وردګ موبایل پلورنځی او ترمیم ځای

وردګ موبایل پلورنځی او ترمیم ځای

Share

Wardak mobil

15/03/2026

په زړه پوری جنس را رسیدلی
بیړه وکړی
پاوربانګ ، MP3 ،چراغ ،رادیو
دا ټول په یوه آله کې
د ځان سره سولر هم لری تر ځو یاده آله چارچ ترې واخلې
د تر لاسه کولو ځای : وردګ موبایل پلورنځی
غزنی ښار
د اړیکی شمیره 0798991264

28/09/2024

سخت حالت او سختې ورځې که څه هم ډېرې سختې وي
خو اصلی او نقلي دوستان ښه پکې پیژندل کیژي

01/09/2024

جدايی
اخ
بې له ياره زندګی سخته وي
تور ماښامونه بې لالی سخته وی 😭😭😭

27/07/2024
10/04/2024

اختر مو مبارک شه!
خدای ج مو ټول عبادتونه په خپل دربار کي قبول کړه.
عيد تان مبارک!.
Eid Mubarak!

02/11/2018

ډېـــــــــــــره راته دردونکې خاطره
تيره شپه 30 :8 وې داطاق يو ملګرى دباندې ووت کله چې بيره اطاق ته راغى

غږ يي وکو دلته راشى دهغو سيمټي چکونو او هغو ماتو ټوټو تر سنګ تور څشي

ناست دى تليفون مې را وخستو چراغ مې يې روشن کړو چې کله ور ښکته شوم

غږ مې پرې وکړو څوک يې او څه کوي ډير په يو درديدلى حالت کې يې راته وکتم
چې سترګې مې پرى ولګيدې يوه بوډۍ ښځه ده پوښتنه مې ترې وکړه سه کوې

دلته ډېر په آجزى يي راته وويل را باندې ناوخته شو کور مې لريې دى سخته زړه

مې پرې ودرديدو نور نو سه راسره په وس پوره نه وو توره شپه وه خالى لږ وچه

ډوډۍ پاتې وه هغه مې ورکړه چې کله مې د ډوډي خبره ورته کوله دومره

خوشحاله شو لکه ډير وخت چې يې روژه وي

اوس نو تاسو فکر وکړى چو دغه يخه هوا کې بو سنګه شپه سبا کوي

څه شول هغو حقوق زن
چې دا بو د چا مور دچا خور د چا لور وي او د چا په نفقه پسې بو را وتلى وې الله ج د دمظلومانو او غريبانو په حالت ورحميژي

15/10/2017


رسول الله ﷺ فرمايلي: کله چې یتیم په ژړا شي د الله ﷻ عرش په ښورېدو شي! الله ﷻ ملائیکو ته وفرمایي: دا یتیم چې پلار یې تر خاورو لاندې دی چا وژړوه؟
ملائکې ووایي: یا الله ﷻ تاسې ښه پوهېږئ.
نو الله ﷻ بیا وفرمایي: ای ملائیکو! تاسې ګواه اوسېږئ، څوک چې د دې یتیم ژړا خاموشه کړي او څوک یې زړه خوشحاله کړي زه به د قیامت په ورځ هغه کس خوشحاله کړم

Photos 28/12/2016

زما په اند د بد بختيو څخه د ځان خلاصولو يوازنى لار تعليم کول دى
ددى خور عکس ليدل مى ډير خوشحاله کوى الله ج د زموږ ټولو خويندو ته د تعليم زمينه مساعده کړى

Photos 17/11/2016

ريشيا هم افغانان د تعليم ډير شوق لرى کاشکى زمينه ورته مساعيده وى
آيا تاسو هم کوم وخت د څارويو څرولو سره مطالعه کړى ما خو بو ډيره په شوق په څارويو پسي مطالعه کوله
دوستانو د پيج لاىک مو هىر نشى

Photos 03/11/2016

سبا اختر دى 2016/09/11

رفيع الله روشن

د روژې وروستى ماښام وو، کوچنى ماشوم له لويوهيلوسره د مورڅنګ ته ورغى دهغې له سره يې پړونى په نازکو ګوتوکش کړ،په وړه اونرمه ژبه يې ورته وويل مورې ! سباته، ماته زما نوې جامې اغوندې ؟
مور: هو زوى جانه بوټونه به هم درته په پښوکړم.
زوى: شانو خوهم نوي کالي لري هغه به يې هم اغوندي ؟
هوکنه هغه خوهم ستا خور ده، دواړه به پاکې جامې واغوندۍ او له ترونوسره به مو ماماګانو او نورو خپلوانوکره ولاړ شئ!
کوچنى موسکى شو، څوشيبي غلى ولاړه وچې بيا شيطان وسوکُنډه په مورباندې يې اوازوکړ،نورهلکان اونجونى خوله،خپلو پلرونوسره مېلوته ځي، زه اوشانوبه له چاسره ولاړشو؟
د ښځې رنګ پک والوته ،دکوچني خبروته سوچ کې شوه ، سترغلي يې لامده شول ، رڼواوښکويې له سترګولارې وکړي کېداى شي چې دماشوم له دي پوښتنې سره به خپل پخوانى ژوند ورپه زړه شوى وي، کوم چې له خاوند اودوه بچيوسره يې په خوښۍ اومحبت کې تېراوه ، دپړوني څنډه يې راپورته کړه په داسې حال کې يې سترګې وچې کړى چې دماشوم طرف ته يې شا وه، کوچنى هم دمورسکوت ته زړه تنګى شو، مخې ته يې راوګرځېده خودهغې سترګوته يې ونه کتل خبرې يې پيل کړې ، مورې پلارمې داځل هم کورته نه راځي ؟ تاخو ويل چې هغه به ډېر ژر راشي،اوبيا نور هېڅکله هم نه ځي،ايا هغه تراوسه له موږنه مروردى ؟ زه مې کاکا ته وايم چې په موبايل کې ورسره خبرې وکړي ، زه هم ورسره خبرې کوم؛ زه اوشانو به ورته زارۍ وکړو پخُلابه يې کړو ، بيابه راشي اوموږبه مېلې ته بوځي .
موريې چې دکوچني په هره خبره يې زړه سورى کېده، سلګيونيولې وه ښه په زوره يې وژړل ،کوچنى حيران شو چې مور يې ولې ژاړي ،هغې سر په پخپلوزنګنوکېښود اوترډيرځنډيې راپورته نکړ ،کوچني هڅه کوله چې دمورسررا پورته کړي ، هغه فکرکاوه چې موربه يې ورسره ټوکې اولوبې کوي،خودامعصوم ماشوم لاپه دې نه پوهېده چې مور يې لوبې نه بلکې ويرکوي،هغه ديوداسې چاپه هجران کې اوښکې تويوي چې کوچنى يې سباته د راتللو په تمه دى،دهغه په راتګ پورې يې خپله ډېره لويه هيله تړلې ده ،چې دخپلو نورو همزولو پشان به يې دپلار لاس نيولى وي او په ښکليو ،ښکليو ځايونوکې به چکرې ووهي.
هغې چې زړه تش کړسريې راپورته کړماشوم يې غيږې ته ورنږدي کړ،په مخ يې ښکل کړ،ورته يې وويل نه زوى جانه ، کاکا ته دې ونه وايې چې پلارجان ته يې په موبايل زنګ ووهي ښه ، زه خوله تاسوسره يمه که پلار دې رانغى نوموږبه ورشو زه به تاسوچکرته بوځم اوډېر سيلونه به درباندې وکړم.
کوچني يوځل ضد واخست، نه نه !موږله تاسره نه ځو، موږ مې له خپل پلارسره ځو،هغه بله ورځ هم موږبيولې وو،خودا نازولى او له وخت اوحالاتوناخبره ماشوم لاپه وخت څه پوهېږي ، چې ورځ څنګه تېرېږي او شپه څنګه راځي؟ ددوى دچکر پوره پنځلس مياشتې تېرې شوې وې، مخامخ دميزپرسردپلارپه ايښي عکس يې سترګې ولګيدلې ،ورغى راپورته يې کړاوخبرې يې ورسره پيل کړي،هغه ته يې خپل کورته دژر راتللوبلنه ورکړه، موريې بياهډکيوونيوله ددې په خاطر چې چيغه يې له خولې نه وځي په بالښت به يې خوله ولګوله، ګلالي کوچني هغه پېښه له ياده ويستې وه چې نهه مياشتې وړاندي يې پلاردشپې له مخې په دې تور چې له طالبانوسره اړيکې لري له کورنه وويستل شو خووروسته دڅوفيرونوله اوريدليدلويې يواځي دپلارجسدچې روح ترې له راغليوامريکايانوسره تللى و دکليوالولخواکورته داخل کړاى شو.
ماشوم عکس بيرته په ميزکښود ،راغى دمورڅنګ ته، ورته يې وويل ته وګوره چې سباته راځي اوکنه ،هغه ماته وويل چې ډېر ژر به راشي،ايا ته هم ورپسې خفه شوى يې ؟
زه خو ډيرورپسې خفه يم ، خو مور يې غوښتل داخبره دهلک له فکره وباسي،ورته يې وويل هغه څه کوې ،چې راغواړې يې،پرې يې ږده چې پيسې وګټي بيابه تاته پرې موټر واخلي،کوچنى خوشحاله شو او منډيې کړه په خواږه خوب ويدې خورشانو يې له خوښۍ نه خپړې ولګولې، راپورته يې کړه ،شانوګۍ!اى شانوګۍ! پاڅيږ سباته اختردى زه اوته به نوې جامې اوبوټان واغوندوچکراوسيلونوته به ولاړشو،لالا هم راروان دى اوس به راورسېږې.

http://www.nunn.asia/83214/سبا-اختر-دیلنډه-کيسه/

Want your school to be the top-listed School/college in Ghazni?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Afghanistan
Ghazni
02