Biology Department Sci NU

Biology Department Sci NU

Share

You can’t feel biology but it’s always within us.����

Photos from Biology Department Sci NU's post 05/01/2026

موږ د ځوان نسل روښانه سباون لپاره خپلي علمي اړيکي ژوندی او دوامداره ساتو!
پوهه د پرمختګ بنسټ
2023 and 2025

27/12/2025

طبيعت او مينه!
د‌‌‌ پروردګار په‌مخلوقاتو رحم او صله رحمي د انسانيت او اسلاميت غوښتنه ده.

Photos from Biology Department Sci NU's post 16/11/2025

د ساینس پوهنځي د لسګونو ماسترۍ او دوکتورا زده کړیالانو په منځ کې چې په بیلابیلو هیوادونو کې په زده کړو بوخت وه، په نوموړو محصلینو کې د‌ساينس پوهنځي د‌ کيميا بيولوژي ديپارتمنت د لومړی دوري فاروغ التحصيل؛ نصیر احمد صافی لومړنی زده کړیال شو چې دکیمیاوي انجينرۍ په برخه کې دچین هیواد په تیانجین پوهنتون کې د دوکتورا ډیزرټیشن څخه په بریالیتوب سره دفاع وکړه. د نوموړي فراغت دې دوکتور نصیر احمد صافي او ټولو دوستانو ته‌مبارک‌وي.
د‌لازياتو برياو په‌هيله‌يې

16/11/2025
15/11/2025

پاچاه!

پاچا غوښتل له یوې ویالې څخه اوبه وڅښي، باز یې جام په مښوکه ووهه،اوبه پر ځمکه توی شوې.
پاچا په قهر شو، باز یې په توره مړ کړه، دباز ترمرګ وروسته پاچا په وياله کي یو مړ شوی زهري مار ولید،چی دویالې ټولي اوبه یی مسمومي کړي دي.
پاچا دباز په وژلو ډیر خپه شو.
دباز يوه دسرو زرو مجسمه یې جوړه کړه؛
په یوه وزر یې ولیکل :《دوست تل ستاسو دوست دی،آن که ځیني کارونه یی تاسي ودردوي.》
په بل وزر یې ولیکل:《دغوسې پر مهال هر عمل په ناکامۍ بدلیږي..
کاپی

15/11/2025

Kabul Zoo

15/11/2025

د ساينس پوهنځي بیولوژي دیپارتمنت څلورم ټولګي محصلینو ته د عملي زده کړو په موخه، کابل ته د علمي سفر زمینه برابره شوه:
نوموړی علمي سفر چې د يو لړ تطبيقاتو په موخه د بيولوژي څانګي په وړانديز او د ساينس پوهنځي او ننګرهار پوهنتون د قدرمنو رهبريو په هر اړخيزه مرسته ترسره شو, په ترڅ کې محصلینو په کابل ولایت کی د هيواد له بيلابيلو علمي، څېړنيزو، توليدي او تاريخي ځايونو څخه ليدنه وکړه، د يادو ادارو درنو مسؤلينو په پوره اخلاص او ليوالتيا محصلينو ته هراړخیز علمي او تاريخي معلومات وړاندي کړل.
نوموړي علمي سفر کې د کابل پوهنتون، بيولوژي پوهنځي، کابل ژوبڼ، د افغانستان ملي موزيم او بابر تاريخي بڼ څخه ليدنه ترسره شوه.
د کابل پوهنتون بيولوژي پوهنځي د قدرمني رهبرۍ، درنو استادانو او د لابراتورونو محترمو تکنيشنانو لخوا ياد پوهنځي ته د نويو ورکړل شويو لابراتواري وسايلو او موادو د اغيزمنې کارونې په اړه معلومات ورکړل شول، همدارنګه محصلينو له بيلابيلو لابراتوارونو څخه لېدنه ترسره او د زيات شمېر ساينسي تجاربو د ترسره کولو په اړه يې عملي پوهه ترلاسه کړه.
په دې ترڅ کې د کابل ژوبڼ د قدرمني رهبری په مرسته او د حيواني علومو او تعليم تربيي درنو مسؤلينو لخوا، د ژوبڼ د تاريخي شاليد او پکې د موجوده حيواناتو د ژوند او سلوک په اړه هر اړخيز تفصيلي سيمينار ارايه شو، وروسته بيا محصلينو او استادانو د ژوبڼ له ټولو حيواناتو څخه عملي مشاهده ترسره کړه.
د کابل موزيم او همدارنګه د بابر بڼ د تعلیم او تربيي درنو مسولينو محصلينو ته د يادو تاريخي ځايونو او پکې د شته اثارو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندي کړل.
بیولوژی دیپارتمنت؛ په ياد علمي سفر کې د مرستي په پار د ساينس پوهنځي، ننګرهار پوهنتون، کابل پوهنتون بيولوژي پوهنځي، کابل ژوبڼ، د افغانستان ملي موزيم، بابربڼ او د کابل پوهنتون ليليو آمريت؛ له درنو رهبريو, مشفقو مسؤلینو او تخصصي همکارانو څخه د زړه له تله مننه کوي او د سپيڅلي علمي احساس او ستړياو قدردانی یې کوي.

Photos from Biology Department Sci NU's post 21/10/2024

Editing

د ساينس پوهنځي بیولوژي دیپارتمنت څلورم ټولګي محصلینو ته د ننګرهار کرنی اوبو لګوني او مالدارۍ ریاست د کرنيزو خدماتو امریت په لابراتوارونو او څيړ نيزو ساحو کې د عملي زده کړو زمینه برابره شوه:
نوموړی روزنیز ورکشاپ چې د حشره پوهني مضمون د يو لړ تطبيقاتو په موخه د بيولوژي څانګي امر پوهنمل زیارت گل منصور او استاد پوهنمل الله نظر عاطف په لارښوونه او د کرنيزو خدماتو امريت د محترمو مسؤلينو او متخصصينو په مرسته ترسره شو, محصلینو ته په ننگرهار ولایت کی د موجوده بيلابيلو نباتي افاتو په ځانګړي توګه مضره حشراتو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل شوه.
محصلینو ته د ننگرهار بيلابيلو ولسواليو له زراعتي ځمکو څخه د ترلاسه شويو حشراتو نموني او کلکسیونونه ور وپیژندل شول. همدارنګه د زراعت ریاست د تخنيکي او تخصصي همکارانو لخوا په ساحه کي د حشراتو رانيولو کړنلاري او په
لابراتوارکې يې د تنظيم په موخه د Insects killing Jar, Insects Spreading Board, Insects collecting net
Insects collection box د استعمال تخنيکونه روښانه شول.
بیولوژی دیپارتمنت په یاد علمي روزنیز ورکشاپ کې د مرستي په پار د ننګرهار زراعت اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست له درنې رهبرۍ, مشفقو مسؤلینو او تخصصي همکارانو څخه د زړه له تله مننه کوي او د سپيڅلي علمي احساس او ستړياو قدردانی یې کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad
2601