17/12/2025
غازي امان الله خان د طبي علومو انستيتيوت
دا د طبى علومو انستيتيوت دى يعنى(دنيمه لوړو زدکړو پوهنتون) چى په دى انستيتيوت کى عالى نرسنګ عالى قابلګى دغاښونو پروتيز،فارميسى تدريس کيږى
17/12/2025
29/02/2024
بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
په مناسبه اندازه پياده تګ يا ورزش وکړئ.
د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.
په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په مختلفو نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.
13/02/2024
طبي څيړنو ښودلي که د يو ماشوم لاس موټي وي مطلب دا چي دا ماشوم د خپل د مور په شيدو نه مړېږي او دا ماشوم په ګيډه وږی دی او که د ماشوم لاس خلاص وي مطلب دا چي دا ماشوم په ګيډه موړ دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Address
جلال اباد ښار
Jalalabad