English Town. M.M

English Town.  M.M

Share

the reason of the page is to high the potential of education and inspire all for getting it.

16/05/2026

May Allah bless you and rest your soul in heaven !!!

20/10/2025

"ادم تشدد" (عدم تشدد) یوه پښتو اصطلاح ده چې معنی یې ده "له تاوتریخوالي څخه ډډه کول" یا "غیر تاوتریخوالیز مقاومت". دا یوه فلسفه، اصولي تګلاره او سیاسي نظریه ده چې وايي:

> موخې باید د زور، جنګ، وژنې یا تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د سولې، زغم، هوښیارۍ او اخلاقي مقاومت له لارې تر لاسه شي.

د عدم تشدد فلسفه چا تشریح کړه؟

که څه هم د عدم تشدد فلسفه د مختلفو دینونو او فرهنګونو برخه وه، خو دا فلسفه په معاصره بڼه لاندې شخصیتونو پراخه کړه او تشریح یې کړه:

---

1. مهاتما ګاندي (Mahatma Gandhi)

د هند د ازادۍ مبارز و.

د عدم تشدد فلسفه یې د "ساتیاهګراها" (Satyagraha) په نوم مشهوره کړه.

ویې ویل:

> "عدم تشدد د کمزوري نه دی، بلکې د قوي انسان نښه ده."

د حق لپاره مقاومت، خو پرته له زور او تاوتریخوالي یې بنسټیز اصل و.

---

2. مارتن لوتر کینګ جونیر (Martin Luther King Jr.)

امریکایي مدني حقونو مبارز.

د تورپوستو د حقونو لپاره د عدم تشدد پر بنسټ مبارزه یې وکړه.

له ګاندۍ نه یې الهام اخیستی و.

---

3. نېلسن منډېلا (Nelson Mandela) (یو وخت بیا تاوتریخوالي ته لاړ، خو اصل فکر یې د عدم تشدد و)

د جنوبي افریقا د نسلي توپیر ضد مبارز.

---

د اسلام او عدم تشدد:

په اسلامي فلسفه کې هم د عدم تشدد اصول شته، خو د عدالت لپاره جګړه (جهاد) هم یو حد پورې روا ګڼل شوې، خو یوازې هغه وخت چې نورې لارې بندې شي. د سوله ییز دعوت، زغم، عفوه، او نرمۍ مثالونه د پیغمبر محمد (ص) په ژوند کې ډېر دي.

---

پایله:

ادم تشدد یا عدم تشدد یوه فلسفه ده چې وایي:

> "د حق مبارزه باید له اخلاقي، سوله ییزو او انساني لارو ترسره شي."

اصلي مفکرین:

مهاتما ګاندي

مارتن لوتر کینګ

11/10/2025
06/10/2025

د عثماني دور پنځه ښکلي دودونه 📝

اوبه او قهوه ☕💧
د مېلمنو لپاره به قهوه د اوبو یوه ګیلاس سره وړاندې کېده.

که مېلمه لومړی اوبه وڅښلې، نو کوربانه پوهېدل چې ميلمه ډوډۍ نده خوړلې نو خواړه ورته تیارېدل.

که مېلمه لومړی قهوه وڅښله، نو مطلب به یې دا و چې ميلمه ډوډۍ خوړلې ده. 🍽️

سور ګل 🥀او ژېړ ګل🪷💛
ژېړ ګل به د هغه کور مخې ته کېښودل کېده چې ناروغ به پکې و، تر څو خلک او ګاونډیان پوه شي او فضا آرامه وساتئ. ناروغ په شور ما شور ونه ځوروي.

که به سور ګل🥀 ایښودل شوی و، نو مطلب به یې دا و چې په کور کې یوه ځوانه نجلۍ د واده عمر ته رسېدلې، او خلک د هغې کورنۍ احترام وکړي. 💍

د دروازې چکوش/څټک 🔨🚪
عثماني دور کې به په کورونو د دروازې پر سر دوه چکوشه ځړيدلي و، یوه کوچنۍ او بل غټ.
که دروازه به په کوچنۍ چکوش ووهل شوه، نو کور والا پوهېدل چې ښځې دروازه وټکوله، نو د کور ښځې به دروازه پرانستله.

که دروازه به په غټ چکوش ووهل شوه، نو کور والا پوهېدل چې دروازی ته سړی راغلی دی، نو د کور والا سړي به دروازه پرانستله.

خیرات 🎁🤲

عثماني شتمنو خلکو به هڅه کوله چې خیرات ورکړي پرته له دې چې غريبان شرم احساس کړي.

دوی به د خوراکي توکو يا سبزيجاتو پلورنځیو ته تلل، د پورونو کتابچه به يې غوښتله او غریبو خلکو پورونه به یې تادیه کول، پرته له دې چې نوم یې ذکر کړي.

غريبان به هېڅکله نه پوهېدل چې چا دا کار کړی ده.

د دري شپېته۶۳ او درې کلنۍ عمر 🌟
کله چې به د عثماني دور له لویانو چې د ۶۳ کلونو څخه پورته عمر لرلو د عمر په اړه پوښتنه وشوه، نو دوی د دې لپاره شرم احساساوه چې د پیغمبر ﷺ عمر څخه د دوی عمر زیات ده.

دوی به ځواب ورکاوه چې:زويه
"موږ له حد تیری کړی ده، " 🤍
















09/07/2025

د افغانستان برانډ او د کریکټ د نړۍ لوی ستوري«راشد خان» په یوې تازه نۍ مرکه کې ویلي دي:«په زړه مې دوه لوی ارمانونه دي؛ مخکې له دې چې زه له کریکټ تقاعد واخلم، باید پوره شي. لومړی دا چې ګران افغانستان ته یو نړۍ وال کپ وګټم، بل دا چې په افغانستان کې له یوې پیاوړې نړۍ والې لوبډلې سره لوبه وکړم. داسې حال کې چې د وطن زرګونه خلک د یادې لوبې نندارې ته ناست وي. خوشاله وي او د لوبې له لېدو خوند واخلي». ❤️✌🏻

06/07/2025

یو څاڅکی شات په خاورو کې توی شول. يو کوچنی میږی ورغی، ویې څکل.
سخت خوند یې ورکړ. بيا، بيا یې وڅکل. په خوند یې نه مړيده. له ځان سره وویل چې څه یې په څنډو ګرځې، راځه منځ ته یې ورشه او پوره خوند واخله.
ده همداسې وکړل د شاتو څاڅکي منځ ته ور ننوت، هورې بند پاتې شو، مړ شو.
مرشد وويل : د دنيا خوندونه د شاتو لوی څاڅکی وګڼئ چې که اندازه یې ونه وساتئ او ځان پکې ډوب کړئ بیا په رښتيا غرقېږئ.
#د ځنګل کتاب
©

03/07/2025

د ښځو مکر !!!
د پيري رول مې ولوباوه، کور مې فتح کړ!✋😆
له واده وروسته مې له مېړه، خسر او خسرګنۍ سره یو ځای ژوند کاوه،
د خسرګنۍ نهه لوڼې واده شوي،
خو هره شپه به خپلو، مېړو، اولادونه سره راتلې، په کور کې به هره ورځ شور، ډوډۍ، چای، جنجیال وو!

هر سهار پنځه بجې به پاڅيدم،
د واده راهیسې یواځې دوه شپې مې ارامه خوب کړی وو،
پخلی به مې داسې کولو لکه د واده مېلمه‌ پالنه، له پخلنځي به تر شپې ۱۲ بجو پورې نه وتم،مېړه ته به چې ورغلم هغه به هم ویده و!
ډېره ستومانه شوم... هېچا د اوبو ګیلاس هم نه پورته کولو!

مېړه ته مې وویل: "یو کرایي کور ونيسه!"
ویل یې: "دا نا ممکنه ده!"
بالاخره مې پلان جوړ کړ:
تودې اوبه مې په یوه پلاسټیکي لوښي کې واچولې،
بیا مې په آشپزخانه کې تويي کړې او چغې مې شروع کړې:
"زه نه یم، زه نه یم، ما خو ستاسې زامن نه دي وژل.ي!"

منډه مې کړه، د خسرګنۍ کوټې ته لاړم، هر څه مې مات کړل، چغې مې کړې.
زړۀ مې یخ شو!
ټول کوروالا راباندې راغلل، داسې وېرېدلي ول لکه ما ته چې پيريان راغلی وي.
خسر مې لاس زما پر تندي کېښود او د قران تلاوت یې شروع کړ،
ما ژاړل، خو د خندا له لاسه مې نفس بند و! 😂
مېړه مې راغلو، یو ملا یې راوست، هغه راته تعویذ شروع کړو،
ما سترګې پټې کړې، او ومې ویل:
"نن به تاسې ټول ختم کړم.
او ما د هغوی نومونه اخيستل:
"هاجره به حلاله کړم، سمیه به سپکه کړم،مرضيه مې په څپېړې ووهله!"
حتی خواښې ته مې په غيږه ورغلم!
ملا راوغورځېد، ورته ومې ویل:
"نن به دې ږیره وسوزوم!" 😂
ملا وتښتېد، ویې ویل:
"دا خو کافر پيری دی!"
هماغه شپه ټول خپلو کورونو ته ولاړل.
سبا په لومړي ځل په لسو بجو له خوب راپاڅېدم!
خواښې مې راغله، ما ورته سترګې وازې کړې، هغه وتښتېده،
زما مېړه ته یې چای او ډوډۍ په خپل لاس واستول!
یو بل ملا يې راوستلو، په هغه مې هم ورټوپ کړو، هغه هم وتښتېد!
څلورم ملا یې راوست، هغه ویل:
"ای پيريا! څه غواړې؟"
ما ویل:
"زه مامور یم، دا کور زما بچي وژني!
که چیرې هغه ښځه چې تودې اوبه یې تویې کړې، له دې کوره ونه وځي، نو زه به دا ټول ووژنم!"
کوروالا چغې کړې:
"حال یې ډېر خراب شوی، موږ خو د خپل زوی او اینګور ژوند غواړو!"
په دوهمه ورځ يې هر څه راته برابر کړل،
او زوی،يعنی زما مېړه ته یې وویل:
"ورسره جلا ژوند پیل کړه، کنه موږ ته به بلا جوړه کړي!" 😂

نو که خير وو،سبا زه خپل نوي کور ته روانه یم 😄🤣🤣🤣
کاپي

21/06/2025

You don't always need a prescription to start healing. Some of the most powerful doctors are already around you — and within you. These six simple things can transform your mental, emotional, and physical well-being if you truly embrace them:

🌞 1. Sun
The sun is nature's best medicine. Just 15–20 minutes of sunlight a day boosts your Vitamin D levels, lifts your mood, strengthens your immune system, and helps regulate your sleep cycle. Don’t hide from the sun — let it heal you.

😴 2. Rest
You’re not lazy for needing rest. Your body and mind recover, repair, and recharge during sleep. Quality rest improves focus, emotional balance, and even helps prevent disease. Rest is not a luxury — it’s a necessity.

🥗 3. Diet
Your food is your fuel. A clean, balanced diet keeps your body strong and your mind sharp. Ditch processed junk, nourish yourself with whole foods, and remember: you become what you eat — so choose health.

🏋️ 4. Exercise
Movement is medicine. Whether it’s a walk, yoga, dancing, or a workout — exercise releases endorphins, lowers stress, and builds resilience. It’s not just about a fit body — it’s about a healthy mind and strong spirit.

🧍‍♀️ 5. Self-Respect
Respect yourself enough to walk away from what no longer serves you. Set boundaries. Protect your peace. Self-respect is knowing your worth and refusing to settle for less. It’s not ego — it’s self-love.

👫 6. Real Friends
You don’t need a crowd. Just a few real ones who truly care. Genuine friendships bring comfort, joy, and strength. Surround yourself with people who lift you up, not drain you. Energy is contagious — choose wisely.

---

💬 Final Thought:
These six "doctors" don’t wear white coats — but they hold the power to heal you from the inside out. Start honoring them today, and watch your life transform — not just in health, but in happiness.

01/11/2024

*Let's dive into the world of Tenses!*
Tenses show when an action takes place. Here are the three main tenses:
• Past Tense: Action happened in the past.
o Example: I played football yesterday.
• Present Tense: Action is happening now.
o Example: I am playing football now.
• Future Tense: Action will happen in the future.
o Example: I will play football tomorrow.
Can you identify the tense in this sentence? She is reading a book.
*

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Jalalabad