30/05/2026
ښوونځي د بیا پیل او کلنیو ازموینو خبرتیا
د زدهکوونکو محترمو والدینو او سرپرستانو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې سبا، یکشنبه د جوزا میاشتې ۱۰مه نېټه، د زدهکوونکو د کلنیو ازموینو لومړۍ ورځ ده.
له ټولو محترمو والدینو څخه هیله کېږي چې خپل ماشومان په بشپړې چمتووالي، اړینو درسي وسایلو او پر ټاکلي وخت ښوونځي ته د ازموینو لپاره حاضر کړي، ترڅو ازموینې په منظم ډول ترسره شي.
ستاسو د همکارۍ او پاملرنې څخه مننه.
په درنښت
د لیسې اداره