حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

Share

❤حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ❤.
زموږ لپاره الله كافي دى او هماغه ډېر ښه كار جوړوونكى دى😍.

05/05/2026

موږ یو نسل یو… داسې نسل چې د تورې تختې تر شا یې رڼا خپره کړه، خو خپل ژوند یې د تیارو سره په جګړه کې تېر کړ.

زموږ درد احساساتي کیسه نه ده، دا یو منطقي حقیقت دی: کله چې د یوه ښوونکي معاش د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه رسېږي، نو هغه یوازې اقتصادي ستونزه نه وي، دا د ټولنې د بنسټ کمزوري کېدل وي. موږ هغه قشر یو چې راتلونکی جوړوو، خو خپله مو حال د بقا په کرښه ولاړ دی. دا تضاد تصادفي نه دی، دا د پالیسۍ، لومړیتوبونو او نه پاملرنې پایله ده.

موږ داسې ورځې تېرې کړې دي چې د کور اړتیاوې مو د میاشتې له نیمایي مخکې پر موږ درنې شوې دي. داسې شېبې مو لیدلې دي چې د ناروغۍ پر وخت مو درمل ځنډولي، ځکه جیب مو اجازه نه ورکوله. ځینې مو حتی د دویم کار لټه کړې، څو د ښوونکي عزت وساتو او کور هم وچلوو. دا انتخاب نه و، دا مجبوریت و.

په ټولګي کې موږ له زده‌کوونکو د تمرکز، انګېزې او راتلونکي د جوړولو غوښتنه کوو، خو حقیقت دا دی چې ستړی ذهن، تش جیب، او اندېښمن زړه د تدریس پر کیفیت اغېز کوي. دا د فرد کمزوري نه ده، دا د سیستم فشار دی. کله چې ښوونکی ذهني ارام ونه لري، نو زده‌کړه هم خپل کیفیت له لاسه ورکوي. پایله یې یو داسې نسل دی چې نیمګړې روزنه ترلاسه کوي.

موږ د قربانۍ کلتور ته عادت شوي یو: خپل ضرورتونه مو ځنډولي، خپلې هیلې مو کوچنۍ کړې، او خپل دردونه مو پټ ساتلي. خو یو ځای دا پټ درد د ټولنې پر مخ ښکاره کېږي—په کمزوري تعلیم، په ستړو زده‌کوونکو، او په هغه راتلونکي کې چې باید روښانه وای، خو ورو ورو تیاره کېږي.

زموږ غوښتنه ساده او منطقي ده:
که ښوونه بنسټ دی، نو ښوونکی باید په عزت او بسیا ژوند کې وي. که له موږه د نسل جوړولو تمه کېږي، نو باید زموږ خپل ژوند هم له ثبات او درناوي ډک وي. دا امتیاز نه دی، دا اړتیا ده.

موږ د شکایت لپاره نه، د اصلاح لپاره غږ پورته کوو. ځکه چې که د ښوونکي ستونزه حل نه شي، دا ستونزه به د ټول نسل په اوږو پاتې شي.

!

> S. Safi
https://whatsapp.com/channel/0029Vb5d5Dg0AgWKqCmEe91i

27/03/2026

چيغو ته، سلګيو ته، ژړا ته مې زړه کېږي
ښاره! درکې تنګ يمه، صحرا ته مې زړه کېږي

بنده ده تياره کوټه کې خور د پښتانه
چيغې دي چې وه لالا! رڼا ته مې زړه کېږي

زړه کې مې بلا بلا خبرې دي حاکمه!
غواړمه چې ويې کړم سزا ته مې زړه کېږی

#یرغل

Photos from ‎حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې‎'s post 16/01/2026

خالد بن عبدالله القسري د امویانو د کوفې والي و، چې واکمني یې د زور، وېرې او بې‌عدالتۍ پر بنسټ ولاړه وه؛ هغه د خلکو مالونه لوټ کړل، مذهبي مخالفین یې په بې‌رحمۍ وځورول او د عدالت هر غږ یې وځاپه. دا ظاهري سخت‌دریځي که څه هم د ځواک نښه ښکارېده، خو په حقیقت کې د اموي واکمنۍ ژوره کمزوري یې څرګندوله، ځکه زیات ظلم د خلکو کرکه او د دربار دننه دښمنۍ راپارولې. کله چې د هغه ظلمونه زیات شول، خلک یې پر ضد راوپارېدل او سیاسي رقیبانو یې د سقوط زمینه برابره کړه، تر دې چې خلیفه هشام بن عبدالملک د هغه پر ځای یوسف بن عمر الثقفي واستاوه. یوسف بن عمر خالد ونیوه، ټول دولتي سامان او شتمني یې ترې واخیسته، سختې سزاوې یې ورکړې او په بند کې یې واچاوه، تر دې چې د همدې شکنجو له امله په زندان کې وفات شو.
د القسري پایله د تاریخ یو تلپاتې درس تائیدوي: چې #ظلم هیڅکله د واک ساتونکی نه وي؛ بلکې یو زهر دی چې بالآخره خپل څښتن له منځه وړي، او #عدالت یوازینی اصل دی چې واکمنۍ ته بقا وربښي.
حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

05/10/2025

اى ښوونکيه ستر سالاره
د ټولنې خدمتګاره
دا بوستان په تا زرغون دى
د معارف د بڼ مالياره
Safi ✒
معلم(ښوونکی) هغه څوک دی، چې هر څومره ستاينه يې وشي بيا هم لږه ده، ځکه ښوونکی هغه څوک دی، چې د جهل په تورو تيارو کې د معرفت روښانه ډيوې بلوي. د هغه معرفت ډيوې، چې انسان له خپل خالق سره معرفي کوي. يا ښوونکی د هغو نېکيو او ښيګڼو باعث دی، چې په ماشومتوب کې ذهنونه او ذهنيتونه له مجهولاتو سره د معرفت په لور په حرکت راولي او بيا په همدغو ذهنيتونو کې لوی عالمان، پروفيسوران او اتلان پيدا کېږي، ښوونکی هغه څوک دی چې د نننۍ نړۍ ټول پرمختګونه د ده د مٶثر تدريس زېږنده دي او بالاخره ښوونکی هغه څوک دی، چې د جهل په تورو تيارو کې د روښانه سباوون په لور بشريت رهبري کوي.

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلي الله عليه وسلم د بشريت هغه لومړنی ښوونکی دی، چې د اسلام د سپېڅلي دين اصول يې بشريت ته ابلاغ کړل، انسانانو ته يې نجات ورکړ او له دنيوي او اخروي اصولو سره سم يې پر هغې لاره روان کړل، چې د انسان د دنيا او آخرت نېکۍ او ښيګڼې په کې نغښتې دي.
(ښوونکى) څومره پاکه او مقدسه کلمه ده، چې د ستايلو لپاره يې هر ډول الفاظ کم دي.
د ښوونکي هره ورځ ده، يوه ورځ ټاکل به د ښوونکي سره ظلم وي؛ مګر دا يوه ورځ د دې لپاره ده چې ټولنه د ښوونکي لوړ مقام ته متوجه شي او ښوونکي خپل سپيڅلي او دروند مسٶليت ته.
والدين د انسان د جسم پالنه کوي؛ مګر دا تاسې ښوونکي ياست چې د انسان د روح پالنه کوئ، نو د علم حيثيت د روح دى، چا کې چې علم نه وي هغه کې روح نه وي.
د ښوونکي زيار، صداقت او خدمت هره ورځ د درناوي وړ دی، ځکه ښوونکی د علم، اخلاقو او انسانیت هغه مشعل‌بردار دی چې د نسلونو برخلیک رڼا کوي.

درنښت او مننه له ټولو مخلصو او زيارکښو ښوونکو څخه🌷💐🌹🪷🌺!

حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

05/09/2025

*📋په ښوونځيو کې د زلزلې څخه د خوندیتوب لنډ لارښود*

*🟢 مخکې له زلزلې*
• د وتلو لارې معلومې او نښه شوې وي.
• زده‌کوونکو ته لنډه روزنه او تمرین ورکړئ.
• خطرناک توکي کلک تړل یا ليرې کول.
• د بیړني حالت لپاره پلان جوړول.
• ⁠د زده‌کوونکو او استادانو د اړیکو لیست چمتو کول.⁠

*🟡 د زلزلې پر مهال*
• ارام اوسئ!
• زده‌کوونکي د میز لاندې یا کلک دیوال څنګ کې کېنوئ.
• زده کوونکي له کړکیو او زینو لیرې وساتئ.
• د سر ساتنه د لاس، بکسې یا کتاب په وسیله.
• که ممکنه وي، د ټولګي دروازه پرانیستې پرېږدئ.⁠

*🔴 وروسته له زلزلې*
• زده‌کوونکي په منظم ډول انګړ ته وباسئ.
• د هر ټولګي شمېر واخلئ.
• ودانۍ د مسؤلینو له کتنې وروسته وکاروئ.
• ټپیانو ته لومړنۍ مرستې او ډاډ ورکړئ.
• د ټولو زده‌کوونکو رواني حالت ته هم پام وکړئ او آرامتیا ورکړئ.⁠

*🌙د اُمید کرښې✨*

https://whatsapp.com/channel/0029Vb5d5Dg0AgWKqCmEe91i

05/09/2025

*د زده‌کوونکو خوندیتوب، د ښوونکو او مسؤلینو مسؤلیت*
ښاغلو ښوونکو او مسؤلینو!
د نوي تعلیمي کال په پیل کې زموږ تر ټولو لوی مسؤلیت د زده‌کوونکو خوندیتوب او خوندي چاپېریال برابرول دي. د هر ښوونکي او مسؤل د احتیاط، لارښوونې او مسؤلیت احساس د زده‌کوونکو په روان، فزیکي او تعلیمي پرمختګ مستقیم اغېز لري.

*مهم ټکي:*
د ټولګیو، لابراتوارونو او ودانیو امنیت او نظارت یقيني کړئ.
د وتلو لارې، اضطراري پلانونه او د خوندیتوب ځایونه زده‌کوونکو ته ښکاره او روښانه کړئ.
د هر عاجل حالت، لکه زلزله یا اور لګیدنې، لپاره زده‌کوونکي تمرین کړئ.
خپله ارامي، دقیقې لارښوونې او د عمل نمونه زده‌کوونکو ته وښایئ.

*یاد ولرئ:* د زده‌کوونکو خوندیتوب د ښوونځي د بریا لومړنی شرط دی. د ښوونکي او مسؤل په توګه ستاسو د پام، هوښیارۍ او چمتووالي هره دقیقه د زده‌کوونکو ژوند او پرمختګ ته مستقیمه اغېزه لري.

*🌙د اُمید کرښې✨*

https://whatsapp.com/channel/0029Vb5d5Dg0AgWKqCmEe91i

19/08/2025

خاوره مو خپلواکه ده🇦🇫،
خو ذهنونه مو لا هم د ویرې په زنځیرونو کې تړلي دي🤐... .

کاش! زموږ وطن یوازې خپلواک نه وای،
بلکې زموږ ذهن، زموږ قلم، زموږ خولې هم ازادې وای.

خپلواکۍ موږ ته خاوره راکړې،
خو آزادي به راته ژوند راوبښي.

زما خوب دا دی چې یو سهار د آزادۍ لمر په خپلواک اسمان کې راوخېژي.🌙🕊️

حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

16/08/2025

هره نجلۍ چې له زده کړو پاتې کېږي، یوازې یو انسان نه، بلکې یو نسل له پوهې، پرمختګ او رڼا بې‌برخې کېږي. تعلیم د یوې نجلۍ حق نه، بلکې د ټول نسل د راتلونکي اړتیا ده.
حقوقي، ټولنيزې او ادبي ليکنې

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Address


Jalalabad