TAO Agriculture Training Center

TAO Agriculture Training Center

Share

خدمت کول مې ارزو ده! help

20/10/2024

وخت خلک نه بدلوي ؛
بلکې وخت د خلکو رښتیني مخونه در ښکاره کوي .
دا خبره يو څو کسانو پورې رایاده شوه
چې همیشه ستا څخه استفاده کوي.

15/10/2024

١ – په مستقيمه توگه : دلته په کارگومارونکى مستقيمادکارمندسره رابطه نيسي .
٢- په غيرمستقيمه توگه : دغه روش ډيرغوره بلل شوى. دلته دکمبود پست او دپام وړ بست لپاره په اخبارونو ، مجلو ، انټرنيټ او نورومطبوعاتي وسايلو کې دمربوطه ادارى اعلان خپريږي . هرڅوک چې په شرايطو برابر وي خپل غوښتنليک ،بيوگرافي او دتحصيل اسناد وړاندى کوي ، څومره چې کارته درخواست ورکوونکي زيات وي هغومره دښه کارمند دغوره کولو چانس زيات وي.
٣- په منځنۍ توگه : دلته داړونده ادارى داعلاناتو په تخته خبرتياځړول کيږي يادکارگرۍ اتحادي او دمامورينو ياداستخدام دمديريت دسپارښتنى له مخى افراد کارته داستخدام کيدولپاره رابلل کيږي .
زمونږ په هيواد کى ددويم روش په اساس دآزادى سيالۍ له لارى بستونه اعلان ته سپارل کيږي ، چې دلته دمربوطه بست نوم خصوصيت ، ددندو لايحه ، شرايط ، ددندى موقعيت ، دکارموندلو دفورمى دترلاسه کولو پته او امتيازات اعلان ته ورکول کيږي . ددرخواستونو ورکوونکي ټولو کانديدانو څخه يو دوه مرحله يې امتحان اخستل کيږي چې يويې تحريري او بل ئې سيده مرکه ده ددى لپاره چې داستخداموونکي لپاره دانتخاب عمليه اسانه شي له کانديد څخه دهغه (CV ) ستاينليکونه اونور غوښتل کيږي معمولا په (CV) کى ، مدني حالت ، قوم او نوم، دتحصيل درجى له وروستى تحصيلي درجى ترلمړنۍ، په سرچپه توگه ، ددندوسوابق ( له اخري نيټى ترپخوانۍ ) دژبو مهارتونه ، کمپيوټرسره بلدتيا، دمحاسبى او نورومسلکونودپوهى درجه او نورراځي . دستخداموونکى هغه مطالعه کوي او بيايې دمرکى په مهال کى په پام کى نيسي ، وروسته بياهغه کانديدان چې دپام وړپست داشغال اعظمي شرايط پوره کړى وي يو شارټ لست کى راوستل کيږي اوپه نهايت کى يوتن غوره کيږي . دغه تن دبشري قواوو فورمه ډکوي دخپل تحصيل دديپلوم فوتوکاپي ، صحي فورمه، دجنائي څانگى داستعلام او دتذکرى فوتوکاپي او عکسونه دستخداموونکى څانگى ته ورسپاري . کله چې نوموړى په دنده کى مقرر شو دکارله لايحى ډاډ حاصلوي . همکارانوته معرفي او ددفتروسايل ورته سپارل کيږي . نوموړى پخپل کاري چاپيريال کى په کارپيل کوي ، بايد ډيره توجه وشي چې نوى کارمندپه درنښت سره نوى دندى ته معرفي شي او دکارانگيره يې وهڅول شي او ترممکنه حده په لوړ پرسنټيژاو باحيثيته توگه همکارانوته وروپيژندل شي . مربوطه څانگه نوي مامورته سجل او سوانح برابروي او دامتيازاتو دورکړى فورمى ئې جوړوي اوکارمند دخپل صلاحيت په حدودو کى ددندى مسئوليت قبلوي .
په کارپيل کوي. کله چې يونوى مامور په دنده کى مقررشي بايد ډاډمن شوچې
١ – دخپلى دندى پرلايحه پوه اوترلاسه کړى ئې ده .
٢ – ددندى لايحه دکاري چاپيريال په بدليدو او دوخت په پيريدو نوى کيږي .
٣ – هغه همکارانوته وپيژنۍ.
٤ – هغه دکاردپيل ډير ښه شرايط چمتوکړئ.
٥ – هغه ته ددندى اودکار دچاپيريال په هکله معلومات ورکړى ترڅو ادارى ته دوفادارۍ احساس وکړي.
٦ – هغه ته دمسئوليت ، هدفمندۍ او اعتبارډاډورکړۍ.
٧ – هغه متوجى کړئ چې ددفترمحرم اسناداو رازونه وساتي. په استخدامي چاروکى تبديلي او انتخاب هم راتلاى شي چې تبديلي دمامورپه خوښه يادلوړومقاماتوپه امرديوى ادارى څخه بلى ادارى ته دکميت او کيفيت ،کاري شرايطواو مسلک سره مشابهوبلى ادارى ته انتقاليږي. کله چې يوماموردلنډى مودى لپاره دنده پريږدي موقت منفک او که دايماددندى څخه لاړشي بايد ددندى څخه منفصل وگڼل شي او مربوطه څانگو ته ئى خبر ورکړل شي او له لوړو مرجعوڅخه ئى منفکي وغوښتل شي، که مامورمؤقتا مثلادتحصيل لپاره بهرته ځي مؤقتي منفک کيږي .

استعفى: کله چې يومامورله خپل پست څخه پخپله خوښه ځي او له ادارى سره روابط قطع کوي او مربوطه اداره موافقه ورسره کوي، مستعفي بلل کيږي . چې داهم داستخدام مديريت پورى اړه لري.
اخراج : زمونږ پخوانيواداروکى ميرزايانو موقوف هم ورته ويل. چې دماموريااجير له موفقى پرته دادارى لخوا دهغه له کاره لرى کول دي .
تعليق :له يوه پست څخه په موقت ډول ديوه مامورگوښه کيدل ياگوښه کول دي. کيداى شي اصلاحي اوتنبيهي بڼه ولري. کيدائى شي دادارى دتشکيل دپراخيدوياکميدو له امله هم وي .
تقاعد:دادارى له ثابت يايوه مؤقت پست څخه ديوه مامور درابطى بلکل پرې کيدل دي البته اجيرتقاعدنلري دتقاعد شرط دادى. چې هغه ته دتقاعدۍ امتيازورکول کيږي . استخدامي چارى او دهغوټول مراحل ديوى سالمى ادارى د رامنځته کولو شرط او دادارى يوه دنده ياعنصردى.
ارشيف: چى ټول اسناد دپرسونل پکى ساتل کيږي . داستخدام کانديدبايد په لانى توگه ځان مرکى ته چمتوکړي.
١ – خپل ظاهري صورت دخپل راتلونکي کار دآدابو سره برابرکړي، لازم لباس واغوندي او مرکى ته په فصاحت ځواب ووايې .
٢ – دخپلى راتلونکى دندى په لايحه باندى ځان پوه کړي او دخپلى (CV ) کاپي ځان سره واخلي .
٣ – دمعلوماتو په ورکول کى صادق او سي او ريښتني معلومات ورکړي .
٤ – ځان ډاډه کړۍ چې مقابل لورى ستاسو په ځوابونو پوه شوې وي.
٥ – تاسى متوجى اوسۍ چې دپوښتنى په لړکى مرکه کوونکى يادستخدام کوونکى اداره غواړي ستاسى خصوصي ياشخصي اهدافوباندى هم پوه شي چې دهغوى ددنى سره موافق وي.
٦ – داسى څرگندکړئ چې تاسو دغى دندى سره واقعي غلاقه لرئ او ورته تحرک لرئ ، نه داچې داستاسوضمني يادوهم انتخاب دى. استخداموونکې اداره غواړي ستاسوله تحصيلاتو،تيروخت ، کاري تجربى،سلوک،راتلونکى مسئوليت پيژندنى ، په ځان ويساوالى درهبرئ دمهارتونواونوروڅخه خبرشي دوى دهمدى لپاره ستاسى (CV) په دقت سره گوري اوځوابونه مواوري . خوکوشش دې وشي چې لاندى اشتباهات ونشي.

١ – دخپل مخکيني آمر بدمه وائې ( يعنى که پخواتاسى چيرى کارکړې وي هلته ځان موفق وبولۍ)
٢ – مرکې ته به بى نظمه او بى سليقه بڼه مه ورځئ.
٣ – مرکى (مصاحبى) ته په خپل وخت ځان ورسوئ.
٤ – مرکه کوونکي ته مخامخ کينئ او دهغوى څيرى ته دقيق اوسئ.
٥ – ځان ستومانه ، تردد اوشکمن مه ښکاره کوئ بلکى مصمم اوسئ.
٦ – ځان هرکاره مه معرفي کوئ.
٧ – بده نه ده چې دپوره او ښه معاش سره علاقه ښکاره کړئ خوپه پيسو ډيرتاکيد مه کوئ.
٨ – مرکې دبرياليتوب په صورت کې ددندى قراردادپه دقت مطالعه کړئ ځان ورباندى پوه کړئ او بياوروسته هغه لاسليک کړئ. تجربوښودلي چې دپوهنتون نوي فارغان که څومره هم په انگليسي ژبه کې مهارت ولري ظاهري بڼه يې سمبال او په کمپيوتري پروگرامونو باندى حاکميت ولري خوپه اداره کې ددوې معلومات کم وي حتى درسمي اداري مقاهيمو په تعريف بلدنه وي . نولآزم دي چې هريو دادارى په هکله معلومات حاصل کړي ترڅوکامياب اوبرلاسى اوسي.
ځيني اصطلاحات :
١ – مامور: دآمر دقانوني امرهغه اجراکوونکې چې دمربوطه دندې داجرلپاره په اداره کې رسما توظيف شوى وي او درسمي دندې په مقابل کې دادارې څخه معاش اخلي .
٢ – کميسون ياکميټه : معمولا دادارى دباتجربه څوکسانوڅخه جوړه شوى دافرادو يوه ډله ده چې دآمر لخواټاکل کيږي ترڅو دادارى په اړوند ځينې ځانگړي کارونه اجرايادوڅاري ، کيداى شي موقتي وي اوياهم دايمي وي. دوى دخپل راپورپه ورکولو مکلف دي دايمي کميسون دمعاش مستحق دي. خومؤقتي کميسون دلنډى مودى په ترڅ کې ددندى له اجراوروسته منح کيږي لکه په يوه موضوع قضاوت ، ديوى اساس نامى ليکل ، ديوى څيړنى ترسره وکول . ديو پروتوکول دمسودې ليکل اونور .
٣ – رخصتي :يومامور په يوه کال کى لس ورځى ضروري رخصت ، شل ورځې دناروغئ ، شل ورځې تفريحي اوجمعى ، اخترونودحج ورځې دمراسمواودواده په مناسبت درخصتۍ مستحق دي. ولى ځينې شخصي ادارى دخپل پلان مطابق رخصتي لري .
٤ – بست :هغه درجه ده چې يومامودخپل لپاقت اووړتياپه صورت کې دخپل تحصيلي سند،تجربى،پوهى اوکفايت له مخى هغه ترلاسه کوي.
٥ – حاضري :هغه کتاب دى چې هرمامودمکلفيت له مخى په هغه کې هره ورځ دکارپه شروع او اخر کې لاسليک کوي او خپلې ادارى ته دخپل حضروالي ډاډورکوي.
٦ – رسيدات : هغه پاڼې چې مرسل اليه ته دليکونو درسيدلو دډاډ په خاطر په هغه کې دمرسل ياليږونکي ادارى مکاتيب ثبت اوليکل کيږي ، دغه پاڼى په مجلد بڼه دفترکى موجود وي او دډکيدوپه صورت کې دادارى په ارشيف کى ساتل کيږي .
٧ – وارده : داجرآتو،خبرتياواوکارهغه ليک چې له بهرڅخه ادارى ته رسيږي ، په وارده پاڼه کې دليک نومره ،نيټه اودخلص مطلب په شتون کې ئې دموضوع لنډيز اودهغه وارده گڼه ليکل کيږي .
٨ – مکتوب : هغه رسمي پاڼه ده چې ديوى ادارى له خوا ديوه مطلب دښودلو په خاطر يو بلى ادارى يامرجع ته رسمااستول کيږي .
٩ – فرمان :دجمهوررئيس هغه هدايت چې دمهمو موضوعاتو په هکله دجمهوررئس لخواصادريږي ،
لکه دقوانينوتوشيح ،ديوشميراشخاصوټاکنه اوداسى نور.
١٠ – حکم : دجمهوررئيس هغه ليکلى هدايت دى چې دقوانينو،مقرراتواوددولت دبيلابيلوبرخواجراتوپه هکله صادرشوې وي.
١١- مصوبه : ددولت درياست دمقام ، دکابينې دغړو يادوزارت دمقام دغونډى دريپورټ کاپي ده .
١٢ – پيشنهاد:له قانون سره سم لوړو مقاماتو ته ديوشمير مسايلومطرح کو، ترڅو دهغو داجرااوترسره کيدو اجازه ترلاسه او له حکم سره سم اجرآت وشي. ١٣ – خلص سوانح : دافغانستان په اداروکې دايوکوچنى کتاب دى چې کارکوونکي ټول رسمي کيفيتونه دشخصي ژوند معلومات او ددندى په جريان کې تغييرات پکې ثبت کيږي او دمامور تعهدپاڼه او عکس هم پکې وي ، پدى کې دمامورټول رسمي اطلاعات درتبى اخستل ، مکافات ،مجازات ،تبديلي او نورپکى ثبت وي او دسوانجو مديريت کې ساتل کيږي .
١٤ – استعلام : دهغو مسايلو طرح کول چې دلوړ مقام له خوا ديوى وظيفى داجراکولو لپاره جوړيږي او له لوړمقام څخه نوروټيټو مراجعو ته ورکول کيږي او هغوى ئې جوابوي .
١٥ – اصول : هغه عام منل شوي معيارونه دي چې ټول ئې يوشانته په تطبيق کولو مکلف لکه رسمي وخت رعايت ، سهارومازيگر حاضري لاسليک کول اونور......
١٦ – قواعد :يوڅه خاص دستورات اومقررات دي چې کيدائى شي دادارى بيلابيلوڅانگو تخصصونواو موقفونو لپاره وي . دابنسټيز رول لري خو دقانو ن حيثيت نه لري رعايت ئى ضروري دې . لکه : دځينو ځانگړى يونيفورم رعايت کول يادترافيکي نښو او اشارورعايت کول او نور.......
١٧ – قانون :دلاتيني کليمى (Kanoon ) څخه اخستل شوى او د( ک) تورى په عربي ژبه کې په (ق) بدل شوى او اکثرا مراد ورڅخه اساسي قانون وي په لغت کې اصل اومقياس ته ويل کيږي تعريف ئې داسى دې . قانون هغه دستورات ، مقررات او حکمونه دي چې دملي شورا او ددولت لخوا دټولنى دچارو داداره کولو او انتظام ساتلولپاره چې دهيواد داساسي قانون سره په تضاد او تناقص کې نه وي وضع شي. ياپه بل عبارت قانون هغه حقوقي قواعد دي چې داساسي قانو ن داجازى له مخى منحته راغلى وي. يايوه ملي او عامه قاعده ده چې داساسي قانون په رڼاکې دپارلمان ياملي شورا لخوا جوړيږي .
١٨ – اساسي قانون : هغه کتبي اوتدوين شوى نظام دى چې ددولت دلوړو ارکانو(اجرائيه ،مقننه ، قضايه ) ترمنځ مناسبات سمبالوي .
١٩ – دوسيه :ديوکود نمبر له مخى دکاري پروسى دسنادوراټولول دي ياپه بله وينا دوسيه ديوى ادارى حافظ بلل کيږي او بايد دقانو ني مصئونيت لرونکې وي ، بايد ثبت شوى وي او دلاسبري وړوي .
Hemat Takal Agri Co. LTDکرنه او لارښوونهAgriculture and guidance کرنه او لارښوونه

14/10/2024

وربشی
وربشې د غنمو سره ورته یو کرنیز ډول دی، خو د دواړوترمنځ توپير هم شته، دا فصل په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه کرل کیږي او د انسانانو او څارویو د خوړو په توګه کارول کیږي. دا یو له لومړنیو غلو څخه دی چې د لومړیو انسانانو لخوا کرل شوي او په ډیری جغرافيائی سیمو کې په مختلفو اقلیمونو کې کرل کیدی شي. وربشې په ډیرو خوړو کې کارول کیږي چې د عصري څیړنو پر بنسټ جوړ شوي. همدارنګه په لویدیځو هېوادونو کې د بیر د استخراج لپاره په مکرر ډول کارول کیږي. دا په نړۍ کې له جوار ، وريجو او غنمو وروسته تر ټولو زيات توليد شوي غله دي. په 2022 کې، په ټوله نړۍ کې 2.4 ملیون جریبه وربشې کرل شوي، چې 147 ملیون میټریک ټنه حاصل ورکوي.

Photos from TAO Agriculture Training Center's post 08/10/2024

سالم باغ
که چيرته زموږ د ګروپ سپارښتنې او لارښوونې په خپلو کروندو او باغونو کې عملې کړئ نو تاسو به يو ښه سالم باغ او کرونده ولرئ.
ښه حاصل ترلاسه کول د ښه باغ روزنه ده!
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTD

Photos from TAO Agriculture Training Center's post 06/10/2024

د مینکوزیب اصلي دندې:
منکوزیب په عمده توګه د فنګسي ناروغیو مخنیوي لپاره کارول کیږي.دا عالي تعقیم لري او د رنځجنیک تخمونو ټوکیدنه منع کوي.دا په پراخه کچه د کرنې کښت، تخم او ګلونو او نورو برخو کې کارول کیږي.د کنټرول اصلي څیزونه د خټکي فایبر، انتراکنوز، او نسواري ځای شامل دي.ناروغۍ، ایپیډیمیک، زنګ او داسې نور، دا کولی شي د ناروغۍ پراختیا مخه ونیسي او کنټرول کړي کله چې د ناروغۍ دمخه یا په لومړیو مرحلو کې کارول کیږي.
"2″ منکوزیب نه یوازې باکتریاوې تعقیم کولی شي، بلکې نباتاتو ته د زنک او منګنیز ځانګړي ټریس عناصر هم ورکوي، کوم چې کولی شي د نباتاتو وده او تولید ته وده ورکړي.
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTDکرنه او لارښوونه

25/09/2024

الک (Spinach)
پالک د هغو سبو د ډلې څخه شمېرل کېږي، چې خلک یې پاڼې او ډنډرونه پخوي، دا ډول سابه د شنو سبو په نوم یادیږي، پالک ژر حاصل ورکوي او د لږ وخت لپاره ځمکه نېسي، پالک سوړبخن موسم کې ښه وده کوي، د یخ وهنې سره یې ټینګار زیات دی.
پالک د خوراکي ارزښت له پلوه د سبو په ډله کې دویم ځای لري. پالک ډیر مهم او ګټور سابه دي چې پخپل جوړښت کې ۳۶ ګرامه اوسپنه په یو کیلو ګرام کې لري نو لدې څخه څرګندیږي چې د پالکو د اوسپنې اندازه د ټولو سبو په پرتله ډیره ده.
پالک په سړه هوا کې ښه وده کوي او د سانتي ګریډ تر (۵-۶) درجو پورې کلکتیا لري، پالک دوه کلن عمر لري خو په لومړي کال کې هم تخم تولیدوي. د پالکو تخم د زرغونیدو لپاره (۱۶) سانتي ګریډ تودوخه وړ ده. د پالکو تخم د (۷) ورځو وروسته زرغونیږي، د پالکو حاصل کله چې (۴۵-۵۰) ورځې تیرې شي، ټولولو ته چمتو کېږي، د پالکو حاصل هم یو ځلې او هم ځلې راټولېږي د ننګرهار په ځېنې تودو سیمو کې پالک د ژمې په بهیر کې څو ځلې ریبی او د تازه سبو په توګه ترې کار اخېستل کېږي، کچېرې د هوا تودوخه ډیره سړه شي د پاڼو وده په ټپه درېږي، پاڼې یې ژیړیږي کار اخېستل کېږي او کیفیت یې خرابېږي او دوهم کال په پسرلې کې تخم تولیدوي؛ په یوه جریب ځمکه کې د پالکو تخم (۵-۶) کیلو ګرامه پورې ټاکل شوې ده او د شیندلو په ډول کرل کېږي، کچېرې د قطارونو په بڼه کرل کېږي د قطارونه ترمنځ لرې والی یې د (۲۰-۲۵) سانتي متره او د بوټو ترمنځ لرې والی (۸-۱۰) سانتي متره پورې وړ ګڼل کېږي په ځیني نورو کتابونو کې په في جریب کې تخم (۱-۲،۵) کیلو ګرامه ښودلې ده.
زمونږ د هېواد په سړو سیمو کې پالک په دوه وختونو کې کرل کیږي د پسرلي په پېل کې کله چې ځمکه کرنې ته چمتو شي او د زمري او وږي په میاشتو کې چې هوا مخ په سړیدو وي کرل کېږي، خو په تودو سیمو کې یواځي په یو وخت کې کرل کېږي. په تودو سیمو کې پالک د سنبلې د میاشتې څخه د دلوې تر میاشتې پورې په بیلا بیلو دمو کې کرل کېږي او د ژمې کې حاصل ورکوي او په سړو سیمو کې د حوت، حمل او ثور په میاشتو کې تخم کرل کېږي، د پالکو تخم د (۲) سانتي متره په ژوروالي په ځمکه کې پت شي.
د پالکو لپاره اوبخور (۱-۳) دفعه ګټور ده.
د پالکو لوړ حاصل هغه وخت لاسته راځي چې بوټې یې پوره اندازه وده کړې وي هغوی باید د ښه کیفیت په موخه د ګلانو او ډنډرکو د جوړښت تر مخه د پټیو څخه راټول شي، تازه د مارکیټ د پالکو نیله د لاندینیو پاڼو لاندې په تیره چاقو او یا تیره سامان سره غوڅیږي، د پروسیس کولو په موخه بوټي د خاورې سطحې څخه نږدې (۲،۵) سانتي متره لوړ پریکول کېږي.

31/08/2024

د غنمو ډولونه د کر له مخی
دا په دری برخو طبقه بندی شوی دی.
ژمنی غنم
نیمه ژمنی غنم
پسرلنی غنم
ژمني غنم دا باید په منی کې وکرل شي ترڅو استراخت موده يې تکمیله شي نو په پسرلی کې وږي باسی او که چیرته د ژمنی غنم په پسرلی کې وکرل شی هيڅ وږی نه باسی اما متوسط یا نیمه ژمنی غنم کولای شي چې هم په منی او پسرلی کې وکرل شي او حاصل ورکړب خو دا په ډاګه ويلي شو چېد منی غنمو اوکښت حاصل پسرلی د کښت په پرتله زیات دی پسرلنی غنم په پسرلی کې کرل کیږي ځکه د سړو په مقابل کې مقاومت نلري.
متوسط يا نیمه ژمنی غنم
دا ډول غنم یو څه د سړو اویخنی يه مقابل کې مقاومت لري.
پسرلنی غنم
دا هغه غنم څخه عبارت دی کوم چې په پسرلی کې کرل کېږي دا ډول غنم د ودی موسم اوږدوالی لنډوی او حاصلات يئ هم کم وی.
د غنمو ابیارۍ
د غنمو ابیارۍ نظر اقلیمي شرایط د خاوری ډول ته فرق کوي هر څومره چې دابیارۍ شمیر زیاتیږی په هماغه اندازه حاصل هم زیاتیږی خو په مقابل کې د پروټين مقدار کمیږی او غنم باید ۵-۶ ځلی ابیاري شي د ۲۵ ورځي وروسته اوبه ورکړل شي.
ابیارۍ وختونه:
اول: مخکی له کرلو څخه وتری نمجنی ځمکی تیارولو لپاره
دوهم:هغه وخت اوبه ورکړل شی چې اصلی ریشی جوړیږي یعنی ۲۱ ورځۍ وروسته له کرلو څخه اوبه ورکړل شی.
دریم: په پسرلی کې پس له حشاوی څخه چې غنم د ودی په حالت کې وی اوبه ورکړ کېږي.
څلور: د وږی په ایستلو يا ګل پروخت کې اوبه ورکول کېږي.
پنځم: د اخرنی اوبه د غنمو د داني شیری او تکملیدو په وخت کې اوبه ورکول کېږي.
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTD

14/08/2024

مینکوزیب + میټالیکسل
منکوزیب په عمده توګه د فنګسي ناروغیو مخنیوي لپاره کارول کیږي.دا عالي تعقیم لري او د رنځجنیک تخمونو ټوکیدنه منع کوي.دا په پراخه کچه د کرنې کښت، تخم او ګلونو او نورو برخو کې کارول کیږي.د کنټرول اصلي څیزونه د خټکي فایبر، انتراکنوز، او نسواري ځای شامل دي.ناروغۍ، ایپیډیمیک، زنګ او داسې نور، دا کولی شي د ناروغۍ پراختیا مخه ونیسي او کنټرول کړي کله چې د ناروغۍ دمخه یا په لومړیو مرحلو کې کارول کیږي.
منکوزیب نه یوازې باکتریاوې تعقیم کولی شي، بلکې نباتاتو ته د زنک او منګنیز ځانګړي ټریس عناصر هم ورکوي، کوم چې کولی شي د نباتاتو وده او تولید ته وده ورکړي.
منکوزیب په باغدارۍ کې کاروي:
۱ - منکوزیب په باغدارۍ کې هم په پراخه کچه کارول کیږي. د سوکولینټ، ګلابو، اوږد عمر لرونکي ګلونو، انتوریومونو او نورو پوټکي بوټو لپاره چې د فنګسي ناروغیو خطر لري لکه downy mildew، powdery mildew، soot، anthracnose او نورو فنګسي ناروغیو لپاره، د لوړې ناروغۍ پیښې د دورې څخه مخکې سپری کولی شي ښه اغیزه ولري.دفاعي او محافظتي اغیزې.
۲ - د پوټکي بوټو لپاره لکه آرکیډ، اوږد عمر لرونکي ګلونه، سوکولینټ، او بلبس ګلونه چې د اوبو د راټولیدو او د ریښو د خرابیدو خطر لري، د مینکوزیب د کمولو سره د ریښو اوبه کول د مخنیوي رول لوبولی شي.
۳ - د ګلانو نوي پېرل شوي بلبونه لکه توليپس، هايسينتس، اماريليس او داسې نور، که د بلبونو په سطحه د مولډ داغونه وي، نو دوی هم د منکوزيب په محلول کې د 800-1000 ځلو لپاره د ګنډلو څخه مخکې د نيم ساعت لپاره لمده شي. کولی شي تعقیم کړي او د بلبونو د خرابیدو مخه ونیسي.
۴ - کله چې د سوکولینټ یا بلبس ګلونو کښت کول ، په خاوره کې د مینکوزیب د ویټیبل پوډر لږ مقدار مخلوط کولی شي په مؤثره توګه د اوړي په لوړه تودوخه کې د ریزومونو د اوبو راټولیدو او د ریښو ریښو او تور روټ احتمال کم کړي ، او په مخنیوي کې ځانګړی رول لوبوي. او کنټرول.محافظتي اغیزې.
که څه هم منکوزیب په پراخه کچه کارول کیږي، ځینې احتیاطي تدابیر شتون لري.دا غوره ده چې د کارولو دمخه لارښوونې په دقت سره ولولئ او د وړاندیز شوي دوز سره سم یې په سمه توګه وکاروئ ، ترڅو ورته تاثیر ترلاسه کړئ."دا یو درمل دی چې درې پر دریمه برخه زهرجن دی."منکوزیب د انسان بدن ته هم زهرجن دی.هرڅوک باید د درملو کارولو دمخه لومړني محافظت واخلي او د درملو کارولو وروسته په وخت سره لاسونه ومینځي.
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTD

07/08/2024

پينډي میتهالین
که چيرته غواړي چې کرونده مو د هرزه ګياه نه پاک وي او کرونده کې مو سبزیجات یا نور فصلونو کې هرزه ګياه را زرغون نشي (شنه نشي) نو تاسو باید پینډي میتهالین وکاروئ.
دا هرزه ګياه تخم لمنځه وړي او ستاسو کرونده به د هرزه ګياه (واښو) نه پاک وي دا شین نبات یا فصل ته هېڅ زیان نه رسوي خو تخم لمنځه وړي.
دا کولای شوو کله چې د کوم نبات یا فصل بوزغلی خپلې کروندې ته انتقالو نو کولای شوو چې دا ورسره سم یوزاي یا هم یوه ورځ مخکي وکارو نو زمونږ کرونده کې به هرزه ګیاه (واښه) شنه نشي.
اوس وخت کې ډېر بزګران د پیازو کرو کوي چې بوزغلی رسیدلی وي نو کولای شي چې دا په خپلو کروندو کې وکاروي همدارنګه هغه بزګران چې کرم کرکوي کولای شي چې دبوزغلی د انتقال نه مخکي يې وکاروي .
دا هرډول هرزه ګياه تخم لمنځه وړي او زمونږ کرونده به د زیان رسوونکو بوټو نه پاک وي.
نوټ:
دا په ډېرو نورو کروندو کې هم کارولی شوو د نورو معلومات لپاره تاسو کولای شي چې په لاندي شمارو اړیکه ونیسی او یا هم زمونږ اداري ته نژدی لیدنه وکړي.
تماس : 0790884849//0767850032
whats App 0788505369

07/08/2024

ګرانو کروندګرو
د اصلاح شوو تخمونو او لوړکیفیت لرونکو تخمونو لپاره زمونږ سره په اړیکه کې شي زمونږ خدمات ستاسو انتخاب د لوړ حاصل ضمانت کوي.
ښه جنس خریداري کړئ او لوړ حاصل ترې ترلاسه کړئ.
مونږ سره مختلف نوع تخمونه موجود دی مناسب نرخ سره معیاري تخم ترلاسه کړئ.
ترلاسه کولو ادرس:
ننګرهار ولایت کيمياوی سري کوڅه ش اه محمود مارکیټ ښې لاسته پنځم نمبر هــــمـــت تـــــکل کرنیز مرکز
تماس: 0790884849__0767850032
واټساپ: 0788505369

09/07/2024

وبه لګونه اړین دي ، مګر دا په منظم ډول د باران په څیر اغیزناک ندي ، یو څه چې اوسنی اقلیم د شپې د لوړ تودوخې ځانګړتیا لري ، کوم چې نباتاتو ته په اغیزمنه توګه کار کولو اجازه نه ورکوي. فصلونه تر فشار لاندې دي. په حاصلاتو کې به لږوالى راشي .
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTD

Photos from TAO Agriculture Training Center's post 07/07/2024

زیړ او سپین جوارو کر
د جوارو کر
دا چې د جوارو د کر وخت دې نو هڅه وکړئ چې بزګرانو ته لارښونه وکړئ چې جوار په قطارونو وکري ترڅو لوړ حاصل ترلاسه کړي.
په قطار د جوارو کر لوړ حاصل ورکوي،هر يو نبات ته خپل ضرورت په اندازه سره رسي،کمې ابيارې ته اړتياوي لري،هرزه ګياه (واښه)کنترول اسان وي،لوړ حاصل ترلاسه کېږي،د باد په مقابل کې نبات مقاوم راځي.
هڅه وکړئ چې د دوه قطارونو ترمنځ فاصله 60_70سانتې متر پورې ورکړئ او د دوه دانو ترمنځ فاصله 20-25سانتې ورکړئ چې په يو جريب کې 14000 دانې کرل کېږي.
ترلاسه کولو ادرس
کيمياوی سری کوڅه شاه محمود مارکيټ ښې لاسته پنځم نمبر د انجينر همت تکل کرنيز خدمات مرکز
تماس 0790884849 /0767850033
Agriculture and guidance کرنه او لارښوونه
کرنه او لارښوونه
Hemat Takal Agri Co. LTD

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


154
Jalalabad
14000