10/12/2025
په جامعه دارالعلم والتقوی حصارشاهي رودات کې.
This page is about Islamic studies Please invite your friends to join our community.
10/12/2025
په جامعه دارالعلم والتقوی حصارشاهي رودات کې.
14/11/2025
14/02/2025
د نړي تر ټولو ګنده ترين او چټل ترين سيند په بنارس کي د ګنګا سیند غاړه مانيکارنيکا شمشان ګاټ دي.
هر هندو هيله لري چې له مړيني ورسته يي جسد دغه ځاي وسوځول شي او همدارنګه ځینې مريضان چې نور له خپل صحت مايوسه شوي وي دلته د خپلو پايوزانو سره کوټي نسي چې د مرګ او سوځولو ورسته سملاسي ايره يي دغه سيند ته واچول شي او ايري ته مو دغه مبارک مقام حاصل شي
دغه مقصد په خاطر دلته ګوټي په کرايه ورکول کيږي او هره وخت تقريبا پر يو مهال تر سلو جسدونو اور اچول شوي وي ،
دا چې د سوځولو لپاره مخصوص لرګي قيمته دي او اکثريت هندوان غريب دي نو اکثره ليدل کيږي چې مړي نيم جسد سوځيدلي وي او نيم نور خپل خپلوان په کش کولو سيند کي اچوي..
او اکثر همدغه ډول کيږي ، او د سيند په غاړه هميشه سوځول شوي جسدونه ليدل کيږي ، د سيند پر غاړه د جسدونو وازدي ، هډوکو او غوښي سوخت دومره بد بويي خپره کړي وي چې عام ډول هلته تيريدل هم ستونزمند وي ، د سوځيدلو له امله انساني غوړي ، ويني او زوي مختلط مواد هري خوا پرته وي.
کله کله جسد څو حصي شي او هره حصه د سيند په أبو کي ګرځي..
د بنارس چټان ګاټ پر ځمکه د جهنم منظر وړاندي کوي ، هري خوا ته د مړو جسدونه وړل راوړل کيږي،
د جسدونو سوځولو پر مهال چې يوه خوا سوځيده روان وي بل لورې ته د باڼسونو په مرسته کوپړي او نورو هډوکو ته شديد ګوزارونه ورکړل کيږي چې واړه شي او بيا تري ايره جوړه شي
په زرګونو سپي هلته ګرځي او ځان ته انساني غوښي او هډوکي پيدا کوي او بيا يي خوري.
شپي لخوا ويرونکي منظر وي هري خوا اورونه بل وي او يوه لويه ساحه يي نيولي وي او يو ډول مخصوص په خيرنو جامو ملبوس خلک جسدونه سوځوي او د لواحيقينو چغو ، فريادونو اوازونه وي.
الحمدالله او په ميلياردونو ځل الحمدالله چي مسلمانان يو ، په سپيڅلي ډول متوفي پريمنځل کيږي ، بيا پري خوشبويي اچول کیږی بيا مسلمانان پري راجمع شي ، د الله تعالی ذکر او يادونې سره د جنازي لمونځ ادا شي ، تکبیر ، تحميد ، تسبيح او تحليل غږونه پورته شي او په مسنونه طريقه خپل رب ته وسپارل شي
حضرت عمر رضي الله تعالی عنه فرمايي: اسلام تر هغه ښه نشي پيژندلای تر څو جهالت ښه ونه پيژني..
الحمدالله علي نعمت الاسلام..
14/09/2024
🍾
موږه هر څه هیر کړل!!!
لاکن صلیبیان خپل تاریخ نه هیرَوې.
د (چارلس مارټیل) په نوم د فرانسوي شرابو هغه بوتل چې د (732) نیټه ورباندي ترسیم شوی ده، د (732) میلادي کال دغه نیټه د (بلاط الشهداء) هغې جګړې ته اشاره کوي کله چې فرانسوي جنرال چارلس مارټیل په قومنده کې د صلیبي اتحاد لښکرونو مسلمانانو ته ماتې ورکړه، د اندلس له فتحې وروسته د بشپړ یورپ فتحه کولو لپاره مسلمانانو په فرانس 🇫🇷 باندي منظم برید وکړ، د فرانس پلازمینې پاریس ته نېزدي د (ټورِس) په مقام باندي د اسلامي لښکر جنرال عبدالرحمٰن الغافقي له شهادت وروسته مسلمانانو ماتې وخوړه
د فرانس عیسایان د خپلې تاریخي بریا او د اسلامي جنرال عبدالرحمٰن الغافقي د شهادت دغه ورځ هر کال په رسمي ډول له شراب نوشۍ🍾 سره لمانځې، متأسفانه د ټیک ټاک په سندرو نڅیدونکې د اسلامي امت ځوانان له دغه تاریخي ذلت او شکست حتّٰی د خلافت له نوم سره هم نابلد دي😭.
✍️: نجیب اللّٰه عادل
تکراري جنازه
Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! ابوالقاسم خوستی, امین الله مجاهد
05/04/2024
جامعه درالعلم والتقوی
27/03/2024
صفونه برابر شول، توره ئي له پوښه راویسته، په لوړ غږ ئي وفرمایل( ددغه توري حق څوک ادا کولای شي؟ ) جمهور صحابه کرام ورمخته شول، خو مبارک هغو ته له ورکولو انکار وکړ، یو ځوان دصف له منځ څخه په داسي حال کې راووت چي سره ټوټه ئي تر سر تاو کړي وه، وویل (دتوري حق څه ده؟ اي جنابه) مبارک ورته وفرمایل (په توره به دومره کفار وژنی چي توره کږه شي نور دتوري حق ادا ده) توره ئي ځني واخېسته، او دغرور ډک قدمونه ئي اوچت کړل (کوږ، کوږ تګ ئي وکړ) رسول اکرم ص وفرمایل داسي تګ یوازي دکفارو سره دجګړي په وخت کې جواز لري.😊
دحضرت ابودجانه رض له دلاوریو څخه.
الله تعالي مو دې په محشر کې له دوی سره یوځای کړي.
د رمضان ورځې وې، د مجنه، ذي المجاز او عکاظ بازارونو ته لږه موده پاتې وه، أبوجهل د خپل قوم رعب پر عربو اچاوۀ ويې ويل: پۀ الله قسم، تر هغې به نۀ راګرځم چې بدر ته ولاړ نشم، ګرد عرب پر ځان خبروم، درې ورځې به هلته تم يو، اوښان به حلالېږي، شراب به بادېږي، ډوډۍ به خوړل کېږي، سندرې به ويل کېږي، نڅاوې به کېږي، مونږ به عربو ته زور ښايو چې د تل لپاره يې رانه سترګه وسوځي.
أخنس بن شريق پر بنو زهره ورغږ کړ، د زهره بچو، ولاړ شئ قافله مو بچ شوه، محمد (صلی الله عليه وسلم) خو ستاسو د خور زوی دی، ولې يې وژنئ؟ کۀ نبي و تاسو هم ورسره عزتمن کېږئ او کۀ نبي نۀ و عربو ته يې پرېږدئ.
د رمضان ۱۷م سهار پيل شو، د ظريب چينې رڼې بهېدلې، باران پيل شو، عجير لۀ لېرې د امت د کاروان تت انځور وليد چېغې يې کړې:
د غالب بچو، خبر شئ د ابن ابي کبشه زوی راورسېدۀ!
لۀ کېږديو نري نري لوګي راوتل، د اوښانو وريتې پخېدلې، د حکيم بن حزام لۀ لاسه وريته وغورځېده، د عجير غږ څۀ و، د شور يو توپان و.
د عتبه سترګې پر حکيم بن حزام وې چې وار پار يې لۀ لاسه ورکړی و، عتبه وويل: د خالد پلاره، باران ورېږي، د يثرب اوښان رانزدې شول، پۀ لات قسم دا خو بد شګون دی، د ابن الحنظليه دې کور وران شي، دا کبر اخيستی او د بل چا نۀ اوري.
د باران شېبې زياتې شوې، د مشرانو خېمې ته أبوجهل راننواتۀ، د عتبه او ابن حزام رنګونه ژيړ الوتي و، عتبه پر أبوجهل وربړچ وهل، دا بد شګون دی، د يثرب اوښان به مو لۀ پښو لاندې کړي، زما زوم د کنانه قافله وژغورله، اوس جنګ د څۀ لپاره کوو؟!
د أبوجهل لۀ سترګو غرور بادېدۀ ويې ويل: د وليد پلاره، ستا ينه رپېږي، تۀ لۀ محمد (صلی الله عليه وسلم) ځکه ډارېږې چې هلته ستا زوی هم ورسره دی. زۀ لۀ جنګ نۀ ځم، دا د کنانه د غيرت خبره ده. بحث زور واخيست، د دنيوي عزت، د نيکونو د غيرت، د پلار نيکۀ د دين او د اسلام د غرقېدا خبرې روانې وې.
هلته د برک الغماد پورې د قومونو د لاندې کېدا خبرې وې، د صديق او فاروق غږونه پورته شول، د انصارو پۀ نماينده ګۍ سعد بن معاذ وويل: کۀ پر سمندر مو هم ورولې شاته به نشو.
رسول الله ډاډه شو، ويې ويل: ګويا زۀ هغوي وينم چې يو يو وژل کېږي. همداسې وشول، د کنانه مخورو دا شپه د بدر کوهي کې تېره کړه، د غرور لۀ اسمان نه لېرې د ځمکې تل ته وغورځېدل.
دا د بدر ورځ وه، د حق او باطل د ډګر اوله غزوه!