رویاخصوصي عالي لېسه

رویاخصوصي عالي لېسه

Share

رويا د نوښتونو کور.
ستاسې بريا، ﺯموږ لومړيتوب دى.

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 02/06/2026

د رویا خصوصي عالي لېسې د کلنیو ازموینو بهیر په بریالیتوب سره روان دی
نن سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي ۱۲مه، د رویا خصوصي عالي لېسې د کلنیو ازموینو لړۍ په منظم، ارام او مناسب تعلیمي چاپېریال کې دوام لري.
زده کوونکي د ښه چمتووالي او بشپړ نظم په فضا کې خپلې ازموینې ترسره کوي او د خپل یو کلن علمي زحمت ارزونه کوي. د ازموینو بهیر د ټاکل شوي مهالویش او اصولو له مخې په شفاف او منظم ډول پر مخ روان دی.
د رویا خصوصي عالي لېسې اداره ټولو زده کوونکو ته د لا زیاتو بریاوو، غوره پایلو او روښانه راتلونکي هیله لري.

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 01/06/2026

نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي (جوزا) ۱١مه، د رویا خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ ازموینې په منظم او ارام چاپېریال کې روانې دي.
زده کوونکي د بشپړ نظم او چمتووالي سره په ازموینو کې ګډون کوي او د کال په اوږدو کې خپلې زده کړې او لاسته راوړنې ارزوي. د ازموینو بهیر د ټاکل شوي مهالویش له مخې په شفاف ډول پر مخ وړل کېږي.
د رویا خصوصي عالي لېسې اداره ټولو زده کوونکو ته د بریالیتوب او غوره پایلو هیله کوي.

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 31/05/2026

د رویا خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ ازموینې پیل شوې
د رویا خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال کلنۍ ازموینې په رسمي ډول پیل شوې. د ازموینو د پیل په مناسبت د لېسې عمومي مدیر انجنیر عمر کوټوال زده کوونکو ته د بریالیتوب هیله وکړه او هغوی یې وهڅول چې په اعتماد، نظم او پوره چمتووالي سره ازموینې ترسره کړي.
ښاغلي کوټوال وویل چې ازموینې د زده کوونکو د زده کړو د کچې د معلومولو غوره فرصت دی او هر زده کوونکی باید د خپل کال ټولې لاسته راوړنې پکې وښيي.
د لېسې ادارې د ازموینو د منظم او شفاف ترسره کېدو لپاره اړین تدابیر نیولي دي او ټولو زده کوونکو ته د بریا هیله لري.

30/05/2026

د رویا خصوصي عالي لېسې قدرمنو زده کوونکو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
هیله ده چې د اختر مبارکې ورځې مو په خوشحالۍ او نېکمرغۍ سره تېرې کړې وي.
ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د کلنیو ازموینو لړۍ د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه د سهار په ۷:۰۰ بجو پیلېږي. له همدې امله، زده کوونکي دې د ټاکل شوي مهالویش له مخې پر وخت ښوونځي ته حاضر شي او په منظم ډول په خپلو ازموینو کې ګډون وکړي.
ستاسو د بریالیتوب او روښانه راتلونکي په هیله.
په درنښت
د رویا خصوصي عالي لېسې اداره

27/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پېغام!
بسم الله الرحمن الرحيم
د رویا خصوصي عالي لېسې قدرمنو استادانو، محترمو والدینو، ګرانو زده‌کوونکو، د پوهنې درنو ملاتړو او د هېواد ټولو مسلمانانو وروڼو او خویندو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د نېکمرغه لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. الله تعالی دې دا سپېڅلې ورځې زموږ لپاره د رحمت، برکت، خوښۍ او یووالي سبب وګرځوي.
لوی اختر یوازې د خوشحالۍ ورځ نه ده، بلکې د قربانۍ، اخلاص، ورورولۍ او انسانیت ستر درس هم راکوي. دا مبارکې ورځې موږ ته د مینې، بښنې او یو بل ته د خدمت پیغام راکوي، ترڅو د یو سوکاله، باعلمه او متحد افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.
رویا خصوصي عالي لېسه د علم، اخلاقو او سالمې روزنې مرکز په توګه تل هڅه کوي چې خپلو زده‌کوونکو ته د عصري تعلیم ترڅنګ د اسلامي او انساني ارزښتونو رڼا هم ورسوي، ترڅو راتلونکی نسل د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
له لوی څښتن څخه هیله کوم چې زموږ هېواد ته تلپاتې سوله، ثبات او سوکالي په نصیب کړي، او زموږ ځوانان د علم او بریا لوړو پوړیو ته ورسوي.
ستاسو د خوشحاله، امن او برکت ډک اختر په هیله.
اختر مو مبارک!
ضیاءالحق مومندزی
د رویا خصوصي عالي لېسې مؤسس

22/05/2026

At Roya Private High School, we proudly celebrate another academic achievement of our talented students.
Our brilliant student, Ilyas Jabarkhil, has successfully passed the TOEFL exam with great success. On this special occasion, a short interview was conducted by our respected student, Khaibar Shirzad, highlighting Ilyas’s experiences, preparation journey, and future goals.
We congratulate both students on their outstanding efforts and wish them continued success in their academic careers.
Watch the full interview.

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 20/05/2026

په رویا خصوصي عالي لیسه کې د دولسم ټولګي وروستۍ اسمبلي په داسې احساساتي فضا کې ترسره شوه، چې د هر زده‌کوونکي خبرې د حاضرینو زړونه لړزول.

زده‌کوونکو د ښوونځي د کلونو یادونه، د استادانو مینه، د ملګرو خوږې خاطرې او د رخصتۍ سخت احساس په ډېرو اغېزمنو الفاظو بیان کړل. د هرې وینا پر مهال د زده‌کوونکو او استادانو له سترګو اوښکې روانې وې او فضا د احساساتو ډکه شوې وه.

یاده اسمبلي د زده‌کوونکو د شخصیت، استعداد او ښې روزنې ښکاره بېلګه وه او د ښوونځي له چاپېریال سره یې د هغوی ژوره مینه او تړاو څرګنداوه.
رویاخصوصي عالي لېسه

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 20/05/2026

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د کلنیو ازموینو د نهایي چمتووالي، منظم تطبیق او د ازموینو د بهیر د لا ښه مدیریت په موخه، د تدریسي او اداري پرسونل ګډه عمومي ناسته د آمر انجنیر صاحب عمر کوټوال په مشرۍ ترسره شوه.
یاده ناسته د قرآن عظیم الشان په مبارک تلاوت پیل شوه، ورپسې آمر انجنیر صاحب عمر کوټوال ګډونوالو ته د کلنیو ازموینو اړوند لازمې لارښوونې وړاندې کړې. نوموړي د ازموینو د بهیر پر شفافیت، نظم، د وخت پر مراعات، د امتحاني صحنو پر دقیق کنټرول او د پوهنې ریاست د منظور شویو اصولو او لوایحو پر بشپړ تطبیق ځانګړی ټینګار وکړ.
په ناسته کې د زده‌کوونکو د عادلانه ارزونې، د مسؤلیتونو د دقیق ترسره کېدو او د ازموینو د بهیر د اغېزمن مدیریت په اړه هر اړخیز بحث وشو او ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
همداراز، انجنیر صاحب عمر کوټوال د تدریسي او اداري پرسونل له دوامداره همکاریو او ژمنتیا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د ښوونځي د تعلیمي معیار لوړوالی د نظم، شفافیت او ګډ مسؤلیت پایله ده.
د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو خپله بشپړه ژمنتیا څرګنده کړه چې کلنۍ ازموینې به د منظور شوې طرحې او اداري لارښوونو مطابق، په بشپړ شفافیت، نظم او عدالت سره ترسره کړي.
نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
۱۴۰۵/۲/٣٠

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 19/05/2026

نن ورځ په رویا خصوصي ښوونځی کې د کلنۍ ازموینو بهیر د غوره نظم، شفافیت او مسؤلیت احساس په فضا کې په بریالیتوب سره جریان لري. د ادارې محترمو غړو او قدرمنو ښوونکو د ازموینو د معیاري او منظم تطبیق لپاره لازمې هڅې ترسره کړې دي، او زده‌کوونکي هم خپلې ازموینې په جديت او اطمینان سره پر مخ وړي.
موږ د ښوونځي د ټولو کارکوونکو، ښوونکو او زده‌کوونکو له همکارۍ او هڅو څخه مننه کوو، او خپلو ګرانو زده‌کوونکو ته د لا ډېرو علمي بریاوو او روښانه راتلونکي هیله لرو.
رویاخصوصي عالي لېسه

Photos from ‎رویاخصوصي عالي لېسه‎'s post 12/05/2026

د ویاړ او هڅونې شېبې
الحمدلله، د PTM ازموینې هغه غوره، مخکښ او ځلانده زده کوونکي چې په خپلو هڅو، زحمتونو او غوره لاسته راوړنو یې ممتازې پایلې ترلاسه کړې وې، د ښوونځي د ادارې له لوري په ځانګړو ډالیو او ستاینلیکونو ونازول شول.
موږ باور لرو چې تشویق او قدرداني د زده کوونکو د لا پرمختګ، اعتماد او روښانه راتلونکي لپاره مهم رول لري.
هیله ده زموږ نور زده کوونکي هم د علم، اخلاقو او بریاوو په ډګر کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په پای کې د ټولو قدرمنو استادانو او والدینو څخه مننه کوو چې د خپلو اولادونو د بریا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
رویاخصوصي عالي لېسه

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


جوی هفت، مسجد سنګي تر څنګ/رویا خصوصي عالي لېسه
Jalalabad