11/08/2025
کهکشان ادب خصوصي عالي لیسه - Kahkashan Adab Private High School
له هر څه اول انسانیت
11/08/2025
14/05/2025
📢 د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي محترمو والدینو ته مهمه خبرتیا!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترمو والدینو!
په درنښت سره مو خبروو چې د روان تعلیمي کال کلنۍ ازموینې د لاندې مهالویش مطابق پیلیږي:
📘 ازموینې مهالویش:
🔸 د اول څخه تر دریم ټولګي زدهکوونکو ازموینې: سبا پنجشنبه، ۲۵ د ثور
🔸 د څلورم څخه تر نهم ټولګي زدهکوونکو ازموینې: راتلونکې پنجشنبه، ۱ د جوزا
🔸 د نرسري او پریپ ټولګیو ازموینې: بله اونۍ چهارشنبه، ۷ د جوزا
📌 هیله ده خپلو بچیانو ته مو لازمه توجه وکړئ، د درسونو تکرار ته یې وهڅوئ، ترڅو ازموینې په بریالیتوب سره ترسره کړي.
💳 همدارنګه محترمو والدینو ته یادونه کوو چې د ازموینو پروسې د ښه تنظیم لپاره، هیله ده د خپلو بچیانو فیسونه او پاتې بقایجات تر ټاکلي وخت مخکې تصفیه کړئ.
ستاسو همکاري د ښوونیز پرمختګ او اداري نظم لپاره ارزښتناکه ده.
په درنښت،
کهکشان ادب خصوصي ښوونځي مدیریت
08/08/2024
د کار موندنې خبرتيا
د کهکشان ادب خصوصي ښوونځی په لاندې برخو کې د راتلونکي تعليمي کال لپاره ښوونکو او اداري کارکوونکي ته اړتيا لري:
۱- علوم ديني او قرانکريم: یو بست نارينه
۲- عالي رياضيات او فزیک: یو بست نارينه
۳- اکسفورډ: يو بست نارينه
۴- پښتو او دری: يو بست نارينه
۵- کنټرولره: يوبست ښځينه
۶- اصول صنفي: ۴ بستونه ښځينه (انګليسي ژبې د تدريس وړتيا سره)
هغه محترم ښوونکي چې په پورته رشتو کې د کافي تجربې ترڅنګ ماستر، لېسانس او یا هم څوارلسم پاس وي کولای شي چې د روان کال اسد مياشتي تر (۱۵) نيټې پورې د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي ادارې ته په لاندې ادرس خپله CV راوليږي:
ادرس: جلال آباد، ۵ناحیه، شرق راديو تلویزيون ته مخامخ
[email protected]
+93787865681
#کهکشان د يوه نوي اُفق سپړنه
08/08/2024
کهکشان ادب خصوصي ښوونځی
کهکشان د ستورو کور!
د ۱۴۰۳- ۱۴۰۴ هـ ش تعليمي کال لپاره نومليکنه د (%30) تخفيف سره جريان لري؛
کهکشان ادب خصوصي ښوونځی د سیمي او هیواد په کچه په لوړ معيار او غوره کيفيت سره تعليمي خدمات وړاندې کوي.
ځانګړتياوې:-⬇️
۱- غوره او منظم مديريت
۲- مسلکي او مجرب تدريسي پرسونل
۳- مجهز لابراتوار
۴- مجهز کتابتون
۵- مجهز کمپيوټر لب
۶- د معارف او اکسفورډ معياري تعليمي نصاب
۷- د عملي زده کړو مختلفې برنامې
له وړکتون څخه تر نهم ټولګي پورې نومليکنه جريان لري.
هر سهار 07:00 بجو څخه تر ماښام 06:00 بجو پورې
ادرس: جلال آباد ښار، پنځمه ناحيه، شرق راډيو تلويزيون ته مخامخ، اتفاق کوڅې ترڅنګ.
اړیکو شمېرې: 0700636768/ 0787865681
04/12/2023
د قرانکريم ختم ترسره شو!!
د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي اداري کارکوونکو، استادانو او زده کوونکو لخوا د قرانکريم بشپړ ختم ترسره شو چې د ختم موخه د الله تعالی د رضا حصول او د الله تعالی څخه د دعا غوښتنه وه.
د ختم په پای کې د قاري صاحب سباؤن لخوا ختمانه ولوستل شوه او د استاد مصباح الله مصلح لخوا جامع دعا وشوه.
08/11/2023
د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالۍ!!
نن د کهکشان ادب خصوصي ښوونځي په انګړ کې د زده کوونکو ترمنځ د ساينس په مضمون کې علمي سيالۍ وړاندې شوه، نوموړي سيالۍ د ساينس په مضمون کې د استاد کريم الله صمديار په لارښوونه جوړه شوې وه چې په کې د دريو ټولګيو زده کوونکو ګډون درلود، نوموړي سيالۍ دوه برخې درلودې:
لومړی برخه: نظري برخه د لسو نمرو له قراره.
دوهمه برخه: عملي برخه د لسو نمرو له قراره.
سيالۍ مجموعه شل نمرې درلودې چې د ژوري هئيت د پرېکړې له مخې د شپږم ټولګي زده کوونکو وکولای شو چې لومړی مقام ترلاسه کړي.
01/11/2023
!!
وَ رَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِیلًا
مفهوم: قرانکريم په ډېر دقت او صحيح شکل ولولئ.
31/10/2023
د عملي زده کړو جريان!!
موضوع: د نباتاتو جوړښت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Kabul Station Road
Jalalabad
26001
Opening Hours
| Monday | 07:00 - 18:00 |
| Tuesday | 07:00 - 18:00 |
| Wednesday | 07:00 - 18:00 |
| Thursday | 07:00 - 19:00 |
| Saturday | 07:00 - 18:00 |
| Sunday | 07:00 - 18:00 |