05/09/2025
د السئيدخصوصي لېسې
خبرتيا!
سبا د شنبې ورځ د نوي تعلیمي کال او زموږ د تدريسي بهير دپېل ورځ ده انشاءالله.
ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چي سهار 7:30 بجې ښوونځي ته ځانونه حاضر کړي.
د السئيدخصوصي لېسه اداره د ټولو واليدینو څخه احترامانه هیله کوي چي خپل اولادونه ښوونځي ته په ټاکلي وخت راولېږئ ترڅو درسونه ترې تېر نشي.
په درنښت
السئيدخصوصي لېسه
26/08/2025
نوي تعليمي کال لپاره داخله وړيا جريان لري
23/08/2025
د داخلي خبرتیا 🌟 د زدهکوونکو! د جذب لړي 1404/06/01د شنبي ورځ موږ په خوشحالۍ اعلان کوو چې د السئيد خصوصي عالي لېسې د نوي تعلیمي کال لپاره داخلي پروسه پیل شوې ده.
زموږ مکتب د لوړ معیار زدهکړې، پرمختللي تدریسي پروګرامونو او د هر زدهکوونکي د وړتیاوو د ودې لپاره غوره
فرصتونه وړاندې کوي.
د نوم ليکني وخت د سهار اتو څخه تر څلور بجو پوري جريان لري
پرمختللي نصاب او معیاري تدریس
باتجربه او مسلکي ښوونکي
زدهکوونکو ته شخصي پاملرنه
نجونو لپاره جلا تعمير تدريس ښځينه ښوونکولخوا
منظم ډول بايومتريک سيستم
آدرس بيز جړايي سر ملک جان تيلو پمپ شاته
📞 د اړیکې شمېره: 0786151414/0778151414
د زدهکوونکو لپاره زموږ دروازې پرانیستې دي! راشئ او د زدهکړې غوره سفر پیل کړئ.
19/08/2025
السئيد خصوصي لېسه
ستاسې د باوري هېلو زانګو!
دغه اداره خپلو ګرانو زده کوونکو او د هغوی والدينو لپاره لاندې ځانګړتياوې لري:
1- اسلامي او افغاني ارزښتونو ته ژمنه اداره.
2- مسلکي او با تجربه ښوونکي.
3- اناثو لپاره ښځينه ښوونکې او جلا تعمير.
4- مجهز کمپيوټر ليب ، لابراتوار او کتابتون.
5- زده کوونکو لپاره د حاضرۍ بايوميتريک سيستم او کورنۍ ته ميسيج تلل.
6- والدينو لخوا د خپلو اولادونو د حاضرۍ ، امتحان نومرو (نتايج) او اطلاع نامې، فيسونو او کورنۍ دندې ليدل په ځانګړي اپليکشن کې.
7- د زده کوونکو لپاره انلاين مطالعه.
8- په ويډيو شکل د زده کوونکو لپاره د ټولو مضامینو تدريسي مواد. تر څو د با تجربه ښوونکو لخوا هر اړخيز تدريسي معلوماتو څخه هر زده کوونکي په اسانۍ پوهه شي.
9- ماسپښين کې د انجونو لپاره وړيا مدرسه
داخله وړيا جريان لري ، هغه زده کوونکي چې د سنبلې تر پنځلسمې نيټې پورې داخله وکړي ، د سنبلې میاشتې فيس تري نه اخيستل کېږي.
د السئيد خصوصي لېسې اداره
بيز اکمالاتي چړايي سر د تيلو پمپ شاته
0778151414
0786151414
20/07/2025
د سږني کانکور لوړې نمرې اخیستونکي اعلان شول
د ۱۴۰۴ هـ ش کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې، چې پکې پنځه تنه محصلین د ټولو ګډونوالو ترمنځ تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې دي. د ازموینې عمومي لومړی، دوهم، درېیم، څلورم او پنځم مقامونه لاندې زدهکوونکو خپل کړي دي:
۱. لومړی مقام– د سید موسئ له کابل څخه، چې۳۵۶ نمرې یې ترلاسه کړې دي.
۲. دوهم مقام– د محمد ندیم له کابل څخه، چې ۳۵۶ نمرې یې اخیستي دي.
۳. درېیم مقام– د حمزه له کابل څخه، چې ۳۵۳ نمرې یې ترلاسه کړي.
۴. څلورم مقام– د عظمت الله له کابل څخه، چې ۳۵۳ نمرې یې اخیستي دي.
۵. پنځم مقام– د واکمن له کابل څخه، چې ۳۵۳ نمرې یې ګټلي دي.
08/06/2025
*
تقبل الله منا و منکم صالح الأعمال.
ټول عبادتونه مو رب قبول کړه.
01/06/2025
په السئيد خصوصي عالي لېسه کې د کلنۍ ازموینو بهیر دوام لري .
26/05/2025
د زده کوونکو د بريا په هیله!
21/05/2025
کلنۍ ازموینې خبرتیا!
ټولو زدهکوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال کلنۍ ازموینې به سبا د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه پېل شي.
هیله ده چي زدهکوونکي د ازموینې په مهالوېش او اړینو اصولو بشپړه پابندي وکړي او په ټاکل شوي وخت لېسې ته حاضر شي.
د ټولو لپاره د بریا هیله!
18/05/2025
داسلامي تاریخ په اړه لنډ مالومات دي، لیکنه درسره وساتئ او بار بار یې ولولئ، تر څو مو په حافظه کې پاته سي.
ــــــــــ
د اسلامي خلافتونو او خلفاوو تاریخ او لنډه پېژندنه:
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له وفاته تر دې دمه څلور ستر او مشهور خلافتونه تېر شوي:
*لومړی :د راشدینو خلافت*
د دې خلافت ټوله مده تقریبا (۳۰) کاله وه، ټول خلفاء یې (۴) تنه وو، او دوی د امت تر ټولو غوره لارښودان و ځکه ورته راشدین وای.
١ / أبوبكر الصديق له ١١ تر ١٣ هجري پورې
٢ / عمر بن الخطاب له ١٣ تر ٢٣ هجري پورې
٣ /عثمان بن عفان له ٢٣ تر ٣٥ هجري پورې
٤ / علي بن أبي طالب له ٣٥ تر ٤٠ هجري پورې
*دویم : د امویانو خلافت *
د دې خلافت ټوله مده تقریبا (۹۳) کاله وه، ټول خلفاء یې (۱۴) تنه وو، مؤسس یې معاویه ابن ابي سفیان رضی الله عنهما و، د معاویه دویم نیکه امیه و چې له همدې امله دوی ته امویان او واکمني ته یې امویه خلافت وای.
١ / معاوية بن أبي سفيان له ٤١ تر ٦٠هجري پورې
٢ / يزيد بن معاوية له ٦٠ تر ٦٤ هجري پورې
٣ / معاوية بن يزيد '' څلور یا پنځه میاشتي ''
٤ / مروان بن الحكم له ٦٤ تر ٦٥ هجري پورې
٥ / عبدالملك بن مروان له ٦٥ تر ٨٦ هجري پورې
٦ / الوليد بن عبدالملك له ٨٦ تر ٩٦ هجري پورې
٧ / سليمان بن عبد الملك له ٩٦ تر ٩٩ هجري پورې
٨ / عمر بن عبدالعزيز له ٩٩ تر ١٠١ هجري پورې
٩ / يزيد بن عبدالملك له ١٠١ تر ١٠٥ هجري پورې
١٠ /هشام بن عبدالملك له ١٠٥ تر ١٢٥ هجري پورې
١١ / الوليد بن يزيد له ١٢٥ تر ١٢٦ هجري پورې
١٢ / يزيد بن الوليد '' یوڅو میاشتي ''
١٣ / إبراهيم بن الوليد له ١٢٦ تر ١٢٧ هجري پورې
١٤ / مروان بن محمد له ١٢٧ تر ١٣٢ هجري پورې
*دریم: عباسي خلافت *
د دې خلافت ټوله مده تقریبا(۵۲۴) کاله وه، ټول خلفاء یې (۳۷) تنه وو، مؤسس یې ابراهیم ابوالعباس و ، د ابوالعباس دریم نیکه العباس ابن عبدالمطلب رضی الله عنه و، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عباسیان او واکمني ته یې عباسي خلافت وای.
١ / أبوالعباس له ١٣٢ تر ١٣٦ هجري پورې
٢ / أبوجعفر المنصور له ١٣٦ تر ١٥٨ هجري پورې
٣ / أبوعبدالله المهدي له ١٥٨ تر ١٦٩ هجري پورې
٤/ موسى الهادي له ١٦٩ تر ١٧٠ هجري پورې
٥ / هارون الرشيد له ١٧٠ تر ١٩٣ هجري پورې
٦ / الأمين بن هارون له ١٩٣ تر ١٩٨ هجري پورې
٧ / المأمون بن هارون له ١٩٨ تر ٢١٨ هجري پورې
٨ / المعتصم بن هارون له ٢١٨ تر ٢٢٧ هجري پورې
٩ / الواثق بالله له ٢٢٧ تر ٢٣٢ هجري پورې
١٠ / المتوكل على الله له ٢٣٢ تر ٢٤٧ هجري پورې
١١ / المنتصر بالله له ٢٤٧ تر ٢٤٨ هجري پورې
١٢ / المستعين بالله له ٢٤٨ تر ٢٥٢ هجري پورې
١٣ / المعتز بالله له ٢٥٢ تر ٢٥٥ هجري پورې
١٤ / أبواسحاق المهدي له ٢٥٥ تر ٢٥٦ هجري پورې
١٥ / أبو العباس المعتمد له ٢٥٦ تر ٢٧٩ هجري پورې
١٦ / المعتضد بالله له ٢٧٩ تر ٢٨٩ هجري پورې
١٧ / المكتفي بالله اه ٢٨٩ تر ٢٩٥ هجري پورې
١٨ / المقتدر بالله له ٢٩٥ تر ٣١٧ هجري پورې
١٩ / ابو الفضل له ٣١٧ تر ٣٢٠ هجري پورې
٢٠ / أبو منصور القاهر له ٣٢٠ تر ٣٢٢ هجري پورې
٢١ / الراضي بالله له ٣٢٢ تر ٣٢٩ هجري پورې
٢٢ / أبوالعباس المتقي بالله له ٣٢٩ -٣٣٣ هجري پورې
٢٣ / المطيع لله له ٣٣٤ تر ٣٦٣هجري پورې
٢٤ / الطائع لله له ٣٦٣ تر ٣٨١ هجري پورې
٢٥ / القادر بالله له ٣٨١ تر ٤٢٢ هجري پورې
٢٦ / القائم بأمر الله له ٤٢٢ تر ٤٦٧ هجري پورې
٢٧/ المقتدي بالله له ٤٦٧ تر ٤٨٧ هجري پورې
٢٨ / المستظهر بالله له ٤٨٧ تر ٥١٢ هجري پورې
٢٩ / المسترشد بالله له ٥١٢ تر ٥٢٩ هجري پورې
٣٠ / الراشد بالله له ٥٢٩ تر ٥٣٠ هجري پورې
٣١ / المتقي لأمر الله له ٥٣٠ تر ٥٥٥ هجري پورې
٣٢ / المستجير بالله له ٥٥٥ تر ٥٦٦ هجري پورې
٣٣ / المستضيئ بالله له ٥٦٦ تر ٥٧٥ هجري پورې
٣٤ / الناصر لدين الله له ٥٧٥ تر ٦٢٢ هجري پورې
٣٥ /الظاهربأمر الله له ٦٢٢ تر ٦٢٣ هجري پورې
٣٦ / المستنصر بالله له ٦٢٣ تر ٦٤٠ هجري پورې
٣٧ / المستعصم بالله له ٦٤٠ تر ٦٥٦ هجري پورې
د عباسي خلافت تر ړنګېدو وروسته اسلامي نړۍ پر مختلفو واکمنیو او کوچنیو خلافتونو ووېشل شوه، مسلمانان په خپل منځ کې بې اتفاقه شول او هغه تورې چې دوی به د دښمن پر سرونو تېره کولې په خپلو کې یې د یو بل پر خلاف را ووېستلې، او په یوه امت کې لسګونه فرقې رامنځ ته شوې چې دې حالت (۴۲ )کالهدوام وکړ او بیا په (۶۹۸) هجري کال کې الله تعالی پر امت رحم وکړ، مسلمانان سره یو شول او عثماني خلافت رامنځ ته شو.
*څلورم : عثماني خلافت*
د دې خلافت مده تقریبا (۶۴۴) کاله وه، ټول خلفاء یې (۳۷) تنه وو، مؤسس یې عثمان غازي بن ارطغرل و، چې له نوموړي سره د نسبت له امله دوی ته عثمانیان او واکمني ته یې عثماني خلافت وای.
١/ عثمان غازي بن أرطغرل له ٦٩٨ - ٧٢٦ هجري پورې
٢/ أورخان غازي بن عثمان له ٧٢٦ -٧٦٣ هجري پورې
٣/ مراد الأول بن أورخان له ٧٦٣ - ٧٩١ هجري پورې
٤/بايازيد الأول له ٧٩١ تر ٨٠٤ هجري پورې
٥/ محمد جلبي الأول له ٨١٦ تر ٨٢٤ هجري پورې
٦/ مراد الثاني له ٨٢٤ تر ٨٥٥ هجري پورې
٧/ محمد الثاني '' الفاتح '' له ٨٥٥ تر ٨٨٦ هجري پورې
٨ / بايازيد الثاني له ٨٨٦ تر ٩١٨ هجري پورې
٩ / سليم الأول له ٩١٨ تر ٩٢٦ هجري پورې
١٠ / سليمان القانوني له ٩٢٦ تر ٩٧٤ هجري پورې
١١ / سليم الثاني له ٩٧٤ تر ٩٨٢ هجري پورې
١٢/ مراد الثالث له ٩٨٢ تر ١٠٠٣ هجري پورې
١٣ / محمد الثالث له ١٠٠٣ تر ١٠١٢ هجري پورې
١٤ / أحمد الأول له ١٠١٢ تر ١٠٢٦ هجري پورې
١٥ / مصطفى الأول له ١٠٢٦ تر ١٠٢٧ هجري پورې
١٦ / عثمان الثاني له ١٠٢٧ تر ١٠٣١ هجري پورې
١٧ / مراد الرابع له ١٠٣٢ تر ١٠٤٩ هجري پورې
١٨ / إبراهيم عصبي له ١٠٤٩ تر ١٠٥٨ هجري پورې
١٩ / محمد الرابع له ١٠٥٨ تر ١٠٩٩ هجري پورې
٢٠ / سليمان الثاني له ١٠٩٩ تر ١١٠٢ هجري پورې
٢١ / أحمد الثاني له ١١٠٢ تر ١١٠٦ هجري پورې
٢٢ / مصطفى الثاني له ١١٠٦ تر ١١١٥ هجري پورې
٢٣ / أحمد الثالث له ١١١٥ تر ١١٤٣ هجري پورې
٢٤ / محمود الأول له ١١٤٣ تر ١١٦٨ هجري پورې
٢٥ / عثمان الثالث له ١١٦٨ تر ١١٧١ هجري پورې
٢٦ / مصطفى الثالث له ١١٧١ تر ١١٨٧ هجري پورې
٢٧ / عبدالحميد الأول له ١١٨٧ تر ١٢٠٣ هجري پورې
٢٨ / سليم الثالث له ١٢٠٣ تر ١٢٢٢ هجري پورې
٢٩ / مصطفى الرابع له ١٢٢٢ تر ١٢٢٣ هجري پورې
٣٠ / محمود الثاني له ١٢٢٣ تر ١٢٥٥ هجري پورې
٣١ / عبدالمجيد الأول له ١٢٥٥ تر ١٢٧٧ هجري پورې
٣٢ / عبدالعزيز الشهيد له ١٢٧٧ تر ١٢٩٣ هجري پورې
٣٣ / مراد الخامس له ١٢٩٣ تر ١٢٩٣ هجري پورې
٣٤ / عبدالحميد الثاني له ١٢٩٣ -تر ١٣٢٧ هجري پورې
٣٥ / محمد رشاد الثاني من ١٣٢٧-١٣٣٦ هجريا
٣٦ / محمد وحيد السادس له ١٣٣٦-١٣٤١هجري پورې
٣٧ / عبدالمجيد الثاني '' د مسلمانانو وروستی خلیفه ''
له ١٣٤١ تر ١٣٤٢ هجري پورې.
د عثماني خلافت له نسکورولو وروسته اسلامي هېوادونه د انګریزانو تر استعمار لاندې راغلل، دوی په خپل شیطاني سیاست مسلمانان دوکه کړل، له عربو سره کړي ژمنې یې ترپښو لاندې کړې، او هغه عرب مسلمانان چې پر دوی خوشباوره وو خپل لاسپوڅي وګرځول.
د مسلمانانو ترمنځ یې نوې جغرافیې حدود رامنځ ته کړل او په لسګونو هېوادونو یې ووېشل، د دوی ترمنځ یې د قومي، نژادي او ژبني نفاق تخم وشېنده چې په پایله کې اسلامي امت د تاریخ تر ټولو بد حالت سره مخ شو چې اوس هم همدا حالت دوام لري او ترڅوچې اسلامي امت متحد نه شي تر هغو به دا حالت دوام کوي.
کاپي
د اسلامي امت د وېښتابه او
یووالي په هېله .
که د جالبو ساينسي ټکنالوژۍ صحت او نوي اختراعاتو ذوق لرئ نو زمونږ سره په ټیلیګرام کې يوځای شی 👇
Telegram: Contact @Latoon001