23/08/2023
د ډریم اکاډمي د فعالیت د بندیدو خبرتیا!
ګرانو زده کوونکو او قدرمنو هېوادوالو ډریم اکاډمي د ځینو ستونزو او مشکلاتو له وجې خپل فعالیتونه تر یو څه مودې بندوي.
موږ ستاسې له همیشني باور او ملاتړ څخه منندوی یو او هیله مو دا ده چې تاسې زموږ له کړیو خدماتو او اکاډمیکو فعالیتونو څخه ګټه پورته کړې وي او فائده یې درته کړې وي.
زموږ هیله او آرمان به تل همدا وي چې یو اکاډمیک، باشعوره او علمي افغانستان رامنځته کړو!
د یو ودان او اکاډمیک افغانستان په هیله!
23/08/2023
خبرتیا!
ګرانو زده کوونکو د ډریم اکاډمي له لوري د نن ورځ لپاره پلان شوی سیمینار چې خبرتیا یې پرون خپره شوې وه، د ځینو ستونزو له امله وځنډېده. هیله ده په راتګ باندې ځان په زحمت نه کړئ!
درنښت
ډریم اکاډمي
22/08/2023
خبرتیا!
د فکري رغون او ډریم اکاډمي له لوري سبا (چهارشنبه) مازیګر څلور نیمې بجې د ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو د فکر بڼه او مسئولیتونه موضوع باندې یو ورځینی سیمینار وړاندې کېږي.
ګډون پکې وکړئ او د یو رېښتیني افغان په توګه د وطن د پرمختګ لپاره خپل مسئولیتونه وپېژنئ!
ادرس: جلال آباد ښار، اوله ناحیه، چشمه خانجي عمومي سړک د الکترونیکي تذکرو پخواني دفتر ته مخامخ، ډریم اکاډمي
21/08/2023
آیا پوهېږئ!؟
ډریم اکاډمي په خپل نصاب کې نوي تغیرات راوستي چې کولای شي ستاسې د انګلیسي ژبې د زده کړې ټولې اړتیاوې پوره کړي.
په نویو ټولګېو کې د ثبت نام په خاطر ادارې ته مراجعه وکړئ!
ډریم د معیار نوم!❤️
14/08/2023
Immerse in our curriculum, witness the difference.🥰
Contact us:
078 77 53 666
076 76 078 73
31/07/2023
د بریالیتوب په لاره کې تر ټولو لوی خنډ په ځان باور نه لرل او د خپلو نظریاتو له څرګندولو څخه وېره ده. که چېرې تاسې هم په ځان باور نلرئ او یا د خلکو مخکې له وینا کولو او خپلو نظریاتو له شریکولو وېرېږئ نو;
د استاد سباوون دُراني سره د ویناوالۍ نوي ټولګي په سهار اووه او مازیګر پنځه بجو کې پېل کېږي، که غواړئ ګډون پکې وکړئ ادارې ته مراجعه وکړئ!
د برنامې د کېفیت، بڼې، فیس، او لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ؛
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=564933885648818&id=100063966343734
30/07/2023
د ډریم PDD له لوري ځانګړی سیمینار
چهارشنبه د جولای د مياشتې ۲۶ تاریخ د فکري رغون او د ډریم اکاډمي د PDD په ګډه همکارۍ ځانګړی يو ورځنی سيمينار په (د احساساتو د کنټرول او په ژوند کې يې آغېزې) موضوع باندې وړاندې شو!
ياد سيمينار چې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پېل او بيا د فکري رغون مشر ښاغلي سباوون دُراني په ځانګړې شوې موضوع خپله وېنا وړاندې، ګډونوال یې وهڅول او ترې یې وغوښتل چې خپل ژوند باید د وطن لپاره استعمال کړي، د برنامې په آخر کې ګډون کوونکو خپل نظریات څرګند کړل او د ډریم ادارې وعده وکړه چې د ډریم ژمنه اداره به دغسې برنامو ته په مسلسل شکل دوام ورکوي، او سیمینار د دعا په کولو پای ته ورسېد.
موږ د غوره ټولنې په رامنځته کولو کې له هيڅ ډول هڅو درېغ نه کوو!
ډریم د معیار نوم!⭐️
25/07/2023
خبرتیا!
د فکري رغون او ډریم اکاډمي له لوري سبا (چهارشنبه) مازیګر څلور نیمې بجې د احساساتو د مدیریت او په ژوند او بریالیتوب کې يې د ارزښت په اړه یو ورځینی سیمینار وړاندې کېږي.
ګډون پکې وکړئ او د یو بریالي ژوند لپاره په اړینو نقاطو ځان پوه کړئ!
ادرس: جلال آباد ښار، اوله ناحیه، چشمه خانجي عمومي سړک د الکترونیکي تذکرو پخواني دفتر ته مخامخ، ډریم اکاډمي
13/07/2023
آیا تاسې د راتلونکو فرصتونو او پرمختګونو لپاره آماده یئ؟
آیا غواړئ د نړۍ د بدلیدونکو پړاونو سره یوځای مخته لاړ شئ؟
Project Management and Communication Skills Course
د پروژې د مدیریت او ویناوالۍ ځانګړی څلور میاشتنی کورس!
د څېړنو په اساس په نږدې راتلونکي کې به اتیا سلنه وظایف او کاروبارونه د پراجېکټ په اساس وي، نو که تاسې غواړئ د کاروبار او وظایفو ددې بدلیدونکي او مخته تلونکي وضعیت څخه وروسته پاتې نشئ، د ډریم اکاډمي د پروژې مدیریت ځانګړي څلور میاشتني ټولګي کې برخه واخلئ. دلته به تاسې د پروژې د مدیریت درسونه ترلاسه او د عملي زده کړو لپاره به تمثیلي پروژې ترسره کړئ چې تاسې په راتلونکي کې د هر ډول وظایفو لپاره چمتو کوي.
د پېل نیټه: د جولای د میاشتې دوه ویشتمه نېټه د شنبې ورځ
د درس وخت: شنبه او یکشنبه د مازیګر څلور بجې
د ثبت نام وروستۍ نېټه: راتلونکې چهارشنبه
هو؛ له هغه چا یې زده کړئ چې څوارلس کاله تجربه لري.
ښاغلی عبدالباسط نبیل چې په خصوصي پوهنتونونو کې د سوداګرۍ د مدیریت اړوندو مضامینو د تدریس په برخه کې د تجربې ترڅنګ، د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې په بېلابېلو ملي او نړیوالو مؤسساتو او شرکتونو کې کاري مخینه لري او اوسمهال د روشن مخابراتي شرکت د ختیځ زون عمومي مسئول دی.
د ثبت نام او لا ډېرو معلوماتو لپاره ادارې ته مراجعه وکړئ!
د اړیکې شمېرې: 0787753666 - 0767607873
ادرس: چشمه خانجي عمومي سړک د الکترونیکي تذکرو پخواني دفتر ته مخامخ، جلال آباد.
08/07/2023
که د خلکو مخکې له وینا کولو او خپلو نظریاتو له شریکولو وېرېږئ نو;
د استاد سباوون دُراني سره د ویناوالۍ نوي ټولګي په سهار اته او ماسپښین درې بجو کې پېل شوي، که غواړئ ګډون پکې وکړئ ادارې ته مراجعه وکړئ!
د برنامې د کېفیت، بڼې، فیس، او لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ؛
https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=564933885648818&id=100063966343734