خوځښت خصوصي عالي لېسه

خوځښت خصوصي عالي لېسه

Share

خوځښت د ښه راتلونکي زېری!

11/05/2026

د خوځښت خصوصي عالي لېسې د دویمې څانګې د زړورو او باجرئته زده کوونکو ځانګړی ويډيويي کليپ

11/05/2026

خبرتيا!

د خوځښت خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۴ ل.ل. کال، ټولو قدرمنو فارغو زده کوونکو ته په خورا درنښت خبر ورکول کيږي، چې د کانکور ازموينې ګډون کارتونه د ښوونځي ادارې ته رارسېدلي دي. له تاسو قدرمنو هيله کيږي، چې خپل ګډون کارتونه د ياد ښوونځي له ادارې څخه تر لاسه کړئ.

په درنښت

د خوځښت خصوصي عالي لېسې اداره.

02/05/2026

کتاب د پوهې رڼا ده، او مطالعه د بريا لاره.
هغه ملتونه پرمختګ کوي چې ځوانان يې له کتاب سره مينه ولري.
راځئ چې د مطالعې فرهنګ پياوړی کړو او خپل راتلونکی روښانه کړو.

خوځښت خصوصي عالي لېسې نشراتو او عامه اړیکو څانګه

19/04/2026

خوځښت خصوصي عالي لېسه
هغه ځای چې علم، اخلاق او پرمختګ یوځای وده کوي.

30/03/2026

د نجونو لپاره ځانګړی تعلیمي فرصت!
خوځښت خصوصي عالي لېسه د نجونو لپاره د ماسپښین ځانګړې دوره پيل کړې ده. په دې دوره کې زده کوونکو ته معیاري تدریس، مناسب تعلیمي چاپېریال او منظم درسي
بهیر برابر شوی دی.
ټول تدریسي بهیر د مسلکي ښځینه ښوونکو له خوا تر سره کېږي.
زموږ موخه دا ده چې:
نجونو ته په خوندي او مناسب چاپېریال کې معیاري او اغېزمنې زده کړې برابرې کړو.

د خپلو لوڼو د ښه راتلونکي لپاره نوم لیکنه وکړئ.

28/03/2026

خبرتیا!
درنو او د قدر وړ والدینو!
خوځښت خصوصي عالي لېسه د نوي 1405 ښوونیز کال لپاره د زده کوونکو نوم لیکنه پیل کړې ده. زموږ موخه د معیاري زده کړو وړاندې کول او د زده کوونکو د علمي او اخلاقي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
که د خپل اولاد د روښانه راتلونکي په لټه کې یاست، نو همدا اوس د نوم لیکنې له فرصت څخه ګټه واخلئ.
يادونه: د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي ذکور زده کوونکي.
: د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي اناث زده کوونکي.

» له موږ سره یوځای شئ او د علم پر لور ډاډمن ګام پورته کړئ.

د خوځښت خصوصي عالي لېسې د نشراتو څانګه.

25/03/2026

خبرتیا!
د قدر وړ والدینو او ګرانو زده‌کوونکو!
لکه څنګه چې تاسو په جریان کې یاست، ژمنۍ رخصتۍ پای ته رسېدلې دي. سبا پنجشنبه، چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د حمل میاشتې له شپږمې نېټې سره سمون لري، درسونه په عادي ډول پیلېږي.
درنو والدینو!
هیله ده خپل ماشومان پر خپل وخت ښوونځي ته راولېږئ.
د خوځښت خصوصي عالي لېسه له نويو نوښتونو سره نوی ښوونيز کال پيلوي.
په درنښت
د خوځښت خصوصي لېسې اداره

19/03/2026

د اختر مبارکۍ پيغام!
د خوځښت خصوصي عالي لېسې رهبري د کوچني اختر د رارسېدو له امله، ټول مسلمه امت، افغان غيور ولس، درنو والدينو، قدرمنو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته د زړه له تله مبارکي وړاندې کوي.
هيله ده چې دا مبارکې ورځې مو له خوښۍ، سوکالۍ او برياوو ډکې وي.
په درنښت
د خوځښت خصوصي عالي لېسه

22/02/2026

د کارموندنې خبرتيا!
خوځښت خصوصي عالي لېسه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره د تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا په موخه، په بېلابېلو مضمونونو کې د وړ، مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو د جذب اعلان کوي.
له ټولو په شرایطو برابرو او د تدریس مینه‌والو څخه هیله کېږي چې د نوم لیکنې او اسنادو د سپارلو لپاره ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ نېټې پورې د یادې لېسې ادارې ته مراجعه وکړي.
درنښت
د خوځښت خصوصي عالي لېسې اداره.

18/02/2026

‎د روژې مبارکې میاشتې د اسانتیا په موخه، د روژه‌ماتې مهال وېش

‎ تر څو درانه هېوادوال وکولای شي خپل عبادات په منظم او دقیق ډول ترسره کړي.
‎الله تعالی دې زموږ روژې، عبادتونه او نېک اعمال قبول او دا سپېڅلې میاشت دې د خیر، برکت، روغتیا او بریاوو سبب وګرځوي.
‎روژه مو قبوله او عبادتونه مو منظور شه.

‎د خوځښت خصوصي عالي لېسې د نشراتو او عامه اړیکو څانګه

08/02/2026

خبرتيا!

د فارغو زده کوونکو د پام وړ!

هغه زده کوونکي، چې په (۱۴۰۳ ل.ل) کال کې د خوځښت خصوصي عالي لېسې څخه فارغ شوي، خبر ورکول کيږي، چې د (۱۲) کلنې تعليمي دورې اسناد (شهادتنامې) د ياد ښوونځي ادارې ته له مربوطه مرجع څخه راغلې دي. د ياد کال هر فارغ زده کوونکی کولای شي، چې ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ نېټې وروسته خپل تعليمي اسناد له ادارې څخه تر لاسه کړي؛ ترڅو ېې له حقوقو او امتيازاتو برخمن شئ.

په درنښت

خوځښت خصوصي عالي لېسې اداره.

Want your school to be the top-listed School/college in Gardez?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Gardez

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00