پوهې کاروان خصوصي ښوونځی

پوهې کاروان خصوصي ښوونځی

Share

د لوړې کچې مسلکي او ظرفیتي اداره

30/12/2025

حنظله د لومړي ټولګي زده کوونکی

30/12/2025

د پریپ ټولګي زده کوونکې روقیه بي بي
شعر

21/12/2025

د غار حراء په اړه معلومات

18/12/2025

زینت میاخېل او اسماء حیدري
محاوره

20/07/2025

پوهۍ کاروان خصوصئ ښوونځي اداره د ۱۴۰۴ تعلیمي کال کانکور ازموینه کې ټولو بریالیو زده کوونکو ته مبارکي وایې.
د ټولو د روښانه راتلونکي په هیله

03/03/2025

قدرمنو والدینو!
یو ځل بیا مو د اولادونو میړانه مبارک شه
مننه چې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د څلورنیم میاشتني ازموینو د پایلو اعلان غونډه کې ګډون وکړ.
پوهې کاروان
غوره او مسلکي تعلیمي اداره

Photos from ‎پوهې کاروان خصوصي ښوونځی‎'s post 20/02/2025

محترمو والدینو او د پوهنې مینه والو!
یو ځل بیا ددې وخت را رسیدلی چې ستاسو د اولادونو د تیرو څلورنیم میاشتو زحمتونو پایلې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې اعلان کړو، په همدې موخه د حوت میاشتې په څلورمه نېټه د روان ۱۴۰۳ تعلیمي کال د ازموینو د پایلو اعلان غونډه لرو، تاسو ټولو ته په دې پرتیمنه غونډه کې د ګډون بلنه ده.
ځای: د پوهې کاروان خصوصي ښوونځي انګړ
په درنښت
ښوونځي اداره

28/08/2024

درنو هیوادوالو!
نوی تعلیمي کال مو مبارک شه
د خپلو اولادونو د روښانه راتلونکي لپاره له موږ سره یوځای شئ.
په تعلیمي ډګر کې تر ټولو مسلکي آدرس
پوهې کاروان تعلیمي بنسټ

21/08/2024

د کارموندنې خبرتیا!
پوهې کاروان خصوصي ښوونځي اداره په پام کې لري چې د نوي تعلیمي کال لپاره ښځینه مسلکي او با تجربه ښوونکي چې لاندې ځانګړتیاوې ولري، په دنده وګماري.

ځانګړتیاوې:
حد اقل ۱۴م پاس
مسلکي زده کړې باید ولري
د اکسفورډ مضامینو د تدریس وړتیا او تجربه ولري
د انګلیسي او کمپیوټر سره بلدتیا ولري

په شرایطو برابرې خویندې دې خپل اسناد لاندې آدرس او ایمیل ته را ولیږي.
[email protected]
0783033791 (Whatsapp)
0765444445

پته: لومړۍ ناحیه، د ګول جومات پرمخ غزیدلی سړک، اتحاد مېنه - جلال آباد

27/06/2024

په ۲۰۲۴ شل آوریز نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لاسته راوړنو او ویاړونو څخه ډک سفر دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.
موږ په خپلو واقعي اتلانو ویاړو
د دوي د زحمتونو قدردانی کوو
مننه اتلانو

22/06/2024

#خبرتیا!

محترمو والدینو او د پوهنې مینه والو!
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته
تاسو ټولو ته خبر درکول کیږي چې د تیر په څېر د اوړي په عمومي تعطیل کې زموږ تقویتي برنامه سر له نن څخه پیل شوه.

لکه څنګه چې پوهیږۍ د زده کړې پروسه یوه دوامداره پروسه ده. همدارنګه د ښوونې او روزنې د متخصصینو له نظره هغه شمېر زده کوونکي چې د درسونو له روان بهیر څخه لرې پاتې کیږي، ټول هغه څه چې زده کړي یې وي، له یاده وباسي په همدې اساس مو وپتیله چې هغه تعداد زده کوونکي چې د ټولګي ارتقاء یې کړې د نوي نصاب د تطبیق ترڅنګ به د تیر تعلیمي کال په نیمګړتیاو له زده کوونکو سره په جدي او منظم ډول کار کیږي او په دې سره به نوي ارتقاء شوي ټولګي ته له هر ډول ستونزو پرته خپل تعلیمي کال پیلوي. له تاسو ټولو محترمو والدینو مو غوښتنه ده چې خپل اولادونه په یادې برنامې کې د ګډون او تعقیب په موخه ښوونځي ته راواستوئ.

ددې ترڅنګ به د ښوونځي نور پروګرامونه لکه: ديني مدرسه، لیک او لوست ، انګلیسي ژبه او کمپیوټر کلاسونه به په نورمال ډول د زده کوونکو پرمخ خلاصې وي.

#نوټ: زده کوونکو ته د سهولیتونو د ایجاد په سلسله کې مو د ګرمې هوا د کنټرول په موخه ټول لازم او ضروري امکانات تدارک کړي.
په درنښت
لومړۍ ناحیه، د ګول جومات پرمخ غزیدلی سړک، اتحاد مېنه – جلال آباد
۰۷۸۳۰۳۳۷۹۱ - ۰۷۶۵۴۴۴۴۴۵

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


د ګول جومات پرمخ غزیدلی سړک، لومړۍ ناحیه، اتحاد مېنه، جلال آباد
Jalalabad
2601