18/12/2025
نن سهار په احداد خصوصي ښوونځي کې د سهارني اسمبلۍ په جريان کې د زده کوونکو تر منځ د هغوی د تعليمي سويې د لوړولو په خاطر رقابتي سیالي ترسره شوه.
احداد خصوصي ښوونځي همیشه د زده کوونکو د ښه روزنې لپاره رقابتي او تعليمي پروګرامونه په لاره اچوي تر څو زده کوونکي په ښه روحیه سره په رقابتي پروګرامونو کې ونډه واخلي او یو داسې روحيه سره وروزل شي چې د خپل هدف د لاسته راوړولو لپاره سالمه مبارزه وکړي.
احداد خصوصي ښوونځي نشراتو څانګه
29/08/2025
ماشومانو ته د ښووځي لار ور وښایئ، کتابونه او قلمونه لاسو کې ورکړئ، چې د جهالت دروازې وتړل شي.
احداد خصوصي عالي لېسه
نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
27/08/2025
احداد د پوهې، اسلامیت، افغانیت او هېواد پالنې ځانګړی ادرس!
18/08/2025
د کار موندنې خبرتیا!
احداد خصوصي عالي لېسه په شرایطو برابر یو تن د کمپیوټر مسلکي ښوونکي ته اړتیا لري.
شرایط:
د اړوند برخې تحصلي اسناد ولري.
لږ تر لږه درې کلنه کاري مخینه ولري.
د لېسانس تر کچې زده کړې ترسره کړې وي.
د کار کولو ښۀ وړتیا ولري.
علاقمندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د روانې اسد میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د احداد خصوصي عالي لېسې ادارې ته وسپاري.
پته: بي بي زینب عالي لېسې ته غځېدلی سړک، لومړۍ کوڅه، احداد خصوصي عالي لېسه.
+93780214585
+93731863330
نشراتو مدیریت
11/08/2025
د ټولو درنو والدینو د پام وړ!
10/08/2025
د نوي تعلیمي کال لپاره نوملیکنه روانه ده، همدا نن احداد وټاکئ او خپل راتلوونکی تظمین کړئ.
احداد د علم، پرمختګ او مسلکیتوب سمبول!
پته: بي بي زینب عالي لېسې ته غځېدلی سړک، لومړۍ کوڅه، احداد خصوصي عالي لېسه.
+93780214585
+93731863330
نشراتو مدیریت
09/08/2025
اړینه خبرتیـا!
احداد خصوصي عالي لېسه په پام کې لري، شل تنه هغه زده کوونکي چې په حقیقي توګه یتیمان وي او په خصوصي ښوونځي کې د زده کړو لېوالتیا ولري؛ خو د مادي امکاناتو له امله نه شي کولای خپلې زده کړې ترسره کړي؛ نو په همدې اساس خبر ورکول کېږي چې د احداد خصوصي عالي لېسې د ټاکل شويو شرایطو په پوره کولو سره خپلې زده کړې په وړیا توګه ترسره کړي.
په شرایطو برابر زده کوونکي کولای شي د راتلوونکي سنبلې(وږي) میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د یاد ښوونځي ادارې ته مراجعه وکړي.
احداد د علم او روښنایۍ څراغ!
آدرس: د بي بي زینب لېسې ته غځېدلی عمومي سړک، لومړۍ کوڅه احداد خصوصي عالي لېسه.
د اړیکو شمېرې:
0780214585
0731863330
09/08/2025
د کار موندنې خبرتیا!
احداد خصوصي عالي لېسه په شرایطو برابر درې تنه مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.
یو تن د اکسفورډ ساینس مضمون لپاره
یو تن د ریاضي مضمون لپاره
یو تن د کمپیوټر مضمون لپاره
شرایط:
د اړوند برخې تحصلي اسناد ولري.
لږ تر لږه درې کلنه کاري مخینه ولري.
د لېسانس تر کچې زده کړې ترسره کړې وي.
د کار کولو ښۀ وړتیا ولري.
علاقمندان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د روانې اسد (زمري) میاشتې تر ۲۵ نېټې پورې د احداد خصوصي عالي لېسې ادارې ته وسپاري.
پته: بي بي زینب عالي لېسې ته غځېدلی سړک، لومړۍ کوڅه، احداد خصوصي عالي لېسه.
+93780214585
+93731863330
نشراتو مدیریت