خوږو محصلینو!
السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
لکه څنګه چې پوهیږئ د نیکمرغه لوی اختر رخصتی پای ته رسیدلي دي او د نورو دولتي او خصوصي بنسټونو په څېر؛ زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې درسي او اداري چارې هم رسمآ پیل شوي دي.
نو هیله ده سر له نن، چهارشنبې د روان کال جوزا میاشتې له ٢١ نیټې څخه خپلو درسونو ته حاضر شئ.
په درنښت
Law & Political Science Faculty of Zam Zam University
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Law & Political Science Faculty of Zam Zam University, College & University, Gardiz-Paktia-afghanistan, Gardiz.
27/05/2025
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د مونوګراف ليکنې او ستراتیژیک پلان سيمينارونه وړاندې شول
ناسته د مولوي محمد انور راشد لخوا د قرآنکریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس عبيدالله مرهوني ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د څېړنو د ارزښت په تړاو یې خبرې وکړې.
بیا د حقوقو پوهنځي استاد او زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د علمي څېړنو آمر، استاد شیرعلي فیضي له ثبت څخه تر وړاندې کولو پورې د پایلیک ټول موضوعات شرح او د محصلینو پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.
د سيمینار په دویمه برخه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نوی ستراتیژیک پلان د ياد پوهنځي د رئیس عبيدالله مرهوني لخوا محصلینو ته تشریح شو او ګډونوال د پلان بشپړ لوستلو ته را وبلل شول.
ناسته د مؤسسې علمي مرستیال نوماند پوهنيار محمد نبي التموري لخوا مثبته وارزول شوه او د مولوي عزیز الله قانت لخوا د خير او فلاح په دعایې سره سرته ورسیده
سیاست:
اتخاذ تصمیم تخصصی، پیادهسازی بهترین راه و روش برای منافع فردی یا گروهی در برابر چالشهای احتمالی یا پیشرو است. در این میان معمولاً حکومتها، عامل سیاستورزی و موضوع عمل گروهها، افراد و بخشهای مختلف جمعیت هستند.
به عبارت دیگر سیاست فعالیتی اجتماعی است که با تضمین نظم در نبردهایی که از گوناگونی و ناهمگراییِ عقیدهها و منافع ناشی میشود، میخواهد به یاریِ زور - که اغلب بر حقوق متکی است - امنیت بیرونی و تفاهم درونیِ واحد سیاسی ویژهای را تأمین کند.امروزه سیاست موضوع علمی مستقل و یکی از حقایق غیرقابل اجتناب زندگی بشر است.
به کسی که در سیاست کار میکند سیاستمدار یا پولیتیسین گویند.
کاپي
05/05/2025
قدرمنو دوستانو!
السلام عليکم و رحمة الله
تاسو کولای شی زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لرلید او ماموریت د لاندې لینک له لارې مطالعه او خپل ارزښتمن نظریات له موږ سره شریک کړي
د حقوق او سیاسی علومو پوهنځی – زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۱۳۹۳ ه ش کال کې رسما په فعالیت پیل وکړ او نوموړی پوهنځی د ددو ډيپارټمنټونو (قضاء او څارنوالي، اداره او ديپلوماسي) درلودونکی ده، چې استادان...
05/05/2025
قدرمنو دوستانو!
السلام عليکم و رحمة الله
تاسو کولای شی زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي سترا تیژیک پلان د لانې لینک له لارې مطالعه او خپل ارزښتمن نظریات له موږ سره شریک کړي
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي ستراتیژيک پلان – زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه زم زم د لوړو زده کړو مؤسسه، لوړو پوړیزې ودانۍ، گردیز ښار، پکتیا، افغانستان. 0093-777-212-212 / 0093-798-212-212 [email protected]
22/02/2025
د عمومي کانکور ازموینې خبرتیا!
د لوړو زده کړو هغه مینهوال چې لا تر اوسه یې د عمومي کانکور ازموینې له پاره نوملیکنه نه وي کړې، زرین چانس په لاس کې لري، تر څو نومليکنه وکړي او خپل روښانه راتلونکی تضمین کړي.
د 1404 ه ش کال پسرلني سمستر عمومي کانکور ازموینې لپاره نومليکنه روانه ده.
عمومي کانکور ازموینه د روان کال د حوت میاشتې په 19 نېټه اخیستل کیږي.
د لا زياتو معلوماتو لهپاره زموږ د محصلینو د شمولیت دفتر ته مراجعه وکړئ.
د اړیکې شمېره :0777212212/0798212212
#زم زم سپېڅلی نوم او سپېڅلی هدف
06/02/2025
د عمومي کانکور ازموینې خبرتیا!
هغه ځوانان چې د دولسم ټولګي، کثیرالرشتوي انستیتوت، دارالعلوم او دیني مدارسو څخه فارغ شوي وي، زم زم پوهنتون د اقتصاد، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو په پوهنځیو کې د 1404 ه ش کال د پسرلني سمستر عمومي کانکور ازموینې لپاره ثبت نام شروع کړی دی، او عمومي کانکور ازموینه به د روان کال د حوت میاشتې په 19 مه نېټه اخیستل کیږي.
د نوملیکنې او اړوندو نورو معلوماتو لهپاره زموږ د محصلینو د شمولیت دفتر ته مراجعه وکړئ.
د اړیکې شمېره :0777212212/0798212212
زم زم سپېڅلی نوم او سپېڅلی هدف
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لرلید او ماموریت:
لرلید:
زم زم د لوړو زده کړو مؤسسې ؛ حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د سياسي او حقوقي پوهې د معتبر مرکز په توګه د هېواد په کچه د یوه تحقيقي او علمي بنسټ په بڼه را څرګند شي.
ماموریت:
د مسلکي او با تجربه استادانو پر مټ ؛ د تحقیق او تدریس د لوړو معیارونو په نظر کې نیولو سره د کار بازار د غوښتنو مطابق علمي کادرونه وړاندې کول.
12/01/2025
زده کړه الهي فريضه ده او تحصيل د هر انسان همېشنۍ اړتیا!
نوم لیکنه وکړی او د پوهې له دې کاروان سره یو ځای شئ!
زم زم سپېڅلی نوم سپېڅلی هدف #
01/11/2023
زم زم پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته د عملي درسونو په لړ کې د جلب او احضار د لیکلو په تړاو عملي زده کړه ورکړل شوه او په نمونوي بڼه پر محصلینو کار تر سره شو.
زم زم د عمل ډګر ته ژڼي ور پېژني!!!
سپېڅلی نوم سپېڅلی هدف!
31/10/2023
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نوبتي علمي شوری دایره شوه
ناسته د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو پیل او ورپسې د اجندا مطابق په یو لړ علمي مسایلو بحث تر سره او اړین تصامیم ونیول شول.
په غونډه کې پر منظمې حاضرۍ او د درسي پلان او کورس پالیسیو په بشپړ تطبیق ټینګار وشو.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Gardiz-Paktia-afghanistan
Gardiz