ژمن خصوصی عالی لیسه

ژمن خصوصی عالی لیسه

Share

مونږ ستاسو د اولادونو ښوونې او روزنې ته په لوړ کفيت ژمن يو

Photos from ‎ژمن خصوصی عالی لیسه‎'s post 17/02/2026

چهارنيمه ازمويني نتايج غونډه تر سره شوه
نن ورځ سه شنبه د ژمن نړيوال ښوونځي په انګړ کې د ۱۴۰۴ تعليمي کال د څلور نيم مياشتنۍ نتايجو غونډه په ډېره شانداره فضا کې تر سره شوه. غونډه چې د زده کوونکو ښوونکو او والدينو په پراخ ګډون جوړه شوې وه، د علم او پوهنې د ارزښت د بيانولو او د برياليو زده کوونکو د هڅونې په موخه تنظيم شوې وه.
غونډه د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې روحاني فضا يې رامنځته کړه. د ميلمنو د ښه راغلاست وينا لپاره د ژمن نړيوال ښوونځي مدير، مجاهد همکار راوغوښتل شو. نوموړي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د تعليمي بهير، لاسته راوړنو او د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د والدينو له همکارۍ څخه يې مننه وکړه.
وروسته د وينا لپاره د ژمن نړيوال ښوونځي موسس، پوهنيار استاد احسان الله همکار، راوغوښتل شو. نوموړي د تعليم پر ارزښت، د علمي هڅو پر دوام او د ځوان نسل پر مسؤليت خبرې وکړې. هغه زده کوونکي وهڅول چې د علم د ترلاسه کولو لپاره نوري هڅې هم وکړي، ځکه تعليم د فردي او ټولنيز پرمختګ اساسي بنسټ بلل کېږي. استاد همکار د ښوونکو رول او هڅې وستايلي او څرګنده يې کړه چې د استادانو ژمنتيا او مسلکي هڅې د ښوونځي د بريا مهمه برخه ده.
د والدينو په استازيتوب محترم آمر صاحب نقيب باچا هم خپله وينا وړاندې کړه او د ښوونځي له ادارې او استادانو څخه يې د زحمتونو قدرداني وکړه. نوموړي د ښوونځي او کورنۍ ترمنځ همغږي د زده کوونکو د بريا لپاره مهمه وبلله.
د غونډي په دوام کې يو شمېر زده کوونکو خپلې ليکل شوې مقالي ګډونوالو ته واورولې چې پکې د تعليم ارزښت اخلاقي روزنه او د راتلونکي لپاره هيلې بيان شوې وې.
د مقالو له پای ته رسېدو وروسته هغه زده کوونکي چې په خپلو ټولګيو کې يې لومړی، دوهم او درېيم مقامونه تر لاسه کړي وو، د انعامونو
په ورکړې سره تقدير او تشويق شول. همدارنګه د ښوونځي ټولو استادانو ته د هغوی د ژمنتيا، مسلکي هڅو او د تعليمي بهير په ښه ترسره کولو کې په ستاينليکونو ونازول شول
په پای کې غونډه د دعا په کولو سره پای ته ورسېده، او ګډونوالو هيله څرګنده کړه چې راتلونکی تعليمي کال به لا زياتې علمي لاسته راوړنې ولري.
نشراتو څانګه

21/01/2026

د ماشومانو په منځ کې د چاپېریال سره د مینې رامنځته کول یو مهم علمي او روزنیز بهیر دی، چې د هغوی پر ذهني، عاطفي او ټولنیز پرمختګ مثبت اغېز لري. څېړنې ښيي چې له طبیعت سره دوامدار تماس د ماشومانو د ادراکي وړتیاوو، مسئولیت احساس او چاپېریالي پوهاوي د لوړوالي سبب ګرځي. دغه مینه د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي او ماشومان د چاپېریال ساتنې په اړه مسؤل چلند ته هڅوي.
نشراتو څانګه

17/09/2021

په حج کي هغه ۱۵مبارک ځایونه چي دعاء پکی ضرور قبلیږي

کله چي امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه و عُمرې ته تلی نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي موږ په دعاء کي مه هېروه.

۱: کله چي د لومړي ځل لپاره و کعبې شریفې ته مخامخ شی هره دعاء قبلیږي.

۲:کله چي حجر الاسود ته مخامخ و دریږی هره دعاء قبلیږي.

۳: میزاب رحمة یعني د رحمت د ناوې لاندي چي و دریږی هره دعاء قبلیږي.د رحمت ناوه په حطیم شریف کي ده.

۴: ملتزم شریف چي د رکن یماني او حجر الاسود تر منځ دی هلته چي څوک و دریږي هره دعاء قبلیږي.

۵: د زمزم د څاه سره چي و دریږی هره دعاء قبلیږي.

۶: کله چي د صفاء پر غونډۍ باندي و دریږي هره دعاء قبلیږي.

۷: کله چي د مروه پر غونډۍ باندي و دریږی هره دعاء قبلیږي.

۸: په عرفات کي هره دعاء قبلیږي.

۹: په مزدلفه شریفه کي د وقوف مزدلفې په وخت کي هره دعاء قبلیږي.

۱۰:په منی کي کله چي جمرة الصغرا(کوچنی شیطان) وویشتل شي وروسته هره دعاء قبلیږي.

۱۱: کله چي جمرة الوسطی (میانه شیطان) وویشتل شي هره دعاء قبلیږي.

۱۲: د مقام ابراهیم سره هره دعاء قبلیږي.

۱۳: په حطیم شریف کي هم هره دعاء قبلیږي.

۱۴: د صفاء او مروه په منځ کي چي شنه میلونه او ګروپونه دي او هلته نارینه منډه وهي هلته هم هره دعاء قبلیږي.

۱۵:د زمزم د اوبو د څیښلو پر مهال هره دعاء قبلیږي.

Photos from ‎ژمن خصوصی عالی لیسه‎'s post 13/09/2021

Girls 💁education📝🎒👍 is a way to developed ↗nation

21/08/2021

#معياري تعلیم 📚📚🎓🎓 #غوره اخلاق 🙏🙏🙏

#نظم او ډسپلين 🚶🚶🚶🚶 #اصلاح 💐💐💐💐

Photos from ‎ژمن خصوصی عالی لیسه‎'s post 08/03/2021

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!
مونږ د هيواد د بچيانو د سالمی روزنې مسؤليت په غاړه اخستی او هوډ مو کړی دی چی تر اخري سلګۍ پوری به د خپل هيواد بچيان ښه په ايماندارۍ او صداقت سره روزو
نن ورځ د حوت د مياشتې د 19 می نيټې څخه مو د زده کوونکو والدینو سره د دوامداره ناستو لړۍ پيل کړه تر څو د هر زده کوونکي د زده کړو پر بهير بحثونه وکړو او د دوي د لا پرمختګ لپاره سالمې لارې چاری ولټوو
په درنښت
ژمن نړيوال ښوونځي اداره

Photos from ‎ژمن خصوصی عالی لیسه‎'s post 07/03/2021

🎋السلام عليکم ورحمته الله و برکاته!🎋
🎊نن ورځ چی د حوت مياشتې 17 می نيټې سره سمون خوري د مياشتنۍ آزموينې د نتایجو د مراسمو پر مهال مو مدیر صيب مجاهد همکار او محترم سر معلم محمد صادق او ورسره مو د ښوونکو هڅې وستايلی او پر معناوي🎁 او مادي ډاليو 🎁مو ونازول
هر يو اداري کارمند او ښوونکي څخه د ژمن نړيوال ښوونځي مؤسس احسان الله همکار د زړه له تله منندوي وکړه چي په ريښتيني ډول يي د زده کوونکو سره د حد څخه ډير زيار ايستلی دی او هر زده کوونکي نمرې د قناعت وړ وی🎉
په درنښت
ژمن نړيوال ښوونځي اداره

Photos from ‎ژمن خصوصی عالی لیسه‎'s post 07/03/2021

🎊🎊نن ورځ ټول هغه🎇 زده کوونکي🎇 چی په میاشنۍ ازموینې کی یی ښه 👍👍نمرې ✅✅ترلاسه کړی وی د ژمن نړیوال ښوونځي اداری لخوا په ډالیو 🎁🎁ونازول شول🎉🎉

25/02/2021

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ

15/02/2021

عَنْ جابِر (رض) عَنِ النبي (ص) قَالَ اَفْضَلُ الذِّکْرِ لَااِلَهَ اِلَّا اللهُ واَفْضَلُ الدُّعَآءِ اَلْحَمْدُ لِلهِ.
(كذا في المشکواه و بروايه الترمذي)
ترجمه:جابر (رض) له پيغمبر (ص) څخه رواي کړي چي وايي: په ټولو ذکرونو کي بهتر لا اله الا الله دي او په ټولو دعا ګانو کي بهتره الحمدالله دي .

14/02/2021

الله پاک فرمايي :
﴿ وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً ﴾
(النساء : ۹۳)
ترجمه : او څوک چي په قصد سره کوم مؤمن و وژني، نو د ده سزا جهنم دی،په هغه کي به تل وي اوالله غضب پرې کړی اولعنت يې پرې کړی او ستر عذاب يې ور ته تيار کړی دی!!

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


د مرستون څلور لارې، دریمه ناحیه، دریمه کوڅه
Jalalabad
26000