Dental smart study

Dental smart study

Share

زمونږ صفحی ته ښه راغلاست

04/05/2023
02/05/2023

The most difficult moment for the dentist 😶
Only a dentist will understand 😥

22/12/2021

د خولې د بد بوی عوامل اوتداوي.


دا چه یو تعداد اشخاص د خولې بد بوي لري چه خپله شخص ورباندې نه پوهیږي مگر بیا په نورو خلکو بد تاثیر کوي.

د طب نوی معلومات او ریسرچ پدې باره کې گڼ معلومات ورکړي.

لاندې هغه عوامل دي چه د خولې د بدبوی سبب گرځي.

۱ : هغه کسان چه د خولې مختلیفې ناروغۍ ولري.
۲: هغه کسان چه خپل غاښونه پاک نه ساتي ، کله چه د غذا بعضې پاتې شونې په غاښو کې پاتې شي نو ۸ ساعته بعد دا په میکروبو بدلیږي ؛ نو! میکروبونه خپله بد بوی تولیدوي.
٣: هغه کسان چې د ستوني او معدې مشکلات ولري.
٤: هغه اشخاص چې له نسوارو او یا له سگرتو استفاده کوي ، د خولې په بد بوی اخته کیږي.
٥: هغه کسان چې بوی ناک خواړه خوري لکه هوگه پیاز او داسې نور ...

تداوي :

١: د شپې لخوا له ویده کیدو مخکې باید خپل غاښونه پاک ومينځي
١: د هغو مشکلاتو باید تداوي وکړي چې د خولې د بد بويۍ سبب گرځي.
٣: د خولې لپاره مخصوص اسپرۍ.
٤: د نسوارو او سگرتو نه څښل.
٥: د دیرو اوبو او چای استعمال
٦: :mouth wash( يغنى دخولى منځلومايع)

18/12/2021

ولی دعقلی غاښ ویستل یاWisdom tooth extraction اړین دی؟
ځینی وجوهات سته چې د عقلی غاښ ویستل اړین کوی.
۱؛ عقلی غاښ دنورو غاښونو دجوخت نښتلو، دغاښونو ترمنځ دفاصیلو له منځه وړلو، دغاښونو دطبعی قوس د خرابوالی، او دغاښونو وړاندیوالی او وروسته والی یعنی over-crowding سبب کیږی.
۲؛ عقلی غاښ د خروج یا emerging, یا eruption پرمهال دګاونډی غاښونو په واسطه ئ مخه ډب کیږی کم چې دغاښونو د کوږ راختلو یا impaction یاtilting باعث ګرځی، او همدارنګه دخولی دجوف د خطرناکو ابسو یا abscess سبب کیږی.
۳؛ عقلی غاښ دخروج پرمهال وری یا gumیا gingiva داسی څیری کوی کوم چې دوری دپړسوب یا swelling درد(pain) او د نرمو انساجو (soft tissues) د انتاتی یا میکروبی infected) s) کیدو باعث کرځی چې په نتیجه کې غذائ مواد او بکټیریاوی د وری په داخل کې ځای نیسی کم چې د پاکیدو وړ نه وی او د وری د التهاب یا جنجیوائیټیسټ(gingivitis) سبب کیږی.

پورته ذکرشوی حالات دعقلی غاښ ویستل (Wisdom Tooth Extraction) اړینوی.

باید د پورته حالاتو دتشخیص لپاره دغاښونو ډاکټران ایکسری (X-rays) واخلی ترڅو نوموړی حالات تصدیق کړی.
که چیری دغاښونو ډاکټران ووینی چې د عقلی غاښ د خروج لپاره په خوله کې کافی فاصله موجود ده، او خروج ئ هم په طبعی توګه دی نو بیا دعقلی غاش ویستل یا extraction استطباب نه لری یعنی cotraindecated دی.

که چیری عقلی غاښ په طبعی توګه نارمل دخروج پراسیس ترسره کړی نو ساتل ئ هم ګتی لری
۱؛ د اول مولرغاښ یا دوهم مولرغاښ او یا دواړو مولرونو دنه شتون په صورت کې د مصنعی غاشونو د کیښنولو (dental bridge) لپاره پایه (ankarage or abutment) رول لوبوی.
۲: که چیری اول مولر غاښ خراب شی او عقلی غاښ هم د اول مولر غاښ د ریښو په اندازه ریښی ولری نو عقلی غاښ ویستل کیږی او د اول مولر غاښ د ریښو ویستلو وروسته د اول مولر غاښ په جوف dental pocket کې کیښودل د replantatin د پراسیس په واسطه replanted کیږی. په در نښټ .
#ودان

16/12/2021

#ماشومان مه پريږدئ چې خپله #ګوته وزبښې!

اکثره ماشومان دا عادت لري چې خپله غټه ګوته زبښې دا دې ګوتې زبښل په راتلونکې کې ممکن ماشومان ته ډېر مشکلات پيدا کړې.

اول خو دا چې ممکن دې ماشوم ګوته خېرنه وي او خولې ته په وړلو سره د امراضو سبب شې, بل خپله دې ګوتې نوک او پوستکی تخريب کيږي.

ددې ټولو مشکلاتو سره,سره لوی مشکل چې ماشوم ته پيدا کوي هغه دې غاښونو مخامخ راوتل دې چې په طب کې ورته open bite وايې.
دغه دې غاښونو مخامخ راوتل دې ښکلا له نظره ښه نه ښکاري او هم غاښونه زر تخريب کيږي
#ودان

Photos from Dental smart study's post 16/12/2021

د غاښونو تار یا ډینټل فلس باید څرنګه استعمال کړو؟

How to use dental floss?
څرنګه چې د غاښونو برش او کریم د غاښونو په پاکوالی او د خولی په حفظالصحه کې مهم رول لوبوی هم دغه رنګ د غاښونو تار هم باید د غاښونو د برش تر څنګ د خولی د حفظ الصحی د مرعت دپاره استعمال شی.

تاسی به د غاښونو تار استعمالوی،
ددې لپاره چې په مواثره توګه میکروبی پلک او په غاښونو کې بند شوی غذائ مواد لری کړو باید د تار استعمال سمه او صحح طریقه په کار واچو.

داچې د غاښونو د تار داستعمال پرمهال ګوتی د خولی جوف ته داخلیږی، نوله هر څه مخکی لاسونه په صابون پاک ووینځل شی.
د لاسونو وینځلو/پریمینځلو وروسته لاندی مراحل په کار وړو.
۱: کافی اندازه تار استعمال کړی.
د غاښونو تار باید د اتلس اینچه په اندازه اوږد قطعه شی، شاید دغومره اندازه تار زیات معلوم شی مګر زیات نه بلکی کافی دی، د هر غاښ دپاره باید د تار پاکه او غیری استعمال شوی حیصه یا برخه استعمال شی.
د تار زیاته اندازه د یو لاس د منځنی ګوتی/middle finger یا شهادت ګوتی/index finger څخه تاوه کړی اړ یوه کمه اندازه تار د بل لاس د منځنی یل شهادت ګوتی څخه تاوه کړی.

۲: هر کلن چې تار د غاښونو ترمنځ سطحو ته داخلو، یوه حیصه تار باید د دواړو لاسو د ګوتو ترمنځ وی تر څو د غاښومو ترمنځ فاصلو ته انتقال شی چې د اتقال پر وخت باید تار د دواړو لاسونو د شهادت او غټی ګوتی/thumb تر منځ ونیول شی.
۳: د غاښونو ترمنځ فاصلو ته د تار ښکته کول.
تار باید ډیر په قراره/کراره او احتیاط سره د غاښونو ترمنځ فاصلوته ښکته شی، د ښکته کیدو پر مهال باید د تار د کوږوږ یا zigzag حرکت څخه کارواخلو.

۴: د سی(C) شکل باید جوړ شی.
تار باید له غاښ څخه داسی تاو شی چې د سی (C) شکل جوړ کړی، د سی شکل له جوړولو وروسته تار باید د وری د لائین څخه د غاښ د پاسنی سطحی په طرف کش شی.

۵: د تار تاوول.
کله چې د یو غاښ پاک شی او بل غاښ پاکو، د تار هغه حیصه چې مو د مخکنی غاښ د صفائ دپاره استعمال کړی دی له هغی ګوتی تاو کړو له کومی څخه چې په شروع کې لږ تار تاو شوی وه او د استعمال تار د تاوولو دپاره مو انتخاب کړی ده، په عینی وخت کې د تار پاکه حیصه باید له هغی ګوتی څخه خلاص سی له کومی ګوتی څخه چې په شروع کې زیات او پاک تار تاو شوی وه، چې دغه رنګ د هر تار د پاکولو د پاره باید تازه او پاک تار کوم چې د هم دغی مطلب دپاره په شروع کې له ګوتی تاو شوی وه استعمال شی..

۶: د هر غاښ دواړه پراګزیمل سطحی/یعنی میزیل او ډیسټل سطح/یعنی اُنسی او وحشی سطحی د هر غاښ پاک شي!

16/12/2021

پاک او ښکلې غاښونه مو ژوند ښکلې کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


1st Zone
Jalalabad