پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School

پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School

Share

principal of pegham high school

07/12/2022

یو ځل د ښوونځي په لومړۍ ورځ ټولګي کې نهه عدد اتۀ عدد ته څپېړه ورکړه. اتو وویل ولې دې ووهلم، غلطي مې څه وه؟
نهه وویل: زه تر تا لوی یم او د وهلو حق لرم. همدې خبرې سره په ټولګي کې د څپیړو باران پیل شو. اتو اوه ووهل، اوه شپږ، شپږو پنځه، پنځو څلور، څلورو دری، دریو دوه او کله چې دوه یو ته څپیړه ورکړه نو صفر غلی ولاړ او د ټولګي په کونج کې کیناست. یو چې صفر په کونج کې غلی ولید ورغی او صفر ته یې وویل مه ویریږه زه تا نه وهم او تر څنګ یې کیناست، په دې سره له صفره لس جوړ شول.
صفر یو ته وویل، هغه وخت چې لویو تر ځانه کوچني وهل ته زما تر څنګ راغلې او زه دې لوی کړم دا ولې؟
یو وویل: لوی هغه نه دي چې ځان لوی ګڼي بلکې لوی هغه دي
چې له نورو لوی جوړ کړي.

29/10/2022

*معلومات د ګران افغانستان په اړه یو ځل یي ولولۍ:
*1. افغانستان 34 ولایتونه لري.*
*2. افغانستان 364ولسوالۍ لري.*
*3. افغانستان تقریباً 38000 کلي لري.*
*4. افعانستان 38000000 نفوس لري.*
*5. افغانستان 652000 km مربع مساحت لري.*
*6. افغانستان 33 ژبو ویونکي توکمونه لري.*
*7. افغانستان 5000 کلن ژوندی تاریخ لري.*
*8. افغانستان 2 رسمی ژبی لری پښتو او دري.*
*9. افغانستان 5800 km سرحدات لري.*
*10. افغانستان 99.6فیصد مسلمانان لري.*
*11.افغانستان په ټولو اسلامي هیوادو کی لومړی هیواد دی چې اسلام ته وفادار پاتي شوي.*
*12. افغانستان اولین مسلمان هیواد دی چی قران شریف یي فضـا ته یوړو.*

*13. افغانستان تر ټولو انقلابي هيواد دى.*

*14. افغانستان د کال ۴ موسمونه لري.*

*15. ۳۴ ولایت او ۳۶۶ ولسوالۍ افغانستان کي موجودي دي.*

👇👇👇
*د افغانستان د ولسوالیګانو نوملړ ..📖*
۱، کابل ۱۵ ولسوالۍ لري:
استالف , بگرامی , فرزه , پغمان , قره باغ , کابل , چهارآسیاب , کلکان , خاک جبار , گلدره , موسهی , ده سبز , سروبی , میربچه کوت , شکردره.

۲ ، خوست ۱۳ ولسوالۍ لري:
اسماعیل خیل او مندوزي , باک , تڼی , عليشير/تیریزايئ , ځاځي میدان , خوست متون , سپیره , شمل ,
صبری/یعقوبی , قلندر, گربز , موسی خیل , نادرشاه کوت.

۳، ننگرهار ۲۲ ولسوالۍ لري:
آچین , رودات , بټی کوټ , سرخ رود , بهسود , شیرزاد , پچیرآگام , غنی خیل , کامه , کوټ , حصارک , هسکه مینه , چپرهار , گوشته , خوگیاڼی , دربابا , لعل پور , دره نور , مهمند دره , خیوه , نازیان، سپین غر.

۴ ، بلخ ۱۴ ولسوالۍ لري:
بلخ , چاربولک , چارکنت , چمتال , خلم , دولت آباد , دهدادی , زاری , شورتپه , شولگره , کشنده , کلدار , مارمل , نهرشاهی.

۵، قندهار 17 ولسوالۍ لري:
آرغستان , شاه ولی کوټ , ارغنداب , شورابک , پنجوائی , غورک , خاکریز, دامان , معروف , ریگستان , میانشین , ژیړی , میوند , نیش , سپین بولدک ، تخته پل .ډنډ

۶ ، غور ۱۰ ولسوالۍ لري:
فیروزکوه , تیوره , لعل و سرجنگل , دولینه , چهارسده , تولک , شهرک , ساغر , دولتیار , پسابند .

۷، لغمان ۶ ولسوالۍ لري:
دولت شاه , قرغه ئی , علیشنگ , علینگار , مهترلام , بادپخ.

۸ ، کندوز ۷ ولسوالۍ لري:
امام صاحب , چهاردره , خان آباد , دشت آرچی , علی آباد , قلعه ذال , کندوز .

‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌۹، پکتیا ۱۴ ولسوالۍ لرپ:
گردیز، احمد آباد , جانی خیل , څمکنی , ډنډ پټان , وزی ځدراڼ , زرمت , سیدکرم , شواک , گرده څیړی , لجه احمدخیل , لجه منگل , میرزکه ، ځاځى اريوب.

۱۰، زابل ۱۱ ولسوالۍ لري:
آتغر , ارغنداب , ترنگ و جلدک , دایچوپان , شاه جوی , شملزائی , شینکی , قلات , کاکر , میزان , نوبهار.

۱۱، بغلان ۱۵ ولسوالۍ لري:
نهرین , اندرآب , بغلان جدید , پل حصار , پل خمری , تاله و برفک , جلگه , خنجان , خوست و فرنگ , دوشی , دهانه غوری , ده صلاح , فرنگ و غارو , گذرگاه نور , برکه .

۱۲، بدخشان ۲۸ ولسوالۍ لري:
آرغنج خواه , شغنان , آرگو , شکی , اشکاشم , شهدا , بهارک , شهربزرگ , تگاب/کشم بالا , شهر فیض آباد , کران و منجان , تیشکان , جرم , کشم , خاش , کوف آب , خواهان , کوهستان , درایم , واخان , درواز پائین/نسی , وردج , یاوان , درواز بالا/مایمی , یفتل پائین , راغستان , یمگان/گیروان , زیباک.

۱۳، بامیان ۷ ولسوالۍ لري:
بامیان , کهمرد , پنجاب , سیغان , شیبر , ورس , یکاولنگ .

۱۴، بادغیس ۷ ولسوالۍ لري:
آب کمری , جوند , قادس , قلعه نو , بالامرغاب , مقر, غورماچ .

۱۵، میدان وردک ۹ ولسوالۍ لري: میدان شهر , جلریز , جغتو , چک وردک , حصه اول بهسود , دایمیرداد/جلگه , سیدآباد , مرکز بهسود , نرخ .

۱۶، لوگر ۸ ولسوالۍ لري:
آزره , برکی برک , پل علم , چرخ , خروار , خوشی , محمد آغه ،بابوس .

۱۷، سمنگان ۷ ولسوالۍ لري:
آیبک , حضرت سلطان , خرم و سارباغ , دره صوف بالا , دره صوف پائین , روی دو آب , فیروزنخچیر .

۱۸، تخار ۱۷ ولسوالۍ لري:
دشت قلعه , اشکمش , بنگی , روستاق , بهارک , فرخار , تالقان , چال , کل افغان , چاه آب , نمک آب , خواجه بهاء الدین , ورسج , خواجه غار , هزار سموچ , درقد , ینگی قلعه.

۱۹، نورستان ۸ ولسوالۍ لري:
برگ متال , پارون , دو آب , کامدیش , مندول , نورگرام , واما , وایگل.

۲۰، فاریاب۱۴ ولسوالۍ لري:
آلمار , آندخوی , شیرین تگاب , قرغان , بلچراغ , قرم قل , پشتون کوت , قیصار , خان چارباغ , دولت آباد , کوهستان , خواجه سبزپوش ولی , گرزیوان , میمنه.

۲۱، سرپل ۷ ولسوالۍ لري:
بلخاب , سرپل , سانچارک , سوزمه قلعه , صیاد , کوهستانات , گوسفندی .

۲۲، پکتیکا ۱۹ ولسوالۍ لري:
آرگون , شرن , اومنه , گومل , برمل , گیان , تروو , متاخان , جانی خیل , نکه , وازه خواه , دیله و خوشامند , ورممی , زرغون شهر , زیروک , یحیی خیل , سرحوضه , یوسف خیل , سروبی.
۲۳، فراه ۱۱ ولسوالۍ لري:
اناردره , بالابلوک , بکواه , پرچمن , پشت رود , خاک سفید , شیب کو
ه , فراه , قلعه کاه , گلستان , لاش و جوین ).

۲۴، هلمند ۱۵ ولسوالۍ لري:
بغران , دیشو , ریگ خان نشین , سنگین , کجکی , گرمسیر , لشکرگاه , موسی قلعه , نادعلی , ناوه بارکزائی , نوزاد , نهرسراج , واشیر، گرشک ، مرجه .

۲۵، نیمروز ۵ ولسوالۍ لري:
چغانسور , چهاربرجک , خاش رود , زرنج , کنگ .

۲۶، غزنی ۲۰ ولسوالۍ لري:
آب بند , جغتو , آجرستان , قره باغ , گیرو , اندر , گیلان , بهرام شهید , مالستان , جاغوری , مقر , عمری , ناور , ده یک , ناوه , رشیدان , واغز , زنه خان , ولی محمد شهید خوگیانی , غزنی .

۲۷، ارزگان ۶ ولسوالۍ لري: ترینکوت , چوره , خاص ارزگان , دهراوود , شهید حساس , گیزاب .

۲۸، کاپیسا ۷ ولسوالۍ لري:
آله سائی , تگاب , حصه اول کوهستان , حصه دوم کوهستان , کوه بند , محمود راقی , نجراب.

۲۹، پروان ۱۰ ولسوالۍ لري:
بگرام , جبل السراج , چاریکار , سالنگ , سرخ پارسا , سیدخیل , شیخ علی , شینواری , غوربند , کوه صافی.

۳۰، پنجشیر ۸ ولسوالۍ لري:
آنابه , بازارک , پریان , خنج , دره , روخه , شتل , آبشار .

۳۱، جوزجان ۱۱ ولسوالۍ لري:
آقچه , خانقاه , خم آب , خواجه دو کوه , درزاب , شبرغان , فیض آباد , قرقین , قوش تپه , مردیان , منگجک.

۳۲، هرات ۱۵ ولسوالۍ لري:
ادرسکن , انجیل , اوبه , پشتون زرغون , چشت شریف , زنده جان , شینډنډ/سبزوار, غوریان , فارسی , کرخ , کشک , کشک کهنه , کهسان , گذره , گلران .

۳۳، کنر ۱۵ ولسوالۍ لري:
اسد آباد , سرکاڼی , برکنر , شیگل و شلتن , خاص کنر , غازی آباد , مروره , دانگام , ناری , نرنگ , دره پیچ , نورگل , چپه دره , وټه پور , څوکی.

۳۴، دایکندي ۸ ولسوالۍ لري: آشترلی , خدیر , سنگ تخت , شهرستان , کجران , گیتی , میرامور , نیلی.
#شېر یې کړۍ

24/10/2022

چې دشپې مزل کوي منزل ته رسي
هغه پاتې وي چې طمعه د سبا کړي...

09/07/2022

پېغام ۳ خصوصي ښوونځی دمبارکۍ پېغام!

د پېغام ۳ خصوصي ښوونځي اداره د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت، ګرانو هېوادوالو، خپلو ګلالیو ذده کوونکو او ټول امت مسلمه ته د مبارکۍ پېغام وړاندې کوي، الله ج دې وکړي چې د یاد اختر ورځې مو پر خوښۍ پېل کړې وي او پر خوشحالۍ یې پای ته ورسوۍ.
الله ج دې همدا اختر په ګران هېواد افغانستان کې د تل پاتې سولې او پرمختګ وسیله کړي.
د يو خپلواک او سوکاله افغانستان په هېله.
د پېغام ښوونځي ادارې لخوا

15/04/2022

دغه جملي مو پخپلو اولادو باندي زده کړي او په باربار ځیني وپوښتۍ چي هم عقیده وي اوهم سیرة سوالونه پکښي دي.
ژباړونکي عبدالولي رازقي
سوال : دچابنده یي؟
جواب : د الله جل جلاله بنده یم.
سوال : دچا اُمتي يی ؟
جواب : د محمد رسول الله (صل الله علیه وسلم ) امتي یم.
سوال : دچا په ملت یي ؟
جواب : په ملت د ابراهیم ( علیه سلام ) یم.
سوال : دچا په مذهب یی ؟
جواب : د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) په مذهب یم .
سوال : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څو یاران درلودل ؟
جواب : حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) څلور یاران درلودل.
1- حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه )
2- حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه )
3- حضرت عثمان غنی ( رض الله عنه )
4- حضرت علی ( رض الله عنه )
سوال : څو مذهبونه دي؟
جواب : څلور مذهبونه دي .
1- د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب.
2- د امام شافی ( رحمت الله علیه ) مذهب .
3- د امام مالک ( رحمت الله علیه ) مذهب.
4- د امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ) مذهب.
لوړ ترین په مذاهبوکي د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب دي.
سوال : ایمان څه شي دي؟
جواب : ایمان په لغت کي تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي. او په اصطلاح کي دالله ( جل جلا له ) او دهغه د حبیب صلی الله وسلم ټول احکام په ژبه بیانول او په زړه سره تصدیق کول او عملي کول دي.
سوال : ایمان دڅه شي په واسطۀ سره قوي کیږي؟
جواب : ایمان دنیکو اعمالو ده کولو په واسطه قوي کیږي.
سوال : اسلام څه شي دي؟
جواب : اسلام عبارت دي دځان دتسلیمولو او د الهي احکامو دپیروي کولو څخه.

سوال : اسلام کوم قسم دین دي؟
جواب : اسلام متوسط دین دي په مابینځ کي د سختی او آسانی .
سوال : څو آسمانی دینونه دي او هم ووایه چي پرچا چا نازل شویدي ؟
جواب : څلور آسمانی کتابونه دي او په څلورو پیغمبرانو علیهم السلام نازل شویدي.
1- تورات په حضرت موسی ( علیه سلام )
2- انجیل په حضرت عیسی ( علیه سلام )
3- زبور په حضرت داود ( علیه سلام )
4- قرآن په حضرت محمد رسول الله ( صل الله علیه وسلم )
سوال : مونږ پر څو کتابونو باندي ایمان لرو؟
جواب : مونږ پر څلورو کتابونو باندي ایمان لرو لکه، ( توارت، انجیل، زبور او فرقان یاقرآن ).
سوال : زمونږ کتاب کوم یو دي ؟
جواب : زمونږ کتاب قرآن کریم دي.
سوال : قرآن شریف په څومره وخت کي، دچا له طرفه او دچا په واسطه په حضرت محمد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شو ؟
جواب : قـرآن کریم د 23 کالو په وخت کي د الله ( جل جلا له )له طرفه او دحضرت جبریل ( علیه سلام ) په واسطه پر حـضـرت مـحـمـد ( صل الله علیه وسلم ) باندي نازل شویدي.
سوال : قرآن کریم څو سیپاري او څو سورتونه لري؟
جواب : قرآن کریم 30 سیپاري او 114 سورتونه لري.
سوال : د قرآن کریم زده کول او هغه پر ځان عملي پر مونږ څه شي دي ؟
جواب : دقرآن کریم زده کول او دهغه پرځان عملي کول پر مونږ فرض دي.
سوال : د الله ( جل جلا له ) صفات څو قسم دي؟
جواب : صفات د الله ( جل جلا له ) دوه قسمه دي،چي هغه ذاتی صفات او فعلی صفات دي .
ذاتی صفات عبارت دي : سمع، بصر، کلام، اراده، قدرت، حیات او علم چي دا ده الله ( جل جلا له ) ذاتي صفات دي او ثابت دي،چي الله ( جل جلا له ) دهغه په ضد نه موصوف کیږي، مثلاٌ قدرت چي دهغه ضد کمزوري دي
فعلی صفات عبارت دي له : تخلیق، انشأ، ترزیق، احیأ، ابداع، اعزاز او اذلال، چي داصفات د الله ( جل جلال له ) لپاره ثابت دي او دهغه په ضد موصوف کیږي. لکه. احیأ ( ژوندي کول ) چي دغه اماتت ( مړه کول دي ) دی.
سوال : جنیات یا پیرانان دڅه شي څخه پیداشویدي ؟
جواب : د اوره څخه.

سوال : روح د انسان په کوم ځاي کي قرار لري ؟
جواب د انسان په ټول وجود کي قرار لری.
سوال : د ثمودیانو قوم ولي دبیخه وکښل شو ؟
جواب: ځکه چي د الله ( جل جلال له ) د اوامرو څخه یي سرغړونه وکړل.
سوال : فرعون ولي غرق شو ؟
جواب : ځکه چي ایمان یي په الله ( جل جلال له ) نه راوړي.
سوال : که چیری څوک په الله ( جل جلال له ) ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب: هغه چي په الله جل جلاله ایمان نلري هغه ته کافر ویل کیږي.
سوال : که په پیغمبرانو ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟
جواب : هغه ته هم کافر ویل کیږي.
سوال : آیا پر الله ( جل جلال له ) ایمان ندرلودل نیک اعمال کومه ګټه لري ؟
جواب : بغیر د ایمان څخه هیڅ عمل ګټه نلري.
سوال : د الله ( جل جلال له ) یوڅو نومان بیان کړي ؟
جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ..........
سوال : د پیغمبر ( صل الله علیه وسلم ) یو څو نومان ذکر کړي ؟
جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ........
سوال : مجمل ایمان بیان کړي ؟
جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب.
سوال : مفصل ایمان بیان کړي؟
جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت.
سوال : مومن به څو شیان دي ؟
جواب : مومن به ۷ دي :
1- ایمان په الله ( جل جلال له )
2- ایمان په ملائکه وو.
3- ایمان په اسماني کتابونو باندي .
4- ایمان په پیغمبران.
5- ایمان ده آخرت ورځي باندي .
6- ایمان ده مرگ څخه وروسته په ژوندي کیدو باندي.
7- ایمان په خیر و شر چي دخداي ( جل جلال له ) له طرفه دي.
سوال : پیغمبر چاته ویل کیږي ؟
جواب : هغه کس چي د الله ( جل جلال له ) له طرفه دبشر د لارښوونو لپاره رالیږل شوي وي.
سوال : د پیغمبران ( علیهم السلام ) اجمعین شمیر څو دي ؟
جواب : د پیغمبران ( علیهم سلام ) یو لکُ څلور ویشت زره زیات وکم پکښي.
سوال : زمونږ پیغمبر څوک دي ؟
جواب : زمونږ بیغمبر حضرت محمد ( صل الله علیه و سلم ) دي.
دنورو ملګرو سره یي هم شریک کړي•
کاپي....

Photos from ‎پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School‎'s post 07/04/2022

زما قلم زما د ګوتو ښایست
زما کتاب زما د ژوند ملګری

دغه تیارو کی چیرته ورک نه شمه
دغه تیارې راته رڼا کړې ربه

داچي نن ورځ ټول هغه زده کونکي چې په میاشتنۍ ازموینه کې بریالي شوي وو د پېغام ادارې لخوا په ډالیو ونازول شول .او په راتلونکي ژوند کې ورته دلا بریالیتوب غوښتونکی یم.
پېغام ۳ خصوصي ښوونځي ادارې لخوا

Photos from ‎پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School‎'s post 02/04/2022

د ټولنې معنوي خدمت مو د ژوند د روان سفر مهم عنصر دی.
د روان تعلیمي کال د ښوونځي د علمي پالسۍ لمخې مو میاشتنۍ رقابتي ازموینه د ذده کوونکو څخه واخیستل شوه.
پېغام ۳ ښوونځی د پوهې د حقیقت هېنداره !

01/04/2022

د ا,ا,ا د هلال د روئت مرکزي کمېټې او سترې محکمې د اعلان له مخې مياشت ليدل شوې سبا شنبې ورځ لمړۍ روژه ده!

د ننګرهار پوهنې رياست رهبري ټول اُمت مسلمه ته ښه روغتيا او ښه روژه غواړې!
مبارک موشه!

هيله ده چې خپل عبادت او د لاچارو هيوادوالو لاسنيوی وکړئ!

نوټ:دمعمول په څېر به د روژي مبارکې مياشتې اوله ورځ عمومي رخصت وي.

20/03/2022

*السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته*
*د پېغام ۳ خصوصي ښوونځي محترمو استاذانو ، ګرانو او ګلالیو ذده کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د نوروز او دهقان د ورځو د رخصتۍ په اړه د وزارت څخه په شفاهی ډول ریاست او امریت ته هدایت شوی چی رخصتی نشته*
*ټول استاذان او ذده کوونکي سبا دوشنبه باید خپل درسي بهیر ته حاضر شي *
په درنښت!
د پېغام ۳ ښوونځي د ادارې لخوا

Photos from ‎پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School‎'s post 14/02/2022
Photos from ‎پېغام نمبر ۳ خصوصي عالي لېسه Pegham No 3 Private High School‎'s post 03/02/2022

د الله ج شکر آدا کوو چې نن ورځ مو د خوښیو او زړه ته د سکون مهمه منبع وه او د الله ج په فضل او کرم مو د نیمه ازموینو نتېجې اعلان غونډه درلوده .
د ټولنې د ځوان قشر خدمت مو د ژوند یو حقیقي هدف دی. تر څو وکولای شو ټولنه او هېواد مو د الله ج په مرسته د مشکلاتو او ناخوالو وژغورو.
د پېغام ۳ خصوصي ښونځي ادارې لخوا

30/01/2022

د پېغام خصوصي ښوونځي ټولو قدرمنو ښوونکو او ګلالیو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې سر له سبا (دوشنبه ۱۱ دلوه) د ښوونځي تدریسي بهیر د پخوا پشان په عادي ډول پېلېږي .هیله ده خپله حاضري یقیني کړئ.
په درنښت!
پېغام ۳ خصوصي ښوونځي ادارې لخوا

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


8th
Jalalabad
2657