21/06/2023
د اِګزیټ ازمايښتي ازموينې خبرتیا!
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه په پام کې لري، له هغو فارغو محصلينو څخه چې خپله ستاژ دوره يې بشپړه کړې او د فراغت اسناد يې ترلاسه کړي وي، د افغانستان طبي شورا (AMC) لخوا د اعلان شوي ريفرنس مطابق ازمايښتي اِګزيټ ازموينه واخلي. که په پورته شرايطو برابر ياست کولای شئ، چې هره ورځ له شنبې تر چهاشنبې د سهار له اووه بجو د ماسپښين تر درې بجو سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې معلوماتو مديريت ته د نوم ليکنې په موخه مراجعه وکړئ او په ياده ازموينه کې ګډون وکړئ. د اِګزیټ ازمايښتي ازموینه به د افغانستان طبي شورا له رسمي اِګزیټ ازموینې څخه یوه اونۍ وړاندي اخستل کيږي.
تاسې کولای شئ د لاندې اړيکشمېر له لارې د ازموينې په هکله معلومات ترلاسه کړئ:
۰۷۸۵۰۳۰۹۱۵
06/06/2023
ویاړ او مبارکي!
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه هم په عمومي توګه د THE Impact Ranking 2023 پر بنسټ د نړۍ د زرو هغو تحصيلي ادارو په درجه بندۍ کې شامله شوه، چې د خپلو خدماتو په ساحه کې يې د پايښت لرونکې پرمختيا اهدافو (Sustainable Development Goals-SDGs) ته کار کړی دی.
په نړیواله کچه Times Higher Education (THE) د تحصيلي ادارو د درجه بندۍ باوري اداره ده، چې هر کال د معلومو اهدافو پر بنسټ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه په زرګونه تحصيلي ادارې د هغوی فعالیتونو او لاسته راوړنو (شواهدو) ته په کتو په نړیواله کچه درجه بندي (Ranking) کوي.
په نړیواله کچه (THE) د تحصيلي ادارو دوه ډوله درجه بندي (Ranking) کوي، چې لومړی يې World University Ranking (WUR) او دوهم يي Impact Ranking دی.
۱. هغه تحصيلي ادارې په (WUR) کې د شموليت په موخه کتل کيږي، چې په نړیواله کچه د څېړنو، نړیوالو محصلینو، نړیوالو لاسته راوړنو او تدریس په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري.
۲. هغه تحصيلي ادارې په THE Impact Ranking کې شامليږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا ټاکل شوي د پايښت لرونکې پرمختيا اهدافو (Sustainable Development Goals-SDGs) ۱۷ اهدافو له جملې لږ تر لږه څلورو اهدافو کې فعالیت ترسره کړي.
د نړۍ له ۱۱۲ هېوادونو څخه ۱۷۰۰ تحصيلي ادارو په THE Impact Ranking 2023 درجه بندۍ کې د شموليت غوښتنه کړې وه، چې له دې جملې څخه ۱۵۹۱ تحصيلي ادارو په ياده درجه بندۍ کې شموليت ترلاسه کړی دی.
له نېکه مرغه، سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د روغتيا په برخه کې د ذکر شويو هېوادونو ۱۷۰۰ تحصيلي ادارو له جملې څخه په ۸۰۰ سوه تحصيلي ادارو کې شامله ده او په عمومي توګه د (Impact Ranking) پر بنسټ د نړۍ د زرو هغو تحصيلي ادارو په درجه بندۍ کې شامله شوه چې د خپلو خدماتو په ساحه کې يې د پايښت لرونکې پرمختيا اهدافو ته کار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه د یو شمېر نړیوالو ادارو سره د ګډو همکاریو تړون او نړیوالو طبي شوراګانو کې غړیتوب هم لري.
دا لاسته راوړنه او پرمختګ دې د مؤسسې رهبرۍ، استادانو او د مسلکي کاري ټيم ټولو درنو غړو ته نيک او مبارک وي.
د لوړو زده کړو معیاري تحصیلي اداره
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
01/06/2023
د روغتون سرطبیب د شپې ناوخته د نوکریوالانو د چارو ارزونه وکړه
۱۴۰۲/۳/۱۱
27/05/2023
که چېرته تاسې، یا مو دکورنۍ کوم غړی د شکرې ناروغي لري اویاهم غواړئ معاینه وکړئ چې ایا پر شکرې ناروغۍ خوبه اخته شوي نه یاست.
نو دې وړیا معاینې او وړیا درملو ورکړې یوه ورځني کمپ ته مراجعه وکړئ.
سبا سهار له اتو تر یوې بجې
27/05/2023
د کارموندنې خبرتیا!
د ګمارنې په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي، تر لسمې نېټې پورې خپل اسناد د روغتون ریاست مقام د دفتر امریت ته وسپاري.