04/12/2021
سایبري جګړه:
کمپیوټري جګړه، مجازي جګړه یا هم سایبري جګړه( Cyber warfare یاcyber war) دا داسې جګړه ده چې دواړه لوري په هغو کې له کمپیوټري نیټورکونو په ځانګړې توګه له اینټرنېټه د وسلې په توګه کار اخلي او جګړه په مجازي فضا کې پیلوي.
سایبري جګړه مارو ډولونه:
White hat hackers
هر څوک چې له امنیتي خنډونو تیر شي اما کوم خرابوونکی کار و نه کړي نو دې ته سپینې خولۍ واله هکران وايي، دا د نیټورک د ځانګړو متخصصینو څخه عبارت دي چې غواړي د نیټورک کمزوری پیدا او مسوولینو ته یې راپور ورکړي تر څو له تکرار یې مخنیوی شي.
Black hat hackers’
هر هغه څوک چې کمپیوټرونو ته دننه کیږي هلته مالومات اخلي، جاسوسي کوي او ویروس پکې خپروي دې ته تورې خولی لرونکي وايي.
Gray hat hackers’
دا هغه کسان دي چې د دواړو په منځ کې دي، د خړو خولو لرونکي ورته وايي.
Pink hat hackers’
دا هغه کسان دي چې د څو خرابوونکو سافتویرونو په کارولو سره د نورو د ځورولو سبب کیږي.
د جګړه کوونکو د حملو ډولونه:
Interception
په دې ډول کې لارموندونکی په پټه توګه له مالوماتو یوه کاپي اخلي.
Modification
په دې ډول کې لار موندونکی مالوماتو ته تغیر او لاسوهنه پکې کوي.
Interruption
په دې طریقه کې لارموندونکی په نیټورک کې ګډوډي او د مالوماتو تبادله رامنځ ته کوي.
د سایبري جګړې دفاع: 1- د بریدګر د ځای او هویت پیژندنه 2- د بریدګر د هوډ مالومول 3- د پلان شوو حملو پیژندل او تشخیصول 4- د تلفاتو څیړنه وروسته له جګړې د هیوادونو ترتیبات: روسیه: دا هغه هیواد دی چې وروسته یې له اتومي جګړه څخه دوهمه درجه ګڼي. چین: چین په سایبري جګړه کې تر دومره حده پرمختګ کړی دی چې امریکا پرې خپله اندیښنه ښودلې ده.
09/04/2021
23/03/2021
20/02/2021