06/12/2025
د پايلو اعلان غونډه
د پنجشنبې ورځ چې د قوس مياشتې (۱۳) نيټې سره سمون لري، د براق خصوصي ښوونځي د عقرب میاشتې دنتايجو اعلان غونډه په شانداره مراسمو ولمانځل شوه،
ياده غونډه د ښوونځي د يو تن زده کوونکي قاري صاحب سليمان لخوا د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آیتونو پيل شوه، چې ورپسې د براق خصوصي ښوونځي مؤسس او مدير ډاکټر صاحب امطر (امرخيل) هم خپلې زرينې ويناوي واورولي او له زده کوونکو يې هيله وکړه چې د تعليم په حاصلولو کې پوره هڅه او زيار وباسي او هغه زده کوونکي يې تشويق او په معنوي ډاليو ونازول چې په خپلو ټولګيو کې يې لومړۍ،دوهمه او دريمه درجه حاصله کړي وه.
همدارنګه ځينې زده کوونکو هم په ياده غونډه کې بيلا بيل علمې او ادبي موضوعات د غونډي ګډونوالو ته وارول، چې ياده غونډه د قاري صاحب سعيد احمد (سعيدي) لخوا په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.
په درنښت!
د براق خصوصي ښوونځي د نشراتو کمېټه.
27/10/2025
دلته قلم دعزت تاج او زده کړه دراتلونکي ضمانت دئ!
براق خصو صي ښوونځي د ښځینه څانګي هڅانده د
علم او ادب په ګانه سمبال زده کوونکي زمونږد ښوونځي
هوښيار ی,باحجابه زده کوونکی دعلم وقار او افغاني فرهنګ ښکلی انځور دئ.
راځئ خپل کوچنیان او ځوانان دعلم عظيم نعمت څخه برخمن کړو!
ښځينه څانګه کې تدریس د ښځينه لیسانس اومسلکي ښوونکو په مټ راسره تجربه کړئ.
اړیکي شمیره!
0784189090
0704189090
ادرس : عبدالحق مینه پنځمه ناحیه
13/09/2025
که غواړئ چي ماشومان مو په یو غوره او معیاري سیستم لرونکي ښوونځي کې زدکړه وکړي نو براق خصوصي ښوونځي او وړکتون سره یو ځاي شي
30/03/2025
د مبارکۍ پيغام:
د براق خصوصي ښوونځي مشرتابه، ادارې پرسونل او ګلالې زده کوونکي د نړۍ ټولو مسلمانانو خصوصاً د افغانستان غيور ملت ته د نيکمرغه کوچنې اختر مبارکې وايې.
اللّٰه دي دا اختر په هېواد کې د تلپاتې سولې او نيکمرغۍ اختر کړي.
د اختر په خوشحاليو کې مو بیوزله ګاونډيان له ځان سره شريک کړئ.
له خوښيو او خوشحاليو ډک اختر ولرئ.
د یو اباد,ښاد, سوکاله, ودان او هر اړخيزه افغانستان په هیله..!
په درنښت
17/03/2025
اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي🤲🏼
یا اللّٰه ﷻ ته بښونڪی یې، او بښنه خوښوي🤲🏼
نو موږ ته هم بښنه وڪړه
03/03/2025
*دنن ورځې تر ټولو غوره اذکار.*
*په ژبه يې جارې کړئ تر ماښامې پوري.*
*رٙضِيْتٌ بِا اللّٙهِ رٙبّٙا وّٙ بِالْاِسْلٙامِ دِيْنًّا وٙبٙمٌحٙمّٙدً صٙلّٙی اللٌّه عٙلٙيْهِ وٙسٙلّٙمٙ نٙبِيًّا*
01/03/2025
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُر آنُ....
Ramadan Mubarak! 🌙🕌
د رحمتونو او عافیتونو میاشت مو مبارک شه..!
د براق خصوصي ښوونځي مشرتابه او ادارې پرسونل ټولو معززو مسلمانو ته د فضلیتونو ډکي میاشتې(رمضان ) د رارسیدو په مناسبت مبارکي وايي.
اللّٰه ج دي د ټولو مسلمانانو ګناهونه معاف کړي.
په درنښت.
دبراق خصوصي ښوونځي فرهنګي کميټه.
13/02/2025
د پايلو اعلان غونډه!
نن په براق خصوصي ښوونځي کې د چهار نيمه ازموینو پایلې د شانداره مراسمو په ترڅ کې اعلان شوي!
ياده غونډه د قاري صاحب ياسين ( عبدالرحيمزي) لخوا د قرآنکريم په څو مبارکو آیتونو پيل شوه. همدارنګه نورو زده کوونکو هم بيلا بيل مطالب د غونډي ګډونوالو ته وړاندي کړه،
په غونډه کې د براق خصوصي ښوونځي سرښوونکي الحاج محمد حضرت صبروال هم خپلې زريني ويناوي وړاندي کړي او ډاډ يې ورکړ چې د براق خصوصي ښوونځي اداره به د هېواد راتلونکي رهبران په ښه او سالم ډول روزي.
دبراق خصوصي ښوونځي اداره وياړي چې د علم په ډګر کې یو له مخکښو ادارو څخه ده.
همدارنګه د براق خصوصي ښوونځي مشرتابه ټولو ګلالیو زده کوونکو او د هغوي قدرمنو کورنيو ته د ښي کارکردګۍ مبارکې وايې.
ستاسو د ماشومانو بريا زمونږ هيله!
براق په ختيځ زون کې اسلامي ارزښتونو ته ژمنه اداره!
په درنښت !
دبراق خصوصي ښوونځي دنشراتو څانګه.
09/02/2025
*رسول اللّٰهﷺ نه پوښتنه وشوه•*
*اکثره خلک به په کوم عمل سره جنت ته داخلیږي؟*
*هغه ﷺ وفرمایل📖*موسڪـــا...!*
*ښه اخلاق...!*
*ښي خبري...!*
*او پاک زړه !*
🎀🎀