Afghan Scholarship/ افغان سکالرشیپ

Afghan Scholarship/ افغان سکالرشیپ

Share

Afghan Scholarship | Guiding Afghan students toward global education. Scholarship updates • Application support • Educational opportunities.

" د سکالرشیپ ترلاسه کولو لپاره یواځنی باوری اداره په افغانستان کی"

Photos from ‎Afghan Scholarship/ افغان سکالرشیپ‎'s post 18/06/2026

#روسیه
#اوپن دورس سکالرشیپ د بریالیو محصیلینو پام وړ!
#لیګلایزیشن

درنو هېوادوالو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نیکې هیلې او ښه راغلاست!
لکه څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده، د اوپن ډورز (Open Doors) سکالرشیپ ډېرو زده‌کوونکو ته د ټرېک نمبر (Track ID) یا راجسټریشن نمبر ورکړل شوی دی، او یوازې لږ شمېر زده‌کوونکي به لا هم په انتظار کې وي. هغو کسانو ته ډاډ ورکوو چې اندېښنه ونه کړي، ځکه د Track ID ورکولو پروسه لا هم روانه ده.

که چا تر اوسه خپل Track ID نه وي ترلاسه کړی، نو هڅه دې وکړي چې له پوهنتون او اوپن ډورز ادارې سره په دوامداره توګه اړیکه ونیسي، ترڅو ژر تر ژره ورته Track ID ورکړل شي.

اوس راځو یوې مهمې موضوع ته.

د واتساپ له لارې ډېر هېوادوال پوښتنه کوي چې: اسناد باید څه وخت او څنګه لیګلایز (Legalize) کړو؟

د دې پوښتنې تفصیلي ځواب درته وړاندې کوو، ترڅو وکولای شئ خپل اسناد په خپله لیګلایز کړئ، او که کومه ستونزه مو درلوده، د افغان سکالرشیپ ټیم به ستاسو په خدمت کې وي.

نور تفصیل یی په لاندی عکسونو کی کتلی شئ !

ستاسو د لا ډېرو بریاوو په هیله!
**افغان سکالرشیپ ټیم**
دقیق، چټک او باوري ثبت‌نام لپاره له افغان سکالرشیپ ټیم سره اړیکه ونیسئ.
واټساپ: 0780825411
پته: جلال‌آباد ښار، تالاشی چوک، مالوچو کوڅه، عثمان بزنس ټاور، لومړی منزل، لسم دفتر

Photos from ‎Afghan Scholarship/ افغان سکالرشیپ‎'s post 16/06/2026


(Self-Funded Studies)
# د نن ورځې دوه رسمي Acceptance Letters
درنو هیوادوالو،
په ډېر ویاړ سره مو دوه زده کوونکو ته ترکیې د Beykoz University څخه د لوړو زده‌کړو رسمي قبولي لیکونه (Acceptance Letters)ترلاسه کړ.
د یادو وروڼو لپاره به د وی:زې اړوند د ټولو اسنادو په چمتو کولو او پروسې کې بشپړه همکاري وکړو تر څو وی.زه په ډیری اسانۍ ترلاسه کړئ.

که تاسو هم غواړئ په ترکیه کې د لیسانس، ماسټرۍ یا دوکتورا زده‌کړې وکړئ نو جون او جولای میاشت یی تر ټولو بهترینه وخت دی تر څو تاسی وکړی شئ په خپل وخت یی یعنی سپتمبر کی خپلو درسونو ته لاړ شئ .
د افغان سکالرشیپ ټیم ستاسو لپاره تر ټولو غوره او باوري انتخاب دی!

واتسپ : 0780825411
ادرس: جلال اباد ښار ، تالاشی چوک ، مالوچو کوڅه ، عثمان بزنس ټاور ، اول منزل ، لسم دفتر

16/06/2026

زده کړه د بریالي راتلونکي بنسټ دی!
کوشش وکړئ زده کړه وکړئ او خپل راتلونکی مو روښانه کړئ .
افغان سکالرشیپ ټیم

14/06/2026

#کارموندنه
📢 دندې اعلان
بست: د غوښتنلیکونو او اسنادو مسئول

افغان سکالرشپ ټیم دفتر یو فعال، منظم او مسئول شخص ته اړتیا لري تر څو د غوښتنلیکونو او اسنادو په برخه کې زموږ له ټیم سره کار وکړي او د محصلینو د سکالرشپ او پوهنتون داخلو پروسه په سمه توګه مدیریت کړي.

📌 دندې مسئولیتونه:
له محصلینو څخه د اړینو اسنادو راټولول او تنظیمول
د سکالرشپونو او پوهنتون داخلو په اړه معلومات او مشوره ورکول
د محصلینو غوښتنلیکونه په دقیق ډول ډکول او استول
له پوهنتونونو او سکالرشپ کمیټو سره اړیکه نیول
د ویزې، سفارت مرکې او ازموینو په اړه لارښوونه کول
د اسنادو منظم فایل بندي او تعقیب

🎓 شرایط:

لږ تر لږه لیسانس سند (اولیت کمپوتر ساینس ، اقتصاد ، او انګلیسی ژبی ادابیاتو فارغ ته ورکول کیږی )
د انګلیسي ژبې ښه لیکلو او ویلو مهارت
د کمپیوټر مهارت (MS Word، Excel، انټرنیټ)
قوي د اړیکو مهارت
مسئول، دقیق او منظم شخصیت
اړونده تجربه امتیاز ګڼل کېږي

⏰ کاري وخت:
بشپړ وخت

💰 معاش:
د وړتیا او تجربې له مخې ټاکل کېږي

د اسنادو سپارلو طریقه :
علاقمند کسان باید خپل CV او تعلیمی اسناد د افغان سکالرشیپ ټیم دفتر په انلاین ډول وسپاری . يادونه کوو چی په حضوری ډول د اسنادو راوړلو ډډه وکړئ .
خپل CV او تعلیمی اسناد باید لاندی ذکر شوی ایمیل ته واستوی . د ایمیل په Subject Line کی د بست عنوان ولیکئ.

هغه غوښتنلیکونه چې د وروستۍ نېټې وروسته رسیږي، هیڅ شرایطو کې نه منل کېږي.

📩 علاقمند کسان دې خپل CV او تعلیمی اسناد دې لاندی ایمیل ته واستوي:
[email protected]
📞 د اړیکې شمېره: 0780825411
🗓 اسنادو سپارلو وروستی نیټه :2026- June - 30

13/06/2026

په سکالرشیپ تلل د تېښتې لار نه ده، بلکې د پرمختګ او روښانه راتلونکي لار ده.

هیله ده چې په اړوند هېواد کې پاتې شئ او خپلې زده کړې په بریالیتوب سره بشپړې کړئ. په دې سره به د خپل هېواد نوم روښانه کړئ او راتلونکو زده‌کوونکو ته به د لوړو زده کړو لپاره لا ښه فرصتونه او زمینه برابره شي.

په درنښت

افغان سکالرشیپ ټیم

واتس‌اپ: 0780825411

10/06/2026

#برازیل GCUB سکالرشیپ
#پوهنتونونو انتخاب

د GCUB سکالرشپ لپاره د پوهنتونونو انتخاب څنګه وکړو؟
ایا د GCUB سکالرشپ لپاره اپلای کوئ او نه پوهېږئ کوم پوهنتونونه انتخاب کړئ؟
د پوهنتونونو سم انتخاب د سکالرشپ په بریالیتوب کې مهم رول لري. په دې ویډیو کې به تاسو زده کړئ چې څنګه د خپلې تحصیلي رشتې، علمي شالید، او راتلونکو اهدافو له مخې مناسب پوهنتونونه انتخاب کړئ.

په دې ویډیو کې به زده کړئ:
د پوهنتونونو د انتخاب مهم معیارونه
څنګه د خپلې رشتې مطابق پوهنتونونه پیدا کړئ
د پوهنتونونو د انتخاب پر مهال عامې تېروتنې
د GCUB سکالرشپ لپاره د پوهنتونونو د انتخاب غوره تګلاره

د پوهنتونونو سم انتخاب کولی شي ستاسو د سکالرشپ د ترلاسه کولو چانس زیات کړي، نو دا ویډیو تر پایه وګورئ.

بشپړه ویډیو زموږ په یوټیوب چینل (Afghan Scholarship) کې وګورئ.
ویدیو لینک : https://youtu.be/NOQBNTeUSRA?si=5CRwBypFaxwiupJK

واټساپ: 0780825411
دقیق ، چټک او باروی ثبت نام لپاره د افغان سکالرشیپ ټیم سره تماس کی شئ .
ادرس: جلال اباد ښار ، تالاشی چوک ، مالوچو کوڅه ، عثمان بزنس ټاور ، اول منزل ، لسم دفتر

08/06/2026

#برازیل سکالرشیپ
#نیتلیک یا Text 1
#له ملګرو سره یی شیر کړئ!
درنو هیوادوالو ،
ایا پوهیږی د برازیل هیواد لپاره Text 1 باید په څه ډول ولیکل شي ؟
دا چی برازیل هیواد GCUB سکالرشیپونو ټول تمرکز په نیت لیک او ریسیرچ دی باید په ډیر دقیق ډول ولیکل شي . د نیت لیک لپاره لاندی لارښوونی تعقیب کړئ . ددی په تعقیب سره به تاسی وکولئ شی يو دقیق ، او معناداره نیت لیک ولیکئ .
یادونه : که د نیت لیکلو پر وخت له کومی ستونزی او پوښتنی سره مخ شوی مستقیما په واتسپ مسیج پریږدی ، زموږ همکار به درسره پکی مرسته وکړی .

دقیق ، چټک او باوری ثبت نام لپاره د افغان سکالرشیپ ټیم سره تماس کی شئ .
واتسپ : 0780825411
ادرس: جلال اباد ښار ، تالاشی چوک ، مالوچو کوڅه ، عثمان بزنس ټاور ، اول منزل ، لسم دفتر

08/06/2026

#خبرتیا
#سعودی سکالرشیپ
درنو هیوادوالو!
د سعودي عربستان د سکالرشیپونو د پایلو د اعلان لړۍ روانه ده. له هغو وروڼو څخه چې د دې سکالرشیپ لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده، هیله کېږي چې خپل ایمیلونه او اکاونټونه وخت په وخت وڅاري.
یادونه: هر کله چې کوم پوهنتون تاسو وټاکي، یوازې ۵ ورځې وخت درکول کېږي ترڅو د خپل اکاونټ له لارې یې تایید (Accept) کړئ. له همدې امله، په دې ورځو کې خپل اکاونټ او ایمیلونه په دوامداره توګه تعقیب کړئ.

افغان سکالرشیپ ټیم
زموږ لمړیتوب ، ستاسی کامیابی ده!
دقیق، چټک او باوری ثبت نام لپاره د افغان سکالرشیپ ټیم سره تماس کی شئ .
واتسپ : 0780825411

07/06/2026

سهار پخیر!
هره ورځ د نوی بریا فرصت دی!
افغان سکالرشیپ ټیم

06/06/2026

#برازیل سکالرشیپ
#ایروپاس سی.وی (EUROPASS CV)
آیا غواړئ د برازیل GCUB سکالرشپ لپاره اپلای وکړئ، خو نه پوهېږئ چې مسلکي EUROPASS CV څنګه جوړه کړئ؟

په دې ویډیو کې د افغان سکالرشیپ ټیم له لارې تاسو ته په بشپړه او ګام په ګام توګه ښودل کېږي چې څنګه یو معیاري او مسلکي Europass CV جوړه کړئ.

📌 په دې ویډیو کې به زده کړئ:

✅ د Europass CV جوړولو بشپړه طریقه
✅ د تحصیلي معلوماتو او کاري تجربو لیکلو اصول
✅ د مهارتونو او لاسته راوړنو سم وړاندې کول
✅ مهمې مشورې چې ستاسو CV به د سکالرشپ لپاره لا پیاوړی کړي

💡 یو ښه او مسلکي CV کولی شي ستاسو د سکالرشپ د بریالیتوب چانس زیات کړي او تاسو له نورو غوښتونکو څخه ممتاز کړي.

📺 بشپړه ویډیو زموږ په یوټیوب چینل (Afghan Scholarship) کې وګورئ.
ویدیو لینک: https://youtu.be/Em8ZETi5lP4
یوټیوب چینل : https://youtube.com/?si=YBr7w797iqDteJqX

واټساپ: 0780825411
ادرس: جلال اباد ښار ، تالاشی چوک ، مالوچو کوڅه ، عثمان بزنس ټاور ، اول منزل ، لسم دفتر

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Phase# 9
Jalalabad
2657

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00