Gardi Ghous High School

Gardi Ghous High School

Share

ګردی غوث عالی لیسه

23/08/2022

ملګرو داځینو شیان باید زموږ او ستاسی عقیدی راخرابی نه کړی.
دافیسبوک کی چی کوم افلیکیشن دمستقبل لپاره کاریږی لطفاً ددغه څخه ډډه وکړی.
داهم دکفارو یو چم او دګمراه کولو یوه طریقه ده.
تاسی وګوری چی راتلونکی یواځی رب العزة ته معلوم دی.
#موږـ.بایدله.دغو.ـ.ناوړوشیانو.څخه...ډډه.ـ.وکوړو.
شیر یی کړی تر څو ټولو وروڼو ته ورسیږی.

23/08/2022

ښکلي خوندوره او په زړه پوری کیسه ❤️

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ👇👇👇

یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلی او د خپل پلار څخه یې شکایت وکړ، ویې ویل: ای د خدای رسوله، زما پلار زما مال او پیسې زما بې اجازې او مشورې مصرفوي.
رسول الله د ځوان دا خبرې واورېدې او د ځوان پلار یې را وغوښتی.
کله چې دځوان پلار له دې خبرې خبر سو چې زوی یې د هغه په ​​اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت کړی دی،د زوی له دې کاراو خبرې ډېر متاثره اوخوابدی سو.
په هغه وخت کې په عربو کې شاعري ډېره مشهوره وه.
نو د ځوان د پلار په ذهن کې د شعر څو بیتونه تاو را تاو سو ل ، پرېکړه یې وکړه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور کې به دا شعر لولي.
همدا وخت و چې جبرائیل امین رسول الله (ص) ته راغلی او ویې ویل: مخکې له دې چې د دغو دوو کسانو په مینځ کي پرېکړه وکړي.
لومړی هغه شعر واورئ چې ددې زاړه سړي په ذهن کې دی،
او وروسته د هغه شعر د اوریدولو څخه بیا پریکړه وکړئ..
کله چې بوډا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی
حضرت مبارک ورته وفرمایل :
لومړی هغه شعر راته واوروه چې ستا په ذهن کې دی.
سپین ږیري پلار چې دا خبره واورېده نو په سترګو کی يې اوښکی راغلی ويې ويل:
يا رسول الله هغه شعر چې تر اوسه زما د دماغ څخه زما تر غوږونو لا هم نه دی رسيدلى، خو د الله جل جلالله لخوا بیا تاسو ته خبر در کړل شویدی؟
شعر نسبتاً په الفاظو کې سخت و، خو مانا یې دا ده .

اې زما زویه !
کله چې ته نړی ته دلمړی ځل لپاره راغلی او سترګی د وغړولی نو زه پوه سوم چی زما د ژوند او کار سختی شپی ورځې پیل شوې.
کله به چی تا ژړل ، موږ به هم بیداره درته ناست وو خوب به مو نه کاوه
تا به چی څه نه خوړل، موږ هم ستا له غمه خوراک نسواي کولای..
کله به چې ته ناروغه کېدې، مابه د هر چا دروازی ورټکول او پر طبیبانو به مي ګرځولې ، تر څو جوړ سي.
الله مه کړه را څه مړ نه سې..
پداسی حال کی چې مرګ جلا دی او ناروغی جلا .
کله به چې ګرمی وه، ما به ستا په خاطر سخت کارونه کول، اوپدی لټه کی به وم ترڅو تاته یخ سیوري یا سایه پیدا کړم چې ګرمی دي راڅخه ونه سوځی .
همدا رنګه کله به چې یخ وو، ما به ډبرې ماتولې، کله کله به مې درانه بارونه په شا وړل، ترڅو تا ته ګرم ځای پیدا کړم چې یخ راڅه ونه سي. اوسینه بغل نسی .
ستا دځوانیدو په خاطر می درانه درانه کارونه وکړل ، دومره درانه کارونه چی ترڅو ته راته ځوان سی ،
ستا د ځوانیدو په خاطر مې دومره درانه کارونه وکړه چې اوس دادی ناتوانه سوی یم ، لاسونه او پښی می لړزیږی او پر ملا کړوپ سوی یم ، ته شکر دی اوس ځوان اوِ غښتلی سوی یې ، خو پر ما خزان راغلی ، ته د پسرلی په شان تر و تازه او استوار سوی ، او زه پر ملا کوږ سوم .
زماارمان پوره سو ،چي ته ځوان اوغښتلی سوی .
د ځانه سره به مې ویل: زه به پاته عمر ستا تر سیوري یا سایې لاندي تېروم او د ارامی ساه به اخلم .
مګر کله چې ته ځوان اوغښتلی سوی ، ستا چلند زما سره بدل سو.
دا راته معلومه سوه چې ستا سترګې ما نه ویني .
ته اوس ماته داسې خبرې کوې چی کله کله می سینه ولړزیږی او ساه می بنده سی .
ما چې ټول عمر ستا دپاره زحمت وه ایستی ته می رالوی کړی، اوس راته معلومه سوه چې زه ستا پلار نه بلکه ستا غلام او خدمتګار یم.
خو بیا هم څوک خو د خپل نوکر سره هم داسې خبرې او چلند نه کوي لکه ته چي یې زما سره کوې، څوک خپل غلام ته لا د یو وخت ډوډۍ ورکوی ، ما هم خپل خدمت ګار او غلام وګڼه ، خو ډوډۍ راکوه .
پلار د شعر په ژبه غږیدی، کله یی چی سترګی پورته کړی ګوری چی رسول مقبول ژاړی ، دومره یی ژړلی دی چی مبارکه ږیره یی په اوښکو لنده سویده .
له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل ځای څخه ولاړ سو او هلک ته ورغلی او درې واري یې داسي ورته وویل:
ته او ستا هر څه ستا د پلار دي.
ته او ستا هر څه ستا د پلار دي.
ته او ستا هر څه ستا د پلار دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که کیسه خوندوره وه
نو زموژ سره پاتی شی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال غمجن انسان❤️🖊️

23/08/2022

1- G.K
د انسانانو ځانګړنېHuman Characters
_______________________

۱– درواغجن انسانان؛ د هيڅ‌چا پر خبرو باور نه کوي او په دې اند دي، چې ټول درواغ وايي.
۲– ناهيلي انسانان؛ تل سوره يس لولي.
۳– تمه کوونکي انسانان؛ تل په دې اند وي، چې ټول خلک د ده پر وړاندې د توطيو او خنډ جوړولو په لټه کې دي.
۴– تنګ‌نظري انسانان؛ چې هر کار ترسره کړي، په بيا بيا ځل يادونه او تاکيد يې نه مړېږي.
۵– ډېر هيله لروونکي انسانان؛ تمه لري چې ټول خلک يې بايد هرې خبرې ته په سر سترګو ځواب ووايي.
۶– کينه کوونکي انسانان؛ تل فکر کوي، چې ټول خلک له دوی سره کينه کوي.
۷– ناپوه انسانان؛ تر ډېره داسې انګېري، چې ګواکې په هر څه پوهېږي.
۸– د لويو انسانانو؛ تر ډېره د ”مننه/مننې“ لفظ په خوله وي.
۹– لوی انسانان؛ چې د نورو پر وړاندې هر کار ترسره کوي، بيا هم د ډېرې عاجزۍ له مخې وايي، چې له دې پورته مې په وس پوره نه و.
۱۰– مينه‌ناک انسانان؛ د مهربانۍ پرمهال نور خلک پدې ډول مخاطبوي؛ ”ځان مې يې“ ”ژوند مې يې“ او ”ملګری مې يې“.
۱۱– متواضع انسانان؛ د دوستانو د هرې غوښتنې پر وړاندې وايي، په سر سترګو، کوښښ کوم!
۱۲– پوه انسانان؛ د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب کې وايي، نه پوهېږم!

23/08/2022

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ددې هېواد یو پوځي موټر سیند ته لوېدلی، چې ۹ سرتېري پکې وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، دا پېښه په باغ ضلح سیمه کې رامنځته شوې ده.
وژل شویو کې یو لوړ پوړی افسر هم شامل دی.

07/08/2022
07/08/2022

دقیامت 28علامات چې پیغمبرﷺ 1500 کاله مخکی بیان کړي او رشتیا شوي دي
د لوستلو په هيله

①: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.

②: خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .

③: د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.

④: هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.

⑤: په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي.

⑥: د سود کاروبار به عام شي.

⑦: ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.

⑧: فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.

⑨: خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.

⑩: درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.

⑪: خلک به د صحيح حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.

⑫: مسلمانان به مالداره شي، مګر ديندارې به نوي.

⑬: کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.

⑭: هر راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.

⑮: د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.

⑯: قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.

⑰: کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.

⑱: په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.

⑲: ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.

⑳: د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.

21: د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به دساعت غوندې تيريږي.

22: مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.

23: د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.

24: خلک به د زکات آخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.

25 ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.

26: زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.

27: جهالت به عام شي، خلک به ددنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.

28:بې حيا ښځې او د موسيقي آلات به زيات شي

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ.

07/08/2022

د مرګ 💀 فکر نه کوو۔۔۔۔

ګناه 😧 ګناه نه بولو

زړه مي غواړي لمونځ 🧕 وکړم

تر مسجد 🕍 پوري می، ﺟﺴﻢ 🧖🏻‍♂ نسي وړلی

د ﺩﻧﯿﺎ 🌎 په کارو 🌇 کي سربداله وم۔

ﻭﻗﺖ🕥 او ﺩﻭستي 👥 ﺑﺮﺑﺎﺩه 😎 وو

یو ورځ ناببره توره 🌑 شپه سوه

سترګي چي مي خلاصي کړې خپل ځان مي په قبر کي ☠ پیداکړ.

بیا الله تعالی ☝ راڅخه و پوښتل ، چشي دي راوړي

غوښتل مي چي کور ته 🏡 ولاړسم، ﻟﯿﮑﻦ نسوای تللی 🏚

په قبر ☠ کي یوازي والي ډیر وبېرولم 😰

خپلوانو ته مي نارې کړې د خپلو څخه یو لا هم نه راغلی

ﻭﻗﺖ🕥 سته ځان اصلاح کړه؟

د ﻗﺮﺁﻥ کریم یوه رکوع په ورځ کي وایه د یوې رکوع په ویلو سره په کال کي درې قرآن کریم 🕋 مکمل کیږی.

کله چي ته دغه پېغام نورو ته استوې تا شیطان راګرځوي✋🏿

اوس ته څه کوې ۔ ؟؟؟؟؟
یو 🕥 دقیقه هم چورت مه وه 🤔 خپل ټولو ملګروته یې و لیږه.

په دوعاګانو🤲 کی مویاد ساتی ورور
المر وفادار

02/08/2022

وزارت ماليه/دماليې وزارت
د ماليې وزارت لخوا د 361 بستونو اعلان
دافغانستان ماليې وزارت نوي 361 خالی بستونه دازاد رقابت لپاره اعلان سپارلي.
تحصيل: لسانس
کاري تجربه: ضرورت نشته
ټول تفصيل يې په لاندې لينک کې وګورئ

https://easyjoob.com/companies/ministry-of-finance/

31/07/2022

.

- د اوبو څښلو (۵) ناسمې طریقې - اوبه څومره، څرنګه او کله وڅښو؟

په دې لیکنه کې یې ولولئ... انسان په بدن کې تر شپېته سلنه زیاتې اوبه دي. اوبه د انسان په روغتیا کې مهم رول لري؛ خو که ناسمې وڅښل شي، ډېرې ناروغۍ زېږوي. لکه د هاضمې خرابوالی، د بندونو درد، د پوستکي ناروغۍ، د وېښتانو تویېدل، د پښتورګو او زړه ناروغۍ او داسې نور.

د یادونې وړ ده چې نن سبا (۹۹)سلنه وګړي په ناسمه بڼه اوبه څښي او د ګټې پر ځای ورته لنډ مهاله او اوږد مهاله زیان رسوي. سمه ده چې اوبه څښل د انسان اړتیا ده؛ خو د دې مانا دا نه ده چې موږ هر کله وغواړو، هر څنګه وغواړو او هر څومره وغواړو، هومره اوبه وڅښو. په دې لیکنه کې دې باندې غږېږو چې څومره اوبه، څرنګه او کله وڅښو. لومړی د اوبو څښلو پر هغو (۵) ناسمو طریقو باندې غږېږو چې نن سبا یې خلک کاروي.

١_ تر ډوډۍ مخکې او وروسته سمدلاسه اوبه څښل: زیاتره کسان عادت لري، همدا چې ډوډۍ بس کړي، اوبه په سر واړوي، دا طریقه سمه نه ده. کله چې موږ ډوډۍ خورو د بدن د تودوخې درجه مو لوړېږي، تر څو هضم په سمه توګه ترسره شي؛ خو تر ډوډۍ وروسته سمدستي چې اوبه وڅښو، ګډوډي رامنځته کېږي او هضم په سمه توګه صورت نه نیسي. پایله یې دا شي چې قبضیت، د نس غراری، باد او نورې ستونزې رابرسېرېږي. باید چې تر خوړو وروسته سمدستي اوبه ونه څښل شي.

٢_ اوبه په تېزۍ سره څښل: نن سبا زیاتره وګړي په بېړه کې وي او ګوټ ګوټ ګوټ سره یو-دوه ګیلاسه اوبه تر ستوني تېرې کړي. اوبه باید په ارامه وڅښل شي، تر څو د خولې لاړې له اوبو سره یو ځای شي او معدې ته ښکته شي. د خولې لاړې په هضم کې لوی لاس لري. که اوبه تېزې وڅښو، لاړې له اوبو سره نه یوځای کېږي او په نس کې د بادونو ستونزه رازېږي. ډاکټران لا حتا وایي چې اوبو باندې هم شخوند ووهئ؛ تر څو لاړې او اوبه سره میکس شي او معدې ته ښکته شي.

٣_ ډېرې یخې اوبه څښل: زیاتره کسان چې ستړي کور ته راشي، د یخچال دروازه خلاصه کړي او یخې اوبه په سر واړوي، دا کار سم نه دی. یخې اوبه مو د ستوني پر خرابولي سربېره هضم ته هم زیان رسوي. دغه راز د یخو اوبو له کبله په هډوکو کې د بندونو درد هم راټوکېږي او د زړه حرکت هم کراروي. ښه طریقه دا ده چې تاسو په اوړي کې د یخچال اوبه نه، بلکې د منګي اوبه وڅښئ. ځکه چې د منګي اوبه طبیعي یخې وي، زیان نه رسوي او د یخچال اوبه مصنوعي یخې وي، زیان رسوي.

٤_ خورا ډېرې اوبه څښل: لیدلي به مو وي چې ځينې کسان که تږي هم نه وي، ټوله ورځ اوبه څښي. ښایي چا ورته ویلي وي چې څومره ډېرې اوبه وڅښل شي، هومره ګټه کوي. دا سمه ده چې ډېرې اوبه ګټه رسوي؛ خو د دې مانا دا نه ده چې ټوله ورځ کېنئ اوبه وڅښئ. زیاتې اوبه حجرات اغېزمنوي او که خدای مه کړه د ماغزو حجرات یې اغېزمن کړل، ناوړو پایلو سره به مخ شئ. ښه طریقه دا ده چې څومره تږي یاست، هومره اوبه وڅښئ.

څنګه پوه شو چې د بدن اوبه مو کمې دي؟ که د بدن مایعات مو کم وي، دې نښو نښانو سره به مخ شي؛ د تشو متیازو زېړوالی، د شونډو وچوالی، د پوستکي خړوالی، سستوالی او ژر ژر تنفس کول.

٥_ په ولاړه اوبه څښل: په دې ټکنالوژیکه بوخته نړۍ کې نن سبا خلک دومره وخت نه مومي چې اوبو څښلو ته کېني. په ولاړه خو لا څه چې ځينو د منډې په حال کې بوتل پر شونډو ایښی وي، اوبه څښي. کله چې موږ په ولاړه اوبه څښو، پښتورګي مو په سمه توګه اوبه نه شي چاڼولی. بدن کې د اوبو تصفیه، چاڼ یا فلټر که په سمه بڼه ونه شي، لسګونه ناروغۍ زېږي. په ولاړه اوبه څښل د بدن په مایعاتو کې ناانډولي راپيدا کوي چې له کبله یې د هډوکو په درد اخته کېدای شئ. څومره چې کولای شئ، په ارامه، په ناسته او مناسبه اندازه اوبه وڅښئ.

دا هغه تېروتنې وې چې زیاتره کسان یې د اوبو څښلو پر مهال په شعوري یا ناشعوري توګه ترسره کوي. اوس به دې باندې وغږېږو چې اوبه کله، څومره، او څه ډول وڅښو.

۱_ کله اوبه وڅښو؟ هر کله چې تږي شوئ، کولای شئ چې اوبه وڅښئ؛ خو یو وخت چې باید اوبه پکې هرومرو وڅښل شي، هغه سهار مهال دی. سهار چې کله له خوبه ویښ شوئ، تر غاښونو برسولو مخکې اوبه وڅښئ. دا مهال اوبه څښل ډېرې ګټې لري. د اوبو څښلو بل وخت د دوو خوړو تر منځ دی. له خوراک نیم ساعت مخکې باید اوبه څښل بند شي. دغه راز تر ډوډۍ یو نیم ساعت وروسته اوبه څښلی شئ.

٢_ څومره اوبه وڅښو؟ د اوبو څومره والي ته دقیقه اندازه نه شو ټاکلی، بیا هم کولای شو چې هره ورځ دوه نیم لیټره اوبه وڅښو. مطلب د ورځې له خوا هر ساعت پس یو ګیلاس اوبه.

– ورځې له خوا تر ۸ ګیلاسو پورې اوبه حتماً وڅښئ، خو یو دم یې مه څښئ بلکې په قراره یو یو غړپ وڅښئ. بل دا چې د شپې له خوا تر ویده کېدو ۳ ساعته مخکې د اوبو څښل بس کړئ. تر څو مو د تشو مېتازو له امله د شپې خوب ګډوډ نشي

22/07/2022

د الله تعالی عجیبه خلقت!
ساینس او ټیکنالوژي!
آیا تاسو پوهېږئ ، چې د باران نه مخکې مېږیانو ته څنګه پته لګي، چې باران کېدو والا دی.

ساینس وايي: چې مېږیان خبرې نکوي، بلکې ډېټا(مالومات) یو بل ته انتقالوي او پدې ډول خبرې کوي.
او د هغوي طریقه داده؛ چې یو مېږې د خولې څخه یو ډول مواد وباسي او د بل په خوله کې يې ورکوي، پدې سره دویم مېږې ټول مواد ډي کوډ کوي او پوهېږي چې څه يې ورته وویل.
تاسو به اکثره لیدلي وي چې یو مېږې د بل مېږي د خولې سره خوله جنګوي او ځي، چې پدې طريقې سره یو بل ته مالومات انتقالوي.
نوې څېړنې دا ثابتوي چې مېږیان یو بل سره یواځې خبرې نه؛ بلکې دوی د یو عجیبه نظام لاندې ژوند هم کوي.
تاسو به اکثره لیدلي وي، چې د باران نه مخکې مېږیان د خپل کور ګېر چاپیره ګرځي او د خاورو غرونه جوړوي، تر څو باران ددوی کورونو ته کوز نشي.
هغوي ته د وخت نه مخکې ځکه اندازه لګي، چې په هغوي کې په قدرتي ډول یوه ماده موجوده ده، چې د هایدرو فولک په نامه سره یادیږي، کله چې په هوا کې د نمي اندازه زیاته شي، په مېږیانو کې موجوده ماده دا محسوسوي او مېږیانو ته د باران متعلق پېغام ورکوي. په همدې اساس د باران نه مخکې مېږیان خپل خوراکي توکي او د اوسېدو د ځای بندوبست کوي.
په همدې ډول د هوا پېژندنې اداره په هوا کې د نمي اندازه نوټ کوي او بیا وايي چې د باران امکان دی.
تاریخ ګواه دی چا چې په قرآن شريف کې غور او فکر کړی دی، هغوي يواځې د ځمکې حجم ندې اندازه کړی، بلکې دا يې هم ویلي، چې انسان څنګه په هوا کې د مرغانو په شان الوتنه کوي،چې ښه مثال يې جهاز دی.
که مونږ په قرانکریم کې غور او فکر وکړو، داسې ایجادات به وکړو، چې انساني نسل به حیران شي.
ځکه الله ج قران کريم کې فرمايي:
په کایناتو کې د عقلمندو لپاره ډیرې نښانې دي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Torkham Jalalabad Road
Jalalabad