافق واوسو او که مخالف، خو یو ټکی ډېر څرګند دی، او هغه دا چې موږ ټول په یوه بیړۍ کې سپاره یو. یوازینۍ لار دا ده چې یو ځای ژوند کول او یو د بل خبرو ته غوږ نیول زده کړو. له دې پرته بله هیڅ چاره نه لرو.

یوازې او یوازې په دې ډول سره کولی شو، ترڅو د خپلې بیړۍ کپتاني (مشري) په خپله غاړه واخلو او د بیړۍ د حرکت لوري ته ۱۸۰ درجې ثابت تغیر ورکړو.

وروڼو، خویندو او ملګرو، زما په آند د افغانستان د معما ریښې او علتونه لږ تر لږه شلمې پیړۍ ته رسیږي.

خو موږ اوس په یوویشتمه پيړۍ کې ژوند کوو.

دا د لمر په څیر څرګنده ده چې له شلمې پیړۍ څخه را پاتې ستونزې د هغې پیړۍ په فکر، نظر، ذهنیت، میتود او امکاناتو نه شو حل کولی.

نو باید زدکړه وکړو.

د خپلو مشرانو حکمت او پوهې ته به غوږ کیږدو. خپل تاریخ به بیا، بیا ولولو.

خو موږ به یوازې او یوازې د شلمې پيړۍ د معما د حل لپاره د یوویشتمې پیړۍ د حل لارې کاروو.

موږ به هڅه وکړو ترڅو له انشټاین څخه زده کړو. دا مشهور عالم موږ ته په یو ځای کې را زده کوي:

"که د یوې ستونزې د حل لپاره یوازې یو ساعت وخت ولرم، نو ۵۵ دقیقې به یوازې د هغې ستونزې په اړه فکر کولو ته او پاتې پينځه دقیقې به د حل لارو ته ځانګړې کړم. "

همدارنګه انشټاین تر دې هم یوه بله مهمه خبره کړې ده:

"په کومه فکري کچه چې زموږ ستونزې رامنځته شوې دي، موږ نه شو کولی چې په هماغه فکري کچه یې حل هم کړو".

انشټاین په څرګنده توګه موږ ته را زده کوي چې د ستونزو د حل لپاره تیاری نیول او د مقدمو رامنځته کول لوړ ارزښت لري.

موږ که تر هرڅه مخکې د افغانستان د دې معما علتونه او ریښې ونه پیژنو، هیڅکله نه شو کولی چې هغه په اسانۍ سره حل کړو.

تر ټولو مهمه دا چې، موږ باید د افغانستان د موضوع په اړه د یوویشتمې پيړۍ د ستونزو د حل او راسپړلو مهارتونو (problem solving skills) ته پراختیا ورکړو. تر دې هم مهمه دا ده چې موږ د یوویشتمې پیړۍ میتودونو، وسایلو او اسبابو (tools) ته اړتیا لرو.

که چیرته موږ د تاریخ د یو لوی عالم نصحیتونو ته غوږ نه شو او له هغه څخه زدکړه ونه کړو، نو بیا انشټاین موږ ته داسې ویلي:

"دا حماقت دی چې یو کار بیا بیا په یو شان تر سره کړو او د متفاوتو پایلو تمه ځینې ولرو".

نو موږ باید بیرته زده کوونکي شو. موږ باید د افغانستان د معما مطالعه وکړو او د دې علم او هنر زده کوونکي پاتې شو، ترڅو لا ښه ورباندې وپوهیږو او په خلاقانه توګه دا معما له منځه یوسو.

یوازې او یوازې په دې توګه کولی شو، ترڅو نوی او نیکمرغه افغانستان جوړ کړو.

موږ به د افغانستان د دې معما د حل لارو په لټه کې یو. موږ به د دې حل لارو د پیدا کولو لپاره اوږده سفرونه وکړو. حتی که اړتیا شي، تر افسانوي کوه قاف پورې به ولاړ شو. که مو په کوه قاف کې هم څه پیدا نه کړل، نو بیا به یوه نوې حل لاره اختراع کړو.

یا به یې پیدا کړو، یا به یې اختراع کړو، خو د عمل خلک به یاستو!

په فیسبوک کې زما لیکنې په ټوله کې د افغانانو، مسلمانانو او ختیځ بلاک، کوم ته چې علامه اقبال "مشرق زمین" وایي، په توګه زموږ پر خپلو ماتو متمرکزې دي.

خو په عین حال کې، د لویدیځ پر علمي، ټکنالوژیکي او ټولنیز-اقتصادي (socio-economic) بریالیتوبونو هم تمرکز کوم.

زه د ټولنیز-اقتصادي (socio-economic) له اصطلاح څخه کار اخلم، ځکه د «اقتصادي» کلمه نه شي کولی په یوازیتوب د لویدیځ بریالیتوب په سم ډول په ځان کې راونغاړي. د ټولنیز-اقتصادي اصطلاح د لویدیځ د بریالیتوبونو تر شا افکار، نظریات، مفاهیم، اصول، ارزښتونه، اخلاق، پراختیاوې، اختراعات او نوښتونه هم په ځان کې را نغاړي.

زما لیکنې په دې حقیقت هم ولاړې دي چې لویدیځ یوازې له ځان څخه نه، بلکې زموږ په ګډون له نورو څخه هم زدکړه کړې ده.

همدارنګه استدلال کوم چې لویدیځ د یو ښه او نیکمرغه افغانستان د رامنځته کولو لپاره هیڅکله هم یوه بشپړه طرحه (the perfect blueprint) نده.

او په واقعیت کې، په دې یوویشتمه پیړۍ کې د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان د ټولنې لپاره یوه بشپړه طرحه نه شي کیدی.

نو موږ باید د یو ښه او نیکمرغه افغانستان د رامنځته کولو لپاره خپله طرحه جوړه کړو.

موږ کولی شو خپلې دې طرحې ته "د افغانستان د ملت جوړونې فلسفه" او یا هم کوم بل نوم ورکړو. نومونه ډیر مهم نه دي. نومونه یوازې بې ساه کلمې دي، او خالي لیبلونه ( labels) دي.

تر هر څه وړاندې دا طرحه باید افغانستان شموله وي او ملي لرلید (national vision) ولري. د دې لرلید په نه شتون کې موږ هم کاڼه یو او هم ړانده، او نه پوهیږو چې په کوم لورې درومو.

په دې طرحه کې باید زموږ ټولې هيلې او امیدونه رانغښتي وي. همدارنګه باید هغو مهمو اصولو او ارزښتونو ته پام وکړو، چې ټول پکې شریک یو او هیله لرو ترڅو د هغوی په رڼا کې د افغانستان د سرلوړي او خپلواک ملت په توګه ژوند وکړو.

دا لومړنۍ طرحه که په هر نوم یاده کړو، خو باید د کاري فرصتونو رامنځته کولو په څرنګوالي، د غوره زدکړه يیز او پرمختللي روغتیایي سیستمونو په رامنځته کولو، د مستحکمو زیربناو جوړولو په وړتیا او د چاپيریال ساتنې په مفهوم رڼا واچوي.

نو زما ګرانو ملګرو او وروڼو:

زه خپلې میتودلوژي ته زیګزاګ (Zigzag) نوم ورکوم. زیګزاګ په انګلیسي ژبه کې ښي او کيڼ اړخونو ته د متناوب او ناڅاپي څرخیدلو مانا ورکوي.

مګر زه مخکې او شاته هم حرکت کوم.

د زیګزاګ دا میتودلوژي قصدي او اګاهانه ده.

زه خپل دې میتود ته غیر خطي یا (Nonlinear) نوم ورکوم. زه له چپ څخه ښي اړخ ته ځم او په تاریخ کې شاته سفر هم کوم، همدارنګه راتلونکي ته هم ګورم، ترڅو د افغانستان معما ښه درک کړم او د هغې لپاره د یو علاج او حل لارې په پیدا کولو وتوانیږم.

زه هڅه کوم چې د تاریخ د دوه بې نهایتونو ترمنځ نظر وکړم: لومړی: ۳۰۰۰ کاله وړاندې د فلسفې رامنځته کیدل، او دوهم: څلورم صنعتي انقلاب، چې یوازې لس کاله مخکې پیل شو.

دا ستراتیژي او میتودلوژي دقیق او محاسبه شوې ده. ما دا غیر خطي ستراتیژي ډیزاین کړې، ترڅو تاسې پوښتنو کولو ته وهڅوم او تاسې وننګوم ترڅو د څیړنو او پلټنو ترسره کولو ته اړ شئ.

د دې کارونو له ترسره کولو څخه زما هیله دا ده، که چیرته زه د افغانستان د ملت جوړونې لپاره د یو چوکاټ په جوړولو بریالی نه شم، نو تاسې همدا کار وکړئ. که تاسې هم دا کار ونکړ، نو ستاسې زامن او لمسیان دې دا کار ترسره کړي.

هو، زموږ افغانانو لپاره ټول یرغلګر، یرغلګر او متجاوزین دي، او د هرې ژبې، نژاد او ایډيالوژي لرونکي یرغلګر یو شان دي. موږ یوازې پر همدې باور لرو، ځکه دا خاصیت زموږ افغانانو په (DNA) کې شتون لري او دا خاصیت به هیڅکله بدل نه شي.

په پای کې د پښتو ژبې د یو شعر له دې بیت سره تاسې ټول تر بیا په خدای (ج) سپارم:

ای وخته! ستا د تګ لارې زموږ سره دي
منزل که زموږ نه شو، مزلونه خو به وي

تاسې کولی شئ، زما لیکنې، تبصرې او لنډ افکار زما پر فیسبوک ادرس او فیسبوک پاڼه د لاندې لینکونو له لارې تعقیب کړئ:

https://www.facebook.com/shaukat.zamani.77?mibextid=LQQJ4d

https://www.facebook.com/shauktat.zamani

درنښت

شوکت زماني

د افغان فرصت مرکزونو او افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې بنسټګر

Photos from ‎Opportunity Centers / فرصت مرکزونه‎'s post 18/03/2023

۱۵ مارچ ۲۰۲۳

آکلینډ، نوی زیلاند

د افغانستان د ملت جوړونې فلسفې پر لور!

پینځم پوسټ

د پوسټ نوم: د امام غزالي (رح) نبوغ

(یادونه: دا پوسټ د دې لپاره ترسره کوم چې یو شمیر هغه سوء تفاهمونه له منځه یوسم چې د ابن رشد په اړه زما د څلورم فیسبوکي پوسټ څخه راپورته شوي دي.)

د افغانستان نوي نسل ته:

ما په پیل کې پلان درلود چې د امام غزالي (رح) په اړه د نهم یا لسم پوسټ په توګه څو اونۍ وروسته پوسټ وکړم.

خو د ابن رشد او په لویدیځ باندې د هغه د ژور نفوذ په اړه زما په څلورم فیسبوکي پوسټ باندې د ځینو تبصرو (کمنټونو) تر لیدو وروسته، دې ته اړ شوم چې د امام غزالي په اړه پوسټ رامخکې کړم.

دا لیکنه به لنډه وي او د امام غزالي د لاسته راوړنو بشپړ تاریخ به پکې نه وي ځای شوی. زه به د امام غزالي په اړه زما په دوهم کتاب کې چې اسلامي طلايي دورې ته به وقف شوی وي، بشپړه لیکنه وکړم.

همدا بسنه کوي چې ووایو، امام غزالي ته لویدیځوال هومره درناوی لري لکه ابن رشد ته یې چې لري.

امام غزالي (رح) هم د ابن رشد په څیر د اسلامي طلايي دورې پورې اړوند شخصیت دی. لکه څنګه چې لویدیځوالو په لاتیني ژبه کې ابن رشد ته آوروس (Averroes) نوم ورکړی، همدا شان یې امام غزالي ته هم په لاتیني ژبه کې الګازیل (Algazel) نوم ورکړی دی.

لویدیځ په فلسفه، مذهب، ارواپوهنه، ښوونه او روزنه او ګڼ شمیر نورو برخو کې د پراخ نفوذ لرلو له کبله د امام غزالي نوم لاتیني ژبې ته واړاوه.

امام غزالي هم د ابن رشد په څیر(polymath) یا جامع العلوم شخصیت و. دوی د فلسفې او ګڼ شمیر علومو په لسګونه برخو او رشتو باندې برلاسي وو.

امام غزالي (رح) نه یوازې دا چې په وروستیو مسلمانو فیلسوفانو کې یې نفوذ او اغیز درلود، بلکې د منځنیو پیړیو په عیسوي فیلسوفانو کې له ژور نفوذ څخه برخمن و.

زما په فکر د امام غزالي او ابن رشد ترمنځ د لیدلوري، افکارو، نظریو او چلندونو هیڅ ټکر شتون نه لري.

امام غزالي د ابن رشد تر زیږیدو ۱۵ کاله وړاندې وفات شوی. زه په دې آند یم چې ابن رشد د امام غزالي (رح) ډیره ستاینه کړې او د نوموړي له افکارو او اقوالو یې ډیر څه زده کړي دي.

د اسلامي طلايي دورې ړنګیدو تر ټولو ستر لامل چې امام غزالي او ابن یې رشد یې نه بیلیدونکې برخې دي، د ابن رشد تر مړینې نږدې ۶۰ او امام غزالي تر مړینې نږدې ۷۵ کاله وروسته په ۱۲۵۸ کال کې د مغلو د یرغل په نتیجه کې د بغداد ښار ویجاړیدل وو.

که د امام غزالي (رح) او ابن رشد په نوم بیلابیل فکري مکتبونه رامنځته شوي او دا مکتبونه یو له بل سره ټکر یا توافق کوي، نو موږ په دې برخه کې امام غزالي یا ابن رشد نه شو ملامتولی. تاریخ له داسې ډیرو مثالونو ډک دی چې اصلي مفکورې د پیروانو له لوري ناسمې تعبیر او کارول شوې دي.

موږ نه شو کولی چې د غوره افکارو او فلسفو پنځوونکي د پیروانو د افعالو له کبله وغندو.

موږ باید په یاد ولرو چې امام غزالي او ابن رشد په داسې وخت کې لیکنې کړې دي چې د فلسفې او نورو علومو ترمنځ سرحدات نه وو روښانه شوي او زیات علمي اصول نه وو رامنځته شوي.

موږ باید دا هم په یاد ولرو چې علمي انقلاب او درې صنعتي انقلابونه تر ابن رشد او امام غزالي پیړې وروسته رامنځته شوي دي. لکه څنګه چې ما یادونه کړې، موږ اوس د څلورم صنعتي انقلاب په درشل کې یو، کوم چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل شوی دی.

ابن رشد او امام غزالي (رح) دواړه د فلسفې او علومو مخکښان وو. دوی دواړو فلسفې، ساینس او دین ته په خپل ځانګړي طرز خدمت کړی دی.

هر انسان ځانګړې تګلاره لري. نن ورځ موږ په علمي توګه پوهیږو چې ټول انسانان یو له بله متفاوت دي. موږ مختلفې تګلارې غوره کوو. موږ مختلف نظرونه او چلندونه لرو. دا ګرداب نه شي کولی چې موږ د ټاکلي منزل ته رسیدو څخه راوګرځوي.

زما په آند ابن رشد او امام غزالي دواړه د یو شان نظریو څخه اغیزمن وو.

زه په دې نظر یم چې امام غزالي د خپل وخت د علومو او فلسفو په اړه د ناسم پوهاوي له منځه وړلو لپاره لیکنې کړې دي. نوموړي د خپل وخت له شبه ‌فیلسوفانو او شبه‌ ساینس پوهانو سره ستونزه درلوده. دغه فیلسوفانو او ساینس پوهانو ادعا کوله چې دین او علم سره جلا دي.

امام غزالي (رح) دا خلک غلط ثابت کړل. د امام غزالي اساسي ادعا دا وه چې په کایناتو کې د هر څه حقیقي لامل د کایناتو خالق (خالق پروردګار) دی چې دا ادعا تر اوسه پورې حقیقي او منل شوې ده. دا اساسي ادعا به کله هم بدله نه شي. موږ ټول د نړۍ په همدې مفهوم باور لرو او دا باور به همیشنی واوسي.

که ژوند وفا وکړه زه به پورتنیي افکار بل وخت په بیلابیلو ډولونو واضح کړم.

په وروستیو کې غواړم هغه څه بیا ووایم چې ما په خپل دریم فیسبوکي پوسټ «۱۰۰۰ معجزې پيژندنه» کې وویل:

هغه دا چې زما افکار، نظریې او لیکنې د دې لپاره نه دي چې د غرب په اړه قصیدې ووایم او یا یې مدحې وکړم. ما په دې دریم پوسټ کې یادونه کړې ده چې غرب هم په خپل ذات کې ګڼ شمیر ستونزې لري، چې په راتلونکې کې به د دې ستونزو او مسئلو له ډلې یې ځینې بیان کړم.

دا چې زه په همدې جریان کې یم، نو غواړم دلته لنډ غوندې لیکل ورباندې وکړم:

نن سبا د لویدیځ بنسټیزه ستونزه د دوی د دوه افراطیتونو سره مخامختیا ده. د همدې دوه افراطیتونو سره د مقابلې لپاره لویدیځ باید په خپله حل لارې ولټوي. دا زما جګړه نده چې پکې وجنګیږم.

نن ورځ، د لویدیځ د دغه دوه افراطیتونو په یوه اړخ کې، ډیر راستي (far right) حرکت پروت دی، چې په غیر منطقي توګه د اثبات، عقلاني- شویو او بنسټیز- شویو علمي مفکورو، اصولو او میتودونو باور تر پوښتنې لاندې راولي.

د لویدیځ د دغه دوه افراطیتونو په بل اړخ کې، ډیر چپي (far left) فکري حرکت پروت دی چې لویدیځ د طبیعي چلندونو او بهیرونو مسير په مخالف جهت کې واقع کوي، چې دا په ټوله کې نه د غرب په ګټه دی او نه د نړۍ په ګټه.

لویدیځ ته په کار دي چې د دغه دوه انتهاګانو ترمنځ منځلاری حالت غوره کړي، یا په بله اصطلاح باید د ځان «خوږ ځای» (sweet spot) پیدا کړي.

تر ټولو مهمه دا چې، لویدیځ د "کورني بنسټ"، (the institution of family) چې د هرې سالمې ټولنې تر ټولو اساسي بنسټ دی، لپاره بنسټیزو تکراري زدکړو ته اړتیا لري. دلته د دوی لپاره ختیځ، په ځانګړې توګه اسلامي فرهنګ، اصول او ارزښتونه غوره الهام کیدلی شي.

ما چې په خپل تیر ۳۳ کلن ژوند کې په لویدیځ کې څه ترلاسه کړي، او زده کړي دي، له کبله یې د لویدیځ پوروړی یم. او تر دې حده یې پوروړی یم چې کله به یې هم هیر نه کړم، او کله به یې هم پوره ادا نه شم کړی.

زما په راتلونکو پوسټونو او کتابونو کې به زه هغه مهمو نظریو، مفکورو، چلندونو، اصولو، اخلاقو، ټکنالوژیو او علومو ته اشاره وکړم، چې په مټ یې کولی شو یو هوسا او سوکاله افغانستان رامنځته کړو.

زه به په دې اړه عملي مثالونه وړاندې کړم چې لویدیځ څنګه توانیدلی چې سوکاله ټولنه رامنځته کړي. د لویدیځ د علمي او ټولنیزـ اقتصادي / socio-economic پرمختګ له کیسې څخه ګڼ شمیر درسونه زده کیدلی شي.

دا لاسته راوړنې، زموږ د ختیځوالو او د لویدیځوالو شریک تاریخي میراث دی.

لویدیځ موږ ته اړتیا لري، او موږ لویدیځ ته اړتیا لرو.

موږ هغه علومو، ټکنالوژیو، میتودونو، نظریو، مفکورو او ابتکاراتو ته اړتیا لرو چې د دندو پیدا کولو، غوره روغتیايي نظام، ښوونیز فرصتونه او زیربناوې رامنځته کړي.

له بل پلوه، لویدیځ هم اړتیا لري چې له موږ او ختیځ څخه زدکړه وکړي.

تر ټولو مهم دا چې، لویدیځ باید خپل ارزښتونه، اصول او معنوي ریښې بیا وپیژني چې له دوی یې ستر ملتونه جوړ کړي دي.

دا کلیسا وه چې علومو ته یې د روښانتیا او رنسانس دورې څخه د مخه د ودې او پراختیا اجازه ورکړه. ممکن، دا اوس په لویدیځ کې د کلیساګانو او ځینې مذهبي طبقو دنده وي چې خپلو خلکو ته ځینې اړین اصول او ارزښتونه وروپیژني ترڅو د لویدیځ ټولنه لا سوکاله شي.

له بل پلوه، باید زموږ خپل جوماتونه هم د علومو او ټکنالوژیو د پرمختګ په برخه کې د رهبري رول ولوبوي ترڅو مو ژوند آسوده کړي.

تصور وکړئ چې که په نړۍ کې بریښنا، موټر، طیاره، ریل ګاډی، کیښتۍ، تلیفون، پنسیلین، انټرنیټ او نور... نه وي!!!

تاسې د فارسي ژبې له بې ساري شاعر سعدي شیرازي، له دې په زړه پورې او له مانا ډک شعر سره پریږدم:

بنی آدم اعضای یک پیکرند
که در آفرینش ز یک گوهرند

چو عضوی به درد آورد روزگار
دگر عضوها را نماند قرار

تو کز محنت دیگران بی‌غمی
نشاید که نامت نهند آدمی

زما فیسبوک ادرس او فیسبوک پاڼه د لاندې لینکونو له لارې تعقیبولی شئ:

https://www.facebook.com/shaukat.zamani.77?mibextid=LQQJ4d

https://www.facebook.com/shauktat.zamani

په درناوي

شوکت زماني

د افغان فرصت مرکزونو او افغانستان الکترونیکي زدکړو ادارې بنسټګر

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul Line
Gardez
2201