07/06/2026
#دبـــريـــاکــــورـــ #دبــــريــــاپــه #لــــور
د کلنۍ ازموینې اوومه ورځ یا ۱۴۰۵/۳/۱۷نېټه:
ازموینې دښوونیز کال د هڅو پایله ده، چېرې چې زحمت، صبر او دوامداره هڅې ارزول کېږي. هره پوښتنه د یو درس انعکاس دی، او هر منظم حرکت د یوې بریا زېری لري. ښوونیز نظم هغه چاپېریال رامنځته کوي چې پکې استعداد غوړیږي او اعتماد غښتلی کېږي.
زده کوونکي مو په پوره آماده ګۍ، شوق او ذوق سره هره ورځ په آرامه فضاء کې د مهال ويش مطابق ازموينې ورکوي.
ادرس: څلورمه حصه ، شپږمه ناحیه(خالص فامیلي) ، جلال آباد.
02/06/2026
د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې د کلنۍ آزموېنو درېمه ورځ!
منظم پلان ، دوامداره هڅه او قوي نظم!
نن د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې د کلنۍ آزموېنو درېمه ورځ په پوره شفافیت، نظم ، علمي فضاء او د ښارپوهنې آمریت دانکشاف علمي او مسلکي غړو (نظارت) د هر اړخیزه مراقبت او کنټرول په ترڅ کې ترسره شوه. زدهکوونکي له پوره چمتووالي سره آزموېنو ته حاضر شوي وه او د خپلو وړتیاوو په څرګندولو بوخت وه او دي.
د لېسې اداره، ښوونکي او د آزموېنو کمېټه له پیل څخه تر نن ورځې پورې د شفافیت، دقت او د پوره مسؤلیت له مخې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې ده. د څارونکو حضور، منظم کنټرول، او علمي ارامښت د دې لړۍ مهمې نښې دي.
زدهکوونکي دا بهیر نه یوازې د ارزونې، بلکې د سالم رقابت، نظم او ځان پېژندنې یوه مهمه موقع او فرصت بولي. د والدینو، استادانو او ادارې ګډ ملاتړ د دې سبب شوی چې آزموېنې په مثبت چاپېریال کې جریان لري .
د درېمې ورځې بریالۍ آزموېنه دا ښایې چې د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسه د علمي نظم، اخلاقو او پرمختګ پر لور ګامونه اخلي. هیله ده چې دا بهیر به د زدهکوونکو د بریا، باور او مسؤلیت بنسټ نور هم ټینګ کړي.
آدرس: ، څلورمه حصه ، شپږمه ناحیه ، جلال آباد.
31/05/2026
د اصول تدریس کلنۍازموینې لومړۍ ورځ!
نن ورځ مو د ۱۴۰۵هـ.ش تعلیمي کال د اصول تدریس ټولګیو د کلنۍ آزموینو رسماً پیل وکړو چې د آزموینو دافتتاح برنامه د قرآن عظیم آلشان په څو مبارکو آیتونو سره وشو.
په دوهمه برخه کې د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې مؤسس او رئیس څارنوال خلیق الله "عاجز" د آزموینو په شفافیت او د طرزالعمل مطابق د تحریري او تقریري آزموینو په ترتیب او تنظیم هراړخیزه ،مؤثره او مثمره ویناء وړاندې کړه او په دریمه برخه کې د ټولو زده کوونکو ، استادانو ، ادارې پرسونل او درې کسیز هیئت په حضور کې د ادارې او درې کسیز هیئت لخوا مهر لاک شوی د آزموینو بکس خلاص شو او یاده برنامه په دعاء سره پای ته ورسیده او لومړۍ آزموینه په آرامه فضاء کې واخېستل شوه .
بریا افغان ځلاند لېسه د زده کوونکو لپاره د بریا روښانه نوم.
آدرس: ، څلورمه حصه ، شپږمه ناحیه ، جلال آباد
30/05/2026
خبرتیا!
د بريا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسي د زده کوونکو قدرمنو والدینو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمنو خدای ج دې وکړي چې ټول به راته روغ او جوړ یاست په دې هیله چې د نیکمرغه لوی اختر د رخصتۍ ورځې به مو د خپلو ګلالیو بچیانو سره پخیر او خوشحالۍ سره تیري کړي وي ، نو د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې اداره، تاسو قدرمنو ته خبر درکوي چې د اختر رخصتي نن ورځ پای ته رسیږي او رسمیات به سبا ورځ یکشنبه چې ۱۴۰۵/۳/۱۰ نېټې سره سمون خوري په عادي ډول بېرته پیل کیږي . نو له تاسو هيله کېږي چې خپل بچیان د تیر په څیر (۷:۰۰) بجي لېسې ته حاضر کړئ تر څو مو بچیان د کلنۍ ازموینو څخه محروم پاتي نشي .
په درنښت .
26/05/2026
د مبارکۍ پېغام دبـریـا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې د اداري خوا!
د نيکمرغه لوی اختر د رارسېدو په وياړ تاسې او ستاسې قدرمنې او با شهامته کورنۍ ته د زړه له کومې مبارکي وايو الله ج مو روژي ، عبادتونه ، صدقې او قربانۍ په خپل دربارکې قبولې کړه. هيله مند يو چې یو سوکاله ،خوشحاله، ارامه، له مينې او د خوښیو ډک اختر ولرئ، هره ورځ مو آختر شه، آختر مــو بختور شه .
18/05/2026
#دبرياکورـــــــــــــــــــ #دبرياپه #لورــــــــــــ.
دکلنیو آزموینو د اصول صنفي دورې دجریان انځوریز البوم!!
د۱۴۰۴/۱۴۰۵ هـ ش تعلیمي کال د بریا افغان ځلاند خصوصي عالي لېسې د اصول صنفي دورې کلنۍ آزموینې د معارف د لوایحو مطابق په بشپړ شفافیت سره د اداري او تدریسي پرسونل په همغږۍ سره جریان لري.
نوټ : نن ورځ د قرانکریم مضمون تقریري ازموینه .
15/05/2026
—————————-——- #اطلاعیه* ——————————-
دبريا افغان ځلاندخصوصي عالي لېسې د اصول صنفي دوري ګلالیوزده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د تعلیم وتربيې د لایحې مطابق د تودو سېمو د زده کوونکو کلنۍ ازموینې سبا ورځ شنبه چې د ۱۴۰۵/۲/۲۶ مې نېټې سمون خوري د اول څخه تر دریم ټولګیو پورې رسماً شروع کیږي باید ټول زده کوونکي آزموینې ته روحاً او جسماً حاضر شي او د آزموینې لپاره ټول لوازم چمتو کړي .
05/05/2026
#دبرياکورـــــــــــــــــــ #دبرياپه #لورــــــــــــ.
نن ورځ د سلسلوارې رقابتي اسمبلۍ په نتیجه کې په پراخه تشریفاتي مراسمو سره داځل اتم الف ټولګي دغه ویاړ او د قهرمانۍ بیرغ پخپل نوم کړو چې د ادارې لخوا زده کوونکو او نګران ښوونکي ته مادي او معنوي ډالۍ ورکول شوې.
نوټ : د نظم و ډسپلین کمېټې د غړو زده کوونکو ترمنځ د تعلیم او تعلم تر عنوان لاندې ګردی مېز په لار اچول شوی وه چې دبحث ټول ګډونوال زده کوونکي د ادارې لخوا په جوائزو ونازول شول.
ادرس: څلورمه حصه ، شپږمه ناحیه، جلال آباد.
02/05/2026
#دبرياکورـــــــــــــــــــ #دبرياپه #لورــــــــــــ.
نن ورځ سهارنۍ رقابتي اسمبلي د اتم الف ټولګي د زده کوونکو له خوا وړاندې شوه چې بااستعداده زده کوونکي د اداري له خوا په ډالۍ باندي ونازول شو.
ادرس: څلورمه حصه ، شپږمه ناحیه، جلال آباد.