بټي کوټ پوهنې نشرات Bati kot Education publisher

بټي کوټ پوهنې نشرات Bati kot Education publisher

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from بټي کوټ پوهنې نشرات Bati kot Education publisher, Education, Jalalabad.

Photos from ‎بټي کوټ پوهنې نشرات Bati kot Education publisher‎'s post 22/06/2022

ولايت : ننګرهار
ولسوالي : بټي کوټ
ورځ : چهار شنبه
نېټې : ۱۴۴۳/۱۱/۲۳
ش : ۱۴۰۱/۴/۱
بټي کوټ پوهنې امريت!

چلونکی: نورالحق حداد

دخیبر دره یې سره کړله په وینو
په کړپه یې هم روان کړ دندو کار

تاریخ شاهد دی چې په نړۍ د چا ځان ته تمه پیدا شوې، نو بیا یې د افغانستان په پاکه خاوره برید کړی دا کيسې او پېښې ډېرې دي لکه سکندر مقدوني، شاه عباس، د پنجاب لخوا فرنګ په کال ۸۵ هجري کې، حجاج بن یوسف خپل سپه سالار عبیدالله ته فرمان ورکړ، چې کابل ته ورسیدې کلا ګانې ورانې کړه ځوانان ووژنه ښڅې بندۍ کړه زړې ښځې او بوډاګان پرېږده، چی له لوږی مړه شی او مالونه یی تالاه کړه.
همدا ډول د مغل سرخیل بابر د کوهاټ هنګو او بنګښو سره کبر وکړ په جګړه کی یې دوه سوه سړی ونیول د مغلو په کمپ کې ترې سرونه پرې کړل او څلی یې کړ، د مغل لښکر به چی په هره سیمه تیر شو هلته به یې د افغاني میړنو ککرې څلی کولې کلی او کورونه به یې سیزل، په ډیره بې رحمۍ سره به یې تالان ګډ.
د لغمان په جنګ کې اغر خان اولس سوه ککرې د باچاه حضور ته ولیږلې، د دې جابرې واکمنۍ په مقابل کې لومړی توره بایزید روښان له تیکی راویستله، وروسته دریا خان افریدي، خو د دغې لوې واکمنۍ په زوال کې ستر رول د ایمل خان مومند دی، چی خوشحال خان یې هم په صفت نه مړېږی.
د مغلو صوبدار به په اوړی کې کابل او د ژمي پیښور کې اوسیده.
په کال ۱۶۷۲ د سپرلی په وخت د مغل لوی ګورنر محمد امین خان عیاش د خپل وخت نه لږ مخکې کابل ته نیت وکړ، ساپیانو مغولي نوکران وژلي ؤ، حسن بیک په ساپیانو حمله وکړه، خو ناکامه شو ، محمد امین خان یې خبر کړو ده د پښتنو لپاره لوی لښکر تیار کړ د اورکزو ملکان، خوشحال خان او د مومندو مستجاب هم ورسره ملګری و د خیبر په لور روان شو.
پښتنو خیبر نیولی و د محمد امین نواب د ارادې خبر و، مغولی ګورنر محمد امین سره زورور قوت، توپک، توپ ، توپخانه او د هاتیانو رسالی وې، د علی مسجد پورې ارام ورسید، پښتنو ته یې جرګه ولیږله خو واپس شوه لاره حلاصه نه شوه.
محمد امین مغولي لښکر ته د جنګ امر وکړ، چې د خیبر لاره خلاصه کړئ، په لنډي خانې کې پښتنو، چې شینواری، افریدی ، ملا ګوري د غره، سمې مهمند په کې شامل وو، بې د ایمان او پخې ارادې د برکت او غیرت او پاکی جذبی بل هیڅ ورسره نه، په مغلي لښکرو یی د غره نه د ګټو باران جوړ کړ، د هاتیانو پښې يې ورماتې کړلې، لښکر ورخطا شو د مخکې په ځای وروسته شو پښتنو تورې په لاس ورمنډی کړلې په مغلو قیامت جوړ شو لاس په لاس جنګ ټوله ورځ وشو محمد امین خان او څو ملګري يې په کومه پټه لار پیښور ته وتښتیدل، خوشحال خان په سترګو لیدلی حال وایي:
اول جنګ د لوړی شاه د تهترو و
چې څلویښت زره مغل شو تار په تار

خویندې لوڼې یې په بند د پښتنو شوې
اس، اوښان، هاتیان، ولجه قظار، قطار

ایمل خان دریا خان دواړه مرګ یې مه وایي
هیڅ تقصیر دواړو ونه کړو وار په وار

د محمد امین خان خپله ښځه، لور، خور، مور او د مغولي افسرانو ښځې د پښتنو په لاس ورغلې.
د ایمل خان په کلک او اوچت هوډ د مغلو په دربار کې جنرالان، جنګ پوهان او شهزاده ګان سرکوزي او ذلیله شول، ایمل خان ډېر تيز سړی و مهمندره، خیبر دره، خوست، تیراه سوات، کابل او پیښور به یې په اس کنټرولول او په خپل نوم یې سیکه راوویستې وه
ایمل خان مومند د ازار ناو (هزارناو) نه چکنور ته پوري وت میا جان محمد ورته د مشرۍ پټکی وروتاړه خو مغلو ورته کور ته اور واچولو.
د همدې ستر میړني په نوم په افریدو کې ډېر ځایونه جوړ شوي، د مهمندرې ولسوالۍ تر څنګ د ایمل خان عالی لیسه جوړه شوې، چې نولس جریبه زمکه لري دا لېسه د تورخم جلال اباد د لوې لارې په سر په دیارلس سوه یو څلویښت کال کې تاسیس شوې او په دیارلس سوه نهه څلویښت کال کې یی د لېسې نوم خپل کړ په دې لېسه کې هلکان زده کوونکي په زده کړه بوخت دي د نجونو لپاره بېله لېسه لري، مامورین، اجیران، پرسونل يې ټول همت کوي برياليتوب يې په برخه.
سرچينې
ارمغان خوشحال
خوشحال خان کليات
خېبر مجله
مينه مجله

22/06/2022

بسم الله الرحمن الرحيم
ولايت : ننګرهار
ولسوالي : بټي کوټ
ورځ : چهار شنبه
نېټې : ۱۴۴۳/۱۱/۲۳
ش : ۱۴۰۱/۴/۱
د بټي کوټ پوهنې امريت د ښوونيزې څارنې غړي ښاغلي قاري عبدالباطن منيب سهارنۍ ډالۍ سره مې د ګل عکس ملګری کړ.

مَنْ قَعَدَ حَيْثُ يَنْتَهِي بِهِ المَجْلِسُ، وَمَنْ رَأَى فُرْجَةً فِي الحَلْقَةِ فَجَلَسَ فِيهَا

د مجلس له ادابو څخه دا دی چې ناسته دې د مجلس په اخیرنۍ پاتي برخه کې یا هم په هغه ځای کې وشي چې خالي وي.
حدیث:
حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ، قَالَ: حَدَّثَنِي مَالِكٌ، عَنْ إِسْحَاقَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي طَلْحَةَ، أَنَّ أَبَا مُرَّةَ، مَوْلَى عَقِيلِ بْنِ أَبِي طَالِبٍ أَخْبَرَهُ عَنْ أَبِي وَاقِدٍ اللَّيْثِيِّ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَمَا هُوَ جَالِسٌ فِي المَسْجِدِ وَالنَّاسُ مَعَهُ إِذْ أَقْبَلَ ثَلاَثَةُ نَفَرٍ، فَأَقْبَلَ اثْنَانِ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَذَهَبَ وَاحِدٌ، قَالَ: فَوَقَفَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَمَّا أَحَدُهُمَا: فَرَأَى فُرْجَةً فِي الحَلْقَةِ فَجَلَسَ فِيهَا، وَأَمَّا الاخَرُ: فَجَلَسَ خَلْفَهُمْ، وَأَمَّا الثَّالِثُ: فَأَدْبَرَ ذَاهِبًا، فَلَمَّا فَرَغَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «أَلاَ أُخْبِرُكُمْ عَنِ النَّفَرِ الثَّلاَثَةِ؟ أَمَّا أَحَدُهُمْ فَأَوَى إِلَى اللَّهِ فَاوَاهُ اللَّهُ، وَأَمَّا الاخَرُ فَاسْتَحْيَا فَاسْتَحْيَا اللَّهُ مِنْهُ، وَأَمَّا الاخَرُ فَأَعْرَضَ فَأَعْرَضَ اللَّهُ عَنْهُ».

ابو مرة (د عقیل بن ابي طالب ازاد کړی غلام) د ابو واقد لیثي نه روایت کوي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات کې و او خلک ورسره ناست وو چې درې سړي راغلل نو هغې کې دوه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مخې ته راغلل او یو لاړو (ابو واقد وايي) چې هغه دواړه (څه وخته پورې) له رسول الله سره ولاړ وو بیا هغوی کې یو نفر حلقه کې خالي ځای وموند او هغې کې دننه کېناست او دویم د ټولو نه وروسته (د مجلس اخر کې) کېناست او دریم لاړ، کله چې رسول الله (ص) له (وعظ) نه فارغ شو صحابه وو ته یې وفرمایل: «ایا تاسو ته د هغې درې سړو حالت و نه ښایم چې هغوی کې یو الله تعالی ته رجوع وکړه او الله هغه ته ځای ورکړو. دویم شرم وکړو نو الله هم د هغه نه حیا وکړه او دریم مخ و ګرځولو نو الله هم د هغه نه مخ واړولو».

(صحیح البخاری)

Photos from ‎بټي کوټ پوهنې نشرات Bati kot Education publisher‎'s post 22/06/2022

بسم الله الرحمن الرحيم
ولايت : ننګرهار
ولسوالي : بټي کوټ
ورځ : چهار شنبه
نېټې : ۱۴۴۳/۱۱/۲۳
ش : ۱۴۰۱/۴/۱
د بټي کوټ پوهنې امريت د ښوونيزې څارنې غړي ښاغلي قاري صبغت الله معصومي د مور په حقونو لکينه کړې تاسې ښاغلي يې لوستلو ته رابولم:
دمور دعا دجنت هوا
دمور او پلار د پښو لاندی جنت دی.
د مور او پلار باره کی چی هرڅومره صفات ولیکل شی صفات یی نه پوره کیږی او لیکونکی یی کمزوری حسابیږی.
یو عالم خپلی مورته وویل چی موری زه غواړم چی ستاحق پوره کړم، مور یی ورته وویل چی بچیه! دا هیڅکله هم نه شي کولی خو بچي یی تکراری دا غوښتنه کوله بالاخره مور یی ورسره دا خبره ومنله چی زه یی ستا بچی او ته می مورشه.
مور یی وویل اوس ته غواړه او زه به ستاغوښتنی پوره کوم.
بچی یی ورته وویل چی موری ماته شیدی راوړه،مور ورته شیدی راوړلی کله یی چی ورته په مخ کی کیښودی بچی یی وویل اوس راته پکی اوبه واچوه، کله یی چی ورته په شیدوکی اوبه واچولی نو بچی ورته وویل مورجانی اوس راته ترینه هغه اوبه لری کړه چی په شیدوکی دی اچولی بیرته یی تری را وباسه مور یی ډیر کوشش وکړ خو په دغه کار وه نه توانیده.
په دوهم ځل یی ورته وویل چی سخته ګرمی هم وه چی ما باندی بړستن( کمپله)واچوه او ته هم راسره څمله کله یی چی پری بړستن واچوله نو سخته ګرمي وه مور یی ورته باربار ویل چی بچیه ګرمی ده خو بچی یی نه منله چی نه نه زما ګرمي نه کیږي، بالاخره عالم وه منله چی کله هم د مور او پلار حق بچیان نه شي پوره کولی، نوهره ورځ او شپه ځانته د مور او پلار ورځ وټاکۍ.

22/06/2022

ولايت : ننګرهار
ولسوالي : بټي کوټ
ورځ : سه شنبه
نېټې : ۱۴۰۱/۳/۳۱
ق : ۱۴۴۳/۱۱/۲۲
د بټي کوټ پوهنې آمريت د تعليمي نظارت امر ښاغلي قاري صفي الله اقبالزي ليکلي:
د بټي کوټ د معارف وياړونه
تيره ورځ مو دواړه ځوانې هستۍ هر يو امان الله (حبيب زي) بټي کوټ عالي لېسې ته او عثمان شاه (همدرد)درويشتمې ويالې لېسې ته مديرانو په حيث معرفي کړل.
دا ښاغلي دواړه تاند ځوانان دي د خدمت طمعه ترې کېږي بريالي دي وي.

۱ د چهاردهي نسوانو لېسې د څلورم څخه تر شپږم ټولګي پورې نتايج لاسلیک شوي.
(قاضي محمد نصيب د نظارت غړی)

۲ د بټي کوټ پوهنې آمريت د ښوونيزې څارنې غړی محمد قسيم خان توحيدي د نواقلو څخه راپور راکړی.

۳ د شهيد عبدالحبيب لومړني ښوونځي سرمعلم د شپږم ټولګي فارغانو زده کوونکو ته کارت سوانح ترتيب کړي دي.
د نظارت امر قاري صفي الله اقبالزي.

۴ د جنډو لومړني ښوونځي سرښوونكي خپلواک نتايج تطبیق ته راوړي.
د نظارت غړی" محمد طارق ثاقب "

۵ د بټي کوټ پوهنې آمريت په داخل کې چې پرون د معاش ورکولو ته کومه طرحه جوړه شوې وه په هغې د بېلابېلې ښوونځيو لخوا تبصرې شوې.

۶ د چارديوال خصوصي ښوونځي سرمعلم جاويد راوړي نتايج وکتل شول.
(صبغت الله معصومي د نظارت غړی)

۷ د شهيد عبدالحبيب لومړني ښوونځي سرمعلم د شپږم ټولګي فارغانو زده کوونکو ته يې کارت سوانح ترتيب کړي دي.
د نظارت امر قاري صفي الله اقبالزي

۸ د حافظ محمد خادم ابتدائيه ښوونځي سرمعلم انهار الله شينواري راوړي نتايج کتل شوي.
(محمد طارق ثاقب د نظارت غړی)

۹ د روزي خان کوچي منځني ښوونځي مدير، سرمعلم، او زمونږ د نظارت غړي تطبیق کوي.
"فضل ودود فضلي دنده نظارت"

۱۰ د جنډو لومړني ښوونځي سرښوونكي خپلواک نتايج تطبیق ته راوړي دي.
د نظارت غړی" محمد طارق ثاقب "

۱۱ قاري عبدالباطن منيب حديث شريف سهارنۍ ډالۍ رالېږلې.

۱۲ د پلار حق باندې قاري صبغت الله معصومي ليکنه کړې.

03/06/2022

ولايت : ننګرهار
ولسوالي :بټي کوټ
د جمعې ورځ
نېټه ١٤٠١/٣/١٣
الحمد الله د الله ج په نصرت سره ستاسې په مټ.

د امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي د سالمې رهبرۍ د چتر لاندې او د تعليمي نظارت امر ښاغلى صفي قاري صفي الله اقبالزي په لارښوونه د معارف ژمن او پياوړي ټيم په خپل وخت د اړونده ښوونځيو څخه ليدنې او څارنې کړي دي چې نتيجه زمونږ او ستاسې برياليتوب دى پاک لايزال مو په ژوند خوشحاله لره.

*د ښوونيزو فعاليتونو اوونيز راپور*
د 26 شوال څخه تر 2 ذى القعده
د 5م جوزا څخه تر 12م د جوزا
*درجه* *ولسوالي* *فعاليتونه*
1 جلال اباد ښار 70
2 بټي کوټ 67
3 شينواري 65
4 کوټ 61
5 مهمندره 55
6 چپرهار 53
7 لعلپوره 48
8 سره رود 46
9 رودات 40
10 ګوشته 28
10 کامه 28
11 اسلامي تعليمات 24
12 ساينس 15
13 پچير اګام 14
13 ښيوه 14
14 خوږياڼي 12
15 شيرزاد 11
16 بهسود 10
17 حصارک 7
17 دره نور 7
18 نازيان 5
19 دور بابا 3
20 هسکه مينه 2

*يادونه* د دى اوونۍ مجموعي فعاليتونه ـ 701 ـ الحمد لله
دا پورتنې راپور اوونيز راپور دى هيله ده چې د مياشتني راپور لپاره نور هم خپل ځان چمتو کړئ ـ
*يادونې*
1 ـ ځيني ولسواليو والا تکراري راپورونه نشر کړي لطفا" د داسې اشتباه څخه ډډه وکړئ ـ
2ـ د اسلامي تعليماتو فعاليتونو کې د ټولو نظارت غړو برخه اخيستې
ان شاء الله په اجر و ثواب کې به ورسره شريک ياست ـ
الله تعالى دى مونږ ټولو ته اخلاص رانصيب کړي او زمونږ دا سالم رقابت دى په خپل دربار عالي کې قبول کړي ـ آمين
په درنښت
د نشراتو او اطلاعاتو خادم
فرهاد احمد ستانکزى

27/05/2022

*د ښوونيرو فعاليتونو اوونيز راپور*
د 19م شوال څخه تر 25م شوال
د 29م ثور څخه تر 4م د جوزا
*درجه* *ولسوالي* *فعاليتونه*
1 شينواري 59
2 جلال اباد ښار 57
2 مهمندره 57
3 بټي کوټ 55
4 چپرهار 33
5 کوټ 30
6 رودات 29
7 لعلپوره 28
8 سرخرود 22
9 اسلامي تعليمات 16
10 نازيان 14
11 کامه 13
12 اچين 11
12 خوږياڼي 11
12 ګوشته 11
12 بهسود 11
13 شيرزاد 8
14 پچير اګام 7
14 دره نور 7
15 کوز کنړ 6
16 هسکه مينه 5
17 حصارک 3
18 دور بابا 3
19 ساينس 2
*يادونه* د دى اوونۍ مجموعي فعاليتونه ـ 497 ـ الحمد لله
دا پورتنې راپور اوونيز راپور دى هيله ده چې د مياشتني راپور لپاره نور هم خپل ځان چمتو کړو ـ
*يادونه*
ځيني ولسواليو والا داسې راپور راليږې چې هغه شميره هم مونږ سره په کوم ځانګړي نوم ثبت نه وي او په راپور کې د ولسوالۍ نوم هم نه وي ذکر شوى نو داسې راپور ته مونږ هيڅ ارزښت نه ورکوو ـ په بښنې سره ـ
الله تعالى دى مونږ ټولو ته اخلاص رانصيب کړي او زمونږ دا سالم رقابت دى په خپل دربار عالي کې قبول کړي ـ آمين
په درنښت
د ننګرهار ولايت ، پوهنې رياست
د نشراتو او اطلاعاتو خادم
فرهاد احمد ستانکزى

26/05/2022

١٤٤٣/١٠/٢٤
١٤٠١/٣/٣
د بټي کوټ پوهنې امريت اړوند!
نن سه شنبه د پوهنې امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي او د تعليمي نظارت امر ښاغلي قاري صفي الله اقبالزي دواړو د چهاردهي هلکانو لېسې د کلنۍ ازموینې صحنې ولیدې، شقې او وړې پرچې يې تطبيق کړې او هم يې دالسنه مضمون د تقریري امتحان څارنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ښوونېزې څارنې غړي سعيد الله زاهد او عبيد الله صديقي ملګري و.

١ سه پاى ابتداٸيه ښوونځي کې کتابونه په منظم ډول ټولېږي کارتنونو کې محفوظ ساتل کېږي.

٢ د حافظ محمد خادم ابتدٸیه ښوونځي د کلنۍ ازموینې د صحنې د نظارت غړي محمد طارق ثاقب څارلې.

٣ ښاغلى قاضي محمد نصيب د ګنديانو ابتداٸيه ښوونځي ته تللى د ازموينې مهالويش يې کتلى، شقې يې په نښه کړى، ضوابط يې تطبيق کړي.

٤ د روزي خان منځني ښوونځي د ازموينې صحنې د نظارت غړي يو تن بهاالدين بهار ليدلي او ټول شوي کتابونه يې منظم کړي.

٥ د بټي کوټ پوهنې امريت د تعلیمی نظارت غړي محمدقسیم خان توحیدي د ۲۳ ويالې لیسې کلنۍ ازموینې صحنې ليدلي.

٦ د طلحه بن زبير خصوصي ښوونځي ته دوه تنه د ښوونېزې څارنې غړي هر يو قارصيب عبدالباطن منيب، قارصيب ګل معصوم مسرور ورغلي دي.
د اخيستل شوې ازموينې شقې يې تطبيق کړي صحنې کنترول کړي، په شفافيت يې ټينګار کړى.

٧ يو تن د تعليمي نظارت غړي صبغت الله معصومي د ختیځ باور خصوصي ښوونځي څخه لیدنه کړې ده.

٨ په دواړو حوزو کې ١٥٧ تنه نارينه او ښځينو د ښوونکو اعلان شوو بستونو ته نومليکنه وکړه چې (١٣٧)نارينه د سواد زده کړې مدير ابو احمد نجات ثبت کړي دي (٢٠) ښځينه قارصيب صبغت الله، محمد خان الفت ثبت کړي دي.
٩ نن سه شنبه د بټي کوټ پوهنې امريت اړوند د بټي کوټ عالي لېسې د ازموينې صحنې څارل شوي دي.
١٠ د تعلیمي نظارت غړي محمدقسیم خان توحیدي دنبي خیلو ابتداٸیه ښوونځي د کلني ازموینې صحنه لیدلې ده.

١١ د تعلیمي نظارت غړى ښاغلى مفتي ابوطيب سميع الله د سه پاى ابتداٸيه ښوونځي ته تللى د نتايجو په هکله يې لار ښوونې کړي او هم د کتابـونو ټولو منظم ساتلو سپارښتنه کړې.

١٢چارديوال خصوصي ښوونځي ته ښاغلى قاضي محمد نصيب ورغلى خپلې مربوطه کړنې يې کړي.

١٣ د چهاردهي هلکانو لېسه کې د مجلس له مخې پرېکړه شوې چې د نتايجو د اعلان ورسته به ټول شوي کتابونه کامياب شوو زده کوونکو ته ورکړي.

١٤ د تعليمي نظارت امر ښاغلي قاري صفي الله اقبالزي د چهاردهي نسوان لېسې څخه ليدنه وکړه په دې ليدنه کې يې د نظارت غړي هر يو قاضي محمد نصيب، سعيد الله زاهد، عبيد الله صديقي ملګري وو د نتايجو په اړه يې ښې لارښوونې کړي دي

26/05/2022

١٤٤٣/شوال/٢٥
١٤٠١/جوزا/٤
د بټي کوټ پوهنې امريت اړوند!
نن د چهار چهارشنبې په ورځ د پوهنې امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي د انبارخانې هلکانو په لېسه زده کوونکو ته د ثقافت له مخې د نصحت هر اړخيزې خبرې وکړې او هم يې د کلنۍ ازموینې صحنې ولیدې، شقې او وړې پرچې يې تطبيق کړې د السنه مضمون د تقریري امتحان يې څارلى.
نوموړي چشتي سره د ليدنې په وخت د ښوونېزې څارنې غړي سعيد الله زاهد او عبيد الله صديقي همکاري کوله.

١ د تعليمي نظارت غړي اختر محمد عالم د راپور له مخې د تکيه ګړۍ منځني ښوونځي زده کوونکو ژمنه کړې چې شليدلي کتابونه به جوړوي او بيا به يې ښوونځي ته سپاري نن يې هم د بېلا بيلو ټولګيو کتابونه جمع کړل.
نوموړي عالم د کلنۍ ازموينې صحنې څارلي بل يې د زده کوونکو څخه غوښتني چې که چا کتابونه په شخصي لګښت اخيستي وي ادارې ته دې يې د مرستې په نيت ورکړٸ.

٢ د پوهنې امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي د تکيه ګړۍ منځني ښوونځي زده کوونکو ته د نصحت به ژبه تينګار وکړ چې زمونږ شاګرد به په ټولنه کې معلوم وي او هم يې د ازموينې صحنې وڅارلې.
نوموړي چشتي سره د ليدنې په وخت همکاره ډله د ښوونېزې څارنې غړي سعيد الله زاهد او عبيد الله صديقي و

٣ ښاغلى محمد طارق ثاقب د شهید نادر خان ابتداٸیه ښوونځي ته تللى د کلنۍ ازموینې د صحنې څخه يې ليدنه کړې او ويلي دي چې ښوونځى خپله کومه ودانۍ نه لري په يو مسجد کې زده کوونکي ناست دي.

٤ د چهاردهي لېسې د ازموينې په څلورمه ورځ به مو دصحنو عکسونه ليدلي وي.

٥ د ۲۳ ویالې په لېسه کې ازموینې شفافې روانې دي.

٦ د ښوونېزې څارنې غړى ظاهر الله بټي کوټ خصوصي ښوونځي ته تللى صحنې يې ليدلي د ښوونځي نشراتو يې عکسونو ته دا رنګ ليکلي: هغوی چې د علم ( تعلیم) د حاصلولو په خاطر د شمعو د تتو رڼاګانو لاندې شپې سبا کوي، اودسختې ګرمۍ لاندې امتحانونه ورکوي حتمآ به یې راتلوونکی انشالله له پر مختګونو او بریاو ډک وي❤

٧ د کوزمیشواڼو ابتداٸیه ښوونځي صحنې به سکون در کړي.

٨ ښاغلي مولانا قاضي محمد نصيب په چارديوال خصوصي ښوونځي کې زده کوونکو ته د ژوند کولو په ادابو خبرې وکړې او هم يې صحنې وليدې.

٨ د تعليمي نظارت درې تنه غړي هر يو ډاکټر صفى الله، عبدالقدير او ربي الله د باريکاب ابتداٸيه ته ورغلي خپل مربوطه کارونه کړي.

٩ د تعليمي نظارت امر قاري صفي الله اقبالزي د بټي کوټ عالي لېسې څخه ليدنه کړې په دې ليدنه کې ورسره د نظارت غړى اغامحمد بېنوا ملګرى و.

١٠ کتوونکي ډله: ډاکټر صفى الله عبدالقدير او ربي الله د دوهم فارم منځني ښوونځي د کلنۍ ازموينې شقې تطبيق کړي صحنې يې څارلي او هم يې د غلام حسن بابا لومړنى ښوونځى ليدلى.

١١ د فارم غازي اباد منځني ښوونځي څخه د تعلیمی نظارت غړو نورالحق حداد، صبغت الله معصومی او بهاءالدین بهار لیدنه کړې په یاده لیدنه کې د ازموینې صحنې لیدل شوي او هم اداري کارکوونکو سره مجلس کړى، چې د اصولي صنفي نتایج دې د جوزا تر ۱۵ او اصول تدریس ټولګیوو نتایج دی دجوزا تر اخرې نیټې پورې پوهنې امریت ته د بعدي اجراتو په غرض را واستول شي.
١٢ د بټي کوټ خصوصي ښوونځي د امتحان صحنه.
د اقراء مهمند خصوصي ښوونځي څخه ليدنه قاري عبدالباطن او قارصيب ګل معصوم کړې.

26/05/2022

١٤٤٣/١٠/٢٦
١٤٠١/٣/٥
د بټي کوټ پوهنې امريت اړوند!
د پوهنې امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي او د تعليمي نظارت امر ښاغلي قاري صفي الله اقبالزي دواړو د نن د پنجشنبې په ورځ لاچپور د غره غاړې ابتداٸيه څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ښوونېزې څارنې غړي هر يو قارى ګل معصوم مسرور ، عبيد الله ، صديقي، سعيد الله زاهد ملګري وو.
نوموړې د معارف راغلې ډله د غره غاړې په ابتداٸيه کې د قومي مخورو سره د معارف په ښه والي وغږيده.
١ د پوهنې امر ښاغلي مولوى حزب الرحمن مصطفى چشتي د تکيه ګړۍ منځني ښوونځي د کلنۍ ازموينې صحنې ليدلي دي.
په ننۍ ليدنه کې يې د نظارت غړي سعيد الله زاهد او عبيد الله صديقي همکاران و.
٢ د پوهنې امر ښاغلي مصطفى چشتي او د تعليمي نظارت امر ښاغلي قاري صفي الله اقبالزي دواړو د لاچپور مشواڼو لیسې څخه ليدنه وکړه.
په ليدنه کې ورسره د ښوونېزې څارنې غړي هر يو قاري قارى ګل معصوم مسرور ، عبدالقدير، ربي الله، عبيد الله صديقي، سعيد الله زاهد ملګري وو.
دې نوموړې ډلې د کلنۍ ازموینې صحنې ولیدې، شقې او وړې پرچې تطبيق کړې او هم يې دالسنه مضمون د تقریري امتحان څارنه وکړه.
٣ نن په دواړو حوزو کې(١٥٥)تنه نارينه او ښځينو د ښوونکو اعلان شوو بستونو ته نومليکنه وکړه چې (١٣٧)نارينه د سواد زده کړې مدير ابو احمد نجات ثبت کړي دي (١٨) ښځينه قاري صبغت الله معصومي، محمد خان الفت ثبت کړي دي.
٤ ښاغلي محمد طارق ثاقب د ډاګې لېسې د کلنۍ ازموینې صحنې ليدلي دي.
٥ د دراني کوچیانولېسې د کلنۍ ازموينې صحنې ليدل شوي.
٦ د شهيد حکيم خان ابتداٸيه کې ازموينه شفافه توګه اخيستل کېږي.
٧ د باريکاب لېسې د يو زده کوونکي سره لنډه مرکه شوې.
٨ د لاچپور مشواڼو لېسې کې د دولسم ټولګي زده کوونکى غږېدلى مرکه ورسره شوې ده.
٩ د روزي خان کوچي منځني ښونځي د پنځمې ورځې صحنې کنترول شوي دي.
١٠د چهاردهي هلکانو لېسې د ازموينې پرچې د اول نمر څخه تر درېيم نمره پورې اداره کې کتل کېږي شفافيت يې څرګند دى.
١١ د تعلیمی نظارت غړي محمدقسیم خان توحیدي د لیسې امر غلام ځوانمل په ملتيا د پنج شنبې په ورځ د ۲۳ ویالی لیسه کې د کلنۍ ازموینې صحنې کنترول کړې.

١٢ د بټي کوټ عالي لېسه هم په صحنه کمى نه لري.

17/06/2021

په کرونا اخته مریضانو ته د داکتر لارښوونې :
۱- په کرونا اخته مریضان حتی چې په سخت شکل هم مریض وی 99 فیصده باید فکر وکړی چې زه به روغوالی مومم.
۲- هرې خواته په تداوی پسې منډی را منډی مه کوی.
۳- ګرم مایعات زیات واخلی لکه سبزي شوروا ، یخني شوروا د وریجو اوبه چه زیاته مالګه ونلري.
۴- یخې اوبه مه چښی.
۵- انتي بیوتیک مه اخلی او قوي انتی بیوتیک بالکل مه اخلی ولې چې د بدن د ضعیفوالي سبب ګرزي او کرونا ته هیڅ ګټه نلري.
۶- که موتبه او درد زیات وو پاراستامول اونهایت یو بل قوي انلجزیک وخوری.
۷- د شدیدي تبې په وخت کې په یو اړخ مه پریوزی او اړخ په اړخ کیږی چې دا عمل د تبې د کموالي سره مرسته کوي.
۸- که تبې زیات وارخطا کولی له خپل ځای څخه ولاړیږی او ازادې هوا ته ځان ورکوی اویا هم خپل مخ ، لاسونه اوپښی په اوبو مینځی.
۹- د شدید سردرد په صورت کی د سر درد د دوا په څنګ کې سرته یو څه نرم مساژ ورکوی چې د سر او ورمیږ عضلات ورسره نرموالی مومی ولې چې پدې سردرد کې Tension یا روحي فشار هم رول لري د اسې چې د سر او ورمیږ عضلات پکې شخوالی کوی او سر درد زیاتوالی مومی.
۱۰- که ستونی مو درد کوي نو که مالګه په ستوني تیروی هغه باید ډیره کمه په اوبوکې واچول شي چې فقط د اوبو خوند بدل کړي اوزیاته اندازه مالګه ستونی نورخرابوی.
۱۱- په خپل څنګ کې ګرمې اوبه باید ولری کله چه مو ستونی وچوالی کوي سمدلاسه یو څه چښی.
۱۲- کوشش وکړی په یوکتاب یا کوم بل مناسب کار ځان مصروف وساتی.
۱۳- ټوخی د کرونا یو عام عرض دی او هغه ته زیات مه وارخطا کیږی ولې چې په هرټوخي کې له بدن څخه د کرونا زیات میکروبونه خارجیږی.او همدارنگه خامخا اکسجن او د تنفس ماشین او شفاخانه په فکر کې مه درګرزوی.
۱۴- دکرونا په هکله خبرونه او فیسبوک مه گوری ولې چې له یوې خوا د ا ارقام زیات دقیق ندي او دا مسله زیات طبی او غیر طبی اړخونه لری اوله بلې خوا تشویشونه پیداکوی.
۱۵- زیات خلک د کور او فامیل لپاره کورته اکسجن وړي او په کم تنفسي مشکل مریض ته اکسجن ورکوی نو باید متوجه واوسي چې اکسجن د ګټې په څنګ کې زیات تاوانونه لري داسې چې له یوې خوا د هغه اندازه تعین کول د هر چا کار نه دی او له بلي خوا مریض بیا له عادي ازاد اکسجن سره ګذاره نشي کولای نوباید په پام کې وی.

13/06/2021

(د ساینس په سترګو کې)
د ښخولو نه یوه ورځ وروسته ، یعنی ، دقیقا 24 ساعته وروسته ، د حشراتو یوه ډله د انسان په کولمو کي فعاله کیږي ، کوم چي د مړي له بند څخه تیریږی.
هرڅومره ، لړمان او ټولې حشرې د انسان بدن ته حرکت پیل کوي او د انسان غوښه خوړل پیلوي.
د پزې حالت کې لومړی بدلون د تدفین څخه 3 ورځې وروسته پیل کیږي.
د 6 ورځو وروسته نوکان رالویدل پیل کوي.
د ویښتو له لاسه ورکول له 9 ورځو وروسته پیل کیږي.
هیڅ ویښتان د انسان په بدن نه پاتي کیږي او معده پاړسوب پیل کوي.
د 17 ورځو وروسته د معدې ټوټی او نور اجزا د بهر کیدو لپاره پیل کوي.
د 60 ورځو وروسته ، ټول غوښه د مړي بدن څخه لرې کیږي. د بوټو یوه ټوټه هم د انسان په بدن نه پاتې کیږي.
او په نهایت کې هغه سړی چې دفن شوی و شتون نه لري.
نو زما ملګرو ویاړ ، غرور ، ، حرص ، دښمنۍ ، حسد ، نفرت ، ناموس ، وقار ، نوم ، مقام ، سلطنت ،
دا ټول چیرې ځي؟
هرڅه په خاورو کې موندل کیږي

د انسان دریځ څه دی؟
له خاورو جوړ شوی ، په خاورو کې ښخ شوی خاوري کیږي.
یو سړی چې پنځه یا شپږ فوټه قبر ته ځي او بې نومه کیږي.
په نړۍ کې غرور هغه څوک کوی چې ځان ځواکمن ګڼي
هغه څوک چې نورو ته سپکاوی کوي
د نړۍ حکمران
هرڅومره ژر چې هغه قبر ته ننوځي ، د هغه حیثیت یوازې "خاوري" پاتې کیږی

نو انسان باید هر وخت فکر وکړي چې خپل تلپاتې او تلپاتې ژوند ښکلی او سوله ییز کړي ،
الله دې په یاد ولري ،
اخلاص باید په هر نیک عمل او عبادت کې رامینځته شي
او
موږ باید د لا ښه پای لپاره دعا وکړو ...!
الله دې زما او تاسو ټولو سره مرسته وکړي چې عمل وکړي ... آمین
((ستاسې قسیم خان توحیدی)

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Jalalabad