26/05/2026
د لوی اختر د مبارکۍ پیغام..!
دنیکمرغه لوی اختر د را رسېدو له کبله تاسو او ستاسو محترمو کورنیو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.
لوی الله ﷻ دې ستاسو قربانۍ، عبادتونه او دعاګانې په خپل عظیم دربار کې قبولي او منظوري وګرزوي.
هیله ده چې زموږ ګران هیواد افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او علم په رڼا سمبال شي.
اختر مو مبارک، خوشحاله او له برکته ډک شه!
پیام تبریکی عید قربان..!
فرارسیدن عید سعید قربان را به شما و خانواده محترمتان از صمیم قلب تبریک عرض میکنیم.
از بارگاه الله ﷻ استدعا دارم که قربانیها، عبادتها و دعاهای شما را قبول و منظور فرماید.
امیدوارم افغانستان عزیز ما به سوی صلح، ثبات، پیشرفت و روشنایی علم گام بردارد.
عیدتان مبارک و روزهایتان پر از خوشی و برکت باد !
اداره
پوهنتون مسلم.
19/05/2026
د ممتازو محصلانو او ایګزیټ ازموینه کې بریالیو فارغانو د ستاینې غونډه ترسره شوه.
د مسلم پوهنتون له لوري نن ورځ سې شنبه چې د روان ١٤٠٥ کال د ثور میاشتې له ٢٩مي نېټې سره سمه ده؛
د ۱۴۰۴ لمریز کال خزاني سمسټر د ممتازو محصلانو او په ایګزیټ ازموینه کې د بریالیو فارغانو د ستاینې ځانګړې غونډه د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، علمي او اداري کارمندانو، فارغانو او برحاله محصلانو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د مسلم کمپلیکس مشر ښاغلي ډاکټر صاحب( نثار ) ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د زده کړو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې. نوموړي محصلان وهڅول چې په هر ډول شرایطو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې تعلیم او تحصیل د یوه روښانه او باعزته ژوند بنسټ دی، او یوازې د علم له لارې کولای شو خپل هېواد د پرمختللو ملتونو له کاروان سره سیال کړو.
ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي حضرت شاه ویاند د زده کړو، علمي هڅو او د محصلانو د مسؤلیتونو په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې او له محصلانو یې وغوښتل چې له خپلو علمي فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
او هغو محصلانو ته چې د ټولګیو، پوهنځیو او د پوهنتون په کچه یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې مبارکي وویله او هغوی یې لا زیاتو بریاوو ته وهڅول.
همداراز د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي حفیظ الله ( حکیمي) د څېړنې او علمي فعالیتونو پر اهمیت وینا وکړه او محصلان یې څېړنیزو فعالیتونو ته وهڅول.
د ایګزیټ ازموینې د بریالیو فارغانو په استازیتوب ډاکټر اسدالله د پوهنتون له استادانو او ادارې څخه مننه وکړه او دا بریا یې د استادانو، محصلانو او پوهنتون ګډه لاسته راوړنه وبلله.
د غونډې په پای کې ممتازو محصلانو او بریالیو فارغانو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.
مسام پوهنتون
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
18/05/2026
د علمي مقالې لیکنې اصول، مهارتونو او عملي لارو چارو تر عنوان لاندې آنلاین ویب نار وړاندې شو..!
مسلم پوهنتون د خپلو علمي کادري غړو علمي ودې، مسلکي پرمختګ او عملي زدهکړو د پیاوړتیا په موخه، د علمي مقالې لیکنې اصولو، مهارتونو او عملي لارو چارو تر سرلیک لاندې آنلاین علمي سمینار(ویب نار) نن ورځ دوشنبه چې د روا ١٤٠٥ کال د ثور میاشتې له ٢٨مې نېټې سره سمه وه ترسره کړ، تر څو څېړونکي او علمي کادرونه د معیاري څېړنو او اکادمیکو لیکنو له اصولو او معیاري میتودونو سره لا ښه بلد شي.
د ویب نار د پیل د وینا په موخه د مسلم پوهنتون رئیس ښاغلي حضرت شاه (ویاند) دغه علمي سمینار (ویب نار) د استادانو، څېړونکو او زده کړیالانو د علمي لیکنو لپاره یو مهم فرصت وبلل او زیاته یې کړه چې دا ډول سمینارونه د علمي مقالو د معیاري لیکنې، څېړنیزو اصولو او اکادمیکو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه خورا اړین دي، چې مسلم پوهنتون د یاد ارزښت پر بناء نن ورځ دا پروګرام وړاندې کوي.
یاد ویب نار د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د علمي کادر غړي، پوهنمل ډاکټر محمد ملیار (رحماني) له لوري وړاندې شو، چې پکې نوموړی استاد خپلې ارزښتناکې علمي تجربې، څېړنیز مهارتونه او عملي لارو چارو اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د ویب نار په پای کې د مسلم پوهنتون د څيړنو او علمي مجلې مرستیال عبدالسلام اکسیر وروستۍ خبري وکړي او له ټولو ګډونوالو چې حضوري او انلاين یې په یاد سمینار کې ګډون کړی وه مننه وکړه، همدارنګه یې له قدرمن استاد دوکتور رحماني صاحب څخه ځانګړي مننه وکړه چې خپل ګټور معلومات د څيړنې یې د پیاوړتیا په موخه له استادانو سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې قدرمن استاد خپل سمینار په خوار لوړ کیفیت وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې په پوره حوصلې ځوابونه وویل. پروګرام د دعايي په ویلو سره پای ته ورسید.
مسلم پوهنتون.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
18/05/2026
مسلم پوهنتون کې د (٢دوو) اداري بستونو لپاره د ازموینې د ترسراوي په موخه د ثبت شویو داوطلبانو د شارت لیست پروسه ترسره شوه.
د پوهنتون د ګمارنې کمېټې د استازو له لوري د ٢دوو اداري بستونو لپاره د ثبت شویو داوطلبانو د شارت لیست پروسه په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د یادې پروسې پرمهال د اداري او مالي چارو مرستیال او د ګمارنې کمېټې مشر ښاغلي حفیظ الله (حکیمي) وویل چې دغه پروسه د ټاکل شوو اصولو او مقرراتو سره سم په شفاف ډول ترسره، واجد شرایط نوماندان به په ازموینه کې داخل او په یادو بستونو کې به مسلکي او په کارپوه کسان وګماري.
مسلم پوهنتون.
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
د ازموینې نېټه: ١٤٠٥/٠٢/٢٩
ورځ: سه شنبه
۲۰۲۶م، د مۍ میاشتې ١٩ مه
16/05/2026
د علمي ودې، مسلکي پرمختګ او عملي زدهکړو لپاره یو بل مهم ګام!
مسلم پوهنتون د علمي مقالو لیکنې، مهارتونو او عملي لارو چارو په اړه ځانګړی آنلاین سمینار وړاندې کوي، څو محصلین، څېړونکي او علمي کادرونه د معیاري څېړنو او اکادمیکو لیکنو له اصولو سره لا ښه بلد شي.
یاد سمینار د ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځۍ د علمي کادر غړي، پوهنمل ډاکټر محمد ملیار (رحماني) له لوري وړاندې کيږي چې پکې به محترم استاد خپل ارزښتناک معلومات او عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړي.
📅 نېټه: د ثور ۲۸ مه
⏰ وخت: سهار ۹ بجې تر ۱۲ بجو پورې
📍 ځای: مسلم پوهنتون – د څېړنو معاونیت
💻 ګډون: د Google Meet له لارې په آنلاین بڼه په لاندې لینک کې کولای شئ.
https://meet.google.com/jwj-xqsk-hcf
مسلم پوهنتون
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
16/05/2026
مسلم پوهنتون
د مسلم پوهنتون علمي کادري بستونو خبرتیا!
د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس په کچه تحصیل لرونکې واجد شرایط اشخاص کولی شي چې لاندې کادري بستونو ته د ١٤٠٥/٠٢/٢٣ تر ١٤٠٥/٠٣/٠٨ مې نېټې د مسلم پوهنتون د استادانو چارو آمریت کې نوملیکنه وکړي.
د اړیکې شمیره: ٠٧٩٨٠٠٣٣٣٠/ ٠٧٩٨٠٠٣٣٥٥
https://mohe.gov.af/ps-AF/Vacancy-card/vacancy-554
مسلم پوهنتون
د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
10/05/2026
مسلم پوهنتون د ښکلا، زرغونتیا او معیاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د پوهنتون صحن کې د پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
مسلم کمپلېکس یوازې د تعلیم او تحصیل مرکز نه دی؛ بلکې د سالم، ښکلي او ارام چاپېریال د رامنځته کولو له لارې د ټولنې د هوساینې او مثبت فرهنګ د پیاوړتیا لپاره هم هڅې کوي.
.
10/05/2026
مسلم پوهنتون ویاړي چې ۱۴۰۴ ل.ل کال یې د علمي پرمختګونو، ارزښتمنو لاسته راوړنو او اغېزمنو فعالیتونو څخه ډک کال و، چې مهمې کړنې یې لاندې روښانه شوي دي.