30/05/2026
خبرتیا
د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته، د صدارت خصوصي عالي لېسې ټولو اداري کارکوونکو، درنو ښوونکو او ګرانو زدهکوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې سبا یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۱۰مه نېټه، خپل تدریسي او اداري فعالیتونه بېرته پیلوي.
له ټولو څخه هیله کېږي چې په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي او د تدریس بهیر په منظم ډول تعقیب کړي.
د صدارت خصوصي عالي لېسې اداره
11/05/2026
د اونۍ غوره ټولګی!
په صدارت خصوصي عالي لېسه کې د علمي زده کړو ترڅنګ د زده کوونکو سالمې تربیې او نظم ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.
پنځم «ج» ټولګی د تېرې اونۍ د غوره ټولګي په توګه وټاکل شو، ځکه زده کوونکو یې د ښوونځي اصول، ځانګړی لباس او نظافت په ډیر ښه ډول مراعت کړی و.
یاد ټولګی د ښوونځي ادارې له لوري په ډالیو هم ونازول شو.
10/05/2026
خبرتیا!
د صدارت خصوصي عالي لېسې ادارې ته د 1404 ښوونیز کال کانکور ازموینې ای ډي کارتونه را رسېدلي دي.
د صدارت خصوصي عالي لېسې هغه زده کوونکي چې د کانکور ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې، کولای شي د خپل ای ډي کارت ترلاسه کولو لپاره د لېسې ادارې ته مراجعه وکړي.
درک: ګردېز ښار، غزني لاین، لرګیو اډه
30/04/2026
نن ورځ په صدارت خصوصي عالي لېسه کې د کتاب نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د دې غونډې په ترڅ کې د لېسې آمر انجنیر خان وزیر ننګ د علم او کتاب د ارزښت په اړه اغېزمنه او ارزښتناکه وینا وړاندې کړه. همدارنګه، هڅاندو استادانو د کتاب د ارزښت په اړه خپلې څرګندونې شریکې کړې.
برسېره پر دې، بااستعداده زده کوونکو شعرونه، ترانې او د کتاب په اړه مقالې وړاندې کړې چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوې.
د مراسمو تر څنګ، د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت ځانګړی د کتابونو نندارتون هم جوړ شوی و، چې پکې د صدارت کتابتون بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.
د صدارت موخه
روزنه او پوهه